فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۳):
د سرسايې په زکاة الفطر سره د نومولو وجه :
مفتي :
سترعلمي اوروحاني شخصيت علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.
مستفتي : مولوي اختر محمد /قندهار .
و ستر علمي شخصيت ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندی کوم ، پوشتنه مي داده ، چی سرسايې ته زکات الفطر ولي ويل کيږي ؟
جواب :
محترمه ! زکاة په عربي ژبه کي په څلورو معناؤ کي مستعمل سوئ دئ : نِما ، زيادت ، برکت ، طهارت .
سرسايې ته زکاة ځکه ويل کيږی چي د سرسايې د ادا کولو په وجه د مسلمان په بدن ، مال او دين کي دغه څلور سره شيان حاصليږي . هم يې په بدن ، مال او دين کي زياتوب راځي ، او هم يې بدن له ګناه ، او مال يې له حرامو څخه پاکيږي ، او هم يې بدن او مال د سرسايې په وجه نِما او پرمختګ کوي ، او هم يې په بدن ، مال او ديانت کي الله پاک برکت پيدا کوي .
او زکاة الفطر پدې وجه ورته ويل کيږي ، چي د روژې د ماتولو په سبب ، د روژې له تيريدو سره سم واجبه سوېده .
والسلام .