زه یم وطن زمابزرګان په هډ سوي مردار
په ما مین زامن دهغو سوي رکابدار
دلته لوټماران په اهلیت مقرریږي
زما د شتو پټولو ته سوي وژ مردار
ټول وزیران مي ګوره سوي نمک مردار
دغنمو دجوال موږ کان سوي واکدار
***
داوښکو توپان
دا خلک نه توپ لري نه هاوان
د هغو اوښکې محلو ته سي توپان
دا توپان په سترګو نه لیدل کیږي
نمرود وژني په ګاوله دخپل پاسبان
***
دلته بډي اواختلاس سوی په شرعه روا
چې دی لاس رسي درته ده په شرعه روا
دهغه چا چې نه رسي لاس انګور وته
هغه دي وايي شراب نه دی په شرعه روا
***
دعطرو دبوتل سره ما درته خلاص کړ
نور د باد کار دی دهغه خپرول او شندل
ما دبسلمان په سیاست ستا سر خلاص کړ
نور دي عقل پوهیږي او دهغه ټاکل