په خوست ولايت کې د روژې مبارکې مياشت په احترام د٨٢ تنو قاريانو ترمنځ د نن راډيو په زيارد حسن قرات سيالي تر سره شوه.
ديادې سيالى لمړۍ درجه ګټونکى قاري عنايت الرحمن، دوهمه درجه ګټونکى قاري محمد سهيل ،ددريمې درجې ګټونکى قاري مدير الله،وپيژندل شول اودماشومانوحافظانوله جملې څخه فقهوالدين لومړى مقام ،عبدالله دوهم مقام احمد اغا دريم مقام او ارمان الله څلورم مقام خپل کړ؛ چې هريو ګټونکى دنن ايف ايم په نوم يوې محلي راډيولخوا تصديق ليکونه نغدي اوغيرنغدي مکافات ورته ډالۍ شول.
هغه مراسم چې په همدې موخه ديکشنبې په ورځ دخوست په يعقوبيواډې جومات کې جوړ شوي وو ، پکې دخوست جايدو علاما کراموسربيره ګڼ شمير قاريانو اوپه سلګونو خوست ميشتو پکې برخه اخيستې وه.
د يادې سيالۍ يوتن تنظيم کونکي اود نن ايف ايم راډيوبنسټګر ډاکټر محمد اسلم قانوني وويل،چې په دې سيالۍ کې دخوست له بيلابيلو سيموڅخه شاه وخوا82 تنه قاريان صاحبانو برخه اخيستي.
نوموړي ديادې غونډې هدف د روژې مبارکې مياشتې د احترام په خاطر ديني چارو ته د قاريانو تشويق او ستاينه بولي، ترڅوددين په برخه کې خپلو زده کړو ته نوره پراختيا هم ورکړي.
دده په خبره چې د اسلامي سنتونو دودول زمونږ له لومړيتوبونو څخه دي او بايد پدې برخه کې هر مسلمان نه ستړي کېدونکي هڅې وکړي ترڅو دنيا او اخرت مو روښانه شي.
دشيخ زايد پوهنتون د شريعاتو پوهنځي استاد قاري محمد وليد په خپلو خبروکې دنن راډيو دحسن قرات سيالي وستايله ودايې د خوست په سنيز ډګر کې يونوښت وباله.
نوموړي دنن راډيوله ادارې څخه مننه وکړه ،چې ځوانان يې دقرآنکريم تلاوت کولو ته هڅولي او له نورو رسنيو يې وغوښتل چې په خپلو خپرونو کې دينې مسايلو ته زياته ونډه ورکړي.
د حسن قرات سيالي دنن راډيو په مټ هر كال په خوست ولايت کې په لاره اچول كيږي ، چې د خوست او ګاونډيو ولايتونو څخه په لسګونه قاريان پدې ځانګړې او اسلامي پروګرام كې ګډون کوي ،چې دايې څلورم ځل دى.
نن راډيو يو ه خپلواکه، ناپيلې او ولسې راډيو ده، چې هرکال دروژې په مبارکه مياشت کې خپلې ټولې خپرونې دين ته ځانګړې کوي اوپه همدې مياشت کې دښکلي قرات سيالي هم په لاره اچوي.