دلندن كنفرانس ، دافغانستان لاسته راوړني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5527
وحيد سپين غر _ كابل
دخبریدو نیټه : 2006-02-04

 وحيد سپين غر _ كابل
 دلندن غونډي وښوده چي افغانستان لا اوس هم دنړيوالي ورورولي دپاملرني په محراق كي ځاي لري ،اودځينو منفي اندونوپرخلاف افغانستان نه يواځي نړيوالود پاملرني نه دي غورځيدلي بلكي دافغانستان سره يي دپخواپه پرتله دلازياتونورو مرستو ژمني ترسره كړي
 دبن دپريكړواساسي دندي په افغانستان كي ددولتي بنسټونوپياوړي كول اودحكومت ددري ګونوقواووبشپړول اواصلاح وه چي دپارلماني ټاكنوپه بشپړيدوسره دبن پريكړي هم پاي ته ورسيدلي اودنړيوالوهغه ژمني چي له افغانستان سره يي ددولت اوحكومت دبنسټونودبشپړولوپه موخه كړي وي ترسره شوي ،په دغه موده كي نړيوالودنورومرستو ترڅنګ دبن ،توكيواوبرلين په غونډوكي دافغانستان سره مالي اواقتصادي مرستي هم ترسره كړي خودامرستي په مستقيمه توګه دافغانستان ددولت له لاري نه دي شوي بلكي دامرستي دانجوګانواونورونړيوالواداروسره شوي
 ويل كيږي چي ددغومرستودلګيدونه دولت او ولس دواړه راضي نه دي ،ځكه دامرستي په داسي پروژ و او اقتصادي تاسيساتونه دي لګيدلي چي عام افغان ته دي مستقيمه ګټه ورسوي اويادي هغوي ته دكارزميني پيداكړي ،دامرستي اكثر دلارو،پلونو،ويالو، ښوونځيو او نورو،وړو،پروژولګول شوي چي دومره زياتي اقتصادي اغيزي يي نه ښكاري
 دڅلوروكالوپه بهير كي دبهرنيومرستوپه سلوكي ۷۸دانجوګانوله لاري لګيدلي اوايله ۲۲فيصده يي دافغانستان دولت ته وركړل شوي دي ،ځكه خوويل كيږي چي دامرستي په اساسي اوبنسټيزوكارونونه دي لګيدلي اواكثر دامرستي اوپيسي دانجوګانوله لوري په غير ضروري لګښتونواودانجوګانودكاركونكوپه لوړوتنخواګانولګيدلي دي ،له همدي امله داځل دافغانستان دولت داپريكړه وكړه چي دمرستوزياته برخه دي دولت ته وركړل شي ترڅوددولت له لاري په اساسي اوبنسټيزوچاروباندي ولګول شي
 دافغانستان دولت وايي چي حكومت اوس داظرفيت لري چي دامرستي په سمه اواساسي توګه دولس داړتيا وو،اوداقتصادي لومړيتوبونو،پرپروژوباندي ولګوي
 داچي نړيوالوتراوسه دافغانستان دولت ته دامرستي نه سپارلي دهغوي دليل داوو،چي دافغانستان نوي دولت هغه مهال داسي مرحلي ته نه وو رسيدلي ترڅودامرستي جذب كړاي شي اوددي ظرفيت دي ولري چي دامرستي دي په سمه توګه ولګوي
 خودافغانستان دولت په پرله پسي توګه داغوښتنه لرله چي په راتلونكي كي بايد دافغانستان په ابادي پوري اړوندي مرستي افغان دولت ته وركړل شي نه انجوګانوته دولت دادليل وړاندي كاوه چي انجوګاني دافغانانواساسي ستونزي نه شي حل كولي اوبل داچي انجوګانوتراوسه دافغانانولپاره داسي اساسي اوبنسټيزكارونه نه دي كړي چي دعاموافغانانوپه ژوندكي دي دليدلووړبدلون راولي ،له همدي امله ددولت غوښتنه داوه چي دولت ددي توانمندي اووړتيا لري ترڅودامرستي دولس په اساسي غوښتنو اواړتياووباندي ولګوي اوداسي پروژي ترلاس لاندي ونيسي ترڅودهيوادوزګاروخلكو ته دكارزميني پيداشي
 داچي يوهيوادغواړي دنړي له هيوادونونه په ميليارډو ډالرومرستي ترلاسه كړي داكومه اسانه لاره اوچاره نه ده ،داكار خپل دلايل ،خپل لومړيتوبونه اويوه علمي اقتصادي تګلاره غواړي ترڅونړيوالوته دقناعت وړوي
 دلندن دغونډي نه مخكي يوشمير څيړونكواوسياستوالوداسي ګڼله چي شايد نړيوال په دي كنفرانس كي دافغان چارواكوهغه غوښتنوته سم ځواب ونه وايي چي دوي يي غوښتونكي دي خوددي پرخلاف نړيوالودافغانستان ټولوغوښتونوته غاړه كيښوده اوآن دافغان دولت دچارواكودتوقع پرخلاف يي دزياتومرستوژمني وكړي
 دلندن غونډه له څواړخونونه داهميت وړګڼل كيداي شي
 لومړي داچي په دي غونډه كي افغان دولت يوه پنځه كلنه هراړخيزه تګلاره جوړه كړي وه اوپه هغه كي يي دهيوادلومړيتوبونه په منطقي اوعلمي توګه په ګوته كړي وو
 چي دنوروغونډوپرخلاف ددي پراخي تګلاري دعملي كولولپاره دډيروپيسوغوښتلوته اړتيا ليدل كيده
 ددي غونډي دوهم توپير دنوروغونډونه په دي كي و،چي داځل دافغانستان دولت ددي غوښتونكي و،ترڅومرستي دافغان دولت له لوري ولګول شي نه دانجوګانوله لوري ،داچي نړيوال په دي قانع شي اودمرستوزياته اويانيمايي اندازه دي افغان دولت ته وسپاري دايوه بله پيچلي موضوع وه،اولازم استدلال يي غوښته ترڅونړيوال په دي باندي قانع شي چي په افغان دولت كي ددي مرستودجذبولوطرفيت شته اوكنه
 چي په دي دواړوبرخوكي دافغانستان چارواكووكولي شول ترڅونړيوالوته داقناعت وركړي اوپه مرستندويه هيوادونو داومني چي دمرستويوه لويه برخه نيغ به نيغه دافغان دولت په واك كي وركړي
 دلندن دغونډي په پايله كي نړيوالودافغانستان ددولت پنځه كلنه اقتصادي تګلاره ومنله اوداوس لپاره يي دافغانستان سره دلس ميلياره اوپنځه سوه ميليونوډالرودمرستي ژمنه وكړه په دغوپيسوكي دامريكاله اړخه ديوه كال لپاره مرسته شوي اوهغوي ژمن دي چي دافغانستان دپنځه كلني اقتصادي تګلاري دوروستيوڅلوروكالوپه بهير كي به هم خپلومرستوته دوام وركړي ،دغه رازدبريتانيا هيوادهم ددريوكالولپاره مرسته كړي چي ددريوكالونه وروسته به دافغانستان دپنځه كلن پلان سره نوري مرستي هم ترسره كړي
 افغان چارواكودخپلي پنځه كلني تګلاري دعملي كولولپاره دلندن په غونډه كي دشلوميليارډوډالروغوښتنه كړي وه چي دامريكي اوبريتانيا له ټولومرستوسره دافغانستان ددولت داغوښتنه ترسره كيږي
 دبن له غونډي نه نيولي بيا دتوكيواوبرلين ترغونډوپوري هره يوه يي زموږ دهيواداوولس لپاره ځانګړي ځاي درلودخودلندن غونډه بيا پخپل وار ترټولونه داهميت وړغونډه وه چي افغان چارواكووكولي شول له يوي خواخپلي غوښتني په نړيوالوومني اوله بلي خوا نړيوال دي ته وهڅوي ترڅودامرستي دافغانستان ددولت له لاري ترسره شي ،چي ددي غونډي په بهير كي افغان چارواكي په دي وتوانيدل ترڅوخپل دواړه اهداف اوموخي ترلاسه كړي ،چي دادافغانستان لپاره دپاملرني اواهميت وړلويي لاسته راوړني ګڼل كيږي .