په پیل کی دوې اړینی یادونی ، لومړی دا چی دا لیکنه په ۱۳۹۱ لمریز کال د وری په میاشت کی د فراه په ولایت کی د دایر سوی سیمنار په ترځ کی ولوستل سوه . د همه یادونه دا ده چی دا لیکنه د پاورپنټ په پروګرام کی د پربزنټیشن په څیر تر تیب سوی وه او دا دی اوس یی د درنو لوستونکو ته د لوستلو لپاره په ورد پروګرام کی تر تیب او وړاندی کوم .
باوری
د هر هيواد تاريخي ابدات د هغه هيواد د تاريخ پاڼي او د اقتصادي توان ښکارندوی دي. په هر ه پيمانه چي په يوه هيواد کي د تاريخي ودانيو شمير زيات وي په هغه اندازه يې تاريخي وياړني او اقتصادي – فرهنګي کچه لوړه وي.
► افغانستان د همدې لړ هيوادونو څخه شميرل کيږي ، د ټولو بي پروايو سره – سره بيا هم د هيواد په هر ګوټ کي د برمه ډکو ودانيو پاتي شوني او د لوړو څلو او منارو په بدنه کي د سرلوړيو او بريو نښي وينو.
► د بريو برجونه او د سرلوړومنارو شتون د هيواد په هره سيمه کي په ستر ګو کيږي. دا ستري ودانی او منارونه د هيواد د تاريخي – فرهنګي بيلا بيلو دورو ښکارندويې کوي.
► د غور د جام څلی ، د هرات د اختيارالدين کلا ، د غزني منارونه ، د بست ماڼۍ ، د فريدون کلا او په سلګونو نور هغه وياړونه او د برم نښانې دي چي د زمانې په لمن کي د ډيرو پيښو شاهدي ورکوي.
► د سترو قصرونو او ماڼيو ارزښت يوازي په دې کي نه دی نغښتی چي د تاريخي پيښو شاهدي ورکوي ، بلکی نورارزښتونه هم لري :
► د بيلګي په توګه د هري کلا او ماڼی په بدنه کي د خپل مهال ودانيز مهارتونه ، د هغه مهال مروج هنري پنځوني ، د خپل مهال اقتصادي – سياسی حالت څرنګوالی او داسې نور يادولای سو.
► د دې ارزښتونو تر څنګ لرغوني ودانی او تاريخی ماڼی اوس هم د پخوا په شان اقتصادي ګټي او وړتياوی لري . د نړی پر مختللي هيوادونه د خپلو تاريخي ماڼيو څخه هومره ګټه اخلی لکه چي د خپل مهال پر استعمال او کاروني ورته ګټوره وه.
► په پر مختللو هيوادونو او په ځانګړې توګه هغه هيوادونه چي د توريستي خدماتو لپاره يې زياته پاملرنه کړېده ، هره لرغوني ودانی او تاريخي ماڼی يې د سيلانيا نو او ګرځندويانو له پاره د ليدو کاتو ستر مرکزونه ګرځولي دي.
► توريزم د نړی تر ټولو ښه عايد لرونکی صنعت ګڼل سويدي. د ګرځندوی نړيوال سازمان د شميرو له مخي په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي د سيلانيانو شميره اوه سوه دريشپيته ميلونه تنو ته رسيدلې وه . چي د دې سيلانيانو تر ټولو زياته برخه اروپايې او امريکايې هيوادونو منلي دي .
► د ترکيې هيواد ته درسيدلو ګرځندويانو شميره په ٢٠٠٤ ميلادي کال ، ديارلس ميلونه او دوه سوه زره تنو ته رسيدلې وه . د دې درکه يې پنځلس مليارده او نه سوه مليونه امريکايې دالره تر لاسه کړل .
► زموږ ګاونډي هيواد ايران په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي د يو مليون او شپږ سوه زره تنو سلا نيانو په منلو يې يو مليارد او څلور اويا زره امريکايې دالره عايد درلودل .
► د ګرځندوی نړيوال سازمان وړاندوينه کړيده چي د ٢٠١٠ څخه تر ٢٠٢٠ ميلادي کال به د نړی د سيلانيانو شميره هر کال يو مليارد او شپږ سوه مليونه تنو ته ورسيږي
► افغانستان کولای سي د خپلو فرهنګي – تاريخي ابداتو د بيارغولو او سېلانيانو ته د پام وړ ګرځولو په صورت کي د دې ګرځندويانو يوه ستره کتله ځان ته ومني او له امله يې يوه داسي پانګه خپله کړي چي هيڅ مصرف ته اړتيا نه لري.
► د دې ډول سيمو يوه بيلګه د فراه ولايت دی . فراه ولايت زيات شمير لرغوني ودانی او تاريخي ماڼی لري.
► يوه خورا مهمه پوښتنه دا ده چي د فراه ولايت دا ابدات او ودانی کله او څنګه د دې جوګه کيدای سي چي لږ تر لږه زموږ د ګاونډي هيواد ايران د خراسان ايالت سره سيالي وکړای سي او يا لا لوړي کچي ته ورسيږي.
د ايران خراسان ايالت
► په خراسان ايالت کي د دولتی سياحتي شرکتونو تر څنګ همدا اوس ١٥ ازاد شخصي سياحتي شرکتونه فعال دي.
► هر سياحتي شرکت ځانګړني لري او وياړني ، د بيلګي په توګه :
► د (( دنيای سير در خراسان ))
دنيای سير در خراسان
► لاس ته راوړني :
► دې شرکت په ١٣٦٩ لمريز کال په فعاليت پيل کړېدې؛
► په ١٣٨٣ لمريز کال د ټول خراسان دريم شرکت ومنل سو؛
► په ١٣٨٥ لمريز کال د ټول خراسان د نوروز د پروګرامونو او سياحتي ښيګڼو له امله دوهم مقام وګټی؛
► په ٢٠٠٩ کال کي د ترکش ايرلين د ټکيټونو د پلورلو له امله په ټول خراسان کي دريم مقام ګټلی او جايزه يې تر لاسه کړېده او په دې تر تيب نوري لاس ته راوړني .
دفراه ولايت
► دا بيلګه د فراه ولايت لپاره کېدای سي د سالم رقابت انګيزه سي ؛
► هغه وړتيا او شونتيا چي په خراسان کي سته ، له نيکه مرغه فراه ولايت يې هم لري ؛
► د فراه ولايت د توريستي چارو د پرمختګ لپاره شونتياوي او سهولتونه :
► د فراه ولايت نامتو تاريخي سيمي او د سيلا نيانو د پاملرني وړ ټاټوبی لري چي دلته يې څو بيلګي يادو : د فراه زوړ ښار ، د اسفنديار ښار ، کافر کلاه ، بارندک ، د چار ماس کلا ه ، قلعه هفت سوراخ ،برندگک، قلعه مساو ، د سید محمد زيارت ، شاه مبارک زيارت ، د ابونصر فراهی زيارت ، د سلطان امیر زيارت اوپه لسګونو داسي نور
► د تاريخي ودانيو تر څنګ يو شمير داسي طبيعی منظرې او ځانګړي ټاټوبي هم سته چي د ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي مشهوره او پيژندل سويدي ، د بيلګي په توګه د معین الدین [ اسفزاری ] هغه ليکنه را يادو چي وايې : در یک فرسنگی فراه کوهی است که آن را بارندک خوانند و در آن کوه طاقی سنگی است که همیشه از آنجا آب می چکد و مردم بدانجا به زیارت و طلب حاجت میروند.
► د فراه ولايت د تاريخي ودانيو په وړاندي د ستونزو لړی:
► ١- په فزيکي ډول د ودانيو پر له پسې ورانېدل؛
► ٢ – د بې پروايې له امله د تاريخي ودانيو د تخريب چټکتيا؛
► ٣ – د تاريخي ودانيو په دننه او يا شا اوخوا کي د غير قانوني سپړنو او کيند نو چاري تر سره کيدل ؛
د فرېدون کلا بيلګه
فریدون فرخ فرشته نبود
ز مشک و ز عنبر سرشته نبود
بداد و دهش یافت آن نیکوئی
تو داد و دهش کن فریدون توئی
(( شاهنامه فردوسی )
د فریدون کلا یو شمیر انځورونه
په انځور کی لیدل کیږی چی د دې نامتو کلا پًرخاورینو کوټنیو د نوی هوټل د جوړیدلو هڅه سویده ، چی په هیڅ صورت د ابداتو د ساتنی د ارونو سره سمون نه خوری ، په بیړنی توګه باید د دې پخوانی کلا د ساتنی چارو ته بام وسی .
: د کک کهزاد کلا یا قلعۀ کک کهزاد
بدژ دریکی بدکنش جای داشت === که در رزم با اژدها پاداشت
نژادش زافغان، سپاهش هزار === همه ناوک انداز و ژوبین ګذار
ورا نام بودی کک کهزاد ==== به ګیتی بسی رزم بودش بیاد
درین ګفتو ګو بود با کهزاد === که امد خروشی که ای بد نژاد
چه درد دژګزیدی بدینسان درنګ === که امد همه ناک اوغان به ننګ
(( شاهنامه فردوسی )
د دې نامتو کلا ساتنه د هیواد د لرغونی تاریخ ساتنه ده ، په بیړه باید د دې نامتو کلا د څیړنی او ساتنی چاری تر لاس لاندی ونیول سی . د دې تر څنګ دا هڅه په کار ده چی دا لرغونې کلا د نړیوال کلتوری میراث په لړ کی وشمیرل سی . د یادولو ده چی په ۱۳۹۱ لمریز کال د دې تاریخی کلا د لیدلو پرمهال په هیواد کی د فرهنګی چارو لوړ رتبه مسول او د فراه والی ښاغلی خپلواک چی یو فرهنګی والی دی د فراه ولایت د لرغونو اثارو د سمون او په حالت کی یی د بدلون وعده وکړه . د دې کلا یو شمیر انځورونه :
د فراه ولايت په انار دره کي د بادي ژرندو پاتي شوني
د تاريخي کلاه بيلګي په فراه او ګاونډيو سيمو کي په زياته پيمانه ليدل کيږي
په سيستان کي د لرغوني کلا بيلګه
په بست کي د لرغوني کلاه بيلګه او داسي نور
پایله : د هيواد فرهنګي ادارو ته د خطر زنګ
► دا تاريخي ودانی د ورانيدلو پرلور په چټکی ځي ، که وراني سوې بيا افسوس ځای نه نيسي ؛
► دا به لومړی بيلګه نه وي چي د بې پروايې له امله به دا ډول تاريخي ودانی ورانيږي .
► د غزني د بالاحصار برج او تر هغه وړاندي د چکري منار يې بيلګي دي.
د چکری منار نړېدل يوه بيلګه
د غزني د تاريخي بالاحصار د څار برج نړېدل دوهمه بيلګه او داسي نور
د غزني د تاريخي بالاحصار د څار برج نړېدل دوهمه بيلګه او داسي نور
په فراه کی د علمی سیمنار یو شمیر انځورونه