مسید یا مسعود په کرلاڼیو پښتنو کې یوه مشهوره او جنګیالۍ قبیله ده.که چیرې ددغې قبیلې دنسب ونه (شجره ) په غور سره تر څیړنې لاندې ونیسو نو څرګنده به شي چې دوزیر لو مړنی زوی خدري درې زامن درلودل چې موسی، محمود او مبارک نو میدل چې موسی یې په درویش سره مشهور شو او دمحمو د زوی مسعود نومیده چې اولادې ته یې مسعود یا مسید وزیر هم ویل کیږي.(۱)
ددغې قبیلې لویدیز او جنوب ته احمدزي وزیر ، شمال ته یې اتمانزي وزیر او دختیز خواته دبیټنیو دقبیلې سره پوله لري.ددوی سیمهپه جنوبي وزیرستان کې پرته ده او دافغا نستان سره کومه ګډه پوله نلري (۲)
د مسیدو دقبیلې اصلي ځای دبر مل غر وچې دسلیمان غره یو ښاخ ګڼل کیږي او هغه وخت چې ددغې قبیلې په شمیر کې زیاتوالی راغی نو په دغه وخت کې دغې قبیلې دخپل یووالی په زور په خپلو ګا ونډیانو باندې بریالی او له دغه ځایه یې پرمختګ ته دوام ورکړاو تر ټولو دمخه دسلیمان دغرنیو سیمو نه شوال او دهغه شااوخوا سیمې ددوی لاس ته ورغلې چې تر دې وړاندې هلته شیتکو پښتنو او نور و استوګنه درلودله.په همدې وخت کې داورمړ قبیله چې په کانیګروم او نورونږدې سیمو کې میشته وه زیاتره دافغانستان دلوګر ولایت او نوروسیمو ته لاړل او لږ شمیر يې په دغه ځای کې پاتې شول .په دغه وخت کې مسیدو اوو زیرو ته ښه موقع په لاس ورغله او پر هغوی یې یرغل وکړاو په لومړني برید کې یې دبدر او شهیر سیمې ونیولې او په کاڼیګروم کې هغو اورمړو چې ددوی سره مقابله وکړه دمسیدو له خواماتې وخوړله . وروسته یې دبیټنیودقبیلې خلک هم دټانک ددرې او دهغه شاو خواسیموته پر شا وتمبول او پخپله یې پر دغو خایونو خپله ولکه ټینګه کړه. ددوی سیمه دکوهاټ نه تر دیره اسماعیل خانه پورې غځیدلې ده او دسیمې او ږدوالی یې (۱۴۰ ) میله دی. (۳)
دمسیدو دقبیلې ښاخونه ، خیلونه او څانګې :
مسیدپه دریو سترو تپو ویشل شوي دي چې علی زي ، شمن خیل او بهلول زي نو میږي .
علی زی په لاندنیو ښاخونو ویشل شوي دي :
منزي ،شهی خیل، سلطاني ،پتوني ، خونخیل،بي بي زي ،استوني ،بارومي، پاتي خیل،شامیري،کانجیري ،دړاکي ،سلیمي خیل،ګورخیل ، مل خیل، بیچي خیل ،خونخیل ، بهادرخیل،کاروړي،ګدي خیل ،ملک دیني ،پریدي ، بروی خیل،کی خیل ،درې پلاره ، لنګر خیل او وزیر ګي.
دشمن خیلو ښاخونه دادي : حالي خیل ،چارخیل،بودین زي ،ګالي شي .
دبهلول زیو ښاخونه او خیلونه دادي :
ایمل خیل ،عبدلي ،باند خیل ، ملک شي ،شینکي ، نظر خیل ،نانو خیل،درمن خیل ،ګیګا خیل،هیبت خیل ، جلا ل خیل ،ګیګاډري او امر خیل .
همداراز ددوی دنورو ځینو ښاخونه نو مونه دادي :شمن خیل ،بدن زي ،قاسم خیل ،عبدل خیل ،دري خیل ، غالب خیل ، پهاړخیل، جمال خیل ،شلیل خیل ،پارخیل ،رحیمداد خیل ،شادی خیل ، مریم خیل ،تپی خیل ،بویکي ، عثمان خیل ،یوسف خیل ، باروند خیل ،چهار خیل ،ګاري خیل ، علی خیل،شو مای،هیرال خیل ،کاکا خیل ، بابا خیل ،تاجي خیل ، خوجي خیل ،حیدری خیل ،جمال خیل ،ووجی خیل ،نمبري خیل ،مامال خیل ،تال خان خیل ،پیر محمد خیل ،ببري خیل ،مالي خیل ،قاسم خیل ، بنګال خیل ،شري خیل ،مولي خیل ،یار محمد خیل ،نظام خیل ، ناظم خیل ،توري خیل ، شاه عالم خیل ، غوزي خیل ،زری خیل ،بجال خیل ،ملا خیل ،شیر خان خیل ،کوی خیل ،دتي خیل ،ککهي،مرکي خیل ،کاکا خیل ، میر واش خیل ،مټي خیل ، ترکي خیل ،ګلی شا هي ،بابا خیل ،منګي خیل ،ککهای،شعیبي،بختي خیل ،ببريخیل ، ایدل خیل ،حسن خیل ،میرا خیل ، ساري خیل ،عیسی خیل ، علي خیل ،کیمل خیل ،لنډي خیل،خلیل خیل ،بیدی وای ،سکندر خیل ،جعفر خیل ،منسري ، مینا خیل ،میر ګل خیل ،میر واش خیل ،اوساک خیل ،شوه وان،عذرخیل ،دتوړي،رحمن خیل ،میټا خیل ،منزري خیل ،میر ویس خیل ،ووچیک خیل ، ذکري خیل ،جندي خیل ، سلیمکی،شاه خیل ،سر ماشی،سور ماشی،تور سر ماشی،اکاخیل ،هیبت خیل ،شیر خیل ،ګیګا خیل ،سر مست خیل ،شیر دري خیل ،مومن خیل،عبدالرحمن خیل،پیر داد خیل ،میر داد خیل ،سرداري خیل ، رحیمداد خیل ،بټک خیل ،اندک خیل ، دوړ خیل ،هیوازخیل ،لاډی خیل ،شیر علي خیل ، خواص خیل ،عباس خیل ،قادر خیل ،رستم خیل ،عمر خیل ، دورمړ خیل،ناصر خیل ، بختي خیل ،شیرین خیل ، قاسم خیل ،نانا خیل ،عبدالرحمن خیل ،رحیمداد خیل ،شاه بیګ خیل ،شو بک خیل ،شومر خیل ،راجي خیل ،لا لي خیل ،شا ه میر خیل ، تاګل خیل ،عبد الرحمن خیل ، میرداد خیل ،سوداخیل ،ولي خیل ،کریمداد خیل،خواجه خیل،پیر داد خیل ،ملک داد خیل ،نازک خیل ،شیر بیګ خیل ،جلال خیل ،شیراز خیل،بابا خیل ، کولي خیل ،شمي خیل میراب خیل ،زمر خیل ،میرا خیل ،شمن خیل ،سندرا خیل ،خوازيخیل ، تره خیل ،کیکارۍ،چهار خیل ،ممراز خیل ،میر خاني ، مونډا خیل ،ککهاړي خیل ،علي خا ني ، کراچه خیل ، بهلول زي ،عبدالله ، پنځه پلاره ،عباس خیل ،غوزیګي ،قیمت خیل ،نصري خیل ،سلیمکی،شمک خیل ،آزدي خیل ،ګونا خیل ،ظریف خیل ،لالي خیل ، ولیداد خیل ،بادار خیل ، ګلا خیل ، کټه خیل ،مانیر خیل ،تورنګ خیل ،ملنګ خیل ،ایمل خیل ، نظر خیل ،عزیز خیل ،مو من خیل ، شبي خیل ،پاټ خیل ،میرخان خیل،خر مچ خیل،بنګا خیل ، خان خیل ،حسن خیل ،تورخیل ،خوی خیل ، زرګر خیل ،ممیا خیل ، تا جي خیل ،زرکي خیل ،ملک شا هي ،خویدادي ،لنګر خیل ، بابر خیل ،پیا میر خیل ،المار خیل ، خدرخیل ،کټي خیل ،انډي خیل ، میر خان خیل،بیزودای،بهلول خیل ،میان خیل ، پنجي خیل ،شهباز خیل ، ازبکي، بکشای ، اسماعیل خیل ، کمال خیل ، لوئیس خیل ،ممدای،کارون خیل ، کارون،کهاني خیل ، شابیا خیل ،بوی خیل ، بابا خیل ،مستي خیل ،شا کهال خیل ،آشناګی،بوجیا خیل ،شوی خیل ،سلطان خیل ، کر مچ خیل ،هیبچ خیل ،بوبالي ،موسی خیل ، سنځر خیل ،جلال خیل ، عمرا خیل ،ممیا خیل ،ولي خیل ، وجي خیل ،ملای ، کر مچ خیل ،کمر خیل ،شابک خیل ،شابیاخیل ،بیبلی ، ووچ خیل ،بیجي خیل ،عمر خیل ،حکیم خیل ، نورنګ خیل ،بند خیل ، نصري خیل،شاکي خیل ، ټیټي خیل،عثمان خیل ،آیکام خیل ،سلطاني ، ماروبي، صورت خیل ، جنګي خیل ،میرزا خیل ، احمد خیل،بی بي زي ، مغول خیل ، دریا خیل،پیس خیل ، پو ټیا خیل،تر کي خیل ، عثمان خیل،شابي خیل ،کمال خیل ، با چا خیل ، بریام خیل،شیر خیل ، مغول خیل ،مقبل خیل،حیدر خیل ،خوص خیل ،بارومي ،بایا خیل ،میر کا خیل ،خیدي خیل ،آستاني ،بنګش خیل ، دودي خیل ،ابراهیم خیل ،سیني خیل ،تا جل خیل ،کهای خیل ،زریا خیل ،کایدار خیل ،عمر خیل ،لیکي خیل ،خان خیل ، خوجکي، پالي خیل ،شومي خیل ، دهاني خیل ، بهادر خیل ،خون خیل ، پري خیل ،ګریرای،خان خیل ، مرسیل ،مرسای،موګي خیل ،شهاب الدین خیل ،شیخای، شوبا کای،ماچي خیل ،علم خان خیل،میسید ، ممیت خیل، محمود خیل ،الیزی ، منځی ، پوتیا خیل ، پالي خیل ،دچي خیل ، خنجرۍ،درګای، ګوري خیل ،بلند خیل ،دهني خیل ، کریم خیل ،کرمي خیل ،سبات خیل ، سلیم خیل ،کسادي خیل ،ګجي خیل ،مده خیل ،ناور خیل ،مل خیل ، ولید خیل ،راجي خیل، شمیرای،ګوري خیل،حسن خیل ، کر ماچ خیل، بای خیل ، کجرای ،ګیدي خیل ،خویداد خیل، بارومي،دولت خیل ،شاه محمد خیل،علي محمد خیل ،شیخ برید خیل ،عمر خیل ،کاهي خیل ، چوند ،نکراب خیل ،زرګر خیل،لنګر خیل ، عبدل خیل ، کوټار خیل ،عیسی ګي خیل ،ګیدي خیل ،کر ماچ خیل ، فریدي ،امزل خیل ،بټي خیل ، وزیرګي ،مکهي خیل ، زماني خیل ،بټکی ، تارګډی،پریدی،کای خیل ، لنګر خیل ،نکاراب خیل ،عبدل خیل ،سلیمونی، شمیرای ،ترکیا ،خوجری،عبدل ،یدانی، مون خیل ،ملک دینی ، اکزي کچکی،شیتکی،تغی ګی او کیرا خیل .(۴)
دمسیدو قبیلې داستوګنې سیمې او کلي :
دمسیدو دقبیلې زیاتره خلک دپښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې استو ګنه لري او ددوی دکلیو او سیمو نومونه دادی :
مکین ، خیسور،لاډها،دره ،نیدون،کاڼي ګروم،بدر ، څلویښتي و شکتوی،واڼه، دشرکي سیمه ،شهرنه،شم ، رزمک،شکی ،شوال او نور(۵)
یو شمیر مسید دافغانستان د لوګر،وردګو ،غزنی ، کندز او تخار په ولا یتونو کې هم استوګنه لري .یو شمیر مسید په کراچۍ او پيښور کې هم اوسیږي.ددوی دسیمې رواجونه ، نرخونه او څلي کټ مټ دوزیرو دقبیلې دخلکو په څیر دي .
دمسیدو دقبیلې مشهور سیندونه :
ګومل ، ټا ک زوم ،خیسور ، شکتوی،سپلی توی ، واڼه توی ،شوزه ، شنګي ،شاهور،بدرتوی،توده چینه. کونډی غر،توروام،تنګي پرخې، اسپاس،کارامه او نور...
دمسیدو دقبیلې درې :
لادها ، بدر،الګا دره، مستنګ ، شکتو ،شیرانه،ټاک زم او رزمک.
دمسیدو دقبیلې غرونه :
کونډی غر ،سپین غر ،پری غر،سپین کمر.
دمسیدو دسیمې آب او هوا او دکرنې حاصلات:
جنوبی وزیرستان چې مسید پکې استوګنه لريدژمي په موسم کې سړهاو په دوبي کې توده هوالري. دمسیدو دسیمې دکرنې محصولات غنم.اوربشي،جوار ، وریجې ،مۍ ، باجرې ،ږدن او پټاتې دي.
دمسیدو دقبیلې مشهور کسان :
دمسیدو دقبیلې خینې مشهور کسان دادی:
۱- دانګریزانو پر خلاف ستر ملی مبارزملا پیونده.
۲-دملا پیونده زوی شاه فضل الدین .
۳-ملي مبارز نظم خان مسعود
۴-غازی نواب ملک همدان خان مسید.
۵- د داودخان په کابینه کې دافغانستان دکورنیو چارو وزیر فیض محمد .
۶- دمسعودو دقبیلی ستر شاعرزیب منتظر مسید
دمسیدو جګړه ایزه پیاوړتیا:
که چیرې دمسیدو پښتنو په اړوند دتاریخ پاڼې راواړوو نو دوی ډیر پیاوړي اوجنګیالی خلک دي .دډیرو پخوا زمانو راهیسې دوی وسلې لري او دهر دښمن په وړاندې په نره جنګیدلي دي.یوه انګریز تاریخپوه په خپل مشهور اثر(وزیرستان)کې دمسیدو دجګړه ایزې پیاوړتیا په اړوند داسې لیکلي دي :
[ مسید خورا پیاوړي او جنګیالي خلک دي .دوی دزغم خاوندان ا و ډیر سخت سري دي. ددوی هر یو تن وسله وال دی.دوی دخپلو ټوپکو په استعمالولو کې داسې مهارت لري چې دخپل دښمن د لږې تیروتنې نه هم لویه ګټه او چتوي. په جګړې کې ټولو شیانو ته داسې پاملرنه کوي چې نه یې څوک کلابند ( محاصره) کولای شي او نه یې هم دښمن تر اړخه تیریدلای شي. دوی دجګړې په مخکنیو او شاتنیو لیکو کې دومره مهارت لري او په جګړې کې دومره دصبر او حو صلې خاوندان دي چې انسان ورته حیران پاتې شي .په ډیرو جګړو کې ډیر بې وسلې کسان چې یوازې تورې ورسره وي له وسله والو کسانو سره ملګرتوب کوي او که چیرې دلاس او یا تن په تن جګړې ته اړتیا پيښه شي نودوی دخپلو تورو سره ددښمن سره جګړه کوي] (۶)
مسید دانګریزانو سره دخپلواکۍ په جګړو کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي . دوی دانګریزانو سره د ۱۸۵۰زیږدیزه راواخله بیا دهند نیمې وچې نه دانګریزانو تر وتلو پورې (۱۹۴۷ زیږدیزه ) پورې لس ځله جنګیدلي دي او هر ځل یې دوی ته په خپله سیمه کې ماتې ورکړې ده.انګریزی مورخ سر ویلیم بارټن په هغه وخت کې ددوی دجنګیالیو شمیر (۱۸۰۰۰)تنه ښودلي وواو هم ددغې قبیلې شمیر د۱۹۶۱ کال دسر شمیر نې له مخې (۱۸۷۳۲۳) تنه ښودلي وو چې ښايې اوس به یې شمیر ډیر زیات وي.
---------------------------------------------------------------------------
۱-حیات افغاني ،۳۵۷ مخ . دپیښور چاپ .
۲- اضلاع ،ایجنسیها وقبایل ایالت پښتونستان ،۱۱۶ مخ ، د قو مونو او قبایلو چارو وزارت.
۳- حیات افغاني ،۳۵۷ مخ.
۴ - http://pti-fata.blogspot.com.au/2012/12/mehsud-tribe-of-south-waziristan-agency.htm
۵- پښتو نستان ، داستاد عبدالروف بینوا تالیف .۲۱۴ مخ.
۶- نوموړی اثر،۲۴۶ مخ.