تر کومه به دا بې عدالتي روانه وي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5553
انجنېر ذکريا - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2006-02-05

 انجنېر ذکريا  - ۵/۲/۲۰۰۶ هالنډ

ما په دې ليکنه کي هڅه کړېده سپيني خبري وکړم او هر څه په روښانه ډول مطرح کړم او نور هم ( ددغو نظرونو موافقين او مخالفين )دې ته رابولم چي دوی هم په دې اړوند خپل نظر په روښانه ډول څرګند کړي . ځکه د ستونزو  پټېدل هغوی حل کولای نه شي بلکي نور ئي هم زياتوي اوژوروي ئي .

  زه مخکي له دې نه چي ددې ليکني اصلي مطلب ته راشم، لومړۍ غواړم د هغو مسائلو په اړوند خپل آندونه او نظريات څرګند کړم ، کوم چي په دې ليکنه کي تماس ور سره نيول شوی دی ، تر څو زما د خبرو نه ناسم پوهاوی را مېنځ ته نه شي .

زه په دې باور يم ، چي زموږ تر ټولو ستره ستونزه د يوې واحدي ملي ټولني نشته والی دی . د ملي ټولني د جوړېدو لپاره بايد د افغانستان ټول خلک په ګډه هلي ځلي وکړي او دا کار د سالمو ډيالوګونو، کنفرانسونواو علمي او څېړنيزو غونډو د لاري کېدای شي . د ملي ټولني د جوړېدو لپاره تر ټولو لومړني شرايط دادي ، چي د ټولني ټول غړي د قوم ، ژبي ، مذهب او نورو توپيرونو نه پرته په عمل کي يو ډول امتيازات او مکلفيتونه ولري . ددې کار لپاره تر ټولو مهمه داده ،چي په اساسي او نورو قوانينو کي دغه اصل غبرګون ومومي .اوس تقريباً دا کار شوی دی او قوانين د ډموکراسی د نړيوالو اُصولو سره سم ترتيب شويدي . اصلي موخه داده چي د افغانستان ټول اوسېدونکي بايد په عمل کي ( نه د کاغذونوپر مخ ) ځانونه د يو شان حقونو خاوندان احساس کړي .په افغانستان کي هيڅ يو مقام ته ( د عادي مامور نه نيولې بيا تر ولسمشر پوري ) د رسېدو لپاره  معيار بايد په کوم قوم ، مذهب ، سمت ، ژبي او يا نوروعلايقو پوري تړل نه وي ، بلکي هر مقام ته د رسېدو لپاره يوازنۍ معيار پوهه او وړتيا وي . د قومي ، ژبني ، سمتي ، مذهبي او نورو علايقو له مخي نه بايد څوک ورټل شي او نه کوم امتياز تر لاسه کړي او ټول خلک د مساويانه شرايطو نه برخمن وي او ټول ديوه ملي هويت ( افغان ) خاوندان وي .

ټول خلک چي په افغانستان کي اوسېږي بايد په خپله مورنۍ ژبه ورته د زده کړي شرايط برابر شي او وکړای شي خپلي ژبي ته وده ورکړي اوخپروني په وکړای شي .

په دې صورت کي به نو د افغانستان ټول خلک ځانونه د يوه واحد هيواد د پوره حق لرونکي اوسېدونکي و بولي او د افغانستان د ګټو د ساتلو او دفاع لپاره به هر ډول هلي ځلي وکړي . دا به د هيواد د پرمختګ لپاره يو ډېر غښتلی لوکوموتيف شي ، چي وکړای شي زموږ هيواد د پرمختګ لوړو پوړيو ته ورسوي او د سيالو سيالان به مو کړي .

د ملي ټولني د جوړېدو نه پرته نه رښتينې ډموکراسي راتلای شي ، نه قوانين پلي کېدای شي ، نه ملي يووالی ټينګېدای شي او نه هم اقتصادي ودي او پرمختګ ته لاس رسی پيدا کولای شو .

ځکه نو زه په دې باور يم چي په اوسنيو شرايطو کي دا دټولو افغاني روڼ آندو دنده ده ، چي د ملي ټولني د جوړولو لپاره پوره هلي ځلي وکړي . اوس تر ډېره بريده ددې لپاره امکانات برابر شويدي ، چي داسي يوه ټولنه جوړه شي او په تېرو څلورو کلنو کي د ملي يو والي د ټينګېدو لپاره ډېر ارزښتناکه کارونه تر سره شويدي . اوس په هيڅ يوه اقليت پوري اړوند کس نه شي ويلای ، چي زما په وړاندي د منفي توپير نه کار اخستل کېږي . د ولسمشر دوه مرستيالان په دوؤ لويو اقليتونو پوري اړه لري ، د کابينې په ترکيب کي د بېلابېلو قومونو استازي موجود دي ، همداراز د ښځو په وړاندي منفي توپير تر ډېري کچي را ټيټ شوی دی . په پارلمان کي هم د ټولو قومونو، مذهبونو او اِتنيکي ګروپونو استازي شتون لري او که چېري داسي يوډېر وړوکي قوم هم موجود وي ، چي په پارلمان کي استازۍ ونه لري ، نوزه په دې باور يم چي بايديو کس ئي په انتصابي ډول هرومرو پارلمان ته راوستل شي ، تر څو هيڅ څوک ونه شي ويلای چي په دې پارلمان کي زما استازۍ نشته او زما ږغ نه اورېدل کېږي .

ځکه نو زما په آند ملي يو والی د افغانانو لپاره ډېر ارزښت لري او ملي يو والی يوازي او يوازي هغه وخت راتلای شي ، چي ټول خلک ( د قومي ، مذهبي ، ژبني او نور توپيرونو د په نظر کي نيولو نه پرته ) د ډموکراسی د نړی والو اُصولو او دافغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کي يو شان حقونه او مکلفيتونه ولري .

ځکه نو د ملي ټولني جوړول د افغانستان د اوسنۍ واکمنۍ يوه تر ټولو غوره دندو څخه شمېرل کېږي . د ملي ټولني د جوړولو لپاره د ملي هويت، ملي ګټو او ملي دُکترين تر څنګه يو تر ټولوبنسټيز اصل د ملي عدالت تأمين دی . د ملي عدالت په تأمين سره به د ټولني ټول غړي ځانونه د مساوي حقونو خاوندان وګڼي او په پايله کي به ئي ددغي واحدي ملي ټولني ګټو ته ځانونه وفادار وبولي او د هغو نه به په هره بيه چي وي دفاع وکړي . د عدالت د تأمين لپاره تر ټولو غوره لاره داساسي قانون او نورو قوانينو بشپړه پلي کول دي . که په ټولنه کي قوانين سم پلي شي دا به نه يوازي دټولني ټول غړي (د قومي ، مذهبي او نورو توپيرونو سره سره ) ځانونه د بشپړه حقونو خاوندان احساس کړي ، بلکي دا بيا په خپل وار سره په خلکو کي د حکومتونو اعتبار لوړ بيائي او خلک د حکومت له ټولو پرېکړو نه ملاتړ کوي او د هغو په پلي کولو کي د حکومت سره هر اړخيزه مرسته کوي . د ټولني د خلکو سره د حکومت ددغه ډول اړيکو د جوړېدو په صورت کي نو بيا نه يوازي د بهرنيو لاسوهنو مخه نيول کېږي ، بلکي دغه ډول حکومت يو بريالی او خلکو ته د منلو وړ حکومت بلل کېږي ، چي له بده مرغه پخوا موږ دغه ډول حکومتونه نه دي ليدلي .

خو اوسنی حکومت او دولت په ټوليز ډول تر ډېري کچي په ډموکراټيکو اُصول رامېنځ ته شوی دی ، ځکه نو هيله ترې نه داده ، چي که غواړي بريالی حکومت واوسي نو بايد عدالت تأمين او قوانين سم او په دقيقه توګه پلي کړي ، نه دا چي يوه ماده ئي پلې کېږي بله ئي نه .ددغو بې عدالتيو د جملې نه يوه هم په کابل او ځيني نورو سيمو کي دپښتنو د بچيانو لپاره په خپله مورنۍ ژبه د ښونځيو نه شتون اوددولتي او نا دولتي ادارو په رسمياتو کي د پښتو ژبي نه کارول دي . دغه کار نه يوازي په ټولنه کي بې عدالتي رامېنځه ته کړېده ، بلکي داساسي قانون د ۱۶ مي او ۴۳ مي مادو نه هم بربنډه سرغړونه کېږي .

زه غواړم د مسئلې د روښانتيا لپاره يوه بېلګه وړاندي کړم :

که چېري يو کس د يو جرم په تور نيول کېږي او بيا محاکمه کېږي نو په محاکمه کي به څارنوال د اساسي قانون او نور اړوندو قوانينو پر بنسټ پر دغه کس اتهام واردوي او دی به د قوانينو نه په سرغړوني تورنوي او داساسي قانون او نورو قوانينو نه ددغه سر غړوني له امله به ورته د څو ورځو، مياشتو او يا کلنو د زندان سزا غواړي . قاضي به هم هرو مرو دهيواد د جاري قوانينو نه د سرغړوني د ثبوت د شتون په صورت کي هغه ته د سزا قرار اوروي  او دی به زندان ته استوي . خو که چېري دغه تورن کس ووائی ، چي زه دا پرېکړه په دې خاطر نه منم ، چي د قانون نه سر غړونه خو عادي خبره ده او د ولس مشر نه نيولې بيا تر عادي سړي او ما او تاپوري ټول سر ترې غړوؤ . هو ما د هغو مادو نه سر غړونه کړېده ، چي څارنوال په خپله ادعا کي يادونه ترې وکړه ، خو ټول حکومتي چارواکي د څارنوال او ستاسو په ګډون هره ورځ د اساسي قانون او نورو قوانينو نه سر غړونه کوی . ما خو داسي سرغړونه کړيده چي ستاسو پوليسو او څارنوال له ډېرو څېړنو او ارزونو وروسته دا ثابته کړه چي ما د قوانينو نه سرغړونه کړيده . خو ستاسو سر غړوني دغه ډول څېړنو او ارزونو ته اړتيا نه لري . تاسي په سپينه ورځ او د ټولو خلکو او نړی والو په وړاندي د افغانستان داساسي قانون نه سر غړونه کوی . هغه دا چي د اساسي قانون د 16 مادې له مخي پښتو او دري دواړي د افغانستان رسمي ژبي دي او په هيواد کي موجوده علمي او ملي اداري اصطلاحات به ساتل کېږي .خوددې سره سره، چي د پښتو ژبي نوم لومړۍ ياد شوی دی ، بيا هم عملاً پښتو ژبه ددولتي او نا دولتي مؤسسو په اداري چارو کي رسميت نه لري او نه کارول کېږي .پر دې سربېره هره ورځ ددولتي مؤسسو رسمي او منل شوي نومونه بدلېږي او هغه ملي ترمينالوژي ، چي په اساسي قانون کي يادونه ترې شوې وه ، ليري کېږي ،چي بېلګي ئي (داطلاعاتو او فرهنګ وزارت) د اطلاعاتو او کلتور دوزارت پر ځای ، شهر داري د ښاروالي پر ځای او داسي نورو کارول دي .آيا تاسي په دې خبر نه ياست ؟ د بله پلوه زما دبچيانو مورنۍ ژبه پښتو ده خو ددې لپاره چي دوی ښونځۍ ته ولاړ سي او زده کړي وکړي دوی بايد هرومرو بله ژبه زده کړي . زه د خپلو بچيانو ددغو پوښتنو په ځواب کي څه ووايم ، چي ولي موږ حق نه لروپه خپله پښتوژبه زده کړي وکړو ؟ آيا پښتو د افغانستان ژبه نه ده ؟ آيا موږ ددغه هيواد آري ( اصلي ) اوسېدونکي  نه يو، چي نه شو کولای په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړو ؟

اوس نو قاضي صاحب تاسي راته وواياست ، چي آيا تاسي ددغو پوښتنو ځواب لری ؟ که ئي لری راته وئي واياست . ما خو دافغانستان د اساسي قانون په  ۴۳ ماده کي لوستي دي ،چي د افغانستان ټول خلک حق لري په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړي ، نو زموږ بچيان ولي په کابل او نورو سيمو کي ددې حق نه بې برخي سوي دي ؟ د پښتنو شمېره خو په کابل کي د بل هر قوم نه زياته ده ، نو ولي د اساسي قانون نه زموږ په اړوند سر غړونه کېږي ؟ آيا قاضي صاحب تاسي په دې خبر نه ياست ؟ زه پوره باور لرم چي تاسي په دې خبر ياست چي په کابل کي د پښتنو بچيان په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو نه بې برخي سويدي . خو که چېري تاسي دومره بې خبره ياست ، چي په دې روښانه حقيقت نه پوهېږی ، بيا نو تاسي هيڅ حق نه لری چي پر ما قضائي فيصله وکړی او ستاسو دغه فيصله به په راتلونکي کي هم د قانون نه د سرغړوني مخه ونه نيسي . دا ځکه چي که ټول ددولت لوړ پوړي چارواکي (  ولس مشر ، وزيران ، قاضيان ، دولسي جرګې او مشرانو جرګې رئسان او غړي ) د اساسي قانون نه سر غړاوی کوي نو خلک خو هم ځان ته ددې حق ورکوي چي د قوانينو نه سر غړاوی وکړي .

د پورتنۍ بېلګي نه زما موخه دا نه ده چي زه خلک د قانون نه سرغړوني ته هڅوم ، بلکي موخه داده چي د لوړ پوړيو چارواکو له خوا د قانون نه سرغړونه ، په ټوله ټولنه کي نه يوازي بې عدالتي رامېنځته کوي بلکي بې قانونۍ ته هم لمنه وهي او د قانونو نه سر غړونه په يوه عادي خبره بدلېږي ، چي دا بيا په ټولنه کي د فساد ، بدامنۍ او نورو جرمونو سبب کېږي .

 

 

پخوا به د ځينو کسانو له لخوا ددې ادعا کېدله چي د ځينو اقليتونو حقونه تر پښولاندي شويدي ، چي کېدای سي تر يوه ځايه به سمه هم وي . خو اوس هيڅ څوک (بېله پښتنو نه ) ددې ادعا نه سي کولای ، چي ددوی مدني حقونه تر پښو لاندي شويدي او ددوی په اړوند ټولنيز عدالت نه پلۍ کېږي . خو د ټولني د قاطع اکثريت حقونه تر پښولاندي کېږي او په خپله ژبه د ليک لوست او خبري کولو د حق نه محروم دي . په اوسني وخت کي افغانستان په نړۍ کي يوازنۍ هيواد دی چي د ټولني قاطع اکثريت قوم ئي د خپلو حقونو لپاره هلي ځلي کوي . معمول خو داسي وي ، چي اکثريت قوم اقليتونو ته د هغوی حق نه ورکوي او اقليتونو ته ددې اجازه نه ورکوي ، چي په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړي ( لکه اېران ، روسيه ، پاکستان ، ازبکستان  او نور د سيمي هيوادونه ) . خو په افغانستان کي خبره سر چپه ده او مطلق اکثريت قوم د خپلو ابتدائي حقونو د لاس ته راوړلو لپاره مبارزه کوي ، چي واقعاً د حيرانتيا او غوسې وړ خبره ده .

د ځينو کسانو په آند په دې کار کي زياتره ګناه خپله د پښتنو هم ده. داځکه چي له يوې خوا د افغانستان په ټول تاريخ کي ( د سقاو زوی حبيب الله ، ببرک کارمل او برهان الدين رباني نه پرته ) ټول واکمنان پښتانه وه، خو هغوی د پښتو ژبي لپاره هيڅ خدمت نه دی کړی او زياتره خپله هم په خپله ژبه نه شوای ګړېدلای ، ليکل خوئي لا هلته پرېږده . ځکه نو دوی ددې لپاره کار نه کاوه ، چي پښتو ژبه دي رښتينۍ رسميت پيدا کړي .

له بلي خوا نور عادي خلک هم خپلي ژبي ته په ډېر ارزښت قايل نه دي . يوه ورځ زما يوه پاړسي ژبي دوست په دې اړوند د بحث په لړ کي راته وويل ، چي تاسي خپله ګرم ياست ، چي پښتو ژبه رسميت نه پيدا کوي او وده نه کوي . هغه را ته وويل چي ما ته خپله ژبه ګرانه ده ، ځکه نو زه ستاسره په خپله ژبه خبري کوم او ستا په ژبه هم پوهېږم او ويلای ئي هم شم ، خو غواړم په خپله ژبه خبري وکړم ، خو ته دادی زما په ژبه خبري را سره کوې او نه غواړې ، چي زه ستا په ژبه خبري در سره وکړم . چي رښتيا شي دې خبري زه هم په چرت کي واچولم او نژدې وؤ ، چي ددې خبري ټوله پړه په بشپړه توګه پر پښتنو ورواچوم . خو زما له نظره دا چي پښتانه د پاړسي ژبو سره په پښتونه بلکي په پاړسي خبري کوي ، علت ئي دادی چي د يو شمېر مغرضو او ناپوهو کسانو د ادعا خلاف ، پښتانه د پاړسي ژبي ويلو سره هيڅ ډول تعصب نه لري او نه خپل قوم او ژبه تر نورو لوړه او نه هم تر نورو ټيټه  بولي اوبل علت ئي دادی ، چي پښتانه په اروائي (رواني ) لحاظ دې ته اړ شويدي ، چي بايد په پاړسي ژبه خبري وکړي ، دوی اړشوي دي، چي بايد په خپله ژبه نه بلکي په پاړسي ژبه زده کړي وکړي ، په پاړسي ليکنه وکړي که نه نو په دولتي ادارو کي به ئي کار نه اجراکېږي  او په مطبوعاتو کي به ئي ليکني نه خپرېږي، بايد په پاړسي ژبه خبري وکړي که نه نو په دولتي ارګانونو او ادارو کي به ئي خبري نه اورېدل کېږي . پر دې سر بېره چي هيڅ کار به ئي مخ ته نه ځي او هيڅ ځای ته به لاس رسی نه شي پيدا کولای ، بلکي د متعصب ، برتري جو، قبيله ګرا، واپسګرا او آن فاشيست خطاب هم ور ته کېږي . ( زه ددې هری ادعا لپاره بې شمېره بېلګي او پېښي راوړلای شم ، خو دا کار ځکه نه کوم ، چي له يوې خوا هر څوک دداسي پېښو بې شمېره بېلګي لري او له بلي خوا ډېر زيات وخت ته اړتيا لري ، چي کېدای شي لوستونکي ترې ستړي شي ).

خو بيا هم زه پښتانه هم په دغه ګرم ګڼم ، چي د خپلي ژبي په تعميم کي ئي پوره هڅي نه دي کړي او د يو شمېر ناروغو کسانو د تبليغاتو تر اغېزي لاندي راغلي دي او خپله ژبه ئي هېره کړيده .موږ بايد دې ډول تبليغاتي بابولالو ته ارزښت ور نه کړو او نه ئي تر اغېزي لاندي راشو. واقعيت خو دادی چي زموږ ادعا حق ده او هيڅ څوک نه شي کولای د هغه په خلاف منطقي ، قانوني ، معقول او د ډموکراسۍ د اُصولو مطابق ځواب ووائي . ما هيڅکله هم د پښتو ژبي د تعميم د مخالفينو نه دغه ډول ځواب نه دی اورېدلي چي ډېر لږ منطق دي هم پکښې موجود وي . که چېري څوک دغه ډول استدلال او منطق لري ، چي د افغانستان د اساسي قانون ، دبشر د حقوق د علاميي او د ډموکراسۍ د نړی والو اُصولو سره سمون خوري ، نو زه بلنه ورکوم ، چي راوړندي شي او خپل منطق را ته ووائي .

تر کومه ځايه چي ما ته مالومات شته زموږ د هيواد پاړسي ژبي وروڼه ( ديو څو ناروغو کسانو نه پرته ) نور د پښتو ژبي د تعميم سره مخالفت نه کوي ، بيانو اصلاً ددې کار په مخ کي خنډ څه دي ؟ ولي حکومت د پښتو ژبې د رښتېني تعميم لپاره کوټلې ګامونه نه پورته کوي ؟

کېدای سي ددې علت هم داوي چي خپله پښتنو د پښتو ژبي د تعميم لپاره په پوره اندازه هڅه نه وي کړي . ځکه نو لازمه ده چي ټول افغاني روڼ آندي که په پارلمان کي وي او که د هغه نه بهر ، بايد ددې لپاره مټي را ونغاړي تر څو په عمل کي د پښتو ژبي رسميت پلي شي .که ددې خبري ملامتي ،چي تر اوسه پښتو ژبي رسميت نه دی موندلی ،پر پخوانيو رژيمونو وراچول کېږي ، نو اوسنۍ رژيم او په ځانګړي توګه دپارلمان وکيلان ، چي د خلګو استازي دي ، بايد دپښتو ژبي د تعميم لپاره پر حکومت ډېر زيات زور راوړي او دې ته ئي اړکړي ، چي دغه بې عدالتي له مېنځه ليري کړي .خصوصاً اوس چي حکومت بايد د پارلمان نه د باور رايه تر لاسه کړي ، د پارلمان وکيلان کولای شي ، د وزيرانو او په ټوليز ډول د کابينې او ولس مشر نه د پښتو ژبي درښتينې تعميم ( پلي کېدو ) ژمنه تر لاسه کړي . او ددې غوښتنه ترې وکړي ، چي په يو ټاکلې موده کي دغه کار پيل کړي . 

د حيرانتيا خبره خو داده چي ټول دولتي چارواکي په دې هکله پټه خوله ناست دي او ددغو ټولو احتجاجونو په وړاندي هيڅ ډول غبرګون نه ښيئي . نه دا وائي چي نه دا ادعاوي غلطي دي او د پښتو ژبي رسميت په دولتي او غير دولتي ادارو کي تعميم شوی دی او په کابل او نورو ټولو سيمو کي دپښتنو بچيانو ته دا حق ورکړه شوی دی ، چي په خپله مورنۍ ژبه زده کړي وکړي . او يا دي ووائی چي نه پښتانه بېخي  ددې هيڅ حق نه لري .

که چېري د پښتنو روڼ آندو دا ادعاوي سمي وي ، نو بيا ولي ددغه اوسني نا سم حالت دسمون لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کېږي او يا لا اقل په دې هکله بحثونه ولي نه تر سره کېږي ، چي څنګه ددې دسمون له پاره تدابير پلي سي . د ښوني او روزني وزارت او حکومت په ټوليز ډول ولي ددغو غوښتنو په هکله هيڅ غبرګون نه ښيئي .

ددولتي چارواکو دغه سکون ددې مانا لرلای شي چي ددوی ددغو غوښتنو په وړاندي قانع کونکۍ ځواب نه لري اودغه غوښتني حق په جانب دي .کله چي خبره داسي وي نو بايد افغان روڼ آندي خپلي هڅي دوه ، درې ...سل برابره کړي ، او تر هغه وخته ارام ونه کړي ، تر څودغه کار تر سره شوی نه وي اودغه حالت خوبې پايانه دوام نه شي موندلای . پښتانه او په ځانګړي توګه روڼ آندي ئي بايد نه ستړي کېدونکو هڅو ته دوام ورکړي .

له بده مرغه بايد ووايم ،چي د ښاغلي کرزي په کابينه کي يو شمېر داسي کسان شته ، چي په څرګنده د پښتو او پښتنو سره کرکه او کينه لري . ددغو ډول کسانو نه يو ه روښانه بېلګه ئي د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلی سيد مخدوم رهين دی . دی ددې لپاره هڅي کوي چي په پښتني سيمو کي د راډيو ، ټلويزيون ، ورځپاڼو او مجلو کي بايد هرومرو پاړسي وکارول شي ، خو په کابل او نورو سيمو کي بيا د پښتو ژبي د کارولو مخه نيسي . سربېره پردې د اساسي قانون خلاف ، په افغانستان کي منل شوې ترمينالوژي ليري کوي او پرځای ئي د نورو هيوادونو ترمينالوژي کارول کېږي لکه شهرداري ، دانشګاه ، دانشکده او نور .

سيدمخدوم رهين د سياسي تکنالوژي نه په ګټه اخستلو سره ، په دې وروستيو وختونو کي ددې لپاره چي په پارلمان کي دوکيلانو ملاتړ تر لاسه کړي ، نو ئي داسي يوه ډرامه جوړه کړه ، چي د پاکستان د کورنيو چارو  پخواني وزير نصرالله بابر ته ئي يو ليک واستوی ، چی په هغه کي ئي د نوموړي نه غوښتي وه ، چي هغه آثار چي د جګړې په وخت کي له افغانستان نه ايستل شوي وؤ او د نوموړي سره د هغه په شخصي کور کي موجود دي ، هغه بايد بيرته افغانستان ته مسترد کړي ، چي طبعاً دا دهغه له خوا رد سول او وئي ويل ، چي زما سره داسي کوم شۍ نشته .

دی د لومړي سر نه هم په دې پوهېدی ، چي هغه به همداسي ځواب ورته وائي او هيڅ شۍ به هم افغانستان ته راستانه نه شي . خو دده موخه اصلاً هم دا نه وه  چي دغه تاريخي آثار دي بيرته افغانستان ته راوړل شي بلکي هدف ئي داوه ، چي په مطبوعاتو کي دې خبري ته په پراخه کچه انعکاس ورکړه شي او داد ده لپاره يوه ښه تبليغاتي وسيله وګرځي ، چي وګوری رهين دومره وطنپاله سړی دی ، چي د نصرالله بابر نه د افغانستان څخه د ايستل شوؤ تاريخي آثارو بيرته ستنېدل غواړي .

خو اوس خلک په هر څه پوه شوي دي او دائي درک کړې ده ، چي دا يوازي او يوازي درهين په ګټه يو تبليغاتي کمپاين وؤ ، چي هدف ئي په پارلمان کي دده لپاره د مثبتو رايو اخستل وه . داځکه چي دی ډېره اندېښنه لري چي پارلمان به ده ته د باور رايه ورنه کړي . ددې علت دادی ، چي ده په تېرو څلورو کلنو کي په خپل افغاني ضد پاليسي د افغانستان کلتور ته ډېر زيان رسولۍ دی او داساسي قانون نه دسرغړونکو په لست کي به دده نوم لومړۍ وي .

که چېري دا کار دده په ګټه د تبليغاتي کمپاين د مخ ته بېولو په موخه نه وي شوي ، نو :

۱- ده داغوښتنه پخوا په تېرو څلورو کلنو کي ولي نه کول . دا آثار خو به اوس نه وي وړل شوي او دا کار به د تېرو جګړو په وخت کي تر سره شوی وي .ځکه نو ده بايد دا مسئله، مخکي له دې نه ، چي د پارلمان نه د اعتماد رايه ترلاسه کړي ، مطرح کړې وای ، چي وئي نه کړه .

۲- که چېري دا خبره سمه هم وي ، چي نصرالله بابر په خپل شخصي کور کي د افغانستان نه غلاشوي تاريخي آثار راغونډ کړي وي ( چي دا تر ډېره حده ممکن هم ده . دا ځکه چي ده او يارانو ئي د جګړي په مهال او دهغه نه وروسته نه يوازي دافغانستان تاريخي آثار ولوټول ، بلکي په هيڅ شي ئي صرفه ونه کړه . ښائي اوس دغه آثار نه يوازي په پاکستان ، بلکي اېران ، تاجکستان ، ازبکستان ، روسيه او نورو هيوادونو کي هم وي .) نوښاغلي رهين خو بايد ددغو آثارو دراستنولو لپاره د قانوني مراجعو نه ګټه اخستې وای ، نه دا چي شخصاً نصرالله بابر ته ، چي اوس يوعادي سړی دی ، ليک ولېږي او هغه هم په خورا پراخه کچه دافغاني او د افغانستان لپاره د بهرنيوخبري رسنيو له لاري خپور کړي . دا خو خورا ارزښتناکه موضوع ده او بايد دولسمشر سره شريکه شوې وای او هغه د پروېز مشرف سره د مذاکراتو په وخت کي مطرح کړې وای او لږترلږه ئي د بهرنيو چارو د وزارت له لاري په اسلام آباد کي د افغانستان د سفير په واسطه په رسمي توګه د پاکستاني چارواکو نه ددغو آثارو د ستنولو غوښتنه کړې وای .که داسي شوي وای نو بيا خو ئي ده ته شخصي ګټه نه لرل . دده اصلي موخه خو د افغانستان د تاريخي آثارو بيرته ستنول نه بلکي سياسي تجارت وه .

ده هم د رمضان بشردوست غوندي داسي يو پوپوليستي عمل ته لاس واچوه ، چي موخه ئي په پارلمان کي درايو تر لاسه کول وؤ ، او د نوموړي دغه قهرماني (؟؟) په څومره پراخه کچه تبليغ شوه .

هر کله چي په يوه ټولنه کي بې عدالتي شتون ولري ، نو هغه خلک چي بې عدالتي ورسره شوې وي ، ناهيلي شی او کله کله ددغو ناهيليو له امله ناسمو کارو نو ته لاس واچوي ، چي پړه به ئي بيا هم پر حکومتي چارواکو وي .

د پښتو ژبي او پښتنو په وړاندي د ځينو لوړپوړيو دولتي چارواکو ددښمنۍ نه ډک چلند ډېر پښتانه او په ځانګړي توګه روڼ آندي ئي د حکومت نه ډېر ناراضه کړيدي او ددوی دغه نارضائيتي کولای شي د افغانستان پراوسني پوځي ـ سياسي حالت ډېره ناوړه اغيزه وکړي او کولای شي د خلکو د همکارۍ کچه ډېره ټيټه کړي .ترهګر او د حکومت وسله وال  مخالفين کولای شي ددوی ددغه نارضائيتۍ نه ګټه پورته کړي او هغوی هم د حکومت پر ضد کارونو ته وهڅوي .ځکه نو هم ډېره اړينه ده چي دغه بې عدالتي له مېنځه ولاړه شي او ددغه ډول ناوړو پايلو مخه ونيول شي .ددغي بې عدالتۍ د لېري کولو لپاره يو منظم پلان جوړ شي او د هغه له مخي ګام په ګام مخ ته ولاړشو.

لکه څنګه چي په تېرو دوؤ نيمو لسيزو کي ( دروسانو دتېري د وخت نه ) پښتو ژبي ته هيڅ ډول خدمت نه دی شوی اود حکومتونو له خوا هم ډېره ځپل شوی ده ، نو اوسنۍ حکومت بايد د پښتو ژبي په وړاندي د مثبت توپير نه کارواخلي . په دې ماناچي يو لړ داسي تدابير بايد پلي شي چي هغه د پښتو ژبي د ودي سره مرسته وکړي . دبېلګي په توګه :

۱- د معياري پښتو درواجولولپاره د پښتو ژبي د پوهانو علمي سيمينارونه ، سمپوزيمونه ، کنفرانسونه او نور جوړ سي . داځکه چي په تېرو دېرشو کلنو کي هيڅ داډول اقدام نه دی تر سره سوی .ژبه خو وده کوي او بدلون مومي ، خو تېرو حکومتونو د خپل پښتو ضد ماهيت له مخي داډول اقدامونه نه دي تر سره کړي .

۲- په پښتو ژبه کتابونو، مجلو، ورځپاڼو او نورولپاره د بهرنيو هيوادونو په مرسته په ځينو سيمو ( پکتيا ، ننګرهار ، کندهار اونورو ) کي ستري مطبعي جوړي شي . ځکه دادشرم خبره ده، چي همدا اوس افغانان پاکستان ته ځي او هلته خپل کتابونه ، مجلې او نور آثار چاپوي . حکومت بايد دغو مطبعو ته سبسايډي ورکړي ، تر څو ددغو کتابونو بيه ټيټه شي او هر څوک ددې توان پيدا کړي ، چي هغه تر لاسه کړي .

۳- زه دا خبره مننم چي ، په دولتي ادارو کي د پښتو ژبي تعميم د يو څو ورځو، اونيو او مياشتو کار نه دی او دابايد ديوه منظم پلان له مخي عملي شي . ددې کار لپاره دي  يو شمېر پښتو ژبپوهان د داسي کسانو سره چي د کمپيوټر په چاره کي لاس رسۍ لري ، وګمارل شي ، تر څو په دولتي ادارو کي د پښتو ژبي د کارولو لپاره يو زيات شمېر سټنډرډ ليکونه ( مکتوبونه ) ترتيب کړي او هغه دي بيا په سي ډي ګانو کي ثبت او په وړيا توګه دي دافغانستان ټولو دولتي او نادولتي ادارواو نورور مينه والو ته ورکړه سي ، تر څو هر څوک وکړای سي په رسمياتو کي د هغه نه کار واخلي .

۴- د جمهوري رياست او يا د پارلمان له خوا ( ياپه  ګډه )دي يوه  مقرره تصويب شي ، په کوم کي چي ټولو ادارو ته لارښونه شوې وي ، چي په پښتو ژبه ليکل شوؤ ليکونو او نورواسنادو منل ضروري دي او ددې يادونه دي هم وشي ، چي هر څوک  کولای شي ددواړو ژبو ( پښتو او پاړسي-دري ) نه په هره يوه چي وغواړي مکتوبونه وليکي . دغه مقرره بايد هر وزير ياد ادارې مشر په خپلو مربوطاتو کي توضيح او تشريح کړي .

۵ - په کابل او نورو سيمو کي دي ، په پښتو ژبه دزده کړو لپاره بېله ځنډه اقدامونه و شي .ددې کار لپاره کېدای شي له دوؤ واريانتونو نه کار واخستل شي :

الف ـ  په هره ښونځۍ کي يوه ټولګۍ پښتو او يوه ټولګۍ پاړسي ـ دري وي .

ب   ـ  په هره سيمه کي يوه پښتو او يوه پاړسي ـ دري ښونځۍ سره بېلي شي . او يا هم کېدای شی د کار پوهانو له خوا بل د منلو وړ واريانت انتخاب شي .

په وروستۍ برخه کي زه غواړم ووايم ، چي ددې ليکني نه زما موخه په هيڅ ډول دا نه ده ،چي زه په افغانستان کي د مېشتو قومونو نه دکوم يو سره دښمني او کينه لرم او يا مي کومه ژبه خوښه نه ده . برعکس زه په دې باور يم چي په افغانستان کي ټول مېشت قومونو سره وروڼه دي او ټولو ته درناوی لرم او زما په آند دا دافغانستان ښکلا ده چي په بېلابېلو قومونو، مذهبونو او اِتنيکي ګروپونو پوري اړوند خلک ژوند پکښي کوي . زه په دې باور يم چي موږ ټول په دې محکوم يو چي يو دبل سره يو ځای ژوند وکړو. آيا ښه به داوي چي دغه ژوند يو دبل سره په دوستي ، ورورګلوي او مينه کي وکړو او ټول خپلي هلي ځلي دې ته راغونډي کړو چي خلګ مو سوکاله ، هوسا او په آمن کي ژوند ولري ؟ او که نه يو بل ته توطيې جوړي کړو ، يو د بل سره کرکه او کينه ولرو او يو بل ووژنواو دښمني سره وکړو ؟ زما په باور لومړۍ واريانت به په افغانستان کي د ټولو خلکو ( د اقليت او اکثريت د په نظر کي نيولو نه پرته ) په ګټه وي او د هغه ثمره به ټولو ته ورسېږي . ددوهم واريانت په صورت کي به يوازي زموږ د ګډ هيواد دښمنان چړچې وکړي او موږ به د نورو اوږدو کلونو په اوږدو کي بيا هم دغه ډول بد حالت ولرو،لکه چي تېري دوه نيمي لسيزي ئي غوره بېلګه ده . په نړۍ کي دهيڅ يو هيواد خلک ددښمنۍ، کرکي او کينې له لاري د پرمختګ لوړو پړاونو ته نه دي رسېدلي ، بلکي که د پرمختللو هيوادونو تاريخ ته که کتنه وشي ، نو ټولو هغه وخت پرمختګ کړی دی ، چي په ګډه ئي د خپل هيواد دودي او غوړيدو لپاره مټي رانغښتي دي . نو که موږ هم غواړو د اقتصادي لحاظه غوړېدلې ، سوکاله او امن ټولنه ولرو نو بايد يو دبل سره دوستي او وروګلوي ولرو . دبري يوازنۍ لاره دغه ده .

خو ددې خبري نه بايد په هيڅ صورت داسي تعبير او استفاده ونه شي چي ، پښتانه او يا بل کوم قوم دي د خپلو حقونو نه تېر شي او په هيواد کي دي عدالت نه ټينګېږي . برعکس بې عدالتي او د حقونو نه د خلکو بې برخي کېدل ، د پرمختګ مخه ډپوي . ګوره دا متل څومره پر ځای دی چي وائي « وروري به کوؤ ، خو حساب به تر مېنځ وي » او يا « که شپه تياره ده ، خو مڼې په شمار دي  ».

هيله من يم چي په ډېر نژدې کي به دغه بې عدالتي له مېنځه ولاړه شي . خو ددې خبري کول غواړم ، چي هيڅ چا ، هيڅ کله په اساني سره هيڅ شی نه دی ترلاسه کړي . خصوصاً دغه ډول يو لوی کار خورا ډېري هلي ځلي غواړي او زه باوري يم ، چي افغان روڼ آندي به دې موخي ته درسېدو لپاره خپل زيار او هڅي ونه سپموي .زه په دې کي هيڅ شک نه لرم ، چي موږ دغه موخه تر لاسه کوؤ ، خو زيار او ډېری هڅي غواړي او زموږ شازلمي ددغو هڅو توان په ځان کي لري .