د زړه غذا په څه کې ده ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56136
استاد فضل الله رشتین
دخبریدو نیټه : 2013-07-20

 د زړه غذا په اخلاص کې ده ، د زړه غذا په توبه کې ده ، د زړه غذا په خدای پاک باندې په توکل کې ده ، د زړه غذا له خدای پاک څخه په ویره کې ده ، د زړه غذا له خدای پا ک سره په مینه کې ده ، د زړه غذا د خدای په اطاعت او عبادت کې ده ، د زړه غذا په رحم او ترحم کې ده ، د زړه غذا په حق او عدالت کې ده .
هغه مسلمان چې اخلاص لري، هغه مسلمان چې توبه وباسي او له بدو اعمالو څخه ځان ژغوري ، هغه مسلمان چې په خدای توکل کوي ، هغه مسلمان چې له خدای پاک څخه ویره لري ، هغه مسلمان چې د خدای اطاعت کوي ، هغه مسلمان چې له رحم او ترحم څخه کار اخلي ، هغه مسلمان چې حق او عدالت ته غاړه ایږدي ، د داسې مسلمان زړه تل په همدې شیانو موړ وي او هیڅکله نه اوږی کیږي او د لوږې احساس نه کوي.