سروان( سروان کلا) دهیتومنت (هلمند) په لرغونې حوزه او کي دځانګړي ارزښت لرونکې سیمه وه ،د شاوخوا دیارلس سوه کاله لیکلي اسنادو په تائید چي سروان (سور + وان )د لویو عالمانو ، پوهانو ، شاعرانو او ادیبانو ځای و او ددې سره په څنګ نن ته په کتود دې شنې او زرغونې ناوې ، میوو اوغلو دانو ستاینه په تاریخي اثارو کي هم سوې چي خپله دسروان سره په څنګ کي شاوخوا نوري سیمي هم ابادي او وګړي يې په نس ماړه وه .
ددې لرغوني سیمي یادونه په زیاتو تاریخونو او جغرافیو کي سوې ده، چي په دې منځ کي( ابن حوقل په خپل اثر(صورت الارض ) کي چي په (۳۶۵ هجري) شاوخوا کي لیکل سوی. ددې سیمي دښو او پراخو میوو یادونه کړې ده، چي خرما او انګور یې زیات درلوده او همدا ډول یې ویلي دي چي داښار ګوټی یا سیمه دقرنین په اندازه ده او همداسي د قرنین په څېر اباده او ښیراز ه ده چي میوې یې بهر او نورو سیمو ته ځي.
په اشکال العالم کي راغلي دي چي زور وان (سروان) تر قرنین کوچنی دی او فیروز قند ته نژدې دی چي دعماراتو، زراعاتو او زیاتو اوبو درلودونکی دی.(۱)
جوزجاني دحدود العالم من المشرک الی المغرب شاوخوا یو زرو شپیته کاله دمخه په(۳۸۹مخ) کي دخراسان په ښارونو کي پنځوسم ښار (ساروان) بللی دی. دساروان خلک یی شوخ، زړه ور، جنګیالي او دغوسې څښتنان بللی. (۲)
په قانون مسعودي کي داښار په غلطه سره (زروان) لیکل سوی دی او البیروني هم (زروان) دبُست له توابعو څخه بولي .
د سروان [کلا] معادنونه :
په المهاجو کي لیکي \"زابلستان ته نژدې دطلا معادن په ډبرو او څاګانو کی موجود دی چی داسیمه زروان(اوسنۍسروان کلا) نومیږی چی د [خثباجی؟ ] دکلي یا سیمی په څنګ کي په هغو غروکي د زرو ، سیم، روی، اوسپنه،سرپ مقناطیس او نور معادنونه سته\". (۳)
داوسني اټکل له مخي ښايي یادسوي معدنونه د [ګرم اب دغرو] لړۍ بیا تر سپېرکي غره پوري شاوخوا کي شتون ولري خو سپړنو او پلټونو ته اړتیا لري .
بل داچي سروان [کلا] او زور = سور ( زور داور ننني زینداور ) په یو جغرافیايي سیمه کي دي چي د خلکو ترمنځ يې یو ډول دود او مذهبي اړیکو شتون درلود ، کله چي داسلام مخکي په [داور ]کي د (لمر لمانځنه ) کېدل په دې کي شک نه پیداکیږي چي د سروان اوسېدونکي هم [لمر پالونکي] وه او په زینداور کي د [ زور یا زوري] دلمر پالني الهه وه ، په قوي احتمال ویلای سو چي نننی سروان له آره ( زور + سور +وان سور وان) و ، ( زور = سور – یا سوریا) یې د لمر الهه او ( وان) يې د پالونکي مانا ښندي چي په ورستیو کي ټوله سیمه په همدې نامه یاده سوه تر دې چي په نامه کي یې دوخت په تېرېدو بیلابیل اوښتونونه رامنځته سوي دي . دا چي دهغه وخت لمر پالني یوه لویه بشري حوزه په بر کي نیولې وه ځګه نو ددې نامه څرک د منځني ختیځ په نننۍ[ سوریه ] هیواد کي هم سته هغه چي دا مهال دوینو ولې پکښي بهیږي .
ګردیزي په زین الاخبار (۲۵۰ مخ) کی د(سروان) کلمه راوړې ده په لمن لیک کي یې علامه حبیبي زیاته کړې ده چي\" په سنسګریټ یی ساروان بولی او دالبیرونی په کتاب الهند کی (شرابن) لیکلی دی\". سرابن او ساروان اوس [ساون ]بولی چی دهندوانو دکال څلورمه میاشت ده او دزین الخبار په(۲۵۱ مخ) کی (بت ساون) هم راغلی دی.(۴)
دسروان دنامه وجه :
دعلامه رشاد بابا په وینا دسروان کلمه غالباً د (زور+سور + وان) له کلمې سره چي دلمر رب النوع وه اړیکه لري.(۵) ددې کلمې ذکر دمقدسي په[ احسن التقاسیم في معرفت الاقلیم] کي راغلی دی خو دهغه په چاپ کي یو څه تیر وتنه پیښه ده ، هلته یې د(سروان) پر ځای(سروسان) لیکلی دی او په بل چاپ کي یې(سروستان) لیکلی دی . اما ددې صحیح بڼه په صورت الاقلیم کی ابن حوقل ضبط کړې ده او هلته دسروان په بڼه دی.په څرګند ډول د (سوریا ) د نامه څرک په سوریانو (چي له هم دې سیمي راپورته سوي)، سوریه ، سوروان = سروان ( = سروان کلا ) او داسي نوری بیلګي چي په هند ، اریانا ، منځني ختیځ او نور... شاوخوا سیمو پوري يې پالونکي او لمانځونکي درلوده.(۶)
د پښتو ادب په لرغونې دوره کي د دې سیمي لوی عالم ، شاعر او ادیب (ابومحمد هاشم سرواني) هم دهمدې سیمي ؤ، چي دپښتو ادب په تاریخ کي د ژباړی بنسټ له ده څخه راپیلیږي ،د دې سیمي څخه بل نومیالی (خواجه تګین = خواجه سنګین بابا) دی چي دسنګین په هدیره کي ښخ دی د اوسني سنګین بازار او سنګین هدیره هم دهمده په نوم یادیږي ، همداسي شیخ عباس سرواني او داسي نور... ددې تاریخي سیمي له نومیالیو شخصیتونو څخه دي .
اخځلیک او لمنلیک :
۱: علامه حبیبي، دپټي خزانې لمنليکونه ، ٢٥٠،٢٥١مخونه .
۲: علامه رشادبابا ،دکندهار ياداښِتونه ،٦٧مخ
۳: همدا اثر ٦٧ مخ
۴: دکندهار ياداښتونه مخکنی اثر،مخ ٦٧.
۵: علامه رشاد بابا ، دسيمو تاريخي جغرافيه مخکنى اثر ،مخ ١٢٨.
۶: همدا اثر ١٢٩مخ .