(ادبي ټوټه)
رفيع الله روشن
دماښام له زېري سره سم په انګړ کې ګرځېدل خوندنه راکوي، هرڅه راته سيوري سيور کېږي،ځان يواځې اوبې کسه احساس کړم، نوره حووېلۍ هم په خپله ارته غېږه کې ځای نه راکوي.
ای! زما بدن خو دازغيو بوټی هم ندی نوبيا ولې داسې راسره کېږي، يواځې ته نه بلکې دا دنګ دېوالونه هم رانه لرې تښتي،بې له دې چې په څټ وګورم، راشم دهغې کوټې سينې ته پناه وروړم کومه چې تا د اوسېدلو لپاره غوره کړې، ،يواځې هغه څه چې زه ورسره راحت يم او هغه هم د بېګانه توب احساس نه راکوي همدا کوټه ده چې همېش يې زماهرکلي کړی دی، زه هم چې ورشم يوه تته ډيوه ګۍ پکې ديوه ګوډ مېز پرسر روښانه کړم، ترڅنګ يې هغه ماشوم ته ورته کېنم لکه تازه يې چې لوظ مات کړي وي اوپخپلوخبرو يواځې خپله پوهېږي،ترجماني يې هم څوک نشي کولاي.
بس دخداي هيلې ته ناسته يم، تا څو څوځله له ډېوې څخه وغواړم خو يواځې انځور دې په خپله لمن راته وکاږي،هغه داسي راته خاموشه وي لکه په ابوکې چې کاڼی پروت وي دهغې روښنايي دومره ژېړه وي چې حتي خپلې اوښکې ورته نه شم ليداي، نوره خو نه پوهېږم چې ستا په فکرونوکې به څومره ډوبه تللې يم خو يو وخت مې پښې بډۍ ونيسي او راته چوخچوخک شي،په دېواله راځړېدلي ساعت ته مړاوې سترګې ور پورته کړم،نوهله پوهه شم چې پوره دوه ساعته مې ژړلي دي.