پرون تلی وم وردګو ته، له شیخ اباد بازاره چې لږ ور شېوه شوو یو څو موټر مو مخې ته ولاړ وو خو نه خوځيدل ما فکر وکړ که لاره د ټرافیکو ګڼې ګوڼې بنده کړې وي نو زموږ افغانان دومره صالح نه دي چې داسې په ادب ودرېږي بس ښي او چپ ته پام نه کوي ټوله لاره بنده کړي او پخپله پکې نښتي وي- زه پوه شوم چې خبره د جګړې ده تر یو څو دقیقو وروسته سپکو او درنو وسلو خواوشا ولړزوله، موټرونه یو پر بل پسې په چټکۍ بیرته را وګرځيدل- د شیخ اباد دوکانونو شاته یو- یو ودرید او جګړه روانه وه- خواوشا نیم ساعت وروسته بیا موټرو حرکت وکړ، زموږ ډریور هم خپل ګاډی وخوځاوه لږ وړاندې د عامه نظم پولیسو پوځي ګاډو د تور سړک لیکه خړه کړې وه پولیس ترې خواوشا په دوړو سپیره او خړ پړ ګوته په ماشه ولاړ و، یوه نیم به یې له خاورو ډکې سرې سترګې موږ ته هم را واړولې وچو شونډو یې له لیرې د تندې ګواهي ورکوله له یوه سره ټول ژڼي وو په همدغه سخت وخت کې یې هم د ځوانۍ د بغاوت حرکات مالومیدل په وچو شونډو سپیره خندا او یو له بل سره ټوکو یې دغه جګړییزه ننداره ډیره عجیبه کړې وه- همدغه مهال ایله یو یو ډز کیده- ښي لاس ته د پوښتې په ډډه کې د ټول کلي د کورونو یوه ښیښه نه وه دروازې یې ماتې وې، دیوالونه یې لویدلي وو او مالومیدل چې ټول کلی له دغه ښکلي ګلبڼه وتلی دی- د سړک غاړو ته په یوه ځای پينځه یا شپږ سوځيدلي ټانکرونه تور سوځيلي یوه خوا بله خوا پراته وو دواړو خواوو ته یې ونو او دنګو چنارونو هم خپلې شنې پاڼې او نازکې څانګې له لاسه ورکړې او تور دود شوې وې- له خواشا ونو او خړو پوښتو وسله والو طالبانو او د سړک له خوا پولیسو ډزې کولې- امبو لانس ولاړ و له وړې ښیښې مې یې په منځ کې ټپیان تر ستر ګو شول- څو مې چې په دقت ورته کتل یوه پولیس غږ وکړ هله وله یې- بیا یې موږ ته په بیړه اشاره وکړه وې ځانونه باسئ، بیا جګړه ګرمه شوه- زموږ او څو نورو موټرو په چټکۍ حرکت وکړ او یو پر بل پسې له پوځي موټرو مخکې کیدل- تر شا مې وکتل دوړې وې غړمب غړومب او ګولۍ چلیدلې- د تنګي درې خوا ته چې ور وګرځيدو نو چټک باد د ډزو غږونه غلي کړل او څه مو نه اوریدل.
کورته په خیر را ورسیدلو زموږ د بلاک تر شا په هغه بل یوه کې د نظامي پولیسو یو قوماندان اوسېږي د بلاک تر مخ ولاړ و- په یوه لاس کې یې ټلفون غوږ ته نیولی و او په بل کې یې سګرټ وو، یو سپین کروزین او دوې خړې ډاډسنې ورته ولاړ و- د دریو میرمنو دغه جنرال چسپ کبای اچولی او ستره درنه خیټه یې په ټیشرټ کې د (ماوېن) په څیر راوتلې وه خواوشا ترې د سرو خولیو پوځیان برچپک ولاړ وو ځينې واړه په نظامي ډاډسنو کې او ځينې لا دباندې ولاړ وو زنانې یې په موټرو کې ختلې وې- دا وخت د ایسکریم د ګاډۍ غږ شو – ګاډۍ والا زړه نازړه ماشومانو ته ځان نږدې کاوه چې ورته پام یې شي خو یوه سور خولي پوه کړ چې وړاندې مره راځه- یوه ماشوم غږ کړ: (پدل ایسکلیم) پلار په ټلفون خبرې ودرولې یو ځل یې ماشوم او بیا ګاډۍ ته وکتل او ویې ویل: (بچیم ای از خوردن نیست) له همدې خبرې سره یې نیم پاتې سګرټ په خوله کې ونیو، له جیبه یې یو نوټ را وایست هیڅ یې ورته ونه کتل- نوټ زرګون و او ماشوم ته یې ورکړ – بیا یې په ټلفون زیاته کړه: (باش که ده جنجال اطفال ماندیم) بیا یې په ټلفون کې ور غبرګه کړه: (اینه حرکت میکنیم خودت به رستورانت سپوږمۍ برسان) غږ یې لږ ټيټ کړ او په خندا یې ور زیاته یې کړه (غم بوتله هم خوردم).
ایسکریم والا هم پوښتنه ونه کړه په څو پاکټونو کې یې ایسکریم ورته واچول نوټ یې جیب ته کړ او حرکت یې وکړ د لوډسپیکر غږ یې انګازې کولې او له سترګو پنا شو- د جنرال صیب ماشومان هم په موټرو کې ځای پر ځای شوي وو باډي ګارډانو یې د ډاډسنو باډیو ته ور ودانګل موټر حرکت وکړ دوړې شوې هغسې دوړې چې ما په شیخ اباد کې په جګړه کې ولیدې خو دا دوړې د جنرال صیب د موټرو د ټیرنو ا تیز حرکت وې د جګړې د ډګر د امبولانس غږ مې تر غوږ شو خو دا غږ هم د امبو لانس نه وو بلکې د جنرال صیب د کروزین وو چې سپرو او پلیو ته یې اخطار ورکاوه چې له مخې مې لیرې کېږئ