نړیواله ټولنه او پښتانه ـ لومړی برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57156
ایمل څړوال
دخبریدو نیټه : 2013-10-03

 

 پښتانه د ډیورنډ د کرغېړنې کرښې دواړه غاړو ته د پښتنو ټول وژنه ښه په درځ کې روانه ده، د پښتنو د سر سړي وژل کېږي، پوهنیز بنسټونه (ښوونځي او پوهنتونونه)، ټولنیز بنسټونه، کلتوري ارزښتونه (پګړۍ، د ښځو ملي کالي)، سړکونه، روغتیاي مرکزونه، پلونه، پلچکونه او حتی فکري جوړښتونه یې له منځه وړل کېږي.
دا خبره هم باید په څرګند ډول وکړو چې پښتون ټبر په ضد دا ټولې کړنې د پاکستاني پوځ، استخباراتو (آی. ایس. آی) او سیاست مدارانو رسمي تګلاره او کړنلاره ده.

له دې خبرې هیڅ هوښیار انسان انکار نه شي کولی چې پاکستان یو غیرې طبیعي او غیرې منطقي جغرافیوي جوړښت دی، پښتانه نیم د ډیورنډ د کرښې هغه غاړه ژوند کوي او نیم په خپلواک افغانستان کې، په پاکستان کې د پښتنو ټول سیاسي، ټولنیز، کلتوري او پوهنیز حقوق د پاکستان د جوړېدو له ورځې په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کېږي، د پښتنو ژبه، کلتور او ټولنیز ارزښتونه په شعوري ډول څنډې ته شوي او په قصدي ډول له پامه غورځول شوي او غورځول کېږي.
پاکستان له لویه سره د یوې استعماري او تپل شوې پریکړې پر بنسټ را منځ ته شوی وو، ځکه خو په ۱۹۷۱ کال کې دوه ټوټې شو، اوسنې پاکستان هم ځکه د ویش د ګړنګ په سر ولاړ دی، چې د افغانستان او هند په ځکه جوړ شوی.
مونږ ځکه وایو چې پاکستان د استعمار له لوري رامنځ ته شوی هیواد دی، چې د هند له ویشلو وروسته د پاکستان واک هغه چا ته ورکړل شو چې هیڅکله یې د برطانوي استعمار پر ضد مبارزه نه وه کړې (نه سیاسي او نه هم وسلواله مبارزه) پاکستان د شوروي اتحاد د پراختیا غوښتونکي سیاست او دریځ د مهار کولو لپاره رامنځ ته شوی هیواد دی، مګر د استعمار د دې موخې لپاره پښتون ولی قرباني کړای شو؟
 د پاکستان په جوړیدلو سره برتانوي استعمار دوه موخې لرلې:
۱- له پښتنو څخه غچ اخیستل، ځکه همدا پښتانه وه چې د برتانوي استعمار په وړاندې د غره په شان ودریدل او تر هغه یې په کرار پرینښودل تر څو یې چې له سیمې وتلو ته اړ نه کړل.
دا د پښتنو سیاسي (د خان عبدالغفار خان او خان شهید عبدالصمد خان مباره) او وسلواله (له انګریزانو سره د پښتنو وسلواله مبارزه په افغانستان، پښتونخوا او هندوستان کې) مبارزه وه چې انګریزان یې له پښو وغورځول، سیاسي او پوځي قوت یې کمزوری شو او له هند څخه د وتلو پرته ورته بله لار پاتې نه شوله.
۲- د شوروي اتحاد د پراختیا غوښتونکي سیاست مخنیوی، برتانویانو د پخواني شوروي اتحاد د پراختیایي هڅو او سیاست د مخنیوي لپاره یو داسې هیواد ته اړتیا لرله چې د سیاسي اسلام په نوم را منځ ته شوی وي (د پاکستان څو چنده مسلمانان اوس هم په هند کې ژوند کوي) نو ځکه مونږ ویلی شو چې دا هیواد یواځې د اسلام په نوم جوړ شوی وو، نه د مسلمانانو لپاره.
په ۱۹۴۷ کال کې چې له هندوستان څخه کوم اردو ژبي کډوال دې نوي را منځ ته شوي هیواد ته راغلل، په دې سیمه (پاکستان) کې یې هیڅډول تاریخي مخینه نه لرله او یواځې د پاکستان د ټولو وګړو له ۳٪ تر ۵٪ یې تشکیلوله.
دوی له هماغه لومړۍ ورځې د هغه ملت پاله مشرانو او رهبرانو په نیولو او زنداني کولو لاس پورې کړ چې له انګریزي استعمار سره یې ډغرې وهلې وې او یا یې ورسره سیاسي مبارزه کړې وه.
په دې ډله کې له پښتونخوا څخه فخر افغان باچا خان، له سویلي پښتونخوا څخه خان شهید عبدالصمد خان، له ختیځ پاکستان (اوسني بنګلدیش) څخه عبدالحميد باشاني او له سند څخه جي. ایم. سید د یادونې وړ دي. مګر له ټول پنجاب څخه یو کس هم زنداني نه شو، په هغه وخت کې د پاکستان د ټولو وګړو ۲۵٪ پنجابیان وه، مګر په دولت، پوځ او څارګرو ادارو کې پنجابیان ۸۰٪ وه، پر دې بنسټ ویلای شو چې پاکستان له هماغه لومړۍ ورځې د پنجابیانو او ګډوالو او د دوی د منظمو او شعوري ډلو له لوري یرغمل شوی وو.
د پښتنو په ځپلو سره برتانیه خپلې یوې موخې ته ورسیدله، بلې موخې ته په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوري اتحاد د یرغل په کلونو کې ورسیدله، شوروي اتحاد ړنګ شو او نړۍ د کمونیزم له غمه خلاصه شوه.

د ملت پالو مشرانو له نیولو او زنداني کولو وروسته د پاکستان ټول واک همدې روزل شو اجنټانو ته په لاس ورغلو.
دا برتانوي جاسوسان چې په شمېر کې ډیر کم وه، د ملت پالو مشرانو له نیولو او زنداني کولو وروسته د ټول پاکستان واکداران شول او خپله اردو ژبه یې په هغه ټولو وګړو په زور د ملي ژبې په توګه ور وتپله چې په دې نوې جغرافیوي محدوده کې اوسیدل.
کله چې به ۱۹۷۱ کال کې په ختیځ پاکستان (اوسني بنګلدیش) کې عوامي لیګ ټاکنې وګټلې پنجابیان دې ته تیار شوه چې پاکستان وویشي خو د واک له ویشلو یې ځکه ډډه وکړه چې په ګډ پاکستان کې پنجابیان اقلیت وه، په هغه وخت کې د ټول پاکستان ۵۶٪ وګړي د ختیځ پاکستان پورې تړلي وه او د لویدیځ پاکستان ټول وګړي یواځې ۴۶٪ وه، پنجابیانو پاکستان وویشلو خو د ولس پریکړې ته یې غاړه کینښودله چې د حکومت واک بنګالیانو ته وسپاري، د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې بهټو وکارولو (چې یو غیر پنجابی وو) او وروسته یې بیا په سولۍ وخیژولو.
بهټو ځکه ووژل شو چې پنجابی نه وو، د پاکستان د سترې محکمې د پریکړې پر بنسټ بهټو ته د مرګ سزا ورکړل شوه، خو یو پنجابی لمړی وزیر نواز شریف د په دار ځړولو پر ځای سعودي عربستان ته واستول شو تر څو هلته خپل شاهانه ژوند ته دوام ورکړي.
که لږ ځیر شو، کله چې به ۱۹۷۳ کال د پیپل پارټۍ حکومت په بلوچستان کې د نیپ (نیشنل عوامي) حکومت له منځه یوړ، او د بلوچستان والي (ګورنر) مير غوث بزنجو او د پښتونخوا ګورنر ارباب سکندر یې ګوښه کړل، نو پاکستاني پوځ، پنجابیانو، په نوم پښتنو او پاکستانۍ ادارې هیڅ ډول غبرګون ونه ښود، مګر کله چې د پاکستان اوسنی لمړی وزیر نوازشریف او د هغه ورور شهباز شریف د پاکستان د سترې محکمې له لوري په ټاکنو له برخې اخیستلو څخه منع شول، د هغوی لپاره بیا هیڅ ډول قانون شتون نه درلود، د اسلام آباد لور ته یې د یو اوږد لاریون تابیا ونیوله، هغوی ایله تر ګجرانواله پورې را رسیدلي وه چې ټولې غوښتنې یې ومنل شوې.
حتی د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري امر ونه منلو چې ورته ویل شوي وه نوازشریف له لاریون څخه را وګرځوي، ولی؟؟؟؟؟ ځکه چې په پاکستاني پوځ کې ۸۰٪ پنجابیان دي.
اوسني حالات:

له دې خبرې هیڅوک هم انکار نه شي کولای چې د ډیورنډ د کرغېړنې کرښې دواړه غاړو ته د پرتو پښتنو ریښتینی پلرنی او مورنی هیواد افغانستان دی، دا د برتانوي امپراطورۍ خیانت او چل وو چې خپله مشهوره فارمونه (بیل یې کړه ایل یې کړه) یې وکاروله، ځکه له هماغه پیله چې کله برتانویان هند ته د د ختیځ هند برتانوي کمپنۍ (بریتیش ایسټ انډیا کمپني) تر نامه لاندې په ۱۶۶۲ کې را ننوتل په دې سیمه کې یواځې پښتانه دوی ته د یو خطر به ډول ثابت شوي وه.
برتانوي تاریخ لیکونکو هم دا خبره په څرګندو ټکو لیکلې چې د هند په نیمه وچه کې دا وروستۍ ۱۰۰ (سل) کلنې جګړې د افغانانو او برتانوي هند تر منځ جګړې وې.
په هغه مهال د برتانوي او روسي امپراطوریو تر منځ یو ډول لوبه روانه وه چې د سترې لوبې په نامه یې یادوله، چې تر منځ یې کمزوری افغانستان دل شو.
پښتنو به خپله سیمه کې انګلیسان نه پریښودل، جګړې یې ورسره کولې.
انګریزانو د ډیر درانه زیان له لیدلو وروسته دا ومنله چې پښتانه په زور نه شي ماتولې، نو له خپل پخواني چل (بیل یې کړه ایل یې کړه) څخه یې کار واخیست او په ۱۸۹۳ کې مورټیم ډیورنډ، د برتانوي هند د بهرنیو چارو مسؤل د افغانستان له پاچا عبدالرحمن خان سره د یو پریکړه لیک پر سر خبرې پیل کړی تر څو د امیر عبدالرحمن خان د واکدارۍ او د برتانوي هند د واک پولې وټاکي (دا یادونه اړینه ده چې د ډیورنډ کرغیړنه کرښه د دوو هیوادونو تر منځ د رسمي پولې په ډول نه وه را کښل شوې، بلکه د برتانوي هند او د افغانستان د باچا عبدالرحمن خان د واک سیمې یې ټاکلې).
امیر عبدالرحمن خان دې ته مجبور کړای شو چې دا پریکړه لیک د ۱۸۹۳ کال د نومبر په ۱۲ نیټه د زور او جبر په واسطه لاسلیک کړي.

مونږ ولی د ډیورنډ کرغېړنه کرښه نه منو؟

 ۱- د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د نړیوالو تړونونو پرېکړه لیک لاسلیکوونکي دولتونه باید یو ډول سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حقوق ولري، تحت الحمایه او مستعمره دولتونه نړیوال تړونونه نه شي لاسلیک کولی او د منلو وړ نه دي.
د ډیورنډ د کرښې د تړون د لاسلیک په وخت کې افغان دولت د انګلیس تحت الحمایه حکومت وو، افغانستان په بهرنیو چارو کې خپلواکي نه لرله، یواځې په کورنیو کړنو کې یې نسبي خپلواکي لرله او بس.
۲- هر هغه نړیوال تړون چې د زور، طمع، جبر، غدر او تذویر په واسطه لاسلیک شوی وي د منلو وړ نه دی، د ډیورنډ کرښې تړون امیر عبدالرحمن ځکه لاسلیک کړ چې طمع ورکړل شوه، زور پرې راوستل شو او چل ورسره شو.
۳- هر کله چې د نړیوال تړون یو اړخ له منځه ځي، تړون هم ورسره له منځه ځي، د ډیورنډ کرښې تړون د برتانوي هند او افغانستان تر منځ لاسلیک شوی وو، اوس برتانوي هند شتون نه لري نو پر دی بنسټ د ډیورنډ کرښې تړون هم هیڅ ډول ارزښت نه لري.
۴- د نړیوالو تړونونه د تړونونو حقوق د تړون د یو اړخ د له منځ تللو په صورت کې بل چا ته نه شي انتقالېدلای، برتانوي هند له منځه تللی، د ډیورنډ کرښې تړون حقوق پاکستان ته نه شي غزېدلی.
۵- د ډیورنډ کرښه د دوه هیوادونو تر منځ د رسمي پولې په ډول نه وه را منځ ته شوې، یوازې د برتانوي هند او امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ سیمې یې په نښه کولې، اوس نه امیر عبدالرحمن خان شته او نه هم برتانوي هند، نو ځکه دا تړون هم بې ارزښته شوی او د منلو وړ نه دی.
په زور را منځ ته شویو نړیوالو تړونو ته (د زور یا فشار تړون نوم ورکړل شوی) او هیڅ ډول قانوني ارزښت نه لري.

د ډیورنډ د کرغېړنې کرښې اړوند د څو انګلیسې لیکوالانو لیکنې را نقلووم:
کې داسې لیکي:(Afghanistan highway of conquest)انګرېز لیکوال سر ارنولډ فلیچر په خپل کتاب
 په هغه وخت کې افغانستان د برتانوي هند په واسطه محاصره شوی وو، د برتانوي هند واسرای لارډ لنسډاون امیر عبدالرحمن خان ته ګوت-څنډنه کړې وه چې که دی د ډیورنډ کرښې تړون لاسلیک نه کړي نو انګریزان به پر افغانستان برید وکړي، هماغه وه چې د افغانستان امیر مجبور شو تر څو تړون لاسلیک کړي.
په ۸۳ مخ کې لیکي: (India`s North West Frontier)انګرېز لیکوال سر ویلیام بارټن د خپل کتاب
 د افغانستان پوله د ځانګړنو او طبیعي موقعیت پر بنسټ د مرکزي آسیا د یوه هیواد پوله وه، نه د یوه هندي هیواد.
پر پښتنو زور راوستل تر څو د برتانوي هند د سیاسي واک لاندې د ازادو قبایلو په ډول راوستل شي، د برتانوي هند تر سیاسي واک لاندې د پښتنو د راوستلو په مخ کې د یو ستر خنډ په ډول یادولای شو.
سر ویلیام بارټن د همدې کتاب په ۵۶ مخ کې داسې لیکي:
د زور او ځواک په کارولو سره د پښتنو قبیلوي سیستم د برتانوي هند په سیاسي قالب کې اچول سم نه وه ارزول شوی.
دا یوه ستره تیرونه وه چې نویو واکمنو ته یې ډبرې ستونزې را ولاړې کړې. برتانویان د افغان پولې په پیژندلو کې پاته راغلل، افغان پوله له هند سره هیڅ ډول اړیکې نه لري، په قومي، ژبنیزې، جغرافیوي، کلتوري او تاریخي لحاظ افغانستان او افغانان له پنجاب سره توپیر لري.
په ۱۸۸ مخ کې لیکي:(Afghanistan)انګرېز لیکوال سر فریسر ټیلر د خپل کتاب
 د ډیورنډ کرښه چې انګېرل کېدله په هغه مهال کې تر ټولو بهتره ویستل شوې کرښه وه، یو څو ګټې یې لرلې، خو زیانونه یې ډېر وه. د توکمیزې، جغرافیوي او ستراتیژیکو اړخونو په پام کې نیولو سره دا کرښه غیرې منطقي وه.
دا کرښه د یوه ټبر (پښتون) د بېلوالي سبب شوه، حتی پښتنې قبیلې یې په دوه برخو ووېشلې(شینواري او مومند نیم د کرښې یوه غاړه پراته دي او نیم یې بله غاړه).
په ۳۴۶ مخ کې لیکي:(The Pathan)سر اولاف کارو د خپل کتاب
 پښتانه د ټولو ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره (قومي، ژبني، جغرافیوي او تاریخي) حتی د پنجاب له مسلمانو څخه جلا دي.

نو بیا