پارلمان کې مهمه غونډه وه وزيران , وکيلان او نور چارواکي ټول راټول شوي ول چې ناڅاپه يوه ډله ټوپکوال راننوتل او غږ يې کړ: چا چې دې وطن او خلکو ته په رښتيا او صداقت خدمت کړی وي نو لطف دې وکړي او دې سرې دروازې سره دې ودرېږي او هغو چې خاص خدمت يې نه دی کړی هغوی دې ټول د شنې دروازې سره راټول شي ٠ هو او هغو چې ظلم ، زور او خيانت کړی ټول دې ځای پر ځای ودرېږي او ښوريږي دې نه ٠
وخت بېخي نشته يوازې شل ثانيې لرئ چې پخپلو تېرو کړنو فکر وکړئ او بيا خپلو ټاکل شويو ځايونو کې ودرېږئ ٠ زموږ سره د حقايقو او سپيناوي يوه قاعده او فارمول شته هر چا که د درواغو او خطا ايستلو هڅه وکړه جزا يې مرګ دی٠
زلمي له ماشې لاس راپورته کړ او خپل ساعت ته يې کتل له شلو ثانيو مخکې مخکې هر سړی په خپل خپل ځای ودرېد٠
اکثرو وزيرانو ، وکيلانو او چارواکو چې فکر يې کاوه دوی ډېر خدمت کړی سرې دروازې سره راټول شول يو نيم وزير ، وکيل او معيين چې د خپل ضمير پر وړاندې په خپل کړي خدمت قانع نه ول نو دحکم سره سم شنې دروازې سره پرېشانه ودرېدل٠
فقط يو دوه کسان چې د اولس پر وړاندې يې وجدان د خيانت احساس کاوه ځای پر ځای ودرېدل ٠
زلمي ټوپکوال لومړی سره دروازه پرانيسته چې د شا پر دړه يې مفسدين او خانينين ليکل شوي ول دروازې سره جوخت څو خره او شا او خوا ډېر خلک د نندارې په انتظار ولاړ ول ، مرکب لږ او دوی ډېر شول نو ځکه زلمي دوه دوه پر يوه سپرول خلکو خندل او چيغې يې وهلې مفسدين مفسدين.
زلمي دويمه او شنه دروازه پرانيسته د شا پر دړه يې رښتيني خلک ليکل شوي ول دلته هم بلا ډېر خلک د نندارې دپاره ولاړ ول زلمي دا څو ښاغلي راويستل او پر زين کړو اسونو يې کښېنول خلکو لاسونه پړکول او ګلان يې شيندل ٠
زلمی بېرته ننوت او د خيانت پر مقام له دوو ولاړو کسانو يې پوښتنه وکړه چې څه خيانت يې کړی ؟
يو تن اشپز و او دا بل ملازم و٠
اشپز ويل : زه هره ورځ ددې ځای نه خپل کور ته سپوره ډوډۍ وړم دولت د اشپزۍ تنخوا راکوي او زه د بيت المال سره خيانت کوم٠
ملازم هم په رېږدېدلي غږ وويل : زه هم دهمدې ځای نه کله چای اوکله خوږه کور او خپلو بچو ته وړم او خپل ملت سره خيانت کوم٠
زلمی دهمدوی سره بېرون راووت خلکو رامنډې کړې او درېواړه يې پر اوږو سپاره کړل او ما ژر د شکر سره سمه توبه وويسته چې د سرې دروازې له ازموينې بچ شوم ٠