په روژه کې دا میوه له یاده مه باسئ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56064
کامران امیري
دخبریدو نیټه : 2013-07-17

 

د خوراکي توکو کارپوه علي زهتاب وايي،د خرما ونه(بوټی) یا نخل د ډيرو پخوانیو او پاکو بوټو څخه ده،چې په قران کریم کې يي نوم ۴۲ ځله بیا ځلي یا تکرار راغلی دی او مسلمانان هغه د جنت له میوو څخه په ګوته کوي.
د نوموړي په وینا،په دې قوي میوه کې E-C-B-A ویټامینونه شتون لري،چې نیږدي په هر ۱۰۰ ګرام خرما کې شاوخوا ۱۴ میلي ګرام ویټامین c موجود دي،او دغه راز د معدني فلزاتو لکه فسفر،کلسیم،اوسپنه،ید او منیزیم څخه جوړه ده،چې د دې مواد هر ډول يي د انسان د سلامتې په برخه کې مهم رول لري.
زهتاب سره له دې په خرما کې د سرطان ضد د منیزم له شتون څخه یادونه کوي همداراز وايي،د روژې په مبارکه میاشت کې له دې میوې څخه ډیر ګټه اخیستنه د دې میوې خوراکي ارزښت په ګوته کوي او د شکرې ناروغې د کچې په راکمولو کې ډیره مرسته کوي.