ارمان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56329
فریدالله صحرایی
دخبریدو نیټه : 2013-07-30

 

 د جمعی لمونځ مو ادا کړه وحییدالله را ته وویل سمیع را ځه چی نن درباندی زه لاچیدار چای سکم . ما ورته وویل ښه دی ما او وحید د مسجد له مخی د وحید د کور په طرف مخه کړه . د وحید کورته ورسیدوو . وحید کورته ننوت او د هجری دروازه یی خلاصه کړه زه ورننوتم ډیره موده کیده چی زه د وحید هجری ته نه وم تللی . ځکه چی ما دری کاله په هندوستان کی تیر کړی وه . هلته می خپل علی تحصیلات سرته رسول . ګورم چی په هجره کښی دری ښایسته ؛ ښایسته انځورونه په دیوال لګیدلی وه په یو انځور کښی وحید د یو بل هلک سره د غره په یوی شنی لمنه کی ولاړ وو او د دواړوو د ملی اردو یونیفورم په تن وو . په دی وخت کی وحید چای راوړی . وحید ماته او ځان ته چای واچولی ما نه وحید پوښتنه وکړه سمیع . د هندوستان په کوم ښار کی اوسیدی ؟ ما ورته وویل په حیدراباد کی اوسیدم هغه راته وویل په حیدراباد کی خو شفیق الله سجاد هم اوسیږی . فکر کوم چی هغه به دی نه وی لیدلی ما وویل ولی نه موږ په یوه ځای کی وو . وحید خپله پیاله را واخیستله ما ته یی وویل چای واخله ما هم خپله پیاله را واخیستله . ما د وحید نه پوښتنه وکړه وحیده فکر کوم چی ملی اردو ته هم تللی یی . هغه وویل هوهوهو. دا دوه کاله می وشول اوس می رخصتی ده بیا می ورته وویل وحیده په دا انځور کی درسره دا بل څوک دی ؟ هغه راته وویل دا څپاند دی د هلمند د ولایت دی او ډیر نر ځوان وو . خدای ج بخښلی شهید شوی دی .ما وویل چی وحیده په وظیفه کی شهید شوی دی . هغه وویل هو کی په وظیفه کی شهید شوی . هغه را ته وویل چی سمیع په خدای ج باندی باور وکړه چی کله راپیاد شی نو دا زړه می ډیر درد کوی ما ورته وویل چی د مسافری ملګری د چانه نه هیریږی هغه را ته وویل چی ملګری می ډیر وه . خو دا د یو داسی ارمان سره ګور ته ولاړی چی یو مسلمان دی هم خدای ج د داسی ارمان سره د دی پانی دونیا نه نه رخصتوی ما وویل چی څنګه . هغه را ته وویل خدای ج دی وبخښی الله ج دی جنت پردوس ور په نصیب کړی . ده را ته ویل چی په کلی کی زه ډیر وران کاری او ډیر لالهنده وم . او د ده سره ؛ سره یو داسی عاشق وم چی زه یی درته نشم ویلای ما تری پوښتنه وکړه چی څنګه ؟ هغه راته وویل چی وحیده زه بل ورور نه لرم د مور او پلار می یواځنی اولاد یم . پلار می په دولت کی مامور دی زه می مور ته ډیر کران یم زه چی نن دی ملی اوردو ته راغلی یم زما سره په کور کی هیڅوک رضا نه وه بس خپل محبت دلته را رسولی یم . ما وخندل چی د نن سبا محبت پریږده یاره څپاند راته وویل وحیده زما یوه د ماما لور ده . چی ما ته تر خپل ځان نه هم ډیره ګرانه ده خو یاره زه ورته ویلای نشم . خو ښه خبره دا ده چی زما او د هغی دوه میاشتی مخکی کوزده وشوه ډیر خوشحاله یم موږ ته ظابط غږ وکړه موږ پاڅیدوو وحیده زړه می ځکه خوږیږی چی څپاند زما په غیږ کی سا ورکړه . یوه ورځ ښار ته ووتلو په ښار کی می یوه ښایسته انجلی ولیده ما ورته وویل څپانده هغه انجلی څومره ښایسته ده هغه وویل پریږده دا اوس ښایسته ده . ښایسته داسی نه وی ما ورته وویل چی ته ډیر ښایسته یی هغه وویل زه نه زما محبوبه شبنم ښایسته ده زه پوهیدم چی شبنم د دی دمعشوقی نوم دی ماته څپاند د شبنم عکس را ښودلی وو . هغه دومره ښایسته وه چی ما په خپل ژوند دمره ښایسته انسان د دی لوی رب په کایناتو کی نه ولیدلی . ما به کله ؛ کله څپاند ته ویل چی څپاند ته ویل چی د شبنم لږ صیفت را ته وکړه. هغه به بیا په ځان نه پوهیده . ویل به یی د شبنم دا غټی ؛ غټی سترګی دا د کولچی په شانتی مخ دا د زرکی په شان تګ اوفح زه یی په زړه ویشتلی یم . ای وحیده ویریږم هسی نه چی د واده نه وروسته یی وخورم بیا به یی را ته ویل وحیده . د دری میاشتو لپاره په یو چا را ته داسی یو تعویض وکړه چی دا زړه می تری لږ صبر شی . ما به وخندل خو دی د داسی یو عشق په ځولنو ګرفتار وو . چی د خلاصون لار ورته نه وه معلومه . خو سمیع د خندا خبره دا وه چی شبنم ته یی هیڅ ویلای نشوای . چی زه درسره مینه لرم . څپاند را ته وویل چی وحیده کله چی به د ماما کره ولاړم چی شبنم به می ولیده . نو بیا به ما خبری نشوای کولای نه به می ورته کتلای شوای . بس په زړه می دا یو ارمان دی چی زما ددی پاکی مینی اندازه شبنم ته څرګنده شی . چی زه ورسره څومره مینه کوم یوه ورځ مو معاش واخیستی ښار ته ولاړوو . څپاند ما ته وویل وحیده راځه چی زه لږ سودا کوم . زه ورسره ولاړم ګورم چی یو کلی بند ورسره په لاس کی دی چی په یوه طرف د شبنم نوم او په بل طرف د څپاند نو لیکل شوی دی بیرته راغلو خپلی وظیفی ته خپلی کوټی ته راغلو ګورم چی څپاند ته تلیفون راغی هغه داسی په عجله سره تلیفون (وکی) کړو . هغه په تلیفون کی بلی وکړه د بلی سره سم د څپاند رنګ تک زیړ شو او ژبه یی بنده شوه د بلی په ځای یی بابابابابا........ ویل تلیفون یی ژر بند کړوو ما تری پوښتنه وکړه چی څپاند څه خبره ده خیریت خو به وی . هغه یو ځل نه پاڅیده او په نڅا (ګاډا) یی شروع وکړه زه په خندا شوم وهلکه څه خبره ده هغ وویل د شبنم تلیفون وو . هغه په هم هغه ورځ دومره خوشحاله وو چی د حد نه وتلی چی خبری یی ور سره هم نه وی کړی ما به ویل چی هسی نه د واده په ورځ به یی د خوشحالی نه زړه وچوی . په دی کی یوه میاشت ووته چی به څپاند ډوډی خوړله د بسم الله او الله ج پر ځای به یی د شبنم نو اخیستی او که به یی اوبه څیښلی . هیڅ یی د زړه نه نه وتله ټوله ورځ به د هغی په خیالونو او فکرونو کی ډوب تللی وو . هغه خپل ټول معاشونه جمع کړی وه ویل به یی چی ماته به می پلار ویل چی هسی په کلی کی ګرځی او راګرځی هیڅ یو روزګار هم نه کوی او لا وایی چی ما ته شبنم وکړه . څه کار شروع کړه چی درته شبنم وکړم هغوی خو یی هم داسی یو بی کاره او بی روزګاره انسان ته نه ورکوی . زه د کورنی نه په پټه ملی اوردو ته راغلم چی اوس می را ته پلار وایی چی زویه پریږده ملی اوردو راځه کورته . ته چی هر څه غواړی زه به یی درته وکړم . خو زه پښتون یم اوس چی می د خپل واده پیسی نه وی وړی نو کورته نه ځم . ما ته یی ویل ای وحیده ؟ داسی ورځ به هم خدای ج بیا راولی چی زه شبنم ووینم . ما به ورته ویل هو داسی ورځ به په خیر سره ضرور راځی . هغه شبنم ته ډیر ښکلی ؛ ښکلی جامی او نور لوازم اخیستی وه د څپاند رخصتی ته لس ورځی پاتی وی زموږ قومندان راغی هغه ته یی وویل چی څپانده ستا رخصتی ته لس ورځی پاته دی او ستاسو ټولی نورستان ته انتقالیږی . که ته غواړی چی د ټولی سره نورستان ته ولاړ شی هلته فقط تاسو ۱ میاشت تیروی بیا چی را واپس شوی نو زه به تا ته پوره ۲ میاشتی رخصتی در کړم او که غواړی چی اوس ولاړ شی نو کولای شی چی ولاړ شی خو زه پوهیږم چی ستا واده دی ته به په یوه میاشتی رخصتی څه وکړی . زه خو وایم چی د نورستان نه واپس راغلاست نو رخصتی دی هم ډیریږی هغه ورته وویل ښه ده قومندان صیب زه می د ټولی سره یوځای نورستان ته ځم . دی ځوانی مرګ په دی څه خبر وو چی دی په د هغی خوا نه ژوندی راشی که به مړ خو صرف د دی فکر په دی کی وو چی د نورستان نه واپس راغلم نو دوی میاشتی رخصتی لرم نو د واده بعده به د شبنم سره د کابل په میله ولاړ شم او دی نه وو خبری چی مرګی د ته په بی تا بی سره انتظار کوی . په نورستان کی مو ۱۵ ورځی تیری کړی د څپاند د واده تیاری په کور کی نیول شوی وو . خو سر به دی څه در خوګوم دوی ورځی بعده بیرته موږ کابل ته تلوو څپاند کور ته تلیفون کړی وو چی ۵ ورځی بعده زه کور ته درځم . د هغه د واده پوره امادګی نیول شوی وه مور او پلار یی ډیر خوشحاله وو ځکه چی یو خو یی ځوی ۱ کال بعده کور ته راستنیده او بل دا چی واده یی وو . ما ته څپاند وویل چی خبر یی زما ۵ ورځی بعده واده دی باور می نه راځی چی زما به شبنم سره واده وشی دی ځوانی مرګ خپل مرګ لکه په سترګو چی یی لیدلی وی . ما ته خو داسی ښکاری چی زه یو خوب وینم . ما ورته وویل چی دا خوب نه دی رښتیا دی ډیر خوشحاله وو په خبرو ؛ خبرو کی موټر تم ځای ته ورسیدو او موټرو ته وختلو زما او د څپاند موټر بیلا ؛ بیل وو . زه په یوه موټر کی ناست وم او څپاند په بل موټر کی ناست وو . د څپاند دوی موټر زموږ نه مخکی وو . یو وخت ما د اوبو بوتل پسی سر کښته کړی چی څنګه می سر را اوچت کړ یو انفیجار وشوو . ما چی پام وکړ نو په مخکنی موټر بم والوزاوه . په کوم موټر کی چی څپاند ناست وو . ره چی د موټر نه ورکښته شوم ما د موټر خواته منډی کړی موټر کی نو عسکر هم ناست وه او یو قومندان کوم قومندان چی څپاند ته دوی میاشتی رخصتی ورکوله . زما د واره پر څپاند سترګی ولګیدی چی د موټر نه وړاندی په وینو کی سور پروت وو . ما ورمنډه کړه چی و می کتل هغه ډیر زیات زخمی وو .ما را اوچتویی را ته یی وویل چی وحیده فقت دا سر می در اوچت کړه بس نور می د ځای مه خوځوه . هغه ډیر زیات ژوبل شوی وه . ما ورته وکتل د هغه یوه پښه هم نه وه ما د هغه سر په خپله غیږه کی کښیښود ما ته یی په سلګو ؛ سلګو کی دا یوه خبره وکړه زه پوهیدم چی زما دا ارمان نه پوره کیږی .... خو وحیده هغه کلی بند چی ما جوړ کړی وو بس د همدی خبری سره یی زما سره د خدای پامانی وکړه او په حق ورسیده . خو زه تر اوسه پوه نه شوم چی د کلی بند په اړه یی ماته څه ویل . او دی مو د لحد توروو خاورو ته د هغه ټولو ارمانو سره وسپاری چی کوم یی په زړه کی وه