د لوی افغانستان لپاره دښکېلاکګرو،یرغلګرونوی امپریالستي پلان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56781
سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2013-08-31

سریزه :
د ډیورنډتحمیلي کرښه د کاغذ پرمخ او د شمالي جنوبي افغانستان پلان شوي دسیسه

د افغانستان دخپلواکۍ په پنځه ډیرش کلنه جګړه او روان خونړي کړکېچ کې دامریکا،بریتانیا، پاکستان ، ایران ، روس،هند او د ناټوګڼ شمیر هیوادونه ښکېل دي .که دنړۍ جګړیز تاریخ ته وکتل شي او په کې د بیلو بیلو جګړو لاملونه وپلټل شي،نو څرګنده به شي،چې دجګړو دظاهري پلموتر شا نورې سترې ستراتیجیکي سیاسي،اقتصادي موخې پرتې دي ،چې د وخت له تیریدوسره بیا ورو ورو دغه پوځې موخې رابرسیره شوي هم دي .انګریزان اوامریکایان اوس په افغانستان کې د خپلو پوځونو د خوندې ساتلو لپاره په افغانانو د سیاسي فشارنو نورې لارې چارې لټوي .
دلوی افغانستان دویشلو،ټوټه ټوته کیدو لپاره د انګریزي ،امریکایي او پنجابي امپریالستي نیواکګرو ، یرغلګرو پلانونه ،دسیسې داستخباراتي ادارو اجنټانو،دبهرنیوچاروسیاسي ډیپلوماټانو، دافغانستان لپاره د ځانګړو استازو، دیرغلګرو هیوادو سفیرانواو د ناټو پوځي جنرالانو ترمنځ دپټو پټو ناستو ولاړو خبرو اترو څخه داسي مالومیږي، چې امریکایي اوانګریزي جنرالان د پنجابي جنرالانو سره په ګډه هڅې کوي، دافغانستان دامنیت اودځان خوندي کولو په اړه یوه سیاسي معامله وکړي . دوی دلوی افغانستان د ویشلو په اړه لږ ترلږه دلاندي دوو ستراتیجیکي پوځي موخو ترلاسه کولو لپاره خپل تور، پټ او پښتون افغان ضد ناکامه خونړي پلان لاتراوسه تر لاس لاندي لري .
پاکستان دخپل زیږیدو څخه تر نننه دبریتانیا سره د غلامي او چاپلوسۍ ژورې تاریخي اړیکې لري . اوس يې له امریکایانو سره د ترهګري په خلاف جګړه کې دافغانستان د ویشلواو ټوته کیدولپاره په نوېو دسیسې او توطیولاس پوري کړي دی . دغه هیواد په سیمه کې د بریتانیا او امریکا د سترو پوځې ستراتیجیکو موخو لپاره یوه ستره جنګي اډه او یوپوځي ګارنیزوني هیواد دی . پاکستان یا پنجاب دافغانستان دخاوري ستره برخه پښتونخوا، ازاده قبایلي سیمه او دافغانستان د اقتصاد شا رګ د ګوادر بندر ترانزیتي لاره لکه د انګریز انودپخواني امپراتورۍ په قالب کې په چل ول او پل اشغال کړي ده .

لومړي : انګریزي، امریکایي جنرالان دپنجابي جنرالانو سره په ګډه په لراوبر لوی افغانستان کې دخپلو پوځي اډوخوندي کولو په اړه له یوبل سره له ډیرې مودې راهیسې پوځې تکتیکې دوه اړخیزه مرستې اومعاملې پیل کړي دي .

دوهم : ښکېلاکګر ځواکونه او پوځونه غواړي، له یوبل سره دپټو سیاسي ،پوځې همکاريو له لارې یوبل ته امتیاز ونه وکړي، تر څو دوی په لراوبر افغانستان کې دسخت دریز و وسله والوطالبانو دغورځنګ دګواښونو پروړاندې ګډ دریځ غوره کړي اوپه افغانستان اوسیمه کې دتلپاتي سولې،امنیت او سوداګریزو اړیکو راواستوپه اړه ګډه همکارې ولري . نیواکګر او استعمارګر غواړي، د خپلو استعماري پلانونو له لارې په منځني اسیا کې دطالبان غورځنګ دشطرنج په ستره لوبه کې په کشت کې راګیر او بلاخره په مات کړي . دلته مطلب د هغو خپلواکو طالبانو اوعناصروڅخه دی، چې دوی استعماري ،امپریالستي ګټې او پلانونو ته خنډ او له کنټړوله وتلي ډلې دي .

یرغلګر هڅې کوي له همدې لارې دخپلو سترو سیاسي ،پوځې ،اقتصادي ستراتیجیکو موخو لپاره لاره هواره کړي . دوی اوس د شمالي اوسویلي افغانستان دویشلو پټ پلان طرحه هم له ځانه سره لري او د افغانستان په دنننه کې ځیني بدنامه پیژندل شوي، پلورل شوي،نمک حرام ،بي بیخه ،بي بنیاده ، ناپوهه او پلید ایراني او پاکستاني مذور عناصر،دغو استعماري ناکامو شومو خونړي پلانونه ته چکچکې وهي ، دوی دافغانستان په دې سیاسي بد حالت کې دملوالطوایفي،غیرمتمرکز، فدرالي او پارلماني نظامونو غوښتنې په سرکې لري .
د اې ایس اې تور پنجابي نیواکګر افسران د خپلو پوځي مهمو موخو دترلاسه کولو په بدل کې د امریکايي او انګریزي جنرالانوڅخه د همدې سیاسي معاملي په بدل کې امتیازونه غواړي، د امریکايي پوځي اډو په شتون کې دافغان اوسني کمزوري، مفسد، انحصاري ماتیدونکې حکومت او یادراتلونکې ملي مرکزي پراخ بنسټه، خپلواکه افغان شموله دولتونه د ډیورنډ تحمیلي کرښې منلو ته اړ باسي .

په لوی افغانستان کې ښکېلاکګر او نیواکګر په خپله خوښه او ګټه دافغان ملت د ارادې خلاف ،دافغانانو دځمکني بشپرتیا، دملي ګټو او ملي یووالي پرضد ناولې خونړي پلانونه طرحه کړي دي . دافغانستان په اړه دانګریزانو، امریکایانو سیاست لکه د پاکستان او ایران په څیر یو دوه مخې تور استعماري سیاست دی .

په ډیرخواشینۍ سره باید وویل شي،یرغګر او نیواکګر په دې ښه پوهیږي ، چې افغانستان خپل خپلواک منځلاري ملي قیادت نه لري . اوسني سیاسي سیاستوال بي اتفاقه ،ځان غوښتونکې،په خپلو وړو وړو ډایرو، دامونو او سخت دریزو ګوندي کړیو کې راګیر پاتي دي . دوی د ډیورنډ کرښې او دافغانستان راتلونکې دولت په اړه ټولوته یوه منل شوي په نړیوالو معیارنوسیاسي طرحه اوتګلاره نه لري . یرغلګر ډیر ښه پوهیږي ،چې دولتي ولس پښتانه افغانان په خپلو کې سره ویشلي دي . دوی د بي اتفاقي د اور په لمبو کې هره ورځ سوځي اودجګړې په ناوړه روحي ناروغي کې اخته دي .
افغاني اسلامي مذهبي ډلې تل د پنجاب د تیري او شومو پلانو په وړاندې چوپتیا غوره کړي .کله چې افغاني اسلامي ډلې پر لراوبر پښتنو باندې دپاکستان پوځ ښکاره تیري او ظلمونه غندي ،سړي ته داسي ښکاري، لکه چې ملګرو ملتونه پر فلسطینیانو داسرائیلي پوځیانوبریدونه، ظلمونه اوجنایتونه غندي . دوی هیچ داسي نه ښکاري ، چې افغاني اسلامي مذهبي ډلې د افغانانو ترمنځ دیوموټیتوب ،سلامتیا اوله ملي ګټوڅخه دفاع کوي،دوی دپنجابي پوځیانود تیري په وړاندې د خپلي پلارني خاوري اوځمکني بشپړتیاڅخه دفاع فکر په سر کې نه لري . افغاني اسلامي سخت دریځه ډلې لکه د نور یرغلګرو په چوپړکې دافغاني دلې دخپل کړیدلي در په دره ولس سره هېچ ډول خواخوږي نه ښیي .
دافغاني اسلامي ډلو یوه بله ستره بدمرغي دا هم ده،د دوی ډلو دځینو مشرانو ماغزه د اې ایس اې د وژلوپه فابریکو اویا مدرسو کې مینځلي شوي دي . دوی ته په دغه مدرسو کې دانګریزانو دډیورنډ استعماري کرښه په رسمیت ورپیژندل شوي ده، دوی اصلآ پنجاب دیو استعماري ځواک په څیر نه پیژني او که پيژني بیا ورته غلي دي . دپښتنواسلامي ډلې پر خپلو پښتون ولس د پنجاب پوځي تیري ، ظلمونه او ناروا اشغال نه وینې. دوی دانګریزي جنرالانوخبره دپنجابي جنرالانو په خوله مني . ځینو ملایانو په خپلو فکرونو کې په لوی افغانستان کې د انګریزانو استعماري کرښه او دانګریز استعمار منلي دی .

داستعمارګرو یرغلګرو د A ,B,C تور پلانو طرحه

امریکایانو دخپل A پلان له مخې افغانستان ترخپل پوځي اشغال لاندې راوست . دوی اوس غواړي پښتانه افغانان هم ترخپل پوځې کنټرول لاندې لاولي. دوی دخپلو پوځي موخې لپاره په بل پلان باندې کار پیل کړو.

په پایله کې په نوي ډهلي کې دامریکا سفیر Robert Blackwill د B پلان وړاندې کړو. د دې پلان له مخې افغانستان باید په دوو برخو وویشل شي .د پلان له مخې د افغانستان سویلي برخه باید د طالبانو او پنجابیانو په واک کې ورکړل شي او شمالي برخه به دیوداسي ګوډاکې حکومت ترکنټرول لاندې وي، چې د امریکایانو په چوپړ کې بایدوي . په امریکا کې د دې پلان په اړه لا تر اوسه ټوډې خبرې اترې رواني دي .
د افغانستان دټوټه ټوټه کیدولپاره د لندن ستراتیجیکې استعماري طرحه د سي پلان C په نامه یا دیږي . د دې پلان له مخې افغانستان به په اتو اداري واحدونو یا زونو د توکمو په پر نسیب ویشل کیږي .

د لویدیځ درسنیو په حوله د انګریزانو د بهرنیوچارو وزارت دغه سي پلان له امریکایي او پاکستاني چارواکو سره هم شریک کړي دی . ددغه پلان له مخي افغانستان بابد په اتو زونو یا کوشنیو حکومتونو وویشل شي او ځیني سیمې به د طالبان په ولکه او کنټړول کې هم ورکړل شي .

انګریزانو دخپل استعمار زړه نسخه ، فلسفه او پالیسي بیا رامیدان ته کړه،چې وايي، ملت یا خلک وویشه او حکومت ورباندې وکړه .

د انګلستان د محافظه کار ګوندسیاستوال او د ولسي جرګې غړي Tobias Ellwood په ډاګه ویلي دي ،چې د پلان له مخې به دافغانستان ځینې اداري واحدونه یا زونونه طالبانو ته وروسپارل شي . دغه هیواد به څو سیمه ایزه اداري دولتي یا فدرالې نظام په څیر واحددونه ولري اوهره یو برخه به د یوځواکمن لومړي وزیر له خوا اداره کیږي ،تر څو دغه قبایلي ،توکمې شخړې او ادرارې فساد ته د پای ټکې کیښودل شي . د سي پلان له مخې به افغانستان په لاندې ادارې زونونه د فدرالي حکومت په څیر وویشل شي، لکه کابل، کندهار،هرات، بلخ، کندوز،ننګرهار،خوست او بامیان . د پاکستان د صدراعظم د امنیت سترسلاح کار ،د پنجاب ستر مکار د انګریزانو ستر خدمتګار سرتاج عزیز هم دانګریزانو دC پلان له مخې د شمالي ټلوالې سره پټي خبرې اترې بیا پیل کړي دي .

انګریزي استعمارګرو اوامریکایي امپریالیستي استعماري پلان جوړونکې له خپلو غلام صفته پنجابیانو سره غواړي، افغانستان له تجزیي سره مخامخ کړي او افغانان په ډیر نور بدمرغیو، ستونزو، خونړیو کورنیو جګړو کې سره ووژني .

امریکایان دافغانستان د راتلونکې دولتي نظام یا فورم لپاره بل ډول استعماري پلان هم لري ، دوی دافغانستان د مرکزي دولتي نظام په ریاستي فدراټیف نظام دبدلوپلان هم لري . امریکایانو په دې اړه د شمالي ټلوالې له مشهورو بدناموجنګې جنایتکارانو او جنګسالارانو سره په کور دننه او بهر ډیري پټې ناستي ولاړي خبرې اترې هم ترسره کړي دي .

یرغلګر خپل استعمار ي پلان په لومړۍ ځل څو میاشتې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمن له یوه سیمه یز تلویزیون سره په یوه مرکه کې رابرسیره کړو او وویل ، د امریکا حکومت ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بیلتون رسمي کرښې ګڼی، دا د امریکا متحده ایالاتو پالیسی ده . په بل ځاي کې د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جېمز کنينګم کندهار ته د خپل سفر پرمهال ژورنالستانو ته وویل ، دا څه نوې خبره نه ده، يواځې امريکا نه، بلکې يو شمېر نور هېوادونه هم ډېورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه پېژني .
دامریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر Willim Brunsپه کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ډیورنډ دکرښې
په اړه د واشنګټن رسمي دریځ هماغه دی، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي مارک ګروسمن بیان کړی وو، یعنې د امریکا په اند، دا کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړیواله په رسمیت پېژندل شوې پوله ده .
ورسره په کابل کې دانګریزانو سفیر Richard Stagg د ډیورنډ کرښې په اړه وايي، دافغانستان او پاکستان ترمنځ د څولسیزو راهیسې د ډیورنډ تاریخي سرحدي کړکېچ ، کوم چې دواړه هیوادونوپه اړیکو باندې ډیره ناوړه اغیزه لري، دا کړکېچ دومره پیچلي نه دی چې حل نشي . د انګریز سفیر Richard Stagg د دواړو هیوادو څخه غواړي ، چې دوی باید د دغې تاریخي کړکېچ په اړه جدي خبرې اترې پیل کړي . د ډیورنډ کړکېچ حل به په سیمې کې سیمه ایزه سوله او ثبات به رامنځ ته کړي .
دغه انګریزي ډیپلوماټ په ډګر وايي، چې د ورستیو لسوکالونو څخه مخکې وختو ته په کتوسره، نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه سرحدي پوښتنه ډیره اسانه حل کیداي شي . دانګریز سفیر اشاره داوسني مفسد،کمزوري،دجنګسالار او پښتون ضد انحصاري حکومت ته وه . کوم استعماري پلان د انګریز سفیر
Richard Stagg د ډیورنډ نړیوال کړکېچ دحل په اړه چمتوکړي و، ده د نور جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه .
په دې اړه یو روسي سیاسي کارپوه Alexander Knyazev ، د ډیورند کرښې په رسمیت پیژندلو په اړه دیو توافق لیک یا لاسوند څخه خبر ورکوي ،کوم چې د افغان حکومت یوې ځانګړي پښتون ضد کړې له خوا چمتوکړل شوي وو. دی وايي، دوه کال مخکې د حامدکرزي دحکومت یوې برخي دغه توافق لیک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په توګه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندلو په اړه چمتو کړل شوي وو .

له دې توافق لیک سره به کر زي مجبور کړل شی،چې د افغانستان د اکثریتو وګړو په ځانګړي ډول د ملي پښتنو دسختو نارامیو اومنفي غبرګونو سره مخامخ شي . په ځانګړي ټوګه د هغو وطنپالو، هیواد پالو پښتني کړې یا ډلې له خوا،کوم چې دوی د لراوبر پښتنو افغانانو د بیا یوالي لپاره مبارزه کوي ، دغه پښتانه هغه پښتني سیمې چې اوس دپاکستان تر ولکې لاندي دي، د افغانستان سره بیرته یوځای کول غواړي ، دوی دغه سیمه خپل قانوني، توکمي او تاریخي حق بولي . دپښتنو دغه ستره کړې ،کرزي به له ډیر سختو ،ننګونو ، غبرګونونه او نارامیو سره مخامخ کړي .

روسي کارپوهان او دسیمې پوځي ستراتجیستان په امریکا کې دجوړه شوي امریکا يي پوځې ستراتیجي ته، چې له مخه يي په مرازي شریف کې هم دامریکانو یوه پوځي اده جوړه شوي ،دوی دغې پوځي اډې ته د منځي اسیا د نارامه کولو او بدامني په سترګه ورته ګوري .

د روسې دپوهنیزو چارو د اکاډمۍ او د ختیځ انسیتیټوت غړي Alexander Knyazey په دې اند دی ،چې متحده ایالات تر ټولو لومړني موخه دا ده ،چې په سیمه کې نارامي او بدامني ته لمن ووهي . ده دا هم وویل ، په عمومي ټوګه د امریکا او دناټو په ستراتیجي کې مهم ټکې دمرکزي اسیا،قفقاز اوقزاقستان نارامي شامله ده .
دپاکستان په ستراتجیکې ژوره کې تر ټولو لوی او مهم ټکې لومړۍ له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې مسله . دوهم دستر ورور هند سره دکشمیر لانجه او دټومي جګړې ګواښ . دریم د مرکزي اسیا بازارنو ته د پاکستاني سوداګریزو مالونوتګ راتګ ته لاره موندل دي .
د پاکستان تر ټولو لویه ستونزه له افغانستان سره د ډیورنډ نه منل شوي کرښه ده، دا غوښتنه په وارو وارو د پاکستاني چارواکو له لوری په یوه او بل ډول تکرار شوې او په ډول ډول پلمواو چلونو دوی غوښتی، چې په یوه ډول دې کرښې ته رسمیت ورکړي . پاکستان دا غوښتنه څوڅو ځلي د طالب له مشرانو څخه هم کړي وه .
یوڅوموده مخکې په دې اړه دنیویارک په ښار کې د افغانستان ، انګلستان او پاکستان د جګپوړو پریکړه کوونکو چار واکو درې ارخیزه ناسته راوغوښتل شوي وه .
افغان ولسمشر منلي، چې پاکستاني پنجابي واکمنو په رسمي ناستوکې له ده سره د ډیورنډ کرښې موضوع مطرح کړي،اما دافغان چارواکو له خوا پر دغې موضوع خبرې رد شوي دي . په بل ځای کې دافغان حکومت چارواکې وايي،چې دپاکستان حکومت په خپلوخبروکې اکثره په غیر مستقیم ډول اوکله ناکله هم په مستقیم ډول دغې موضوع ته اشاره کړي ،خو موږ په ځواب کې یاهېچ هم نه دي ویلې او یا مو ورته ویلې، چې دا موضوع د بحث موضوع نه ده .
د دغې دري اړخیزې ناستي مهم اوپیچلي ټکې دکابل او اسلام اباد ترمنځ دستراتیجیکې تړون موضوع وه. ددغي موضوع په اړه دواړو هیوادنو په سیاسي کړیوکې ډول ډول سیاسي بحثونه وشول او په ډلیزو رسنیو کې غبرګونونه وښودل شول . که څه هم دغه کړې د دواړو هیوادنو ترمنځ د امنیت په اړه ستراتیجیک تړون او ګډه همکاري مهمه بولي، دوی په دې اند هم دي ،چې د دواړو هیوادو ترمنځ دسرحدي کړکېچ حل ، هواري دګډې همکاري اودافغانستان د ثبات لپاره لومړني شرطونه دي .
ډیرې افغان کارپوهان په دې انددي ،چې دواړه هیوادونه مجبوردي، لومړۍ د اعتماد فضا رامنځ ته کړي . دوی دا هم وايي ،هرهغه هیواد چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیجیکي اړیکو غوښتونکې دی ، هغه هیواد مجبور دی ،لومړۍ د دواړو هیوادو ترمنځ سرحدي کړکېچ دافغانستان د قانوني او تاریخي روا غوښتونو په پام کې نیولوسره حل کړي .
د افغانستان په سیاسي بحثونو کې د ډیورنډ کرښه یوه تیوریکې فرضي کرښه ده او د هیواد په سیاسي ادبیاتو کې دغه کرښه یوه تحمیل شوي سره کرښه بلل کیږي .
په ۱۸۸۳ کال کې د ډیورنډ سرحدي کرښه د امیر عبدالرحمان خان او په هند کې د انګریزانو د بهرنیوچارو وزیر سرمارټمور ډیورنډ ترمنځ ، چې دامحال دامیر حکومت د بریتانیا دکولونیال ځواک تر قیمومیت لاندې و، د یوتوافقلیک له لارې د کاغذ پرمخ د ډیورنډ کرښه د لوی افغانستان ترمنځ په یو ډیر خورا نازک او حساس وخت کې لکه د افغانستان د همداوسنیو حساسو جنګې حالاتو په څیر ویستل شوه .

کله چې ستر هندوستان خپلواکي ترلاسه کړه ،ورسره سم افغانستان ته نوی سیاسي پرابلم پاکستان رامنځ ته شو . افغانستان له پیله پاکستان دیو خپلواک هیواد په څیر په رسمیت ونه پیژند .دافغانستان دهغي مهال شاهي دولت د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پیژندله . له همدې امله ترنننه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکېچ شتون لري . کله کله دغه کړکیچ دواړو هیوادنه د سیاسي او پوځې جدي پرابلومونو سره مخامخ کوي . افغانستان په دغه لاره کې ستره مادي او معنوي قرباني وړکړي . دډیورنډکرښې کړکېچ د لراوبر پښتنو افغانانو دسر بقا او نړۍ کې د دوی دتاریخي شتون لپاره یوه یوطرفه حیاتي جاده ګرځیدلي ده .
دلراوبروپښتنو غم اوخوشحالي په ګډه دي ، دوی تل خپل دوښمن په ګډه په ډیره ښه توګه په ګڼدو کړي دی .د پښتنو افغانانو دواړه غاړې په دې ښه پوهیږي، چې نړیوال کلي کې دپنجاب له خوا ددوی ترمنځ د ویشلتوب اوبیلتون لړې ورو ورو دپښتون ستر ولس د ابدي مرګ لامل ګرځي .
او س یو ځل بیا د لندن پریکړه کونکې چارواکې اودمکنا ټن پوځ لمسیان په سیمه کې را جوت شوي دي ، ترڅو دافغانستان سیاسي ، جغرافیايي برخلیک ټاکوونکې جوړښت وټاکې . دوی دخپلي زبرځواکې اغیزې څخه په ګټه اخیستني سره هڅه کوي ، د لندن واشنګټن او اسلام اباد ناکامه تور پلانونه کوم، چې د لویدیځ ګټې او انټرس په سیمه کې تضمینوي ان د پوځي زور له لارې هم پلي کړي .
متحده ایالات ، انګلستان او پاکستان د خپلو شومو پلانونو د عملي کولو لپاره له یوې خوا نا امنیوا نا اراميوته لمن ووهي،له بلخوا غواړي افغانستان په څوبرخو وویشي یا د افغانستان تجزیه ته لاره هواره کړي .
دا د لویدیځ له دوه مخي سیاسي تکتیکونه څخه دي ،تر څودوی په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته تر ډیرو نورو کلونو مشروعیت ورکړي . په دې برخه کې د لویدیځ ډله ایزه رسنۍ د افغانستان د امنیت په اړه ګډوډې او ضدونقیض تبصرې خپروي . له یوې خوا لیکې ،د ناټو پوځونوله وتلو سره سم ،په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل کیږي . په همدې اړه د لویدیځ پوځې، امنیتي او سیاسي انسیتیټونو اود متحده ایالاتو پوځې کړي ټول په یوه خوله دي، چې د امریکایانود وتلو سره سم طالبان به بیا دغه هیواد تر خپل کنټرول لاندې راولي .

دساري په ډول امریکايي ورځپاڼه واشنګټن تایمز ، افغانستان کې د نا ټو دځواکونو مرستیال بولندوي انګریزې مل پاسوال Adrian Bradshaw له خولې لیکې، دی له افغانستان څخه په بیړه د نړیوالو ځواکونو د ژر وتلو ته ګوتڅڼدنه کوي . د متحده ایالاتو د فاع وزارت یا پنتاګون له دغې حالت څخه ګټه اخلي او د کال تر پایه به درې زره نوي امریکايي سرتیرې په دوو جوپو کې افغانستان ته واستوي . تر څو د افغانستان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي .
انګریزانو او امریکایانو نن د ډیورنډکرښې په اړه دپنجاب په ګټه خپل سیاست دافغانانود ملي ګټوپرخلاف بدل کړي، ورسره به ورو ورو د دوی نورې نوي ناولې څیرې، دسیسې او معاملې را څرګندې شي . امریکايي جنرالان غواړي، له پاکستان سره د افغانستان دامنیت او دخپلو پوځونوخوندې کولو په اړه یوه پټه سیاسي تکتیکي معامله وکړي .
هغه مهال کله چې د افغانستان او پاکستان لپاره د سپینې ماڼۍ پخواني ځانګړي استازي مارک ګروسمن د ډیورنډ د رسمیت پېژندنې خبره کړې وه، په دې اړه دلوی افغانستان دلراوبر پښتنوافغانانو او همداراز په پښتونخوا کې دپښتنوملتپالواو سیاسي فعالانوله خوا سخت غبرګونونه وښودل شول .
د ډیورنډ کرښې په نښته کې دیو افغان سرتېری د وژل کیدو سره د ټولو افغانانو غوسه او قهر راوپارولوشو ، ورسره جوخت په کابل کې دمدنې ټولنو غړو او نورو لسګونو افغانانو په ټول افغانستان کې پاکستان وغندو او پر ضد لاریونونه تر سره کړل .دافغانستان په ډیرو ښارنو کې سلګونو تنو د افغان ځواكونو په ملاتړ او د پاکستان پر ضد لاريون وکړل او د هغه هېواد بيرغ يې لومړى تر پښو لاندې او بيا يې وسوځاوه .
ورسته له دې چې امریکايي ګړوسمن اونورامریکايي او انګریزي چارواکو ورستۍ څرګندونې وکړي، د هیواد دننه او بهر د بیلابیلو افغاني کړیو پراخ غبرګونونه راوپارول او له امریکايي سفیر نه يې د خپلو خبرو بیرته اخیستلو غوښتنه هم وکړه . په دې کې هېچ شک نشته،چې د ډیورنډ کرښه د لوی افغانستان دغمیزي پای ، دپنجاب واکدارنود لاسوهني پای،دسیمې د امنیت ،سولې اړ د اقتصادي ودې اصلي کیلي ده.