کيسه مې د لر او بر کوله په لر کې د ډېرې پخوانۍ زمانې نه غافل خان ميشت و ، ټول عمر به يې ټوپک غاړې ته پروت و بريت به يې تاووه او د پلاره نيکه د مېړانې خبرې به يې کولې په ژمي کې به يې سپي، چرګان او مړزان جنګول او په دوبي او ګرمۍ کې به يې د شپې تماشې او د ورځې به يې د يخو چنارونو لاندې خوبونه کول غافل خان همداسې بې غمه خوبونه کول چې لر هم يو ناڅاپه يو غوړسری ځوان پيدا شو او د غافل خان نه يې ډېرې ځمکې، پولې او پټي را لاندې کړل ، فاغل خان ډېره دبدبه ، لښکر او قوت درلود دومره احساساتي او زورور و چې د عقل او خبرې په ځای کې به يې هم له زوره کار اخيسته او دومره زور به يې واهه چې خپله ملا به يې پخپل زور ماته کړه او غوړ سري د خدای په خدايۍ کې يوازې يو شين سترګی ملګری درلود او بس . غوړ سری ډېر ښه پوهېده چې غافل خان په زور نه بلکې په تدبير او چل ول ماتولای شي ٠
غافل خان غږ کړ چې غوړسري زموږ ځمکه غصب کړې او د لات او منات بندرونه په کې جوړوي د غافل خان قام وننګېد او ټول راټول شول غوړسری پو شو چې د غافل خان لښکر به يې اوس د نصوارو د کپې غوندې له ستوني تېر کړي ژر يې شين سترګي ته حال ووايه ، شين سترګي مشوره ورکړه چې په ځمکه کې جومات جوړ کړه او په کور دې اسلامي نوم کېږده ځکه چې د غافل خان لښکر په هرڅه ورخيږي خو د خدای د کور احترام کوي ٠
غوړ سري سم له واره په خپل کور او کلي اسلام بنياد نوم کېښود د شين سترګي نسخه لکه د کېميا ټوټه سمدستي يې غوړسری د غافل خان له غضب نه په امان کړ ٠
د غافل خان قام ټکنی شو او زړه يې دا نه منله چې د اسلام بنياد ړنګ کړي٠
د غافل خان وينه د خدای له وېرې سړه شوه او په سوچونو کې شو چې څه بايد وکړي خو غوړسري چې د خدای او دين مبارک نومونه ځانته سپر کړي ول ، له موقع يې ښه ګټه پورته کړه او غافل خان ته يې ښه ډېر اغزي وکرل٠