فتوي نمبر(۷۳۱)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته...
.مستفتي: شبيراحمد /سعودي عرب....
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته . بعدله سلامه ځماپوښتنه داده چي ديوسړي په چپه لاس ګوتمئ وي پردا ګوتمئ باندي نوم ديوسړي يايوبل تورئ ليکلئ وي نوپدغه لاس سره استنجاوهل څنګه دي ؟
الجواب ومنه الصواب.....
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم.....
پرګوتمئ باندي چي دهرسړي نوم وي يابې له نامه نورحروف وي بايد له دغه ګوتمئ سره په دغه لاس استنجا و نه وهل سي له دې وجي چي حروفولره احترام سته که څه هم پرې پرې وي . اوحروف هجاپرهودعليه الصلاة والسلام نازل سويدي !والسلام [ردالمحتار ج۱ص۲۲۷]