د ننګرهار په ښېوې او دره نور ولسواليو کې به پخوا ډېرې ښې اچۍ ذات غواګانې پيدا کېدلې د اچۍ غوا کمال دا و چې د بل لنګونه پورې به يې ښې غوړې شيدې کولې مستې، پېروي او ښه غوړ او ژېړ پنېر به ترې جوړېده او اچۍ غوا به لکه پېشو په ډېر لږ څه مړېده يعنې تکليف يې لږ او ګټه يې ډېره ٠
سرمعلم صاحب ويل : ښېوې ته ولاړم او غوښتل مې چې يوه اچۍ غوا واخلم ، ويل يې ډېر وګرځېدم خو غواګانې ډېرې ګرانې وې يوه ښه اچۍ په يونيم زر افغانۍ کېده او دا نو د ظاهرشا بابا د پاچاهۍ وخت و٠
سرمعلم صاحب ويل : ښه ستړی شوم او ماښام مې د ملګري کورته راغلم پرېوتم او سوچونه مې وهل چې يو ناڅاپه يو سوچ راغلو٠ ګيځ وختي پاڅېدم او د ښېوې بازار ته ورغلم د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مې ورو ورو اوازه واچوله چې په بره بانډه کې په غواګانو د ټپک مرض لګېدلی اته غواګانې يې بېګا وژلي دي او نورو کليو کې يې هم غواګانې رانيولي دي٠بس همدا ددرواغو اوازه په يوه ساعت کې لکه برېښنا په ټوله ولسوالۍ کې خپره شوه تر څو چې غرمه کېده بازار دغواګانو نه ډک شو او هغه غوا چې پرون يې په پوره يونيم زر افغانۍ نه راکوله نن مې په اته سوه واخيسته زما او د قصبانو مزې شوې د برې بانډې ډېر خلک هم په بازار کې ګرځېدل خو يو هم غږ نه کړ چې دا درواغ دي هيچا هم خپل غوږ ته لاس نه وروړه بس ټولو د سپي پسې ځغاستل ترڅوچې په حقيقت پوهېدل زما درواغو يې کورنه ړنګ کړي ول٠