دعا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54672
محمد نعمان دوست
دخبریدو نیټه : 2013-04-19

 


چې هر مازیګر کورته ځم، په لاره کې مې په یو څو داسې ونو نظر پریوځي چې ښاخونه یې له ګلونو ډک دي. د دوی په لیدلو د سیمین بهبهانی دغه بیتونه بې واره زمزمه کړم:
 چون درخت فروردین، پر شکوفه شد جانم
دامنی ز گل دارم، بر چه کس بیفشانم؟
ای نسیم جان پرور، امشب از برم بگذر؛
ورنه این چنین پرگل تا سحر نمی مانم

***
خیال کې مې لمن له ګلانو ډکه شي، اخوا دیخوا ګورم. خو داسې هیڅوک پیدا نکړم چې ګلونه پرې وشیندم. ګلونه مړاوي شي او وه یې غورځوم.هر مازیګر لمن - لمن مړاوي ګلونه همداسې غورځوم او پښو لاندې پایمالیږي.
 نو خدایه! دا ارمان خو مې پوره کړه، دې وطن کې یو داسې څوک پیدا کړه چې نه یوازې زه، بلکې ټول پرې ګلونه وشیندو!