يو کينه ناک ، سخت زړی او کرکجن سړی محروميتونو اړويست چې ښار پريږدي او غره ته پورته شي، لږ وخت چې تېر شو د ښار مزې او رڼاګانې يې بيا پر زړه راوورېدې ، له غره راښکته او مخ پر ښار شو په لارو ، کوڅو ، مسجدو، ښوونځيو او روغتونونو کې يې په سلګونو ماشومان، سپين ږيري، ښځې او ځوانان له يوې مخې لکه قصاب له تېغه تېر کړل٠
غوښتل يې چې ارګ ته ورننوځي او تاج پر سر کړي ، خو خلک ورپسې شول او چيغې يې کړې : خونخوار دی ، قاتل دی قاتل دی ٠
قاتل نه غوښتل چې ژوندی ونيول شي ، نو ځکه يې په ځان پسې پلونه نړول او ړنګول په مهارت به وتښتېد او خلک به ډک زړه پاتې شول٠
قاتل ځان ډېر پټ او خوندي ساته خو د بې وزلو خلکو ازار ورپسې و٠ يوه ورځ يو زهرجن غوماشی خدايزده د نړۍ له کومې جزيرې راغلو او قاتل يې له خپلې څمڅې اخري ارمګاه ته ور ولېږه٠
د ښار زړه سوانده پاچا چې خبر شو ډېر خوابدی شو ، د تندي پر خولو يې ټوله رېښمينه چپن او نرم قرقل لامده شول ژر يې فرمان صادر کړ: دومره وينه تويونه او انسان وژنه اسانه او د بزدلانو کار نه دی ٠ داسې زړورو انسانانو ته قاتل نه بلکې اتل او ملي اتل بايد وويل شي او عکسونه يې هم بايد په لارو او چوکونو کې وځړول شي٠ يوه لسيزه وشوه چې د قاتل تش تصوير د مقتولينو پر ښار بېغمه پاچاهي کوي