ويپانگه (اصطلاحات)
ياداښت: په دې ليکنه کي به درانه لوستونکي له يو شمېر مغلق ويينو(لغاتونو اواصطلاحاتو)سره مخ سوي وي دلاپوهېدني لپاره هڅه سوې ترڅو ټولو نا اشنا اصطلاحات واضح او مانا سي.
١:Ashur آشور؛ديو رب النوع نوم او ورسره دهغه قوم نوم دى چي په (بين النهرين) کي اوسېدل دا نو په خپل وار د(آشتوروب) څخه اخيستل سوى چي دهمدې قوم دلوى رب النوع نوم ؤ.
٢:Ashur Banipal آشور بانيپال؛ دآشوريانو دقوم يو پېژندوى پاچاه ؤ دنوموړي دوره داشوريانو داعتلا(لوړالي ) اومجد(کوښښ ) دوره وه.
٣:Enlil آنليل؛ په سومري مذهب کي دباد او باران رب النوع ؤ.
٤:Amar Aphil آمرافل ؛دحمورابي(حمورابي) پلار ويل کيږي چي دحضرت ابراهيم ع دوخت سړى ؤ.
٥:Ishtar ايشتار؛ دلرغونو بابليانو يو الهه وه چي دښځينه ؤ د اساساتو خداى بلل کېده.
٦:Anu آنو؛دآسمان رب النوع او د (اور) دښار خداى و.
٧:Polythism پوليتيزم؛هغه مذهبي سيستم ؤ چي پر يوه ځاى به دڅو خدايانو لمانځنه کېده.
٨:Patisi پتيسي؛دهغه محلي حاکمانو لقب ؤ چي په سومري دوره کي يې په ښاري دولتونو کي حکومت درلود.
٩:Tammus تموز؛په لرغونې بابلي دوره کي دکښت دښېرازۍ خداى ؤ.
١٠:Hammurabi حمورابي(=همورابي)دبابليانو مشهور پاچاه چي قوانين يې له ډېر شهرته برخمن وه.
١١:Dungi ؛دونگي چي د دون ژي په نوم هم ياد سوى دى دسومريانو يو مقتدر پاچاه ؤ.
١٢:Zigorat زيگورات ؛ هغه پوړيز برج چي د اوو پوړو څخه په خامه خټه په بين النهرين کي دمعبد په څنگ کي جوړېده.
١٣:Jopeter جوپيتر؛ يامشتري دنوي بابليانو يو ډول خداى .
١٤:Sir Jan Marshal سرجان مارشال؛ انگريز پوه دى چي په کال(١٩٢٤-م) په هند کي د (هراپه) او (موهنجودارو) دلرغوني مدنيت په کشف بريالى سو.
١٥:Sargon سارگون؛دسامي نژاد ډېر لوى پاچاه چي پربين النهرين يې واکمني کول.
١٦:Shamas شاماس؛په سومري دوره کي د لمر اوعدالت خداى ؤ.
١٧:Shush شوش؛ دعيلاميانو پلازمېنه (په اوسني په پارس کي) چي دآشوريانو دپاچاه (آشوربانيپال) په لاس وران سو.
١٨:Shango :شانگو؛په سومري دوره کي د ديني معبدنو ساتونکى.
١٩:فرار بابلي: د(٥٨٦ او ٥٣٩ ق.م) ترمنځ تېټې چي ديهوديانو په تاريخ کي په همدې نامه ياديږي داهغه وخت دى چي بابلي (نبوچتنزار) د جرمني هټلر په څېر بې شمېره يهوديان ووژل اويا يې له اورشيلم(بيت المقدس)څخه بابل ته بوتلل.
٢٠:Kassites کاسيان يوهندواروپايي قوم دى چي داوسني کردستان او زاگروس په غرونو کي سې مرکز وو اوپه (١٧٥٠ ق.م) کي يې دحمورابي دپاچاهۍ لړۍ ته دپاى ټکى کښېښود دپښتون ټبر پیژندوکي يې د پښتنو اوسني کاسیان بولي .
٢١:Gilgamesh گيلگميش؛ دهغي حماسې نوم دى چي دبابليانو په دوره کي رامنځ ته سوې ده.
٢٢:Monotheism ميزوپوتاميا؛ دبين النهرين لاتيني نوم دى.
٢٣:معبدسرفراز:دهغه معبد نوم چي دلرغونوبابليانولخوا د(مردوک) رب النوع لپاره جوړ سو ؛بيله تشبه دبين النهرين دوگړو لپاره يې دکعبې حيثيت درلود.
٢٤:Marduk مردوک؛دلرغونو بابليانو دوخت ډېر لوى رب النوع او په ځانگړې توگه دبابل خداى وو
٢٥:NaBanda نوباندا؛د دربار مباشر(مديرمسؤل ) چي په سومري دوره کي يې د دربار او هيواد چاري په غاړه لرلې.
٢٦:Nenjezida نين جيزدا؛د بين النهرين دوگړ د دين د جنگ او باران رب النوع وه.
٢٧:Ninjezida دبين النهرين د وگړو الهه چي دمار په بڼه وه.
٢٨:Nenlil ننليلدانليل ميرمن په سومري دوره کي دطوفان خداى و.
٢٩:Nargal نرگال ؛ په لرغونې بابلي دوره کي د وبا خداى.
٣٠:Neneveh نينوا؛په بين النهرين کي دآشوريانو مرکز و.
٣١:Nebuchatenzar نبوچتنزر؛دنويو بابليانو او کلدانيانو پېژندوى پاچاه و.
پايليک:
1 Nobanda.
2 Guiti.
3 Ornamo.
4 Dungi.
5 Amorabi – Hammurabi.
6 Larsa.
7 Rimsin.
8 Abi shwa.
9 Alima elium.
1Mursil
2 Shama
3 Sham shi Adad
4 Adad nirari- U
5 Sin Khreeb
6 Assar hdan.د علاميانو مرکز په پارس يا اوسني ايران کي وه چي د اسور پاچا بانيپال لخوا وران سو
7 Nebu Pulssar
اخځليک:
١:پوپل پوهندوى استاد عبدالباقي ،تاريخ تمدن هاى قديم شرق،انتشارات جهان دانش،سال ١٣٨٨خورشيدي.
٢:ده بزرگي غلامحسين،تاريخ ادبيات جهان ازآغازتاسده هاى بيستم،انتشارات زوار،چاپ دوم ١٣٨٧خورشيدي.
٣:توفيقي حسين،آشنايي با اديان بزرگ جهان،موسسۀ فرهنگي طه ومرکزجهاني علوم اسلامي،چاپ يازدهم ١٣٨٧ خورشيدي.
٤:آزادگان دکترجمشېد، تاريخ اديان ابتدايى وقديم،سازمان مطالعه وتدوين کتب علوم انساني دانشگاهها (سمت)چاپ چهارم ١٣٨٩ ٠خورشيدي.
٥: اريانا دايرت المعارف ، اول ټوک.
٦: اريانا دايرت المعارف دريم ټوک.
٧:محقق زمرى منډيگک او دهغه اړيکه دبين النهرين سره،دوهم چاپ. (ترجمه دکترعبدالحسين آذرنگ) ٨Lucas Henry stehen A History of civilization -1
٩http:fa .www.wiki pedia .org.
١٠www.google.com
١١www.Tarikhema.ir
١٢:تاريخ قديم ايران.
١٣:تاريخ مصر.
١٤:تاريخ بين النهرين.
۱۵ : کهزاد احمد علي ،د افغانستان لرغونی تاریخ ،لومړی او دوهم ټوک تاریخ ټولنه .
پاى