دافغانستان د روانـــی بهی عوامل څه دی او مسوول څوک دی؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55897
نصیراحمد – مهمند
دخبریدو نیټه : 2013-07-07


نـــــــه خلاصیږی له وختوله انتقامــه            راغورځیږی هرظالم له هسکه بامه
مونږه ټوله نړی خلاصه له خطره کړه            خو پخپله مونږپاټی شو نـــــــارام

   سدنی  آسترالیا                             
             
 دوهمه برخه
لنډه تاریخی پس منظر: دتاریخی اسنادوڅخه واضح کیږی چی دافغانانوهیوادپه اوایلوکښی دآریانا په نوم یادیده اوپه اټکلی ټوګه دنننی افغانستان په نسبت ددوه چنده پراخوالی او مساحت په درلولودلوسره په مینځنی آسیا کی یو مهم سیاسی قدرت ګڼل کیدله ، هماغسی چی داوستاداعتباروسندونوڅخه څرګندیږی چی دا اوستایی خاوری دسیردریا او دسند دهانی دهند په اوقیانوس او دلوط ددښت په مینځ کی یو هیوادتشکیل کړی وچی په همدغه مهال دآریاناپه نوم شهرت درلود اوپیژندل کیدله .
همدا راز داوستایی سندونوله مخی دآریاناهیواددخټیځ له طرفه دګاګت له سیمی نه ترهند اوقیانوس چی   دسند ټولی حوزی پکښی شامل وو، اودخټیځ لویدیځ له ګوښی نه دکسپین دبحیری نه شروع او دبلوچستان نه تیریده اوبیرته دهند په سمندر کی وصل یا یوځای کیهدله . یه همدی رنګه دشمال له پلوه په سیردریا«سیحون»اودجنوب لخوادهندپه سمندرکی محدود و، داوستا ددغه سندونو پربڼست دوه مشهورتاریخ لیکونکی)احمدعلی کهزاد» او «حسن پیرنیا»پخپل آثاروکی لیکی چی هغه مهال دآریاناهیوادداداری تشکیلاتوپربناء په لاندی شپاړلس ولایتونو نه ویشل شوی  و چی نومونه یی په لاندی ډول ذکرشوی :
     آریانا ویجو« دآمودریااوسیردریاپه مینځ کی » .
    بخدی     «بلخ»
     سغده      «سغدیان»
     نیسایا     «میمنه»
    هرویوه   «هرات»
    ویکرانه   «دکابل حوزی»
   ارودا      « هغه غرنی اراضی چی دکندهاراوسند په ساحه کښی پراته دی ».
    خنننتا      «ګرګان»
    هره وټی  «دارغنداب سیمی»
    هیومنت   «هیرمند»
    راغا       «بدخشان»
    کخره      «غزنی»
    رانګا      «ځینی مورخین دغه ځای ته سیرذریا معرفی
    وارنا      «بامیان »
    هیتاهندو   «دسندحوزی»
یادونه:استخراج شوی له دوه پورتنی منبعوڅخه.
دغه خاوری دډیرواوږدی کلونودپاره پدی ډول دلوړی شان اودبدبی  اونه یوازی دآریایی دلوی مدنیت ځانګو وه، بلکی دلویولارونوپه درلودلوسره دسوداګرو، سیلانیانوټوریزم اودنوروخلکواو اړیکو دپاره ښه رمینه برابره کړی وچی د«وریښم مشهوره او لویه لاره» چه د خټیځ او لویدیځ دپاره دسوداګری او راکړه ورکړه خورا ډیر مهم لاروله همدی خاوری نه تیریدلواودبلخ ښارچی په مینځنی آسیایی مناطقوکښی مرکزیت درلودډهندی، چینایی، اواروپایی تجارتی ټوکو دپاره دتبادلی یا راکړه ورکړه«لکه نننی دوبی» غوندی مهم او دباوروړمرکزوو . اوله همدی لامله دخپل ماحولونقاطودفلسفی اومذهبی تظریاتواوعقایدودتبادلی سبب هم وګرځید ،چی داوضعیت دیولړواړه اولویوتحولاتوسره دوام درلود،ترڅو چی دمیلاد نه مخکښی ددریم پیړی مقدونی اسکندر«الکساندرalexander» چی دمقدونیی دپاچا «فلیپ phliep» ځوی و اوکله چی پلار یی ووژل شول ځوان اسکندر پرځای یی کیناست .
اسکندر دپلار له طرفه ځانته «هرکولیس یا دقدرت رب النوع» ویل او دمورله طرفه « آشیل یا د یونان افسانوی اتل یا قهرمان » ګڼل، تند مزاجه مبارز سړی اودنامتو فیلسوف«ارسطو» شاګرد هم و اوهمیشه دجهانګیری اواتلوالی په فکر او خیال کی وو . نوموړی کله چی دنننی ایران له لاری پرافغانستان هجوم راوړ اویرغل وکړ. سره له دی چی پدغه مهال کښی پدی خاوره کی یو مرکزی واحد اداره اوحکومت موجود نه وه ،خو له  دغی حالت سره سره بیاهم ددی هیواد اصیل بچیان دخلکو په مټ وتوانیدل چی مهاجمینوته دڅلوروکالودپاره دکلکی مبارزی او مقاومت او د ډول ډول مشکلاتو اوستونزو سره مخامخ اوکمزوری کړی، چی همدا مصروفول اوکمزورتیا سبب شول چه تر ورځه کمزوری شی اوبالاخره دیولړ نوروعواملو ترڅڼګ دځوان سکندر دمرګ سبب او ددوه ډیرش کلنی په عمرکښی مړشی . دذکروړ ده چی دظالم اومتجاوز ځواکونوپه مقابل کی دافغانانو دهیوادپالنی روحیی ،میړانی اوسخته مقاومت نه سکندرډومره په تعجب او په عین زمان کښی په تشویش شول چی ددی خلکو ممیزات او ددی خاوری دنمونی په استولوسره داستازو په ذریعه خپلی مورته وویله اودخپلی بی وسی او کمزورتیا په هکله مرسته اومشوری وغوښتل چی داټول ماټی ماجرااوکارنامی دتاریخ په پاڼو کښی ثبت دی او پرهمدی بناء ارواښاد الفت صاحب پخپل شعرکی په ډیر لوړه ګچه یی انځورکړچی یوه مصراع یی په لاندی ډول دی :

هزارخم می مست نکند مستان را      چنانچه ذره خاکی وطن پرستان را

دسکندرمقدونی په راتلو سره چی یو زیات شمیر یونانیان «greeks» پدی سیمه کی چه راغلی و دنوموړی دماټی اومړینه یی وروسته همدلته پاټی اومیشته شول . ددوی په یوځای کیدلو سره ددعه ټولنی په فرهنګی ، فکری او ټولنیزوژونداته باندی اغیزه واچوله او په پایله کښی یونانیان باختریان شول اوددی سیمی دخلکو په مینځ کښی یو نوی مدنیت د« یونانوباختری» په نامه بڼسټ کیښودل شوچه د«ګریکو بودیک » یا «یونانو باختری تمدن»هم ددی سیمی دتاریخی دوروڅخه ګڼل کیږی چی دلسوپیړیو په اوږدوکښی په دی هیواد کښی وځلید اودیوباختری دولت په نامه ونومول شول .    
داووم اواتموپیړیو « قرون وسطی» کله چی داعرابوحملات او راتګ په مینځنی آسیایی هیوادونوکښی پیل شول ،دباطلو بت پرستو ادیانو لکه زردشتی ،بودایی ، نستوری اونوروچی داوږدی زمانی او کلونوکلونورا پدی خواپدی سیمه کښی ریښی او رواج درلود  ،له مینځه لاړل اوداسلام مبین دین دیونړیوال او سټر ځواک    په ټوګه استقراروموند ، دتیرو ټولنیزواوتقافتی وضعی دخپل نفوذ لاندی راوړ او دنوی مدنیت بڼست کیښود . زمونږپه هیواد کښی بی نوی فصل رامینځته شول اوهیوادیوځل بیا دآریانا او باختری طبعی او سیاسی واک، وسعت اوحدوداتونه چی له لاسه وتلی او پاشان شوی وبیرته احیا اوترلاسه کړ اودانوی داسلام مبین آیین له مونږ هیواد او زمونږ دخلکو پّه وسیله ګاوندیواودسیمی نورو ولسونو اوهیوادنوته خپاره او ورسول شول او دګمراهی او باطل پرستیو نه وژغورل شول .      
له هغه زمانی نه چی اسلام او مسلمانی پدی خاوره کی مسلط شول یو شمیر واړه حکمرانان او لو ی نامتوپاچاهان پدی خاوره کی حکمروایی کړیده چی ځینی ښایسته اونیکی کرونه کړیدی چه زمونږ دتاریخ اوتیرژوندانه کښی ویاړلی فصل او باب تشکیلوی او ددوی دکارناموله برکته دآسیایی هیوادونوپه کتارکی دفرهنګی ، کلتوری ، سیاسی او سودا ګری په برخو کښی ډیر ارزښتناکه اولوړځای اومقام ګټل شویدی. مګر په خواشینی سره چه برعکس یی هم یو شمیر ددغه حکمرانانو اوپاچاهانودغباوت له مخی دبدوکارناموپه وجه دخلکو اوخاوری دژونداوارضی بشپړتیا په اړوند لویی جفا ګا نی هم شویدی چی دتاریخ توری پاڼی تشکیلوی چه دهر یویی جفاګانی اوخیانتونوپه اړه په وخت او زمان یی دخلکو داوری اوقضاوت د تاریخ په زړه کښی  ثبت او محفوظ دی . دا چی اوس هڅی روانی دی چی تورسپین وښایی او دغل نه اتل جوړ کړی دا د زمانی جبر او دنړی خوربی سیال او ظالم ښکیلاکی زبر ځواک دغو دنفتو لیونیان «دبوش کورنی اوسیاسیی پلویانن اولوبغاړو »او«چنحchange »یا بدلون ترنامه دامریکا ولسمشر« بارک حسین او باما»غوړونکی پالیسی دی چه هغه خپله یوبیل اولوی بحث اوموضوع دی او ایجاب کوی چه په چلا مبحث پری خبری وشی . خومونږپه ځغلنده کتنی سره دابدالیانوراپدیخوادخپل خلکواوهیوادپه اړوندداجنبی بهرنی غلیمانواود ډوی کورنی او سیمه ایزوغلامان اومعامه ګرودبله ماران اوضاع او احوال ځیړو.
کله چه داتلسم میلادی پیړی کښی احمدخان ابدالی ددی خاوری په پاچاهی وټاکل شو، یوواحد ټولواک ، ځواکمن سلطنت مینځ ته راوړل اودی وتوانیدچه دخپل هیوادګډوډحالت اوخپل خاوری اصلی پراخوالی،طبعی اوسیاسی حدودات بیرته دافغانستان په نوم احیا کړی . همدلته پرځای دی ذکر وشی چه لرغونی افغانستان دتاریخی قدامت اوسابقی په درلودلوسره دکورنی اوبهرنی ځواکونود حکمروایی په مهال دمختلفووسعت اوسیاسی حدوداتوسره سره خپله ملی پیوستون، سیاسی او ټولنیزوشته والی دیوخپلواک ولس اوهیوادپه ټوګه ساتلی دی اودښمنانوته مرګونی ګوذارونه ورکړیدی . دافغانستان خاوری وسعت ، طبعی اوسیاسی حدودات داحمدشاه درانی د زمامداری پرمهال دشمال لخوا په ماورای آمواودجنوب له طرفه دعربو په بحیره اودعمان خلیج او دختیځ له پلوه تردهلی پوری امتداد درلود. چه دغه وضع ډیردوام ونکراودوروستی کالونودکورنی نفاق چه دورونوپه مینځ یعنی احمدشاه اوخوی یی تیمورشاه زامنو ترمینځ او دوه قام بارکزی او سدوزی ترمینځ اختلافات او کینه توزی سبب شول چه دختیځ لخوا انګلیسانوته اودشمال له طرفه تزاری روسانو ته دپرمخټګ شرایط ګړندی شی او دنونلسمی پیړی کله چه تزاری روسان او انګلیسان دخپل مستعمراتوحدود دافغانستان تر شمالی ، ختیځ اوجنوبی سرحدونوته  ورسول ، افغانستان هم په ناګذیری اومجبوریت له وحهی  نه داروپایی دولتونودسیاست ډله او ډګر ته داخل شول او له همدی مهال وروسته افغانستان دخپل مهم جغرافیایی او سوق الجیشی موقعیت له نظره تقریبا دیونیم پیریو په شاوخواکی دلویو ښکیلاکی قدرتونودسیاسی مجادلو اوسیالیو دپاره «لکه اوس مهال»ډګر وګرځید چه دافغانستان ګاوندیان یو پر بل پسی ددغه دوه قوی لخوا مضمحل کیدله ، خو افغانستان وتوانید چه ددښمنانو دهڅی او تلاشونوسره سره تراخری سلګی پوری مقاومت وکړی خپل هویت او آزادی وساتی  ۰مګر دډیرومجاهدتونو سره سره بیا هم دافغان یولړ مهموخاوری که  په  شمال و او که په جنوبی او شرق سیمو زمونږ دخاوری له پیکره جلا شول اوزمونږهیواد دیومحاط په وچه هیواد بدل شول.
دتاریخ دپاڼوپه شهادت وروسته له دی چی د۱۱۶۰هجری=۱۷۴۷میلادی کال نادرافشاردخپلومعیتی ملګرویعنی قزلباشان او افشاریانوله ډلی له خوانه ووږل شول ، احمدخان ابدالی د دری زره خپل ابدالی او ازبکوافغان اردوپه قیادت اوملګرتیا ننګه وکړه او دنادرافشارپه میدان پاټی حرم اوکډوالوته نجات ورکړاوکندهارته انتقال وکړ. ویل کیږی چی ددی خدمت په بدل د « کوه نورالماس چه اوس دانګلیس ملکه الیزابت پخپل سرکی کیړدی اوپری سینګارکوی » په همدی مهال احمدخان ته مسترد او وسپارل شول اوبیرته دافغانانوپه لاس راغی .
وروسته په کندهارکښی دافغانی ټول قومونواو قبایلومشرانوجرګی دشیرسرخ په زیارت کښی جوړه شول او له اوړدی خبری اتری او بحثونه په پایلوکی د نامتو افغان روحانی صابرشاه کابلی لخوادغنمودشین خوشی داحمدخان په پګړی «دستار»کښی ولګول شواودپاچاپه ټوګه وټاکل شول او ټول ورته بیعت وکړل، حاجی جمال خان بارکزایی دبارکزیودقبیلی ځواک من مشر چی بانفوذه او دپوه اوتدبیرڅخه خاوند و نوموړی ته خپل ملاتړاعلان وکړ.
 احمدشاه ابدالی وروسته له دی نه چی خپل قدرت او پاچاهی ته ټینګښت او انتظام ورکړپه دی فکرشواوتصمیم ونیول چی لومړی دهرڅه نه بایددافغانستان هغه خاوری اومناطق چی د دوه پیړیو په اوړدوکښی دغاصبو اجانبو په لاس ورغلی ودبیرته یوځای ګیدولودپاره اقدام وکړی اوزیادترپام هغی سیمی ته متمرکزوکړکوم چی دسند شی ساحل واقع و او افغانان پکښی میشته اوهستوګنه درلود. هدف یی دا وچی دغی ایالات باید فتح شی اودافغانی مختلفو قبایل بیرته یوځای ،متشکل او یوموټی اودکندهارمرکزی حکومت ته تابع شی. نو پردی بناء لومړنی لښکر کشی پردی سیموپیل شول اووروشته ترهندوستان «دهلی» پوری پرمخ لاړاودافغانستان أزاداوخپلواک، یوموټی خلک اوارضی بشپړتیا ،طبعی اوسیاسی حدود بیرته احیاء اویوځای کړی .دی پنځه ویښت کاله پادچاهی وکړ اودافغانستان پتمن قدر پیژندونکی خلک اوتاریخ له خوا دنیکواو بارزوخصوصیاتو،صفتونواوکارناموپربناء د«دردران» دملت بابااواعلیحضرت احمدشاه باباالقاب اوویاړوګټل .
نه یوازی خپله احمدشابابا دخلکواوتاریخ په زړونوکی دقدروړځای وګټل ،بلکی داعلیحضرت بابا دهمکارانوپه قطارکی دنمونی په ډول دحاجی جمال خان دبارکزیودقبیلی رییس اومشر چی داحمدشاه بابا دمشاورپه حیث ‌ډنده ترسره کوله دښایستوب، خیراندیشی اوله خپل شخصی اوقومی ګټی دملی اوهیوادګټی اومصلحتونونه ترجیح ورکول .ددی او د دوی دتیم دبارزوصفتونو له برکته وچی دافغان ولس اوهیواد پټ ،عزت اوشتون بیرته احیا شول چی تاریخ په ډیردرناوی سره پخپل زړه کی ثبت اویاد کړیدی چی اوس افغان ملت اوافغانستان وافعا پردوی اوصفتونواوکارنامویی ویاړی ، یعنی برعکس لکه نن چی هڅی روانی دی چی له بدنامو، معامله ګرواو پردی ایجنتانونه تصنعی اوکاغذی اټلان جوړکړی . هغسی نه و ، خلک او تاریخ خپل داوری او قضاوت لری .
 دتاریخ په حواله دنونلسمی اوشلمی پیړیوپه اوایلوکی داروپایی قوتونوپراختیاغوښتنونکوظالمانه یرغلونه اوبیرحمانه تیری داسلامی نړی فرهنګی اوسیاسی شته والی ته ترتهدیدلاندی نیولی وو، اوداسی وښودله چی ګویا کی دزمان په تیریدوسره أخرنی مستقل اوازاداسلامی هیواددنړی دسیاسی نقشی نه باید پاک شی . پدی لړدنونلسمی پیړی په اواخرکښی افغانستان دخطرناکی وضعی سره مخامخ شول ،هغه هم پداسی مهال وچی روسی اوانګریزی امپراتوریګانی دمینځنی آسیایی ملکونو خواته دپرمختګ په حال کښی وو. داخطرافغانستان ته ترهغه مهال تهدیداوه چی دغه دواړه استعماری پراختیاغوښتونکو غاصب ځواکونه دافغانستان دخاوری په واسطه له یوبل نه جلا کیده .
پدی وخت کښی انګلیسان د«کمپنی هند شرقی » ترنامه چی په بنګال اودهند په زیات قسمت کښی نفوذ اچولی وو اویقیناچی داحمد شاه بابا دنقشواوپلانونوسره مخالف و او په دی لته کښی شول چی احمدشاهی نفوذ لنډ او شنډ کړی . پدی کښی شک نشته چی احمد شاه بابا درانی دافغانستان دسدوزایی دسلالی بانی اوبڼست ایښیدونکی دمسلسل لښکرکشی اودپانی پټ دجګړی بری اوفتح په هند کښی دفتوحاتولاره پرانیستله اوپه اتلسم پیړی کښی دافغانی شهامت اوقدرت داعلان په څیردهنداوافغانستان په تاریخ کښی ثبت کړ .

وروسته له احمد شاه بابانه د دی ځوی تیمورشاه په ۱۷۷۳م کال کی پاچاهی ته ورسید . دی دشرقی اوغربی مورخینوله خوا یو باکفایت پاچا ویل شوی دی . دی کله چی قدرت ته ورسید شپږویښت کلن وو، اودخپل پلاردزمامداری په دوران کښی په محارباتوفعاله ونډه درلود او دنظامی فنون ډیر تجارب ترلاسه کړی و، اوپه اداری چاروکی هم دپوه اوهنردکمال خاوند و. کومی سیمی چه دپنځه ویشت کاله داحمدشاه بابا پاچاهی ترقلمرواوحکمروایی څخه قراردرلود، تیمورشاه په ښه شان سره اداره اوساتنه یی وکړه اود کل په ټوګه اوضاع ددی دزمامداری په دوران کښی ‌ډیرآرام او با امن و . په اداری تشکیلاتوکښی تغییرراوست ، نوی پستونه اومنصبونه ایجادکړاومختلفوسردارانوته په مختلفوچاروکی موظف اووګمارل . تیمورشاه دځینولاملونوپر بناء خپل امپراتوری پلازمینه له کندهارنه کابل ته انتقال کړ، ځکه چی کابل دکندهار په انډ مرکزیت او دهیوادپرلویدیځ اوشمالی سیموکی حاکمیت درلود اوله بلی خواختیځ ته نږدی واقع شوی دی .
ګنداسنګ پخپل اثرکی «۱» دمیلسن ) mallson history of Afghanistan … (  په حواله لیکی :چی تیمورشاه یوله هغه قلیلی فرمانروایانوڅخه دی چی خپل هیواد په ډیرښه شان اداره کړیدی . همداسی فرانسوی (فیریه) خپله عقیده څرګند کړیدی چه دتیمورشاه اړوند ټولومعاصرامراءوپدی متفق اواعتراف کړی دی چه تیمورشاه ډیرعالی اودستاینی وړشخصیت و ،او د ذکاء اوفعالیت په تناسب ډیرښه شجاعت اوثبات درلود،اوله همدی لامله پلاریی دی ته دنوروزامنوپه نسبت دقدامت اولمړیتوب حق ورکړ . کومی ستراتیږی چه دی په خپل مخ کښی نیولی و دقومی مشرانودمنفی قدرت اونفوذ دمخنیوی دپاره دامپراتوری نظام دتعمیم بخښلوپراساس اودیوډول ملی استقرارراوړلوپربتاء متکی وو.خوڅرنګه چه وروسته ښکاره شول چه دافغان ملت وضعیت ددی تحول دپاره مستعد اومساعد ه نه وچه ومنی اوقبول یی کړی .
له بل پلوه باید زیاته شی چی پدغه وخت هندی حکومت او کمپنی شرق الهند دهندواوسکهانو په لویه  هیوادپه پنجاب کښی اودایران نوی قاجاری جدیدالتاسیس سلطنت هریوه په موقع اودفرصت دترلاسه کولواواستفادی سره دافغان امپراتوری په خاوری سټرګی نیولی واوپه دی لاره کی په یولړپټه فعالیتونولاس پوری کړی و . برسیره پردی دروسی تزارپال « poul»چی دپطرکبیرنصیحتونه اوهیلی دجنوب دآزادوګرمواوبورسیدلوته په غوږونواوزړه کی درلوددیوډول خاصه مینه اوعلاقمندی سره دختیځ مسایلواوپه خاصه ټوګه دهندپه هکله وښودله .چه پد ی صورت په افغان امپراتوری سرحداتو کی دحدودو دامنیت تامینولو دپاره یو مطمین تدافعی ستراتیږیو ته ضرورت محسوس کیده ،خوسره له دی چی تیمورشاه دخپل پلارپه څیرجګړی اولښکرکشیوته اړنشواونه تمابل یی درلودځکه چی دیوی خوا د دی اداری سیستم دامپراتوری په شکل پوخوالی ته نه و رسیدلی اوله بلی خوا د اردو او نظامیانودښوونی اوروزنی دپاره کوم درسی او تعلیمی موسسی وجودنه درلو،مهارت اوتجربی ګټل یوازی دجګړی دډګرله لاری نه منحصروچه دا مسالی دچنګی او مسلکی مهارتونواو قابلیتونودنه لوړیدلو سبب ګرځیدله، چی دسیاست او ستراتیږی له نظره د دا دوه موضوع په مینځ کی دتناسب نښتوالی نا مساعد تلقی کیدله ، خوله دی حالت سره سره دتیمورشاه فطری اوذاتی پوخوالی ،کارپوهی او توانایی ښکاره کوی چی خپل حاکمیت اودامپراتوری حدوداو قلمرو په ښه شان اوآرامه ټوګه حفظ وکړ او په هیچ وجه باندی حاضر نشو اونه پریښود چی څوک ددرانی امپراتوری په قلمرو کښی دبی امنی اوخودسری طبل ووهی . چی ددی دژوند ترپایه پوری په هیواد کی امنیت تامین او سرحدات محفوظ وو .

پس له تیمورشاه نه شاه زمان په قدرت ورسید . دتیمورشاه داولاده زیاتوالی چی دمورخینولخوادوه ډیرش تنه ذکر شویدی سبب شو چه هیواد یو ځل بیاد ژوری سیاسی اونظامی بحران سره مخامخ شی. دتیمورشاه دتعزیه داری مراسم لاختمه شوی نه وچی افغان ولس او افغانی سرداران دپاچا دانتخاب په پرابلم کی مواجه شول . دشهزاده ګانوپهه مینځ کی دپاچا دټاکلو په سردعوی شورماشور اویو لړمشکلات رامینځته کړل . ترڅو چی دسردار پاینده خان بارکزایی دحاجی جمال خان بارکزایی ځوی تر مشری جرګه دایره شول اوشهزاده زمان دزیات رایودترلاسه کولوپه نسبت دپاچا په صفت انتخاب شول اونور ورونه یی چی په کابل و ټولواسیران اوبندیان کړل خو بیا هم شاه زمان یوموده د سلطت له مدعیانوسره په جنجال اخته وو .
پدی وخت کی په نړی کی لوی سیاسی اوټولنیزحوادث اوبدلون صورت وموند . دافغانستان په ګاوندی کی نوی سیاسی وقایع رامینځته شول . دشاه زمان دپاچاهی نه څلور کاله دمخه دفرانسی انقلاب اروپا ته ولرزول . شپږکاله وروسته په فرانسه کی نوی دولت دناپلیون بناپارت ترقیادت لاندی تشکیل شواویولړنوروتغییرات اوبدلونونه دافغانستان په ختیځو سیمه یعنی دهند په هیواد کی واقع شوی و . پدی حال کی چه د ۱۸۰۳م دانګلیسی تاجرانولشکردهندوستان پلازمینه اوآګره ته اشغال کړی وو. دانګلیس دولت تصمیم درلود چه دهندوستان په سرتاسرکی خپله استعماری سیطره اوقبضه ټینګه کړی . لهذا « مارکی ولزلی » داستعماری پالیسی پربڼست دهند هیواد په اقتصاد کی نوی روش اوسیستم داعانی یا مرستی) subsidia of helping (ترنوم ایجادکړاوپدی وسیله دبرصغیریا دهندوستان هیواد دارایی لوټ کړ.
 دمارکی ولز دموضوعه سیستم استعماری ګټی په دی کی نغښتی وو چی لمړی هغه مطلوبه هیواد دخدعه یا توری ترسیوری لاندی غصب شی . ورپسی کوم لښکر چی دسر کوبی دپاره په مغصوبه هیوادځای پرځای اومیشته شول بیا دغصب شوی هیواد هغه لاس پوس او ګوداګی زمامداردغاصب لښکرخرچ اومصا رف اود خپل خلک اوهیواد دسرنوشت اوداخلی اوبهرنی واک اواختیاردمادام العمردپاره دانګلیسانوپه لاس ورکړی او تردی پلمه اونامه چه ددشمن یاغاصب لښکرد دوی ملک اومال اوځان ، ناموس ، خاوری اوخپلواکی حفاظت اوساتنه کوی باید چی مشکوراواحسان مند هم وی. همدامثال او پالیسی همدا اوس دامریکاییان ، انګلیسان او ناتوغاصب قواوپه افغانستان کی پر مخ بیول کیږی ۰
پدی ترتیب داسی ښکاری کله چی زمانشاه اقتدارپه لاس واخیست انګریزان دهند په مختلفوعلاقواومنطقودخپل سلطی او قدرت دتامینولواوټینګولودپاره تلاش درلود.پدی خاطردهنداکثره حکمرانان دافغان امپراتورپه سفرسټرګی په لارنیولی واو برسیره پردی پدی مهال دهند مسلمانانوهم په دهلی کی دیواسلامی حکومت په مینځته راتلوطرفداروو . اوهیله یی درلود چه دهندګوره ګانی دولت قوی شی اویا دهلی دافغان امپراتورپه لاس ورشی اودهنداداره مستقیما په لاس واخلی .له بلی خوا انګریزی استعمارداروپایی طبیعت دلرلوسره دنیم قاری دخلکودمزاج سره هم په هیچ صورت سازس نه درلود اواکثریتو دپاره دزغملووړنه وو، او له بلی طرف نه دسکهانواومرهتووتل اوکوم ظلمونه او ناروایی جی پرخلکو کی کیدله دتحمل وړنه وو او شاه زمان د افغان امپراتوردوی دپاره یوازنی هیله اوامید تلقی کیدله «۱» .
 افغان لیکوال جلالی پخپل اثرکی دجان ویلیام کی «jhon, w, kye»له قوله لیکی : دبریتانیی دامپراتوری ټول دښمنانوپه هند کښی دډیر اشتیاق سره کابل ته سټرګی نیولی واو هیله درلود چی داسلام ناجیان له دی رمانتیک خاوری له غرنی سیمو له لاری هند ته ورسیږی .دهندی مسلمان شهزاده ګانو په عروق کی وینه په جوش راغلی وو ، پرله پسی بلن لیکونه افغان امپراتورته واستوله ،مالی اونظامی مرستی ژمنه هم ورسره کړی اودی ته تشویق کوله چی دیواسلامی لوی لښکرپه قیادت ډیرزرراشی او دلښکر درارسیدلونه یولک کلدارد ورځنی خرچ دپاره ورکوی « ۲» ،
ارواښادغبارپخپل  کتاب «افغانستان درمسیرتاریخ »کی لیکلی « فریر دزمانشاه په هکله ویلی دی چی:دافغان امپراتورچی پخپل نفس باندی باوری یوځوان، دکلکی ارادی او ټینګ عزم ، دشجاعت ، ذ کا وت اوبصیرت خاوند و، دی همیشه دخپل آس پرزین کی سپورپښه پررکاب او وروسته له یوجګړی بل جګړی ته تصمیم نیوله ، ځکه چی کورنی او بهرنی اوضاع اواحوال اودسایس دی ته په جګړه کی اړکوله .
همدارنکه قاضی عطاالله پخپل کتاب «دپښتوتاریخ چه۱۹۴۷په پیښورکی چاپ شویدی دزمانشاه په اړوند داسی لیکی : الفنستون چه دشاه شجاع«۱۲۱۷= ۱۸۰۹ » په دربارکی دانګلیسانوسفیرووروسته له بلنی په راولپندی کی چه دشاه شجاع دکورنی په مقرو زمانشاه سره کتنه کړی و داسی لیکی « یو وخت چه دزمانشاه نوم اوشهرت له هندوستان نه ترایران خپاره شوی واو ددی لیدوته لیوال وم دجولای په لسمه ددی دخیمی چه دیو ګټ لاندی دغالیو پر فرش باندی ناست ونوموړی سره می ملاقات کړ، زه ترهغه وخته پوری دشاه په مقابل کی دریدلی وم ترڅوچه ماته دناستی اجازت راکړشو، کالی یی ډیر ساده او عبارت و له تور شال او په سر له وریښمه ګندل شوی «چوخ»خولی  څیره یی شاهانه او عمریی دڅلویښتو کالو شا وخواکی ښکاریده ،  بڼه او اندام او ږیره ییډیر ښکلی و، ړوندتوب یی نه ښکاریده دسټرګی توروالی پاټی و اودخبرو په مهال مخاطب سټرګو ته کتل او پام کوله. له ما دجګړی اخبار واخیست او دافغانستان پر واقعاتو بحث کوله او په پایله کی وویل چی هیله ده چه واقعاتو زمونږ خوا اوګټه شی ». 
غباربل ځای  کی ډی هکله زیاتوی چه دافغانستان خلکوهم دتیمورشاه دنورو زامنوپه نسبت شاه زمان سره ډ یره مینه او احترام درلود.
هغه مهال چی افغان امپراتورزمانشاه درانی دمخکنی غوښتنی پربنا په هند کښی دخپل پلانونواونقشودپلی کیدواوپرمخټګ دپاره تلاش اوکوښښ درلود ، اروپایی قدرتونوهم په دی هڅه کی وچی دغه طلایی تاج «هند» دانګلیسانوله لاسه وباسی . پدی ترتیب دهند مسالی دنړیوال سیاست دایری ته داخل شول .
ناپلیون بوناپارت دفرانسی امپراتورمصر«ejypt »ته رسیدلی واودمینځنی آسیا له لوری دهند دنیم قاری دپرمخټګ په هڅی کی وو . پدی ضمن کی دروسیی ‍تزارپال« poul » چی دپطرکبیردجنوب دآزادواوبودرسیدونصایحوپه غوږګونوکی درلوداودخټیځ په مسایلوکی په خاصه ټوګه دهند په هکله خاص نظراوعلافمندی درلود دواړو یعنی روسی تزاراوناپلیون دهند درسیدولارموندلودپاره تمایل درلودچه په همدی وجهی سبب شول چی یوبل سره په نږدی تماس کی وشی اود « ۱۸۰۰= ۱۲۱۴» کی دیوګډ اومشترک زیاراو تلاش دپاره دیوپلان د طرحی په هکله دهند د اشغال دپاره لاس پوری کړ. ناپلیون چی پرخپل اروپایی حریف او سیال یی دهندد ګټلو په صورت کی ځانته  یولوی بری وباله ، دخپل نقشوپه پلی کولو کی د یولړ لوی اوپراخ فعالیتونوکی لاس پوری کړ . دجنرال ګاردان«garden» دیادداشتونوپه حواله دانګریزی په امپراتوری کی تجارت او صنعت عرصوته زیان رسول او لطمه واردول لمړنی وسلی ووځکه چی دانګریزی امپراتوری عظمت او شان ددی لاری نه مینځ ته راغلی وواوکه داسرچینه وچ شی په یقین سره چی انګلیس دعجزاوماټی سره مخامخ کیږی اود دریابونوحاکمیت او اقتدارله لاسه ورکوی .
عزیزالدین وکیلی فوفلزایی پخپل اثر«دره الزمان»کی لیکی: پرهندوستان کی دلښکرکشیوفکرزما په نظردبحری محاصری فرمان له هغونتایجوڅخه ووچی ناپلیون دانګلیسوپرضد صادرکړی وکه کاملا داسی نوی خامخا دا اقدام هم له هماغه ډول اودرسیدلو په منظور وو « ۱» .
ناپلیون هند ته رسیدل ډیراوږد لاری پرمخ درلود چی ددی په مخ ایران اوافغانستان هم واقع شوی واولازم وچی له هرځه دمخه له سیاسی لاری زمینه داسی مساعده کړی چی هیوادونه ددی پرمخ خنډ اومانع ونګرځی . ناپلیون چی دخپل فتوحاتو په بهیرپه بحری جګړوماټی خوړلی وغوښتل چی دوچی سیمی له لاری دانګلیسانومستعمرواشغال کړی ؛ لهذاهندته یوازنی لاری هماغه دنونلسمی پیړی افغانستان و،او یا په بل عبارت کی دی غوښتل  چی دمشهد ، هرات اوکندهار له ښارونوڅخه هند ته ورننوځی .
په همدی لړناپلیون خپل دوه سفیران یا استاذی « دورک » او «کولنګور» دتزاردربارته واستول اوتزار سره یوتړون«قرارداد» عقدکړ. د دی تړون پربنا فرانسوی لښکرددانیوب له لاری باید د روسیی جنوب خواته حرکت وکړی اودتوری بحیری «black  sea  » او برستین دریاب په شط والګاه سیند کی ورسیږی، وروسته د شط په مرسته ځان په هشترا خان کی ورسوی . پس له هغه نه دپنځوس زره سپاره روسی عساکردمازندران دریاب نه تیرشی اوداسترآباد په خلیج کی پلی شی ، دغه لښکرغوښتل چی د « مستوخان» په سرلښکری اوقیادت د افغانستان مشهد ښارته ننوځی او دهرات اوکندهار له لیاری نه د سند په دره کی داخل شی . « ۲» . پدی اساس ناپلیون دی ته اړوچی دخپل نقشواوپلا نونودپلی کولودپاره دایران اوافغانستان امپراتوری دلښکراوقوتونودتیریدلوموافقی ترلاسه کړی . پدی مهال چی دایران دقاجاری دولت دجوړیدو نه یی ډیروخت تیرشوی نه واودافغان امپراتوری عظمت اوقوت له یوی خوااوپه هند کښی دانګلیس مخ په زیاتیدونفوذاوپه شمال کښی دروسانو قدرت په مینځ کی قرار درلود ؛ دیواروپایی لوی قدرت لکه فرانسی سره بی میل نه و،نوپدی لحاظ دنا پلیون استازوډیرپه آسانی سره وتوانیدل جی دایران موافقی لاس ته راوړی . ناپلیون دافغان امپراتوردموافقی دلاس ته راوړلودپاره هم په یولړاقداماتولاس پوری کړ. په ایران کی دناپلیون استازی دایران دشاه اووزیرانوپه وساطت او مینځګړیتوب ځینی مطالبی افغان امپراتورشاه زمان ته وړاندی شول، ولی افغان امپراتورد دوی له غوشتنی نه چی دفرانسوی قوتونودافغانستان له لاری تیریدنه وامتناع اوډډه وکړه اونه مڼلواود دوی نامه بیرته مسترد یی وکړ . خو فرانسویان په ایران کی په یولړبریالیتوبونوته ورسید، مګردا بریالیتوبونه ډیردوام ونکړاودانګلیس پټ اوسری فعالیتونه نه یوازی په افغانستان کی کارګرواقع شول، بلکی دایران دربارهم انګلیسانوته تسلیم شول ، دغه فعالیتونه چی د۱۷۹۹ م کال په ایران کی پیل شو دافغان امپراتورپه کی دپرمخټګ د پلان پرمخ لوی خڼډ اومانع وګرځید .
پردی بڼسټ له همدی ځایه دافغان دباټورولس اود دی خاوری پرضد دسیسی پیل شول . دافغان امپراتورشاه زمان پرهند کی دلښکرکښی آوازی انګلیسانوته په ویره واچول اوله بلی خوادخټیځوحوادث او، دناپلیون دهند پرضداوديرمخټګ هدف،دانګلیسانودپاره دخطرپه ټوګه ښکاره کیدله، اوپه هند کښی بریتانوی واکداران داساسی چاری په فکرکی وشول او لاس پوری کړ. په لمړنیوپړاونوکی دفرانسویانواوروسانوخطرمجهول لیدل کیده اوقاطعیت اوکلک تصمیم نه ښکاریده ، مګر دهند دهغه پرآشوب اونارامه اوضاع اواحوال کښی انګلیسانوته دافغان امپراتورشاه زمان لښکرکشی اوهڅی دلمړنی خطرپه ټوګه بلل کیدله په همدی علت دانګلیسانواصلی سیاسی فعالیت په ایران کی دافغانستان دلویدیځ سرحدونوداختلالاتوراپارولوپه مقصد متمرکزشول ترڅوچی پدی وسیله دامپراتوردهند په لوردپرمخټګ فرصت اوموقع پیدا نشی . په همدی اړه دانګلیس فوق العاده اوخاص استازی په ایران کی« کپیتان مالکم » داسی تبصری کړی وو :« زه دافغان امپراتورشاه زمان درانی ته دانګلیس دپاره دقدرت پرضد یولوی اوقوی دښمن بولم او دشاه زمان دښمنی کیدای شی دخپل قوت او بیله هیچ اجنبی مرستی زیاد شی اودفرصت په موندلوکی په لمړی شیبو پرهندوستان حمله وکړی .غرور ،کینه، کرکه اونفرت دزمان شاه په حکومت کی له نوروآسیایی ملکونوڅخه ډیردی اوله همدی امله دی چی له هری اروپایی ځواکونو سره ګرچه ټړون اوموافقی هم کړی به وی بیا هم لوی خنډ او مانع په مینځ کی دی «۱» .
کله چه شاه زمان دکندهار نظم اونسق برابراوپلی کړ خپل اوه کلن ماشوم ځوی شهزاده قیصردعبدالله خان نورزایی په نیابت دکندهار په حکومت نوماندکړاو خپله یی هرات ته لاړ۰«دوام لری»