د مېز پر سر اېښی مبایل وشرنګېد، را وامې خیست، سترګو ته مې ونیو، زما همکار زلمی و.
دی وارخطا مالومېده، له سلام او ځواب پرته یې راته وویل:
ـ انجنیر صیب! په دروازه کې چې هرڅوک دي ورته ووایه، چې زما موټر تلاشي نه کړي، یو پټ راز دی، دومره باور راباندې وکړه، دا راز له تا پرته بل چاته نه شم ویلای.
ځواب مې ورکړ:
ــ سمه ده، خو هسې نه چې په کوم غم مې وانه ړوې.
ډاډ يې راکړ، مبایل مې بېرته د مېز پر سر کېښود، په دروازه کې ولاړې غرفې ته مې زنګ وواهه.
لږ ځنډ وروسته د شعبې دروازه را وټکېده، ومې ويل:
ــ راځئ مهرباني وکړﺉ.
د دروازې له خلاصېدو سره مې په زلمي سترګې ولګېدې، رنګ یې ژېړ ؤ، تور ښځينه د سينګار بیک يې د مېز پر سر کېښود.
يوه شېبه دواړو پټه خوله یو بل ته کتل، په چوکۍ د کېناستو اشاره مې ورته وکړه، ورو مې وويل:
ــ خیرت دی؟ تا خو ویل چې نن په ساحه کې کار نه لرم، اجازه دې واخیسته، چې کومې خواته لاړ شې او چکر ووهې؟
سترګې یې راپورته کړې:
ــ لاړم، چکر مې وواهه او دا دي بېرته راغلم.
په پوښتونکي نظر مې ورته وکتل:
ــ دومره ژر؟ دا بیک د چا دی؟ سمه کیسه راته وکړه، خبره څه ده، کوم غم دې نه وي راوړی!
زلمی په چوکۍ کې راسم شو:
ــ انجنیر صیب خدای مې پردې وکړې، نیږدې و، په لوی غم واوړم، په لاره کې یوې ښځې موټر ته لاس راکړ، یوازې وه، زړه مې ورباندې وسوځېد، د شا سېټ ته را وخته، ورته ومې ويل، خاله کومې خواته ځې؟
ځواب یې راکړ:
ــ ته یو ځل حرکت وکړه، بیا به درته ووایم.
موټر ته مې حرکت ورکړ، آینه مې سمه کړه، ورته ومې کتل:
ــ دا یې حرکت، اوس خو ووایه، چې کومې خوا ته ځې؟
له چادرۍ څخه یې لاسونه را وایستل، تک سپین ښکارېدل، له چپې اوږې نه یې بیک را واخیست او په خپلو ورنونو یې کېښود، په خندا يې ویل:
ــ که دا پوښتنه له تا څخه وکړم؟
د دې د لاسونو په لیدو سره، په خیال کې ډېر څه راتېر شول، په زړه کې په خبرو شوم، لاسونه خو یې ښایسته دي، تک سپین دي، خبرې یې هم ډېرې خوږې ښکاري، مینه ناکه ښځه مالومېږي، خدای خبر چې نوره به څنګه وي...
له ځانه سره په همدې سوچونو کې وم، چې ښي مټ ته مې یې لاس راوړ، ويې ويل:
ــ ولې بې ځوابه شوې، که په کوم چرت کې لاړې؟
ټکان مې وخوړ، په اینه کې مې ور وکتل، چادري یې پورته کړې وه، په ځان يې خواري ايستلې وه، ښکلې او جذابه ښکارېدله. ورته ومې ویل:
ــ اممممم نه چرت نه وهم، هسې زه هم نن چکر ته راوتلی یم، کوم ټاکلي ځای ته د تګ نیت نه لرم.
په شوڼدو یې موسکا وغزېده:
ــ څومره ښه، څه کاروبار او مصروفیت؟
سترګې مې د آینې په خوا ورپورته کړې:
ــ په یوه ساختماني شرکت کې کار کوم، تاسې څه کاروبار کوئ؟
ــ ازاد کار کوم.
ومې پوښتل:
ــ پوه نه شوم؟
ویې ویل:
ــ خیر دی، دا خبرې پرېږده، اوس دا ووایه چې معاشونه مو څنګه دي؟ پیسې لږ لرې که ډېرې؟
غاړه مې تازه کړه:
ــ څه ووایم، ښه یو ګوزاره مو کېږي، خو پیسې کوم ارزښت نه لري.
په زوره یې وخندل:
ــ مصرفوې یې کنه؟
ځواب مې ورکړ:
ــ هو ولې نه، خو چې ځای یې راشي، پیسې خو دي د مصرف لپاره، که نور نه وي، ستا لپاره خو به یې مصرف کړم، موټر مې ودراوه، مخ مې ور واړاوه.
ــ را ځه د مخ سېټ ته نه راځې؟
بیک یې د موټر د ګېر تر څنګ کېښود، د مخ سېټ ته راغله، له بیک څخه یې مبایل را واخیست، یوه شمېره یې پکې ولیکله، او په خندا یې راته وویل:
ــ ښه وایه نور څنګه یې؟
موټر ته مې حرکت ورکړ، بد نه یم.
لاس یې زما په ورانه کېښود، ویې خوځولم، ویې ویل:
ــ یوې خبرې ته مې ښه غوږ ونیسه.
ــ امر کوه، څه فرمایش لرې؟
په تریو تندي یې راته وکتل، مخ ته مې یې یو کارت ونیو، په امنیت کې یم، دوې لارې لرې، یوه دا چې په جیبونو کې دې چې څومره پیسې دي ټولې را وباسه او بله دا چې، پولیسو ته زنګ وهم، ورته وایم، چې په سپکه يې راته وکتل.
په بدن مې لړزه راغله، زندان، بد نوم، په ټولنه کې په ټیټو سترګو ژوند کول، دا هرڅه مې سترګو ته ودرېدل، ورته ومې ویل:
ــ دا ته څه وایې، اعصاب دې خراب دي، که څنګه؟ دا سې مه کوه، که غریبه یې نو همداسې به در سره مرسته وکړم، خو دا کار ښه نه دی، هم ستا نوم بدېږي او هم زما.
په تونده لهجه یې راته وویل:
ــ خبرې مه کوه، زما د پوښتنې ځواب راکړه، کومه یوه را سره منې؟
ارزان قیمت ته یو څه لاره پاتې وه، له بازار څخه وتلی وم، تر شا او مخکې مې موټر نه ښکارېدل، د موټر سرعت مې کم کړ، نېژدې ؤ، چې ودرېږي، زړه مې وکړ، په یوه لاس مې د دې د خوا دروازه خلاصه کړه او په بل لاس مې په ټول قوت دا ټېله کړه، له موټر نه ولوېده، دروازه مې را بنده کړه، کليمه مې وویله او د موټر په اکسلېټر مې پښه ټینګه کړه.
له وېرې مې ترشا هم ور ونه کتل، دفتر ته نیږدې شوی وم، چې په بیک مې یې سترګې ولګېدې، وارخطا شوم، لکه چې اوس هم دا راسره ناسته وي، او خدایه! دا بیک اوس څنګه کړم، د دې بازار په منځ کې خویې غورځولی هم نه شم، ژر مې له غاړې څخه دسمال راخلاص کړ او بیک مې پکې ونغښت، تا ته مې ځکه زنګ وواه، چې نور څوک راباندې پوه نه شي او په موټر کې د ښځې د سينګار بیک ونه ویني.
پای
۰۸ـ ۰۷ـ ۱۳۹۲