سامسوايلونا دحمورابي زوى
سامسوايلونا دحمورابي زوى وو ده هڅه وکړه چي دخپل پلار لاره تعقيب کړي خو دپاچهۍ په نهم کال يې کاسي قوم (تاریخ پوهان يې اوسني پښتانه کاسیان ګڼي) ، بابل ته راننوتل اونوموړى يې تر گواښ لاندي کړ که څه هم په لومړي کي (لونا) دکاسيانو مخه ونيول خو دڅه وخت په تېرېدو سره کاسيان وتوانيدل چي دبين النهرين واک دڅه مودې لپاره په لاس کي واخلي.
دسامسوايلونا سياسي تفکر
د حمورابي دزوى (لونا) په پېر(عصر) کي سومريانو( دريم سين ٧) په مشرى داستقلال سر پورته کړ خو د(لونا) لخوا وځپل سوه دنوموړي سياسي تفکر د دپلار له لوري دجوړسوي قانون پر دايره را گرځېد . په نظامي اړخ کي ترډېره يوبريالى پاچاه وو .
دهغه کتيبې له مخي چي دهمدې پاچاه څخه پاته ده ، ليکل سوي دي چي سامسوايلونا دخپلي واکمنۍ پر محال شپږويشت (٢٦) ياغي پاچهان ځپلي دي .
(لونا) دپرديو تېريو له لاسه مجبور سو تر څو داوسني بغداد په ختيځ (١٥١) کيلومترى کي يولړ ټينگي کلاوي اودښار چاپېره ديوالونه راتاو کړي چي دهغې ډلي څخه يو هم د (سامسوايلونا ديوال) دى چي په همدې نامه شهرت لري.
د ابي شيوه ٨ سياسي تفکر
ابي شيوه د (سامسوايلونا) ځاى ناستى سو دده په وخت کي يو بل تن د (ايليما ٩ ايليوم ) په نوم لاس په ښورښ پوري کړ او دسومر سيمه يې ونيول دې وخت کي اشوريان هم وښورېدل خو د (ابي شيوه) دپاچهۍ دور ددوى سره په جگړو تېر سو.
دساموريتا واکمني
تر ابي شيوه وروسته (ساموريتا) دواک پر پلاز کښېناست دده په عصر کي هيتيان ( ) دمورسيل په مشرى لومړى پر بابل حمله وکړه اوهغه ته يې سقوط ور کړ او په همدې ترتيب يې د(کاسيانو) لپاره هم لاره هواره کړه تر څويې پر بابل خپل واک ټينگ کړ.
د کاسيانو د واکمنى سياسي تفکر
١٧٥٠ ق.م شاوخوا
.استرابون کاسيان اریا ئيان(افغانان) بللي دي او (١٧٥٠ ق.م) شاوخواتر حمورابي وروسته پر بين النهرين برلاسي سوه دې وگړو د داسي تازه اونويو اسلحو سره پر بابل حمله وکړه چي تر دامهاله يې سارى نه وو ليدل سوى کاسيانو دبين النهرين درييمه لويه سياسي واکمني جوړه کړه دوى په بين النهرين کي د (دور کوري گالزو) په نوم پلازمېنه وټاکل. په بابل کي دکاسي واکمنى بنسټگر (گدش =گانداښ) وو . دجورج کامرون لرغون پيژنونکي په وينا د کاسيانو مشهور پاچاهان په لاندي ډول دي:
1- د گانداښ، بنسټگره سلسله کاسي په بابل کي (له ۱۳۷۴ تا ۱۷۴۹ مخکي تر ميلاد) Gandash
2- سرآگوم اول Ser – Agum
3- کاښتي لياش اول Kashtiliash
4- اوشي Ushi
5- آبي راتاښ Abiratash
6- تازي گوروماښ Tazi Gurumash
7- آگوم دوم نامور په کاک ريمه يا آگوم بزرگ Agum – Kak – Rema
8- هاربه –شيباک Harbe – Shipak
9- تي پارک زي Ti – Park – Zi
10- بورنا بورياش Burna – Buryash
11- نا اشنا پاچاه
۱۲- دوم کشتي لياښ (۱۵۱۲-۱۵۳۰ مخکي تر ميلاد) KashtiLiash
13- اولام – بورياښ Ulam – Buryash
خلاصه کاسيانو هم په خپل وار سره په بين النهرين کي سياسي تفکر اوفرهنگي تاثيرات وښندل او دخپل وخت لوى سياسي څپرکى يې دبين النهرين په هيواد کي پرانيست.
kassitesکاسيان
بابلي دين او سياسي تفکر
پاچا په بابل کي د بابليانو د لوي خداي (مردوک Marduk=) نماينده وو او ډير ظالم سياسي فکر يې درلود ، ځکه دده سره به د خداي قدرت ورسره وو او خدايي پاچاهان( رب السلطنت) به يې بلل د پاچاهانو سياسي تفکر د خپل عصر تر ديني تفکر تر چوکاټ تيري نسو کولاي او سياسي تفکر د ديني تفکر تابع وو .
مردوک دبابليانو رب النوع (=Marduk)
پاچا ځان ته د شاماس2 (= شمس) لقب ورکړي وو چي مانا يې د(بابل لمر) ده دا خبره وه چي د پاچاهانو د سوګند او قسم خوړلو لپاره ځانګړي ځاي شتون درلود . چي علاوه پر مردوک (رب النوع ) به يې متهمینوو ته د پاچا په نوم قسم ورکاوه . په حمورابي دوره کي ټولنيز /ښاري دوديز حکومت له منځ ولاړ ځاي يې يو واحد نظام و نيو دين او سياست به پر خپل ځاي کاريده او تر منځ يې نه شليدونکې اړيکه وه.
د بابليانو جګړيزي ګاډۍ
اشوريان او سياسي تفکر
(۱۶۰۰ – ۱۷۰۰ ق. م شاوخوا )
اشوريان هم د بابليانو په څېر د بين النهرين د ټولو اوسيدونکو څخه پردي(بيگانه) وه خو د سومريا نواو بابليانو د واک لاندي يې ژوند کاوه دوى په ټولنه کي د يو خپلواک لوړ والي درلودونکي وه .
اشوريان يو جنګي قوم له پخوا څخه يې سياسي او نظامي ارزښت دومره نه درلود ، د دوي سياسي تفکر او نظامي او جګړيز هنر د سومريانو او بابليانو په له منځه تلو سره را څرګند سو او د بين النهرين په سياسي چارو کي يې لاس وهنه پيل کړه .
د اشوريانو د سياسي نظام جوړوښت
د اشوريانو لخوا لومړني ارزښناک دولتي نظام بنسټ د (شمشي 3اداد) لخوا کښېښودل سو . دې پاچا په ( آشور ) کي يو معبد د (انليل ) لپاره جوړ کړ شمشي د ( ماري ) پاچاهي هم نسکوره کړه او د مديترانې د سيند تر غاړو پوري يې ځان ورساوه ، سياسي نظام يې په بين النهرين کي ټينګ کړ .
د لومړي شلم نصر سياسي تفکر
۱۳۶۰ ق . م
لومړي شلم نصر په (۱۲۴۵ – ۱۲۷۴ ق . م ) کي پر بين النهرين سربيره د باندي هم فتوحاتو لاس پوري کړ او پر هيتايانو ، ايلاميانو او متحدانو يې بري و موند .
( اشوريان جګړې ته د چمتوالي په حال کي)
د تګيلات پيلصر سياسي تفکر
(۱۱۱۵ – ۱۰۷۷ ق ، م )
د تګيلات په عصر کي د اشوريانو امپراتوري پراختيا و موندل د شمال په لور تر نني ارمنستان پوري و غوړيدل ، په يوه ستايونکې کتبيه کي داسي ليکل سوي دي : (( آشور او لويو خدايانو زموږ پاچاهي و غزول او موږ ته يې ځواک او واک را وبخښي ...)).
خو په (۱۰۷۷م ) کي د ( تګيلات پيلصر ) په مړيني سره يادي ځمکي بيرته د اشوريانو له لاسه ووتلې . ( ۱۶۰) کاله د اشرويانو واکمنۍ د وړ او کوچنيو واکمنو په لاس کښېوتل خو په (۹۱۱- ۸۹۱ ق م ) کي اشوريان په يوه لويه امپراتوري بدل سوه .
د۴دنيراري سياسي تفکر
(۹۱۱ – ۸۹۱ ق م )
د دنيري په پير کي اشوريانو يو ځل بيا لويه امپراتوري جوړه کړه خو ددې پاچاهي سوبي او فتوحات ، د سياسي نظام څخه برخمن نه وه ځکه ددې جګړې هغو پر چو او چپاول ولاړ وو .
راتلونکی سرلیک :
د اشوريانو سياسي تفکر