ګوبیر شاولي چې له ډیری خوشالۍ نڅېدی و خپلو انډیوالانو ته یې په تیلفون کې په خندا خندا ویل:
(چی په شل لکه مو راولي بیا هم راشۍ!
دلته اسانه غلا ده نه څوک درپسې نارې وهي، نه څه در ته وایي، هر څه چی کوې هغه کوه !
هم غلا کوه هم خلک واهه، هیڅ څوک لاس در باندی پورته کولای نه شی...)
ګوبیر شاولی چی په وطن کي یې دا وړې او کوشنۍ غلاوي ډیري کړي وې، یو وار پرکیسه بری ګوری موری ونیول شو او ښه جانانه واهل ټکول یې وخورل، خو عبرت یې نه وکړ. ان یو وار بیا نژدې وو لاس او پښه یې ور پرې کړي نو هغه وو چی له غلا نه توبه ګار شو او ښه صوفی ترې جوړ شوو او ان بیا یې خلکو ته نصیحتونه کوله. کله چی مهاجر شو د خلکو حرص یې د پیسو ټولوسره ولید چی هم تور کار کوی هم سپین،هم د ورځی کار کوی هم د شپی، هم نران کار کوی هم ښځې...
ده د ځان سره ویل د بیګانه ملک دی، ویزه هم نه لرې، څوک دی هم نه پیژني غلا هم اسانه ده، نو ولی لاس تر زني لاندی ناست یې!
لاسونه یې په تخنیدو شول نو ده هم یو لاس ماس چرخول پیل کړل:
دلته د ژاولو یوه کوتۍ جیب ته اچولې، هلته یوه د رومیانو د روب کوتۍ په جاکت چخ کړی، بس ته بی ټکټه پورته شوی،...
او یوه ورځ د یوه ډم دوکان ته ورغلی د سر جوړولی وروسته د سګړیټو د څکولو په پلمه وتښتېدی ، خوشاله وو چې لس ډالره یې ګټه کړی وه او ژر یې د حساب په ماشین هغه په افغانی واړولې. خوله یې له خوشالۍ ویته پاته شوه . اوناببره یې له خولې ووتله:
آه!
خو دا میاشت دخیرات له چیک نه مخکی لومړی ویزه ورته راورسیده چی د هغه خوشالۍ یې دوچنده کړه خو یوه ورځ وروسته بیا یو بیل ورته راورسیدی چی په هغه کې لیکل شوی وو:
د سر جوړولو بیل ۸۵۰ ډالره چی د بیل لاندی لیکل شوی وو:
د وېښانو د جوړولو، د دی ان اې تېسټ ، د خط د لیکولو او د بانک مفاد ټوله ۸۵۰ ډالره کیږی . او په لس ورځو کی باید تحویل شی کنه دو چنده کیږی.
هغو د ده آدرس د وېښتانو د دی ان اې له تېسټ نه پیدا کړی وو
کله چی ګوبیرشاولی دا پیسې په افغانی واړولې داسې توبه یې وکړه چی ان کریغه یې بې تیلفونه تر افغانستان ورسیدله.