خوستیانو د سیدانور څرګندوني په سختو ټکو وغندلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56094
واکمن
دخبریدو نیټه : 2013-07-18

خوست ولايتي ادارې :دسيد انور سادات دکرکې اوسپکاوي  څخه ډکې څرګندونې په سختو ټکو سره وغندلې
دچنګاښ دمياشتې په ٢٧نېټه دخوست ولايت مقام دغونډو په تالاره کې دخوست ولايتي اداري رهبري ،دولايتي شورا استازو ،دعلماوو شورا غړو ،دسولې دولايتي کمېټې مسوولينو ،دادارو رئيسانو او دبېلابېلو بنسټونو نماينده ګانو ديوې غونډې پرمهال په ولسي جرګه کې دسرپل ولايت دتش په نامه وکيل سيد انور سادات دکرکې  اوسپکاوي څخه ډکې څرګندونې په سختو ټکو سره وغندل شوې ،دغونډې ټولو برخوالو سيد انور سادات دملي يووالي ،ملي ګټو ،ملي هويت ،ملي ارزښتونو ،ژبې او فرهنګ دښمن وبللو.
دسرپل ولايت دغه تش په نام وکيل او دافغانستان له تاريخ ،ملت او ارزښتونو څخه ناخبره څيرې په ولسي جرګه کې دخپلو جاهلانه څرګندونو پرمهال ويلي دي چې  پښتون قوم ترهګر قوم دى ،پښتون قوم په فساد کې ښکيل قوم دى ،پښتون قوم په اخلاقي فسادونو ککړ دى ،پښتون قوم افغانستان شرمولى دى ،ترڅو چې پښتون قوم په دې هېواد کې وي ترهګري او فساد به شتون لري ،ورته نورې داسې خبرې يې له خولې وتلې دي چې دانسان څخه يې تمه نشي کيدلى.
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي وويل ولسي جرګه دافغانستان دخلکو ګډ کور او ددولت يو سترتقنني ارګان دى په دغه مهم اوملي ارګان کې دغه ډول څرګندونې داساسي قانون او نورو نافذه قوانينو خلاف عمل بلل کيږي ،نوموړي وويل پښتون قوم ته سپکاوى اوپه بدو سترګو کتل په واقعيت کې دافغانستان له تاريخ ،هويت ،ارزښتونو ،ملي يووالي ،ملي ګټو او نواميسو سره په څرګنده دښمني کول دي اوهرڅوک چې دغه ډول دښمن کوي ملي خائن او مجرم بلل کيږي.
دخوست والي په خبره  دنړۍ ټول ملتونه او دولتونه په دې پوهيږي چې دافغانستان دټولنيز تاريخ دترکيب  اصلي محور پښتون قوم دى  کوم چې تل يې ددې هېواد په ابادۍ ،خپلواکۍ او ازادۍ کې قربانۍ ورکړې دي ،که دملتونو تاريخ ته مراجعه وشي پښتون قوم به ديو ميړني ،واقعي او ددې خاورې داصلي وارث ،مالک او خدمتګار  قوم په توګه هر څوک وپيژني ،پښتون قوم يو مسلمان ،ايمانداره ،غيرتي ،عزتمند او داسې قوم دى چې دنړۍ نورو ملتونو يې هم دغه ځانګړتياوې منلې او ورته درناوى لري .
دنعيمي په خبره دا واقعيت بايد ټول ومني چې پښتون قوم دتاريخ په اوږدو کې واړه قومونه په صبر ،زغم ،حوصلې او بشردوستۍ سره په خپله سينه کې ساتلي   او ساتيې  ،خو اوس بايد داسې ونه شي چې بې هويته او ناپيژندل شوي اشخاص دنورو دګټو لپاره او دپرديو په اشاره ددې هېواد په مهم تقنني ارګان کې دغه ډول څرګندونې وکړې.
دخوست ولايتي  شورا مرستيال ښاغلي جان ميرځاځي هم  دولايت شورا په استازيتوب دسيد انور سادات څرګندونې وغندلې او غوښتنه يې وکړه چې دولت بايد ددغه مجهول الوهيته څيرې په نيولو اقدام وکړي ترڅو په راتلونکې کې داسې څوک پيدا نه شي چې په جاهلانه څرګندونو سره زمونږ ملي يووالي ته زيان ورسوي.
دغونډې نورو برخوالو هم دخپلو خبرو پرمهال ددې ټاټوبي لرغونې اوصلي قوم ته شوى سپکاوى په سختو ټکو سره وغندلو ،ويناوالو وويل په دې وروستيو کې دځينو کړيو لخوا دغه ډول څرګندونې  اومنفي تبليغ زيات شوى دى ،ددوى په خبره په څرګنده داثبوت شتون لري چې دسيد انور سادات په شان نورې افغان دښمنه کړۍ هم شتون لري چې  دپرديو دګټو لپاره دا ډول کړنې اوڅرګندونې ترسره کوي.
په پاى کې دغونډې ټولو برخوالو دعدلي اوقضايي ارګانونو په کلکه غوښتنه وکړه چې په ولسي جرګه کې دسيد انور سادات دنده تعليق اونوموړى په سختو مجازاتو محکوم کړي همداشان دغونډې برخوالو په ټولو افغانانو اوپه ځانګړې توګه دپښتون قوم له مشرانو ،سياسيونو ،جهادي شخصيتونو ،ملي څيرو بلکې ټولو پښتنو څخه وغوښتل چې دخپل قوم ،ارزښتونو او هويت څخه په کله ساتنه او دفاع وکړي.