دحرمينوهندار- دحج يونليک -پنځه څلوېښتمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55554
قاضي محمدحسن حقيار
دخبریدو نیټه : 2013-06-12


 
haqyar@gmail.com
په مکه کې لومړۍ ورځ او دوستان
سحر له لمانځه وروسته مې طواف وکړ بيا مې خپل ماما حبيب الرحمن استاد ته ټېليفون وکړ، هغه هم په حرم شريف کې وهغه له ماڅخه ديارلس ورځې وړاندې تللى وو،دحرم شريف په حوېلۍ کې د ساعت له يوکوچني برج سره مو وعده وکړه زه چې ورغللم هغه هلته تيار ولاړ و. د يو بل په ليدلو ډېرخوښ شو له سلام او ستړي مه شي وروسته له هغه سره دهغه اطاق ته روان شوم له حرم څخه ورته ٤٠دقيقې پلى مزل وو،دده په ليدو مې ټوله ستومانتيا ووته ،له هغه سره مې د سحر چاى وڅښه دکور او کلي د خبرو تر څنګ يې په مدينه منوره او مکه معظمه کې دخپل ديارلس ورځني ژوندپه اړه هم معلومات راکړل،ويل يې چې مدينه منوره ډېر ښکلى او پاک ښاردى، ښه هوا،ښه فضا،پراخ سړکونه ،پراخ چاپېريال نسبت مکې ته ارزاني ،پکې شته ده د نبوي مسجد ډېره ستاينه يې وکړه. حبيب الرحمن استاد زما، ماما او ترما کوم شل کاله مشر دى خو ټول عمر موسره يو ځاى تېر کړى دى د سکه مشر ورور په څېر يې له موږ سره چلند کړى لکه چې کور ،ګټه او تاوان مو يو وي.
 ده راته وويل چې زموږ کليوال غلام دستګير، حاجي شېرزمان او شېر زموږپه خواکې په ١٣٢عماره کې اوسي هلته ورغللو خو دعمارې عرب څوکېدار دننوتلو اجازه رانکړه ،ماما مې خپل ملګري ډاکټرعبدالقدير ته چې په مدينه منوره کې ورسره د اطاق ملګرى او د ننګر هار ولايت دسره رود د ولسوالۍ دفتح ابآد(فتيوات) اوسېدونکى دى ،ټېليفون وکړ هغه هم په همدې عماره کې اوسېده، ډاکټر عبدالقدير راښکته شو،لومړى يې خپل اطاق ته بوتللو هغوى کبان پاخه کړي وو خو موږ ماړه ووهسې مو يوه مړۍ ورسره و اخسته ،ډېر خوندور وو.
 له هغوى څخه د شېرزمان دوى خونې ته لاړو.
په دې خونه کې يو حاجي شېرزمان و چې دسره رود ددوه سرکې اوسېدونکى دى تر ما ډېر مشر دى خو انقلابى مجاهد او په وينا يې موحد سړى دى ،زموږ دوستان دي ملګرتوب مې هم ورسره دى په کابل او پېښور کې په يوه مېنه کې اوسېدو.
 غلام دستګير زموږ کليوال ډېر نېک سړى له ښو اخلاقو او اوږدې ږيرې يې د شيخ لقب ګټلى دى .
 دابل شېرزمان زموږ قومي اوعزيز دى،زما ترور زى هم دى،ښايي کوم کال له ماکشر وي،په سر خرود کې زموږ او دوى تر منځ يو خوړ دى.
 له نېکه مرغه ددوى خواته ګلاجان هم راغلى و ګلاجان ددې کشر شېرزمان مشر ورور دى، هغه هم له يو شرکت سره تر دوى وروسته او تر مامخکې راغلى وو او حرم ته نږدې په يوه عماره کې اوسېده.
 يوساعت بنډار مووکړ يوولس بجې شوې، ټول حرم شريف ته دماسپښين د لمانځه لپاره ولاړ شو، ماسپښين لمونځ په پاو باندې دولس بجو اداکېده،خو له لمانځه او جنازې چې تر څو فارغېدلو نو يوه بجه شوه .
 له لمانځه وروسته خپل اطاق ته لاړم ډوډۍ مو وخوړه زموږ په اطاق کې يو شنه غالۍ، درې تخته، پر هر تخت يو غټ اسفنج ،درې کوچني بالښتونه يوه بړستن يوه روجايي ،يو ايرکنډېشن يو پکى دوه راډونه وو. زما داطاق ملګرى دهرات ښار اوسېدونکى مولوي محمود احمدي وو احمدي دهرات په محکمه کې قاضي هم و . موږچې په کومه عماره کې اوسېدو، داڅلور پوړه وه په هر پوړکې دوه دوه اپارتمانه او په هر اپارتمان کې دوه خونې، يو کمود ،يوتشناب له تفت سره ،يود لاس وينځلوځاى (دستشوى) له نغر يو او لوازمو سره يو پخلنځى او يو فريج (يخچال)وو.
 
سعودي پرافغانستان خپل پورله نېستمو سپين ږيرو، غواړي

موږچې کله له هرات څخه را تللو نو په الوتکه کې دځاى د نه شتون له کبله شرکت يوويشت تنه په بله الوتکه کې کابل ته راولېږل چې له دې ځايه په بله الوتنه کې جدې ته راشي،دوى ته ويل شوي وو چې تاسې به په کابل کې نه ايسارېږئ له يوې الوتکې به ښکته کېږئ او بلې ته به خېژئ آن له تر مينل څخه به هم نه وځئ خو هلته يې يوه شپه او يوه ورځ ځنډولي وو. دوى له موږڅخه شپږ ويشت ساعته وروسته مکې معظمې ته راورسېدل، په دوى کې له څلور تنوسپين ږيرو پښتنو بادغيسيانو څخه په جده کې د سعودي حکومت سړي سر دولس سوه رياله اخستې وې، اوورته يې ويلي ووچې شرکت يا حکومت ستاسو خاک پولې يادخدماتو پيسې ندي تحويل کړي، سره له دې چې شرکت له دوى پوره پيسې اخستې وې،دابېچاره ګان نالوستي اوناګرځېدلي خلک ووخپل حق يې هم نه شو غوښتلى خوماددوى مظلوميت زغملى ونه شو،دشرکت مسؤول سيدنصير مې اړکړ چې ددوى دحق پوښتنه وکړي.
 خوهغه سباشپه راته وويل ،چې دى په جده کې دسعودي اړوندو چارواکيو ته ورغى او ددوى پيسې يې ترې وغوښتې خو هغوى ورته وويل چې ستاسو حکومت(افغانستان)زموږ پنځه ميليونه ډالره پوروړى دى ،موږ چې څه نه وايو تاسوخويې بيخي مه وايئ او پيسې يې رانکړې،ماورته وويل چې داکوم انصاف اوعدالت دى،چې د سعودي حکومت پرافغان حکومت پخپل پور کې دڅلور تنو بېوزلو،سپين ږيرو،بې خولې او بې ژبې پښتنو بادغيسيانو څلور زره او اته سوه رياله ايساروي؟
 ،پوه شوم چې غلا هرومرو ياپه دوى کې ده او يا دافغان حکومت په چارواکيوکې ،سيدنصير مې بياهم پرېنښود ورته مې وويل چې:داخلک مظلوم دي ځه چې زه اوته د بعثې دفتر ته ورشو زه هلته ډېر دوستان لرم ،دهغوى په واسطه به ددوى حق را ژوندى کړو.
 هغه هم په ښکاره را سره ومنله خو په نن او سبا يې تېر وېستم.
په کومه شپه چې نوي يوويشت تنه حاجيان راغلل نو په سبايې سيد نصير زموږ خونې ته راغى ويې ويل يې چې ستاسو خونه درې کسيزه ده نو که خوښه مو وي يو تن ښه درونداو لوستى سړى به درته راولېږم . ساعت به مو ورسره تېر وي،موږ هم ورسره ومنله ، يو تن پوخ سړى يې راووست ويل يې دى ډګروال عبدالسميع دپنجشېر اوسېدونکى دى،سمېع خپل کلى رخه وښود.
 حاجيانوبه خپله ځان ته خواړه پخول ،ځينوبه دسحر چاى ناوخته نهه ،نهه نيمي بجې وڅښه ،بيا به يې غرمه نه ،بلکې دشپې به يې خوړله ،ددوى ډوډۍ دوه وخته وه،ددې کار ګټې اقتصاد اودوخت سپما هم وه ،دکاسو چمچو له ډېرو وينځلو هم خلاص وو،عبادت ته هم اوزګارېدل،او غوښتل يې چې خپل نفس هم ذليل کړي،ځکه چې مړه ګېډه خوب راولي،بدن ورسره دروند او نا ارامه وي، ښه عبادت (لمونځ ،طواف،...)نه کېږي.
 خو زموږ ډوډۍ پر شرکت وه،موږبه درې وخته اوښه ډوډۍ خوړله، څوځله داسې وشول چې سحر لمانځه ته راغلم نو بياتر ماسخوتن خونې ته لانه ړم چې غرمنۍ به رانه پاتې شوه، نورو ډېرو حاجيانو به همداسې کول.
 
دحرم حوېلۍ
کله چې حضرت ابراهيم ع د کعبې ودانۍ جوړوله نو هلته د بنو جرهمو څوکورنۍ وې چې وروسته دحضرت ابراهيم ع ددعاله برکته داځاى ورو ورو له خلکو ډکېده ،دې خلکو دبيت الله د احترام له امله بيت الله ته نږدې کورونه، نه جوړول او دغره په لمنوکې په کوډلو او کېږديوکې اوسېدل،کله چې قصي بن کلاب دمکې واکمن شو،هغه له خلکو وغوښتل چې دکعبې دساتنې لپاره کعبې ته نږدې کورونه جوړ کړي خو قريشو داکار نه کاوه تر دې چې هغه قريشوته د جرئت ورکولو په خاطر لومړى پخپله ددارالندوه په نوم ودانۍ جوړه کړه چې وروسته نوروهم کعبې ته نږدې ودانۍ جوړې کړې قصى داسيمې پرخلکو ووېشلې او په داسې نقشه يې ورته دکور جوړولو حکم وکړ چې دټولو کورونو دروازې کعبې ته وې اوتر دووکورونو وروسته لار پرېښودل شوه.
 دې کورونو دحرم حوېلۍ تنګه کړه، دپراخولو اورغولو تر وخت (له نبوت څخه پنځه کاله وړاندې) پورې چې دتاريخ پوهانو په آند دوه زره شپږسوه، پنځه څلوېښت کاله (٢٦٤٥)کېږي کعبه چاپراخه کړې نه وه،البته قصى تر ميم کړې وه.
 درسول الله ص په مبارک عصر کې دکعبې ټول غولى دوه زره متره مربع (يوجريب ) و خو داسلام دپراخېدو ،دمسلمانانو دډېرېدو او زيارت کوونکيو دازدحام له امله لومړى حضرت عمر ابن خطاب دکعبې دحو ېلۍ اومطاف دپراخولو اړتيا احساس کړه هغه چې کله په ١٧هـ حج ته راغى نودمکې شاوخوا کورونه يې استملاک کړل ،خاوندانوته يې دهغوى بيه ورکړه،دکعبې له غولي سره يې يوځاى کړل حضرت عمر له کعبې اومطاف څخه دېوال هم راتاوکړ او د رڼالپاره يې پر ديوالونو دڅراغونو لګولوحکم وکړ.
 په ٢٦هـ کال حضرت عثمان رض نور کورونه هم استملاک کړل،او مطاف يې ١٤٧٥متره مربع نور هم پراخ کړ.
 وروسته حضرت عبدالله ابن زبيرهم په ٦٤هـ دکعبې حويلۍ ٣٢٢٥متره مربع پراخه کړه.
په ٧٥هـ عبدالملک ابن مروان دمسجدالحرام دبرنډې دېوالونه لوړ کړل دساج دلرګيو چت يې ورکړ اودستنوپه لوړه برخه کې يې ٥٥ مثقاله سره زر وټومبل.
 وليد بن عبدالملک بيادخپل پلار کارونه لاهم منظم او سمبال کړل، دمسجدالحرام چت يې په ساج لرګيو وپوښه ،ميناتوري يې پکې وکړه دننه په مسجد کې يې مرمر وکارول په برنډه اوبالکن کې يې روشندانونه جوړ کړل ،حرم ته يې له مصراوشام څخه دمرمرو ستنې راوړې ،دکعبې ددروازې ،ناوې او دننه برخې دپسوللو (سينګارولو) لپاره يې نور٣٦٠٠ديناره حرم ته ولېږل. دده په وخت کې مسجد الحرم دلومړي ځل لپاره عصري او ښکلې بڼه خپله کړه.
 عباسي خليفه منصور په ١٣٧هـ حرم له دارالندوه څخه تر باب السهم پورې پراخه کړ،دهغه په وخت کې حرم ٤٩٥متره مربع پراخه شو،او په لومړي ځل يې دمسجد په يوه کونج کې مناره هم جوړه کړه په ١٦١او١٦٤هـ کې خليفه مهدي دحرم رغونه پراخول اوښکلي کول پيل کړل خو هغه په ١٦٩کې وفات شو ،دهغه پاتې کار دهغه زوى موسى الهادي بشپړکړ، دمهدي په دواړو دوروکار کې حرم نور هم ١٤٩٤٠متره مربع پراخ شو.
 هغه له حرم څخه دسېلابونومخه هم تاوه کړه دحرم شاو خوا يې ژورې کندې او شېلې ډکې کړې اوکعبه يې دغولي په منځ کې راوسته ، عباسي خليفه معتمد بالله اوپه ٢٨١هـ معتضدبالله هم حرم پراخه کړ معتضد بالله حرم ٢٥٠٠متره مربع پراخ کړ.
 خليفه معتضد بالله هم دهارون الرشيد د مېرمن زبيدې په واسطه دحرم لوېديځ ته دجوړوشويو دووکورونو ترمنځ ٩٨٠متره مربع تشه له حرم سره يوځاى کړه داوخت دحرم شريف غولى (حوېلۍ)١٣١٩٥متره مربع ته ورسېده.
 د٨٠٢هـ سپوږميز دشوال المکرم په ٢٨مه دشنبې په شپه حرم اور واخست او ١٣٠ستنې يې وسوځېدلې دا اور لګېدنه قصدي پېښه نه وه ،بلکې د غفلت له کبله وه ،په ٨٠٣هـ سپوږميز دمصر پاچاملک ناصر فرج بن بربوق، بيسق الظاهري دمصري حاجيانو دبعثې درئيس په توګه حج ته ولېږه هغه دحج له مناسکو وروسته حرم په ډېره کمه موده کې ترميم کړ،خوپه مکه کې دښولرګيو دنه موندلو له امله دحرم دچت کار پاتې شو وروسته په ٨٠٧کې له روم اوطائف څخه ورته ښه لرګي راوړل شول اوپاتې کار يې بشپړ کړ.
 په ترکيه کې دعثماني خلافت په پير کې سلطان سليمان قانوني داستانبول دجامع مسجد ډيزاينوونکى او جوړوونکى نامتو انجنير مکې ته ولېږه چې مسجد الحرام ته ښکلې نقشه جوړه کړي، خو دا سلطان ډېر ژر وفات او کار پاتې شو خو کله چې دحرم دلرګيوچت کمزورى اوپه ٩٧٩ه‌ـ س (١٥٧١م )دمسجد ختيځ دالان مطاف ته کوږ شو نودحرم چارواکيودعثماني ترکيې وتلى پاچا دوهم سليم خان له پېښې خبر کړ هغه هم دتکړه انجنېرانو يو پلاوى حرم ته ولېږه ، دې پلاوي له څېړنو وروسته تکړه انجنير محمد جاويش ته دنده ورکړه هغه هم په ٩٨٠هـ س کال دلومړي خور په ١٥ مه دباب السلام ،(باب بني شيبه)له لوري دمسجد الحرام نړول پيل کړل ،ددې کار په پاى کې دزېړوتيګو په ستنوداسلامي عثماني خلافت په بڼه (٥٠٠)کوچنۍ کوچنۍ پيازوته ورته ګنبدې جوړې کړې.
 داکار لا په شمال اوختيځ کې روان وو چې سليم خان وفات شو،دهغه له وفات وروسته دهغه زوى مراد خان داحمدبيګ په نوم تکړه انجنير ته داکار وسپاره اوپه ٩٨٤کې بشپړشو،دانوې ودانۍ تر پخوانۍ هغې کوچنۍ په (٣٨٠٠٣)متره مربع ځمکه کې ودانه شوه.
 دکعبې څلور خواته برنډو کې چې اوس پوښل شوي داوسپينې ګنبدې اوس هم شته دي ،ددې ګنبدوشاته ډېر لوى نور کار هم شو ى دى ،دادسعودي حکومتونوکاردى.
 همدا راز دبرنډې دننه چې په کومو ستنوژېړې او مرمري ډبرې ښکاري دا ترکي مهندسي ده دا ژېړې ډبرې يې جدي ته نږې دبئر شمسي له غرونو راوړې دي ،عثماني خلافت يا تر کانو حرم ته ډېر زيات خدمت کړى دى چې دحرم مينه وال به يې په زرينو کرښو وليکي.