پښتنی قبیلې وپیژنئ ! ۱۲۰ - برخه( مروت)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56028
ډاکټر لطیف یاد
دخبریدو نیټه : 2013-07-16


مروت له آره په لودي پښتنو ورګډیږي او دلواڼي(لوحاڼي) پښتنو یوه څانګه ده .دمروتود قبیلې خلک دپښتونخواددیره اسماعیل خان دلکي مروت په ډیسټریکټ( ولسوالۍ) ، ټانک ، پنیاله او بنو کې استوګنه لري. همداراز یو شمیر مروت پدافغا نستان دغزني او پکتیکا په ولا یتونو کې هم استو ګنه لري.دلواڼي نوم دهند دمنځنیو پیړیو په تاریخو نو کې دنوحاني ، لوحاني او لو هاني په بڼو هم راغلی دی.
 په تاریخ حیات افغاني کې دمروتو دقبیلې په اړوند داسې راغلي دي:(( جوته ده چې ددغې قبیلې لوی نیکه دلواڼی یا نوحاني زوی او دلودي دزوی سیاڼي لمسی دی .لواڼي(نوحاني) دوې میر منې درلودلې چې یوه یې تورۍ نو میدله چې دپنځو زامنو موروه،دویمه یې شیرۍ نو میدله چې دهغې نه دمروتو دقبیلې لوی نیکه پیداشوی دی او ددغې قبیلې نوم هم دهغه نامه په وجه په مروت باندې مشهور شوی دی.(۱)
 مروت په سپینو لواڼیو سره هم شهرت لري.په پیل کې دوی داوسنۍ پکتیکا دکټواز په سیمه کې چې اوس دسلیمانخیلو غلجیو پښتنو په ولکه کې ده استوګنه درلودله.که څه هم ددوی اصلی ټاټوبی کټواز و،خو دتودوخۍ په موسم کې به يې دکو چیانو په څیر خپل مالونه او رمې دواڼه په غره کې څرول. دوی یوازې دکټواز په سهیلي برخه کې په کر کیله بوخت ول چې اوس هم هلته یوه وړه سیمه دمروتو په نامه سره یادیږي.
 دکټواز له سیمې نه دمروتو دقبیلې دلیږدیدلو لا ملونه:
دکټواز له سیمې نه دمروتو دقبیلې دلیږدیدلو په اړوند داسې ویل کیږي چې په هغه وخت کې دغلجیو دسترې قبیلې دسلیمان خیلو دښاخ سلطان خیلود څانګې د لوی ملک آزادخان میرمن چې وسیلې نومیدله دخپل یوه مریي له خوا وتښتول شوه او هغه مریي دمروتو قبیلې ته په ننواتي لاړاو هلته یې پناه واخیستله.غلجیو یولښکر جوړکړاو د مروتو نه یې دخپل مجرم دورسپارلو غو ښتنه وکړه،خو مروتو دپښتنی اصولو پر بنسټ دغه پناه اخیستونکی دوی ته ورنکړ.همداو چې دغلجیو نورې قبیلې لکه تره کي او اندړاو نورو دسلیمانخیلو په ننګ دمروتو او میا خیلو دقبیلو سره جنګ ته ملا وتړله او ددوی تر مینځ خونړۍ جګړې وشوې چې په دغو جنګ جګړوپه پایله کې ډیر شمیر مروت ووژل شول او غلجیو بریالیتوب ترلاسه کړ،نو همدا وجه وه چې مروت مجبورشول چې دکټواز سیمه پریږدی چې غالبا به دکټواز نه ددامان سیمې ته به دمروتو دقبیلې لیږد په ۱۵۰۰ زیږدیز کال کې شوی وي.
 دتاریخي سر چینو پر بنسټ په هغه وخت کې ددیره اسماعیل خان ددامان په سیمه کې بلوڅانو استو ګنه درلودله او دټانک په سیمه کې هم دپښتنو یوه بله قبیله چې پړانګیان نو میدل اوسیدل چې پر هغو باندې دپښتنو لواڼیو له خوا برید شوی واو هغه سیمه یې په خپله ولکه کې راوستلې وه.په دغه وخت کې چې مروت دې سیمې ته راغلل نودځمکو یو ویش ترسره شو او ددغه لومړي ویش په وخت کې دمروتو قبیلې ته هم څلورمه برخه ورکړل شوه چې وروسته بیا په مروتو کې هم یو ویش رواج درلود چې دخولې ویش یې ورته وایه او دهغه ویش مطابق په یې ځمکې په خپلو مینځو کې سره ویشلې .تر یوې مودې پورې دا ځای دمروتو په لاس کې و او دتودوخۍ په موسم کې به دواڼه دغره ختیزو برخو ته تلل او دیخنۍ په موسم کې به بیرته دټانک سیمې ته راتلل څو په پای کې ددوی او د مسیدو دقبیلې تر مینځ د ښځو دپت له کبله شخړې رامینځ ته شوې.څرنګه چې وزیر ددوی دتلو راتلوپه پورتنیو او ښکتنیو لارو باندې پراته وو نو ددښمنۍ له کبله ددوی دتلو راتلو لارې بیخي وتړلې شولې. په همدې وخت کې دټانک دسیمې دلانجو له کبله دلواڼي داولادې تر مینځ دښمنۍ رامینځ ته شوې ،ددولت خیلو ځواک پیاوړی شو او تر یوې جګړې وروسته یې مروت دټانک له سیمې نه وشړل او ددغې قبیلې خلک دبین ددرې نه نیولې دپیزو تر درې پورې په غرنیو سیمو کې میشته شول.په دویم کال بیا دولت خیلو دسیمو دنیولو له کبله یرغل وکړ او دټانک سیمه یې ونیوله،خو کټی خیلو دګنډاپور دقبیلې دخلکو نه مرسته وغو ښتله او دوی یې بیرته بر شا تمبولو ته مجبور کړل.دلکی مروت نوم ځکه دمروتو اوسنۍ سیمې ته ورکړل شوی دی چې مروتو په خپلو جګړو کې یو لک (سل زره ) پو ځونه درلودل نو ځکه ددوی سیمه هم دلکی مروت په نامه سره یادیږي.بله نظریه داده چې دلکی مروت نوم دیوه هندو لکهی رام دنوم په وجه په لکهي مروت سره مشهورشوی دی.
 باید زیاته کړو چې په ۱۸۳۶ زیږدیز کال لکی مروت دسکهانو لاسته ورغی ،خو د ۱۸۴۹ کال دجنورۍ دمیاشتې په ۱۱ د انګریزانو تر ولکې لاندې راغی.
 مروت غښتلي،پیاوړي ،لوړې او دنګې ونې ،پراخه ټنډې،ګردې څیرې او بادامي سترګې لري. دوی زیارکښه ،دزغم اوصبر خاوندان ، قانع او دښه استعداد درلودونکي خلک دي .په پخوانیو وختونو کې دمروتو سپرو تورې ،لیندۍ او ډالونه استعمالول او پلیو یې تورې ،سپرونه،غشي او لیندۍ کارولې .
 دوی په پخوانیو زمانو کې په پوونده ډول ژوند کاوه اوددې تر څنګ به په سوداګریو هم اخته وو،خو کله چې په اوسنۍ سیمه کې میشته شول نو دځمکو او کر کیلو په چارو اخته شول او دوی دکرکیلې په چارو کې ډیر مهارت لري.
 تاریخ حیات افغانی لیکي: که څه هم دمروتو په سیمه کې دخوراک لپاره غله پریمانه ده،خو دڅښاک داوبو لپاره دهغهو کلیو نه پرته چې دګمبیله،کورمې یا دلنګر درودونوپه غاړه پراته دی په پاتې مروتو کې د اوبو تنګسه ډیره ده.
 دمروتو دقبیلې ښاخونه :
دمروتود قبیله په لاندنیو ښاخونو ویشل شوي دي :
کاکاخیل: چې داباخیلو.تاجزیو او ماتوره په څانګو ویشل شوي دی.
خدرخیل: چې دخواجي خیلو،حاجي خیلو او نظر خیلوپه څانګو ویشل شوي دی.
بهرام خیل: چې دتاتار خیلو،غزني خیلو ،عمر خان خیلو،توتازیو، تاجزیو، دلخوزیو،لنډیوه او تپي پر څانګو ویشل شوي دي.
 مینا خیل : چې دحکیم خانخیلو او محمد خان خیلو په څانګو ویشل شوي دي .
موسی خیل: چې دتختی خیلو ، جانوزیو او پاسني په څانګوویشل شوي دي.
اچو خیل : چې دبیګو خیلو ،عیسی خیلو او احمد خیلو په څانګو ویشل شوي دي .
خوداخیل: چې دسکندر خیلو او ماماخیلو په څانګو ویشل شوي دي.(۲)

دمروتو دقبیلې مشهور کسان:
دولت لو اڼي چې دپښتو ژبې مشهور شاعر او ددیوان خاوند و او دپیر روښان دمریدانو نه و، سرفرازخان، انجنیر نادرخان دټانک دملازایې مخور مشر،ډاکټر عبدالعزیزخان،انجنیر شیردل خان،ډاکټر فضل رحیم مروت دپیښور پو هنتون استاد،ډاکټر باری عبدالرشیدخان،برسټیر محمد اسلم خان ،محبت خان،خان حبیب الله خان ،فیض الله خان،سیف الله خان،انور کما خان،انور سیف الله خان ،سلیم سیف الله خان ،عصمت الله خان ،سهیل عصمت خان ،وقار عصمت خان ،طیب عصمت خان ،مطیع الله خان ، عرفان ا لله خان ، میرنوازخان ،شاهنوازخان، دل جان خان ،ډاکټر شیر بهادرخان،عبیدالله جان خان ،ډاکټر ګل امین ،عنایت الله خان ،سردار بهادر، غلام قاسم خان ،میر نواز خان ،شیرین جان خان ،عبدالرحیم مجذوب ،خان مشال خان ،شیر افضل خان ،کلیم داد خان سلیم داد خان،اختر منیر خان ، عبدالمجید خان ، زین العابدین ،جاوید سیف الله خان ، احمد جان احمد،خورشید مروت ،رحمت الله درد. (۳)
 ۱- حیات افغاني ،۵۹۵ مخ.
۲-http://www.nps.edu/programs/ccs/Docs/Tribal%20Trees/Marwat_Tribe.pdf
۳- ویکیبیډیا، دمروتو قبیله.