لقمان وويل: کله چې عقل، په لومړي ځل زما خوا ته راغی؛ نو ما ترې وپوښتل، چې ته څوک يې؟ده ځواب راکړ: ((عقل)) ما پوښتنه وکړه: ((چېرې اوسېږې؟)) ځواب يې راکړ: ((په سر کې.))
بيا (شرم) راغی. ومې پوښت: ((چېرې اوسېږې؟)) ويې ويل: ((په سترګو کې.))
له شرم څخه وروسته محبت راغی. له ده مې د استوګنې پوښتنه کړه. ځواب يې راکړ: ((په زړه کې.))
ورپسې مې له بخت څخه پوښتنه وکړه، چې چېرې اوسيږي؟ ده وويل: (( په سر کې اوسېږم!)) ما په حيرانتيا ورته وويل: ((هلته خو عقل مېشت دی.)) ده ځواب راکړ: ((کله چې زه راشم، عقل رخصتيږي))
د بخت له تلو سره جوخت، مينه راغله. ((ته چېرته اوسېږې؟)) په ځواب کې يې کړه: ((په سترګو کې.)) زه بيا حيران شوم، چې هغه خو د شرم کور دی. ده وويل: ((مه حيرانېږه! ته رښتيا وايې؛ خو کله چې زه راشم، نو شرم په خپله مخه ځي!))
په پای کې لالچ يا حرص راغی. ومې پوښت: ((ښاغليه! ته چېرته اوسېږې؟)) ويې ويل: ((په زړه کې.)) په وېرې مې وپوښت: ((مګر هلته خو مينه اوسيږي کنه!)) حرص په خندا شو: ((چې زه راشم، مينه، مينه هلته نه ټينګيږي