په روژه کي دوابويول :
فتوی نمبر (۷۴۴).
مفتي :
سترعلمي اوروحاني شخصي علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.
مستفتي : جانان ،جرمني
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، محترم مفتي صاحب سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم ، هيله چي په دې پآکه مياشت کي په خيراوعافيت سره ياست .
زماپوښتنه داده : چي که يوسړي روژه دار وي اودي دوايي بوئ کړي نو په دې کار سره خوبه روژه نه ماتيږي؟ مننه .
الجواب ومنه الصواب :
په دې کار سره ددوا ذرات داخل ته نه ځي ، نوله دې وجي دمشک وغيره خوشبويي ګانو په ډول په دې سره هم روژه نه ماتيږي.
قال ابن عابدين: لايکره للصائم شم رائحة المسک والوردونحوه ممالايکون جوهرا.