سیاسي تفکر په لرغوني بین النهرین کي - ۳برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56465
شریف الله دوست(سرواني)
دخبریدو نیټه : 2013-08-06

حمورابي دبابليانوترټولوځواکمن پاچا

دحمورابي د قانون بشپړ متن


Amorabi=Hammurabi( دبابل ترټول واکمن اوځواکمن پاچاه تېرسوى دى .نوموړى د(آمرافل) زوى چي ويل کيږي دحضرت ابراهيم ع دوخت سړى ؤ.

دژوند زمانه يې په تاريخونو کي بېلابيله راغلې ده خويوه منلې نيټه يې (١٧٥٠ – ١٨١٠ ق.م یا  مخزیږدي) ښودل سوې ده .
حمورابي قانون پوه،جنگيالى،اوتقریبًا دهغه وخت بشپړ وضعي يو قانون جوړونکى پاچاه وو نوموړي خپل وخت په قانون جوړولو او په ټولنه کي په پلي کولو سره په خلکو کي ښه نوم لاره.
دحمورابي قانون (لارسه٦) د بشرد لومړني قانون په حيث بلل سوی دی .

دحمورابي قانون لارسه نوميږي چي دحمورابي په غوښتنه وليکل سو؛ ياد قانون (٢٨٢ مادې)  لري چي له هغه څخه يې تر دا مهاله د لرغونپوهانو لخوا لوستل سوي او ژباړل سوي دي. دحمورابي دقانون منځپانگه  د( جزا حقوق) ، (مدني حقوق)  او د(سوداگرۍ حقوق)  ته ځانگړې سوې ده.
هغه ډبره چي ياد قانون پر کښل سوى دى د دبازالت(= فرانسوي کلمه ده دتوري مرمري ډبري مانا لري) په نامه ياديږي.
دا ډبره شاوخوا (٢،٥ متره)  جگوالى ددې ډبري چاپيره متن په (٣٤)کرښو کي په ميخي ليک دود کښل سوى دى.
دحمورابي قانون په کال ( ١٩٠١ م) کي د(ژاک مورگان) کشفونکي ډلي له خوا کشف سو ، اوس مهال د فرانسې دپاريس د ښار په  (لوور) موزيم کي خوندي دئ.
  دلومړني وضعي قانون پلارحمورابي
دحمورابي دقانون اصلي بڼه(کتيبه)په ميخي ليک


د حمورابي دقانون(لارسه) ژباړل سوو مادوبشپړ متن

• لومړى ماده:
که څوک په کوم تور تورن وپېژندل سي سيند ته دي واچول سي او په اوبو کي دي غرق سي.
• دوهمه ماده:
که پرچا تور سم وخيژي دمجرم کور به تورلگونکي ته ورکول کيږي.
• درېيمه ماده:
که چيري مجرم په سيند کي ډوب نه سو او سلامت بېرته را ووت تورلگوونکى په مرگ محکوميږي اوکوريې مجرم ته ورکول کيږي ځکه تر دې مرحلې وروسته مجرم ناولى (نه) سپېڅلى ثابتيږي.
• څلورمه ماده:
که څوک په مشرانو اويا سپين ږيرو تور ولگوي اوجرم يې ثابت نه سي ؛په داسي حال کي چي تهمت دلوى جرم وي تورلگونکى په مرگ محکوميږي.

• پنځمه ماده:
که څوک دمعبد يا دربار څخه کوم شى غلا کړي او پربل جا يې وپلوري هم غل اوهم رانيونکى په مرگ محکوميږي.
• شپږمه ماده:
 که چا دغلام او يا آزاد څخه بيله قرارداد ليکه اوشاهده جنس اومال رانيو رانيونکى غل شمېرل کيږي اوپه مرگ محکوميږي.
• اوومه ماده:
که څوک د دربار ،معبد څاروي (غوا ، پسه ، بزه ،خوگ او..... ) غلا کړي غل به يې بيرته (٣٠) ديرش برابره تاوان ورکوي.
• اتمه ماده:
که چيري دعام وگړي څاروي غلا سي غل به يې (١٠) چنده تاوان ورکوي او که يې دتاوان دورکړي وس (نه) درلود په مرگ محکوميږي.
• نهمه ماده:
که دچا مال اوجنس ورک سي اوهغه دبل چا په مال کي ومومي او رانيونکى ووايي چي مال يې دشاهدانو په وړاندي رانيولى دى په دې صورت کي رانيونکى اودمال دعوه چي محکمې ته ولاړ سي درانيونکي او مدعي شاهدان شاهدي ورکړي اوقاضي دواړه واوري  په دوې  کي که دهر يوه شاهدي کمزورې وه هغه په مرگ محکوميږي.
• لسمه ماده:
که چيري يوڅوک ورک سوى نارينه يا ښځينه مينځه پيداکړي اوخپل خاوند ته يې ور ولي خاوند بايد پيداکوونکي ته دوې دانې دسپينو زرو سيکې ورکړي.
• يوولسمه ماده:
که څوک دغلا په نيت دچاکور سورى کړي اوغل ونيول سي بايد دهغه نخرې سره ووژل سي اوهم دلې ښخ کړل سي.
• دوولسمه ماده:
که دچا غلا وسوه اوغل ونه نيول سو د کور خاوند به په هغه څه چي ورڅخه غلا سوي قسم (سوگند) ياد کړي ؛ هغه څوک چي دده کور ته نږدې وي تاوان به ورکوي.
• ديارلسمه ماده:
که چيري کوم سړى اختطاف او مړى هم (نه) سو پيدا ، ياد کلى به ټول يوه يوه دسپينو زرو سيکه چي (مينا = يومقدار وزن) وه دغلاسوي کورنۍ ته ورکوي.
• څوارلسمه ماده :
که دکوم چا کور اور اخيستى وي او خلک داور وژني اوژغورني په نيت دهغه کور ته ورسي ؛ که يې دموقع څخه په گټه اخيستني سره دياد کور څخه کوم شى غلاکړ اوونيول سو په هم هغه اور کي به للوپه کيږي.
• پنځلسمه ماده:
که د دلگۍ مشر اويا سرتېرى چي بايد دپاچاه په امر جنگ ته ولاړ سي ؛خو دځان پرځاى بل څوک اجير ونيسي ترڅودده پر ځاى جگړې ته ولاړسي که چيري يې دهغه مبلغ څخه چي ترمنځ يې ټاکل سوى اجير ته پښيمانه سي قومندان يا سرتېرى په مرگ محکوميږي او کور يې اجير ته ورکول کيږي.
• شپاړسمه ماده:
که څوک خپله ځمکه چاته په اجاره ورکړي که چيري دهوا دخرابوالي له امله کښت ته زيان ورسيږي ددې تاوان هم پرځمکوال دى.
• اوولسمه ماده:
که چيري کروندگر دناتوانۍ له مخي دفصل په لومړي کي کښت بل چاته وسپاري دکښت لومړنى مالک نه سي کولاى انتقاد وکړي کوم قرارداد چي په لومړي کي سوى دکښت په پخېدو سره به يې ورکوي.

دکورنۍ اړوند يوشمېر قوانين:

• اتلسمه ماده:
که چيري پوروړى دپور د(نه) ادايني په صورت کي خپل مېرمن او ماشومان په پور کي ورکړي خودا ورکړه اويا دپورغوښتونکي له خوا په درنو کارونو گمارل بايد تر (٣) کالو وي دڅلورم کال په نوي کېدو سره به آزاديږي.
• نولسمه ماده:
که څوک دکوم ښځي سره واده وکړي او دخپلي مېرمني سره مېنه ونه کړي ښځه ددې نارينه نه بلل کيږي کولاى سي ورڅخه جلاسي.
• شلمه ماده:
 که دچامېرمن دکوم بل چا سره اړيکي ولري بايد دواړه اړيکه لرونکي په رسۍ وتړل سي او سيند ته ور واچول سي خو خاوند کولاى سي خپله مېرمن وبخښي.
• يوويشتمه ماده:
که چيري يو سړى هغه پيغلي ته چي لا دپلار پر کورناسته وي دتيري هڅه وکړي ياد کس په مرگ محکوميږي .
• دوويشتمه ماده:
که چيري ښځه په نامشروع اړيکي تورنه سي خو داړيکي په وخت(خلوت)کي و(نه) نيول سي ولي جرم پرې ثابت سي بايد سيند ته واچول سي.
• درويشتمه ماده:
که چيري يو سرتېرى په جنگ کي ددښمن په لاس کي بندي سي ،په کور کي يې دگذارې توکي اوخواړه وي خوبيايې هم مېرمن کور پريږدي داښځه بايد سيند ته واچول سي.
• څلرويشتمه ماده:
که چيري ښځي ته په کور کي دخوراک توکي اوجامې ونه رسيږي اوخپل کور پريږدي ددې لپاره گناه (نه) سته.
• پنځه ويشتمه ماده:
که چيري يوخاوند وغواړي چي له خپلي ښځي څخه جلاسي ښځي ته به دژوند ترپايه داړتيا وړ مال ( ځمکه،باغ ،څاروي او...) ورکوي کله چي ديادي ښځي اولادونه لويان سي مور هم په ياده شتمني کي دبچيانو سره مساوي حق لري.
• شپږ ويشتمه ماده:
که چيري خاوند وغواړي دخپلي ښځي څخه په داسي وخت کي جلا سي چي لايې ترمنځ اولادونه (نه) وي زېږولي بايد لومړى نوري هغومره پيسې يا شته چي دايې پرې ترلاسه کړې وه سره دهغه مال اوشتمنى چي ښځي دخپل پلار له کوره راوړې وه ټول ښځي ته ورکول کيږي.
• اووه ويشتمه ماده:
که چيري ښځه وغواړي دخپل خاوند څخه پرېکون وغواړي ؛ يا دخپل خاوند په پور کي ولاړه سي ؛يا هم دخپل کور د ورانيدو هڅه وکړي او ياهم دخپل خاوند پروا نه ساتي يا هم داسي وي چي د محکمې  په وړاندي تورنه وي ؛که يې چيري خاوند آزادي ورکړي کولاى سي خو که يې چيري خاوند بله مېرمن وکړي لومړنى ښځه به دمينځي په توگه په کور کي استوگنه کوي.
• اته ويشتمه ماده:
که چيري يوه ښځه دکوم نارينه سره واده وکړي او په خپل څنگ کي دخاوند کورته يو خدمتگارغلام ورکړي په دې صورت کي دښځي خاوند (نه) سي کولاى چي بله ښځه وکړي.
• نهه ويشتمه ماده:
که چيري يو نارينه واده وکړي او دخپلي مېرمني څخه داولاد څښتن (نه)سي  اوبله ښځه وکړي ؛ دوهمه مېرمن يې هيڅکله دلومړۍ ښځي مقام (نه) نيولاى بلکه مقام به يې ترلومړنۍ مېرمني ټيټ وي .
• دېرشمه ماده:
که چيري دچا مېرمن اوږدمهاله ناروغه سي ،خاوند يې وغواړي چي بله ښځه وکړي (نه) سي کولاى چي لومړنۍ مېرمن له کوره وشړي ،بلکه ترڅوپوري چي ژوندۍ وي په همدې کور کي به وي خاوند به يې ساتي
• يودېرشمه ماده:
که چيري دچا اوږد مهاله ناروغه مېرمن و(نه) غواړي چي دخاوند په کورکي پاته سي کولاى سي دپلار کورته ولاړه سي ؛خاوند يې مکلف دې چي دژوند تر پايه يې ټول لگښت ورکړي.
• دوه دېرشمه ماده:
که چيري ښځي دخاوند کور ته په گډ ژوند کولو کي له مخکي لا .دخاوند څخه داژمنه اخيستي وي چي ما به دخپل پور په بدل کي (نه)ورکوې او خاوند يې تر واده له مخکي پوروړى وي وروسته يې مېرمن کور ته راسي خاوند (نه) سي کولاى په يو ډول معامله کي خپله ښځه چاته ورکړي او که برعکس ښځه دچا پوروړې وي هيڅوک (نه) سي کولاى چي خاوند يې دځان سره بوځي او يايې غلام کړي خو دغلامۍ داموده چي (٣) کاله ده وروسته غلام آزاد شمېرل کيږي.
• درې ديرشمه ماده:
که والدين  له لادونو ايا برعکس له يوبل سره د جنسي اړيکو مرتکب سي ښکيلي غاړي مجرمي دي او ژوندي (به) سوځل کيږي.

دحمورابي پېر(دور)  په بين النهرين کي دسولي او کرارى پېر ؤ خودې حالت يوازي د حمورابي تر ژوند پوري دوام وکړ .
د زنا په جرم دښځي مجازات دحمورابي قانون د(٢٢ مادې) دپلي کېدو له مخي.

راتلونکی سرلیک :
دحمورابي زوى( سامسوايلونا )