ولی هراندام درې درې ځلی پریمنځل کيږی؟
داځکه چې دتوبې درې رکنونه دي، لومړی داچې کله ګناه وشی نوتوبه ایستونکي ورباندی پښیمانه شي، دوهم داچې دهغې ګناه څخه لاس پرسرشي، دریم داچې پوره پخه اراده وشی چي ګناه باید ونشي.
داچې داوداسه پرځای تیمیم ټاکل شوی دی داولی؟
په دې کي فلسفه داده چې کله چې یوڅوک پخپله ګناه باندی پښیمانه شی اوده ته دتوبې ټول شرایط میسر نه وی نودده خاکساری اوانکساری کفایت کوي، که څه هم لږامکانات وي، اصل شرط پکښی نیت دی، نونیت دتوبې دی که هلته پوره دهراندام دتوبې شرایط شتون نلری نوکه دځینی شرایط برابرشی کفایت کوي.
(الرسالة الحمیده اردوترجمه، ۱۰۵- ۱۱۰، لیکوال: دطرابلس نومورعالم محقق علامه حسین آفندی،
ژباړن: مولاناسیداسحاق علی صاحب مدرسه جامع العلوم کانپور
زیرنګرانی حکيم الامت حضرت مولانااشرف علی تهانوی صاحب
داوداسه دریمه فلسفه:
په اوداسه کي ترټول مخکي لاسونه پريمنځل کيږی، داپه دې خاطرچې انسان ترټولومخکي دمصافحې اولمس لپاره دواړه لاسونه استعمالوي، یالکه دنرږی یانورلپاره هم لاسونه استعمالیږی.
له دې څخه وروسته خوله پریمنځل کيږی داله دې کبله چې کله چې خواړه وخوړل شی نوڅه پاتي شونې ئې په خوله کي پاتي کيږی، له دې کبله بدبویې راځی نوځکه دخولې په پریمنځلوسره هغه په غاښونوکي پاتي شونی اوبدبویی له منځه ځي.
له دې څخه وروسته پزه پریمنځل کيږي، چې په پزه کي دخپلوموادواورطوباتوله کبله بدبویی وی، نوځکه پزه پریمنځل کيږی.
له دې څخه وروسته مخ پریمنځل کيږي، داځکه چې که پرمخ باندی خوله وي، یاګرځ وی نوهغه به له منځه ولاړشي، دمخ پریمنځل په دې هم اړین دی چې کله دیوه انسان دبل انسان سره ملاقات کيږی نولومړی ئې پرمخ باندی سترګې لویږی، نوځکه دمخ پریولل اړین دي.
له دې څخه وروسته لاسونه ترڅنګلوپوری پریمنځل کيږی، چې داهغه غړی دی چې دسراوپښوترمنځ اندامونه دی اوډیرځله په کارکي ښکاره کيږی.
له دې څخه دسرمسح ده، سرهم خوله کوي اوله دې څخه بدبویی راځی اودانسان ورڅخه کرکه کيږی، نوځکه مسح ورباندی کيږی، اودتکلیف له کبله ئې پریمنځل نه دی ورته ټاکلی.اوپرمسح باندی څلوروسره امامانوورباندی اتفاق کړیدی.
له دې څخه وروسته دغوږومسح ده، هغه ګندګې اونورشیان چې وغوږوته دهواله لاری داخل شوی وی هغه له منځه ځی په مسح سره، اوغوږدننه پریولل نه غواړي.
له دې څخه وروسته دپښوپریمنځل دی، داځکه چې کله پښې نه پریمنځل شی نوبدبویی کوی، په ځانګړی ډول سره چې یوډول دپوستکي ناروغې ولری، اوپرپښوباندی دلمونځ کوونکي اوغیرلمونځ کوونکي ډیرتوپیرجوتیږی.
کله چې یوڅوک پرلمانځه دریږی، وخپل مولاته نودی بایدهم ظاهری اوباطني پاکي وي، ظاهری پاکوالی یی دادی چې داغړي ئې پریولل اوباطنې پاکي ئې داده چې دهراندام پریولل دهغه اندام ګناهونه توی کړل.
حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چې په اوداسه کي استنجاء دحوروسره دمباشرت لپاره ده، دورغووپریمنځل دجنت دخوراک لپاره دي، دخولې پریمنځل دخدای دکلام لپاره ده، دپزی پریمنځل دجنت دبوی لپاره ده، دسره مسح دتاج لپاره ده، دغوږومسح دالله دکلام داوریدولپاره ده، دپښوپریمنځل په جنت کي دتګ لپاره دي، اوداسی نور...
(حکمة التشریع وفلسفة، لومړی برخه، حکمة الوضوء وطهارة الاعضاء الخاصة، ۹۶- ۱۰۱)
لیکوال: لحضرة صاحب الفضیلة الاستاذ الشیخ علی احمدالجرجاوي، احدعلماء الازهرشریف ورئس جمعیة الازهر العلمیه والمحامی امام محکمة النقض، ۱۹۶۱ میلادی.
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور