داړتیاله مخه یوې اصطلاح ته نوې ګړه جوړول اړین اوښه کار دی . زموږ خدای (ج) بخښلو ژبپوهان مشرانو هم په خپل وخت کي داخبره کړې ده،چي دیوه هېواد دخلکوویښتوب دهغه دادب اوژبي دیون او خوځښت څخه راپیداکیږي . دغه خوځښت باید پرادبي بنسټ او سمو پښیوباندي ولاړوي . ماناداچي دپښتوژبي دلیک اونوښت لپاره هرحرکت چي کیږي باید دپښتودمعیار اولهجې سره بدلون ونه لري یاني ورسره په ټکر کي نه وي .
دغه ادبي نوښت بایدځاني یاني شخصي نه وي؛بلکي ټولنیزه غوښتنه اواړتیاوي پکښې انځور اومراعات سوي وي .
له بلي خوادغه ګړیزجوړښت او«زوکړه» دنوي ګړي باید ادبي ښکلا،ګرامري صېغې، ټولنیز جذب
« کش»اوآسانتیاولري . اوهم ئې بایددماناسوي اصطلاح تشه په ادبې ډول ډکه کړې وي . که دغسي ګړي جوړي سودي یاجوړيږي یائې جوړه وي په ادبي لیکنه اومعیاري لیکنه کي خپل اوچت ځای لري . هیڅوک ئې ناخواله «مخالف» نه دی .داځکه چي ودغسي پښُوایزي نوي دپورته ستایني سره سمي ګړي ته اړتیالیدل کیږي .دبولګي په توګه : «پوهنتون» یوه جوړه سوې ګړه ده . دغه پخوا نې جوړه سوې ګړه یوه اوچته اصطلاح ده . ادبي ښکلا،ګرامري صیغه،ټولنیزجذب اوآسانتیا لري .د«پوهنتون» غوندي اصطلاح د«لوړ زدګړي ځای» دپاره انګلیسان ورته (university) او المانان ورته (Universität) وایي . «المان» یوه بله اصطلاح هم ورته لري یاني(Hochschule) . چي د دامریکایانود (high school) سره توپير لري . دلته مطلب دجوړښت دعلمي موسیسو نه دی بلکه مطلب داصطلاح څخه دی .د ساري په توګه : دوی و «لوړه زده کړه» ته د (academy) اصطلاح هم لري .
«یوني ورزیټي» یوقبول سوی نوم دی د«لوړوزده کړو» لپاره؛ اصطلاح د «پوهتون» چي اصله ماناددغي «علمي مؤسیسي» ورکوي خو (universety) ئې نه ورکوي . «پوهنتون» د « universety» اصطلاح تشه ډکه وي، ادبي ښکلالري، په ډېر عالي اوپه لوړه سویه دی . خو « universety»هم که څه قبول سوی نوم دی د«لوړوزده کړو» لپاره په اروپا اوامریکاکي تاریخي منل سوې ده .
او خپل ادبي ځای اوښکلا لري اودهغوپه ټولنه کي جذب لري په لهجوکي ئې هم خپل ځای .
ایرانیانو هم دغه اصطلاح کټ مټ له «پوهتون» څخه را اخستې «دانشګاه» ورته وایي،چي سم اوپه زړه پوري نوم دی . عرب ورته «جامِعَة» وایي و(Hochschule) ته «مؤسسة للتعلیم العالی » وايي .
که څوک داړتیاله مخه دغسي ادبي ښکلې اصطلاح جوړه وي ،چي ادبي ښکلائې وي اوګرامري حالتون ئې سم وي او لهجو هم جذب کړې وي؛ هرڅوک ئې مني اوپه ویاړي .
که څوک ګړه جوړه وي او اصطلاح «تحت الفظ» ژباړي؛نودژباړه سوي اصطلاح تشه نه وي ډکه سوې،خویوازي ګړه په ګړي ژباړه سوې وي،چي دژباړه سوي اصطلاح هیڅ رازخوندنه وي پکښې . نوداسي ګړه باید لیکني ته رانسي .
دهري ژبي په اصطلاح کي له ځانه دهغي ژبي خونداودپه کاروړلوواک پکښې نغښتی وي . نوښه خوندکوي،چي ودغسي ګړي ته په دغه څواک کلمه جوړه سي،چي دهغې سنګ وي اوکه دغه ادبي ښکلا اولنډوالی په پام کي نه وونیوله سوی ،نو دغه نوی «لغت» یا«ويي» یو ادبي پوسخند دی بل شی نه دی .
په ۱۳۳۴ اویاپه ۱۳۳۶هـ ل کال کي هم یوار دغسي ناروغي دګړوجوړولو راغلې وه،چي موږته به په ښوونځیوکي دپوسخندپه ډول پاړسيبانانو ویل : «دشرنګ سوټی،دږغ دبلی،درڼا کڅوڼه اودغاړي ټوکر » اودغسي نور .خوموږ هم آرام نه کښېناستو یوڅه به موویل په پای کي به ټوکي په شخړه واوښتې .
دغه اوس دم درهاله نوي ګړي جوړي سوي دي، تقریبالکه څنګه چي پورته لنډ دغه بیان وسو،خو جوړونکی خپله تشه نه ویني «خپل عیب داوږو میان دی» او دبل خبره بیابېخي نه مني په پاړسي وایي:
« منم» .
له هرچانه که وپوښتې،چي ژبه څه شی ده؟ په ځواب کي درته وایي : «پوهاوی ده!»
پخپله لیکو: «چي لنډي اومناسبي جملي باید ولیکل سي! » داصطلاح دجوړولو لپاره یوغټ نامناسبه «لغت» جوړه وو. په پاړسي کي متل دی،چي وایي «کور خودو بینای مردم» .
«جمله» عربي ګړه ده مؤنث نوم دی . چي یوه مانایې ده : «ټوله؛ګرده؛غونډ؛له یوه سره»د دغي عربی اصطلاح دمانا جوړېده په کار نه ده؛ داځکه چي په وړاندي ئې ډېري ښه اصطلا حګاني لرو، چي دادبي ښکلالرونکي دي اود«ګړدود» څخه راځي . خوبیاپه پښتو کي غونډ «ستاینه اونرینه نوم» دی . «غونډ» داوردو «عسکری» په اصطلاح یو غونډ درې ټولۍ دي . یو («غونډ»عسکر ) ؛ اوددغه «غونډ»دوېمه مانا ده-- ټول یاګرده(جمله؛مجموعه).
«مجموعه» اوچت ژبپوهان ئې ترډېره بریده «ټولګه» ماناکوي، چي ښکلې ده اوهم معیاري ده .
دوېم :- «جمله » عربي ګړه ده مؤنث نوم دی،چي دې ته بیا په عربي کلام وایي اوپه پاړسي کي ورته «سخن،گفتاراوبیان» وایي او په انګرېزي کي ورته « sentence »وایي او په پښتو ورته «خبره، ویي،وینه» چي مسند اومسندالیه ولري وایي .دغه جمله چي مانائې کلام ده په «غنډله» ژباړه سوې،چي دجملې داصطلاح تشه په هیڅ ګون نه ډکه وي . او له بلي خوا«غونډله» ادبي ښکلا نه لري . «غونډله» دغونډل «خطرناکه حشره» مؤنث نوم دی،چي ځیني ئې «غونډک»هم بولي دغڼي له کورنۍ څخه یوډول چيچونکې حشره ده . دغه «غونډله»مي په یو دوو لیکنو کي ترسترګه سوې ده . رښتیا هم چي هغه جمله چي «غونډله» پکښې کارسوې وه ادبي په نظر رانغله. نه پوهېږم،چي د«غونډلي» زېږېده څوکاله کيږي خوما په لهجوکي ګرسره نه ده ترغوږسوې اوپه لیکنه کي دا ۳ – ۴ کاله په ویبپاڼو او ورځپاڼو اومجلو کي فضل دخدای (ج) دی نه ده ډېره ليدلې،خو په یوې یا دوو لیکنو کي مي لیدلې ده . یاني معیاري اوعامه سوې نه ده؛داځکه چي ادبي ښکلا او ټولنیز جذب نه لري .
نه پوهېږم چي ګړجوړونکی « Neologist » که یوه جوړه سوې ګړه چي په لیکنه کي چندان کارځني وانخست سي اوخلک ئې هم وغندي او«کره کتنه» پر وکي؛ څه کوي؟ ترمرګه ددغه کړي پلوی دی اوکه بله سمه اصطلاح چي هغه ادبي ښکلا ولري پسې ګرځي اوجوړه وي يې؟
داخوَږه پښتو ژبه زموږ دټولو ده؛ هریو دښه ګډنظرحق پکښې لري . مګر دخپل سري اوځان ځانۍ اوګډوډۍ حق هیڅوک نه پکښې لري . هرلغت یاکلمه یاګړه یا«ویي» چي جوړیږي خاماخا بایددڅو ژبپوهانو نظر پکښې وي؛داځکه چي دغه ګړه له هره پلوه څرنګه چي پورته یادونه وسوه وکتل سي،چي بیا د«شرنګ سوټی»یا« غونډله» ځني جوړه نسي . د دغسي نابرابرو جوړي شوو ګړو غندنه په ثبوت سره ښاغلي استاد« معصوم هوتک»صاحب په خپله لیکنه کي کړې ده . زه هم پخپله دغه وایم،سلادمړو هنردی . خپل پرسر «غنډله» مه جوړه وۍ .
خوشحال خانخټک وایي :« دلمانځه ترقضاسخته داقضاده++چي قضاسي دڅلورومشورت»
دا خبره د«خوشحال بابا» موږ ته لوی سبق دی . بیاپه ځانګړې توکه ژبه چي دټولو ده ؛که لوی دی که کوچینی،غریب دی که بډای، ښځه ده که نر. لنډه ئې داچي هرپښتون که په لر کي اوکه په بر دی حق ئې دی،چي دخپلي مورنۍ خوږې ژبي پلوی وي . پرې نږدي،چي خپل سري ګډوډي په ژبه کي راسي .
بل جوړ سوی «لغت» (لمن لیک) دی،چي دغه ګړه باید دعربي «لغت» د«حاشیې» اصطلاح تشه ډکه کړي؛خو په افسوس سره دغه جوړه سوې اصطلاح دغه تشه نه سوډکه ولای . داځکه
«لمن لیک» مرکب مذکر نوم دی،چي ددوګړو څخه جوړسوی دی . «لمن» او«لیک» یاني دتوري دماناڅخه داسي پوهه ول کیږي،چي دکتاب په «لمن» کي لیکنه ده .خو دجوړونکي په خیال اومانائې «حاشیه دکتاب ده . دکتاب «لمن لیک» هغه لیکنه ده،چي په حاشیې کي ده .
«حاشیه» عربي ګړه «نوم» دی،چي په پاړسي کي ورته «کناره؛ کرانه؛کنارهء جامه یاکتاب» ورته وایي . د«حاشیه» بل فهوم څنډه ځني مطلب ده او بله مان ئې دکتاب پرڅنډه لیکنه ده . دغه اصطلاح دغه دواړه مطلبه ډېر ښه ایفاده کوي .
په الماني کي « Fussnote»که څه هم حاشیه نه ده خوتراصلي لیکني لاندي دکتاب پر«ژییه» لیکنه ده لکه حاشیه اوپه انګرېزي کي ورته «footnote » وایې . اوپه پښتو کي ورته څنډه،یا«ژیېه» وایي .
دکتاب اړین شیان چي په لهجوکي سته اوپه ادبیاتو کي هم لوستل کيږي . لکه : « دکتاب پوښ؛دکتاب پاڼه یاپاڼي؛ دپاڼې مخ یامخونه،په کتاب کي لیکنه؛دپاڼوشمېره؛ دکتاب څنډه»دغه دکتاب شیان هرڅوک پېږني . «لمن لیک» ډېر لږ خلک به ورسره اشناوي . دکتاب په «لمن لیک» کي لیکنه چي «لمن لیک» پخپله لیکنه ده بیاپه هغه لیکنه کي څرنګه لیکنه کوي. خوپردغو جوړوسو اونورودغسي ګړو دي ژبپوهان یوځغلند نظر واچوي ښه به وي .
خوبیا هم «لغاتونه» جوړسوي دي،چي ډېري اوچتي ادبي ښکلاوي لري او دهغو اصطلاحګانو تشي ئې سل په سلو کي ډکي کړې دي . دلته دیوڅو پخواجوړوسوګړو بولګي راولم . لکه : مثال - ورته جوړه ګړه «بولګه یا بېلګه؛ ساری»،چي ساری دپښتوزړه ګړه ده . «انتقاد» ورته جوړه ګړه «نیوکه ،غندنه»،چي غندنه دپښتوپخپله کلاسیکه کلمه ده . «فاکولته» مقابله ګړه ئې پوهنځی دی . دارالمساکین ورته وړګړه ئې «مرستون» دی . زایشګاه مانائې ده «زېږنتون» .دواخانه مانائې ده درملتون ؛شفاخانه مانائې ده روغتون؛ «دوا» مانائې ده« درمل»؛ علاج؛ مانائې ده درملنه؛ ګرامریاصرف مانائې ده «پښویه» یا«ګړښود»؛ ضمیر = نومځی؛ فعل = کړنه؛ صفت = ستاینه؛کلمه = وي یاګړه . ګړه چي ده دپښتو ژبي زوړ«لغت» دی ،چي دګړېدلو څخه راځي،چي «ګړېدل» يې مصدر دی او«ګړه» اسم مصدر دی . مجموعه = ټولګه ؛ اصل یانسب = «آر» یا«سوچه» چي سوچه بیا پشتوپخوانې ګړه ده . فکر = آند او خیال مانا« واند» . مکان = استوګن ؛ سیلاب = څپه ؛ حرکت مانا یون، خوځښت ؛ انقلاب = غورځنګ ؛ تصور = انځور، انځور نوري ماناوي هم لري لکه : رسم،نخښ،نمونه اوپخوانی لغت دی . سَندّ،حجت،بل= لاسوند ؛ پېشنهاد= وړاندیز ؛ لهجه = ګړدود ؛ نماینده = استازی ؛ هیئت = پلاوی ؛ ترکیب = تړښت ؛ تجزیه = بېلښت ؛ حزب = ګوند ؛ تحلیل =سپړنه ؛ تحقیق = څېړنه ؛ عنوان = سریزه ؛ تاریخ = نېټه ؛ ضمیمه = مل ؛ طرفدار = پلوی ؛ فهرست = لیکلړ ؛ منابع = اخځونه ؛ ساختمان یاتعمیر = جوړښت ؛ کاندیدیانامزد = نوماند ؛ فصل یاباب = څپرکی ؛ محتوا = منځ پانګه ؛ جریان = بهیر ؛ سلسله = لړ ؛ میلاد = زیږه یاکالیزه ؛ جنتري = کلیزه یا«کال اینداره» انتخابات = ټاکني ؛نوردغسي ډېر . دژبپوهانوله خوا دغه څو پښتو جوړي سوي ګړي مي دنوموني په توګه دلته وښوول؛ چي دغلط فهمي مخه ونسيم. یاني «لغتونه» جوړسوي چي اوچته ادبي ښکلالري په ټولنه کي لوړ جذب لر ي اودهغي اصطلاح چي ورته ژباړه سوي دي تشه ئي پوره ډکه کړې ده او په معیاري لیکنه کي خپل ځانګړي ځایونه لري . مګرځیني جوړي سوي ګړي باید له سره کتنه پروسي اووکتل سي . دازموږ اودهرپښتانه رښت دی،چي پرځای اوسمه «نیوکه» اوکره کتنه وکي اومخاطب سړی اویاغایب کس خپله ناسمتیاووته متوجې کړي یالږترلږه ئې و دې ته ئې وهڅه وي،چي دګډوډۍ څخه مخنیوی وسي . ګمان نه کوم،چي په دې کي دي څوک لږ راسي یاخدای (ج) مه کړه چي دچادي بې هُرمتي سوې وي . زه پردې ایمان لرم ،چي ټول پښتون وخپلي ژبي ته تروسه په زړه پوري کارکوي .
اخځونه :
۱) ویکیپېدیا
۲) پښتو ـــ الماني قاموس احمدولي اڅکزی
۳) پښتوګرامر «جزء اول» پوهان صدیق الله «رښتین»
۴) فرهنګ عارف «آلماني ـ پښتو ـ فارسي »
۵) پښتو ګړښود محمدسرور وکیلي