اودس په اسلام اوساینس کي(۲)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55380

دخبریدو نیټه : 2013-06-02

 

۴ – حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی:چې کله یومسلمان بنده اودس شروع کړی چې کله مخ پریمنځی نوټول ګناهونه یی پریمنځلی شی، چې سترګوکړی وي، بیاچې کله لاسونه پریمنځي نوهغه ګناهونه ئې توی شی چې لاسونوکړی وي، اوکله چې پښې پریمنځي نوبیایی ټول هغه ګناهونه توی شی چې پښوکړی وي،تردې چې داوداسه څخه فارغیږی نوټول ګناهونه ئې پاک شي.
 رواه مالک ومسلم وترمذی.
(الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۵۹ پاڼه، حدیث ۷/ ۱۲۱) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق.
 ۵ – دحضرت عثمان رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې څوک په ښه ډول سره اودس تازه کړی دده ټول ګناهونه دبدن څخه وځی تردې چې دنوکانولاندی (هم ګناهونه نه پاتی کيږی) اووځي. رواه ابن ماجه
 (الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۶۰پاڼه، حدیث ۸/ ۱۲۲) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق.
 ۶- دحضرت عقبه بن عامررضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل څوک چې په ښه ډول سره اودس وکړی اوبیاپرلمانځه ودریږی بیاچې په لمانځه کي څه وایی هغه په پوهۍ سره وایی نودی دلمانځه نه وروسته دهغې ورځی په شان دی په کومه ورځ چې دی پیداشوی ؤ( دګناه نه پاک شو)
 رواه مسلم وابوداؤدوالنسایی وابن ماجه وابن خزیمة والحاکم
(الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۶۱ پاڼه، حدیث ۲۳/ ۱۲۶) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق.
 ۷ – حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل، ایازه وتاسوداسی شی ونه ښایم چې ګناهونه معاف کوي اودرجات لوړوي؟ صحابه کرامووویل ضروریی راوښایه یارسو ل الله،نورسو الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل دتکلیف په وخت کي مبالغې سره اودس کول(په ښې طریقې سره)، جومات ته زیات قدمونه اوچتول، دیوه لمانځه نه وروسته دبل لمانځه انتظارکول داحقیقی رباط دي.
 رواه مالک ومسلم والترمذی والنساییوابن ماجه
(الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۶۱ پاڼه، حدیث ۲۵/ ۱۱۲۶) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق.
 ۸ – اسحاق بن ابراهیم حنظلی عبدالرازق معمرهمام بن منبه ، ابوهریره رضی الله عنه وایی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې کوم سړی چې بی اودسه شی دهغه لمونځ ترهغوپوری نه قبلیږی ترڅوچې یی اودس نه وی کړی.
 رواه بخاری، لومړی ټوک پاڼه ، کتاب الوضوء ۱۳۵

نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر