د روژې د مياشتې فضيلتونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56277
ژباړه ع. شريف زاد
دخبریدو نیټه : 2013-07-28


 
      

 د حضرت علي کرم الله وجه څخه روايت دى ، کله چې رسول اکرم (ص) مونږ ته خطبه ويله په ضمن کې ېې د لاندې خبرو يادونه هم وکړه:
اى خلکو! خداى(ج) په دې مياشت کې د برکت، رحمت او مغفرت زيرى درکوي.
هغه مياشت چې الله(ج) ېې تر ټولو نورو مياشټو ډيره ښه ګڼي
 ورځې ېې ډيرې نېکې او ښا يسته دي
 د شپې مهال ساعتون ېې د خوب لپاره غنيمت دي
 د خير او برکت شېبې دي
 په دې مياشت کې د الله(ج) د ميلمستيا بلنه در کړل شويده او د پروردګار عالم د اهل کرامت له کتار حساب شوي يي.
ستاسې نفس د عبادت ثواب لري
 خوب مو د عبادت ثواب لري
 ستاسي اعمال د خداى(ج)په نزد مقبول دي
 ددعا د منلو مياشت ده
 په اخلاص او پاک زړه خداى (ج) څخه چې څه وغواړى، ستاسې روژه اود قران کريم تلاوت ډير حسنه کاردي
 بد بخت هغه څوک دى چې په دې مياشت کې د الهي د عبادت څخه محروم کيږي
 د خپلې لوږې، تندې په واسطه د قيامت ورځې په ياد کړي فقيرانو او مسکينانو ته صدقه ورکړي
 د لويانو احترام وکړي او په ماشومانو باندې رحم
 صله رحمي وکړي، د خواخوږي او مهرباني وخت دى
 د خپلې ژبې عفت وساتي
 سترګې له حرامو وتړي
 غوږونه مو د حرامو نه نه په امن کړي
 يتيمانو سره مهرباني وکړي چې ستاسو يتيمانو سره مهرباني وشى
 له ګناهونو توبه وکړي
 له لمانځه وروسته دعا وکړي
 ټول ښو ښېګڼو ته لبيک ووايي
 د سوال کوونکي بلنه مني
 ستاسې نفس په خپلو اعمالو پورې تړلئ نو د استغفار په واسطه ېې ازاد کړي
 وا يي چې يا رسول الله زه قدرت نه لرم چې روژه نيوونکي ته افطار ورکړم . رسول الله (ص) وفرمايل چې ددوزخ له اوره وويرېږي اګر که يوه برخه د خرما او يايوازې يو ګيلاس اوبه وي
 څوک چې په دې مياشت خپل اخلاق سم کړي د قيامت په ورځې له پل صراط نه په اسانۍ تير شي
 په درناوي