نامسلمان غل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57101
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2013-09-28

 

 


 دکار خنډ
 ما ویل یو بیکاره وزیر ته په پند
 په دومره پيسو دي جوړ نه کړ یو بند
 ول زه دهمدې لپاره مقرر سوی یم
 چې دبندودجوریدو سم خنډ اوځڼد
***
نا مسلمان غل
 په دار وځړید یو افغان غل
 دولت هغه باله نا مسلمان غل
 دولت په کوشنیو غلو شرمیږي
 ځکه هغه بې شرم و د یو نان غل
***
د سپو قدر
 پخواد غلو لپاره ساتل کیدل سپي
 اوس دلته غله خپله غلاکوي سپي
 سپي دننه کوټه کې ساتل کیږي
 هرڅوک پاسباني کوي دخپل سپي