بګۍ والا په اس سترګې وتړلې خوله يې ورقيزه کړه بګۍ يې پسې وتړله او د خپلې خوښې تابع يې کړ٠
بګيوان تخت اباد ته تلل غوښتل خو تر تخته رسېدل يوازې ممکن ځکه نه ول چې لاره اوږده او له بلاګانو ډکه وه دخلکو زور وايي د خدای زور دی نو ځکه بګيوان خوار او غريب مزدوران راټول کړل او په ډکه بګۍ يې ځان بې خطره تخت اباد ته ورسوه او مزدوران يې پر نيمه لاره او سپېره ميدان پرېښودل ، مزدورانو شور جوړ کړ ٠
بګۍ وال د اس سترګې ايله کړې او مزدورانو ته يې وويل : مننه چې زه مو تر هدفه راورسولم٠