اسلامی نړۍ: د ډیموکراسۍ او استبداد په زولنوکې!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57202
عبدالرحمن فرقانی
دخبریدو نیټه : 2013-10-06


• د استعمار د سیال “کمونیزم” په ګونډو کېدل..
• پراسلامی نړۍ د دیموکراسۍ ترغولوونکي شعار لاندې نظامی یرغلونه او اشغالونه..
• عربی پسرلی، بدلونونه او اوړونونه..
• د استعمار تر ملاتړ لاندې د استبداد بېرته راستنېدل..

• د  استعمار د سیال “کمونیزم” په ګونډو کېدل..
که لږ شا ته وګرځوو او په تېره بیا د کمونیزم د عروج د زمانې د تاریخ پانې ولولو، داپه څرګنده توګه را ته جوتېږي، چې د لوېدیځ استعماری ځواک د خپلې د نفوذ په کړۍ کې  دکمونیزم د پراختیا او نفوذ څخه په وېره کې ؤ، و په دې لټه کې ؤ، چې د اسلامی نړۍ هېوادونه په داسې ډول متحرک کړي، چې د کمونیزم د پراختیا او نفوذ مخنیوی وکړي،او هڅه یې کوله چې هغه ختیځه اوروپا چې د کمونیزم په خونړۍ کړۍ کې ښکیل وه او د کمونیزم د وحشت او ستمه له وېرې یې د ټول لوېدیځ ژوند د اندېښنې سره مخ کړی ؤ، وژغوري.
او په دې ډول لوېدیځ و کولای شي، چې په یوه هوسا چاپېریال کې خپلو استعماري، اقتصادی او پراختایی پرګرامونه  ته  وده ورکړي.
تر څو چې په دې موخه ريښتنې موکه په لاس ورغله، او روسانو پر سر لوړي افغانستان نظامي یرغل په لاره واچاوه، لوېدیځ و کولای شول چې هغه لوبغاړی چې غوښت یې د روسانو پر وړاندې یې ولوبوي په عملي ډول  ودروي. اسلامي نړۍ یې د افغانستان په ډګر کې د روسانو سره ښکیل کړي، په ټوله اسلامي نړۍ کې یې  په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د جهاد روحیه او ولوله تايیدکړه، د ټولې اسلامي نړۍ د هېوادنو حکومتونو د لوېدیځ پر هڅونه په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې دجهاد ملاتړ وکړ، په دې ټوګه لوېدیځ وکولای شول، چې په هماغه افغانستان کې چې لوېدیځ پر خپله پکې د شرمه او ننګه ډکه ماتې خوړې وه، روسان په ګونډو کړي، سره لښکر هم د لوېدیخوالو د یرغلګرو ځواکونو په څیر ماتې و خوړه، هېره دې نه وي، چې د جنګ په ډګر کې بنسټیزه ونډه پخپله افغانانو لرله.
لوېدیځ په ډېره ځیرکتیا سره د افغانانو د شهامت او ولولې څخه ګټه پورته کړه، او د افغانستان په لوړ غرو کې چې د میړانې او اتلولۍ د صحنو شاهد دي، یې خپل خونړی دښمن په ګونډو کړ، کوم چې په هکله یې په افغانستان کې د روسانو دې یرغل پر مهال د جنګ قوامندان ګروموف د افغانستانه د وتلو پر مهال داسې ویلي:" موږ د افغانستان په دې تورو غرونو کې د خپل تاریخ سره سره خپله جغرافیا هم له لاسه ورکړه".
کله چې اسلامی هېوادونه په افغانستان کې د روسانو سره په جګړه کې ښکیل وو، لوېدیځ خپل علمي او پراختیایی پروګرامونه پر مخ وړل. خو کوم مهال چې دلوېدیځ استعماری ځواک په افغانستان کې خپل سیاسی او نظامي سیال (کمونیزم) پرګونډو کړ، یو نوي بهیر په یوه نوې بڼه اونوې روحیې او ولولې سره سر راپورته کړ، چې د استعمارلپاره ډېره د اندېښنې وړ ؤ، په جهادي روحیه باندې ولاړ د اسلامي حرکتونو بهیر، چې ډېریو اسلامي هېوادونو استبدادي حکومتونو ته هم د اندېښنې وړ ؤ، نوموړي بهیر د افغانستان په ډګر کې بیا را ځوان شو، که څه هم چې استعمار د نوموړي بهیر څخه بشپړ معلومات درلودل او ورڅخه نا خبره او غافل نه ؤ، او د له منځه وړلو لپاره یې پروسې او دسیسې لرلې، خو له منځه وړل یې د کمونیزم تر منځه تللو پورې ځنډولي وو، دکمونیزم په له منځه تللو سره د اسلام ( اسلامی نهضت)د منځه وړلو وخت راورسېد او لوېدېځ په لټه کې شوو تر څو د دې موخې لپاره د وخت د لوبو سره سم نوی لوبغاړی ومومي او د نوموړی اسلامی حرکتونو د خوځښت مخه ونیسي، تر څو په اسلامي هيوادونو کې د واکمنۍ واږې په لاس کې وا نه خلي.
د افغانستان د جهادي ډګر څخه چې کوم عربان خپلو هېوادونو ته ستانه شول، د یوې نوې ولولې او جذبې سره ستانه شول، د یوې جهادي روحیې سره ستانه شول، په دې فکر شول ترڅو د استبدادي حکومتونو پر وړاندې د مبارزې لارې چارې ومومي او له یادو استبدادي حکومتونو څخه چې د لوېدیځ تر ملاتړ لاندې یې خپل اولسونه د خپلو واکمنیو د مودې د اوږدولو لپاره ځورول او له هر ډول حقونو يې محرومول، خپل اولسونه وژغوري.
• پراسلامی نړۍ د ډیموکراسۍ ترغولوونکي شعار لاندې نظامی یرغلونه او اشغالونه..
  د ډیموکراسۍ غولوونکی شعار هغه جنت دی، چې دنړۍ هغو هیوادونو ته ئې باید د لویدیځ  استعمار چمتو کړي ، چې تر اوسه ورنه محروم دي، دوی باید د لودیدیځ پر مټ د هغه جنت ننداره وکړی؛ چې د مستبدو پادشاهانو او حاکمانو د استبداد په پایله کې ورنه محروم ساتل شوی، د هغه جنت نه باید دوی هم خوندونه واخلی چې په لویدیخ کې د لویدیځ تمدن خلکو ته ورپه برخه کړی!!.
په حقیقت کې د لویدیځ استعمار د ډیموکراسۍ دا جنت هم د اسلامی نړۍ په هیوادونو نه لوروي، ځکه چې هغه اسلامی حرکتونه چې د ډیموکراسۍ د اساساتو پربنسټ په اسلامی نړۍ کې حکم ته ورسیدل ، بیا په بنیادګرایۍ تورن او د پوځي انقلابونو او دسیسوو له لیارې د حکم نه ګوښه شول ، ځکه چې دوی د اسلامی اصول په اساس د یوه اسلامی حکومت غوښتونکی وو ، او موږ په خپله معاصره زمانه کې دا راز ډیر مثالونه لرو، چې د فلسطین د حماس ګوند، د الجزایر اسلامی حرکت ،د ترکیې د رفاه اسلامی ګوند او دمصر د اخوان المسلمين.. چې د غربي ډیموکراسۍ د اصول سره سم د خلکو د عام انتخاباتو په پایله کې حکم ته ورسیدل ، مګر له کومه ځایه چې د لویدیځ استعمار خپل کرغیړن مصلحتونه د دې اسلامی حرکتونو په حکومت کې په خطر کې لیدل نو ئې دې راز رزا توطیئو په اساس له حکومتدارۍ نه ګوښه کړل، او په ډیره سادګۍ ئې د بنیاد ګرایۍ په تور تورن کړل .
د دې وخت راورسېد تر څو په اسلامي نړۍ کې اسلامي خوځښتونه او استبدادي حکومتونه د ځپلو لپاره هغه لوبغاړی په پښو  و دروي، چې له یوې اوږدې مودې څخه یې د اسلامي نړۍ په زړه کې غوره کړی ؤ، کېدای شي له چا پټه نه وي چې د ایران روحي مشر له یوې اوږدې مودې راپدیخوا په فرانسه کې، چې دخپلواکۍ او ډیموکراسۍ مور ده، د اسلام ضد سبقونه اخیستي وو، او د لبرالیزم سره د مینې او محبت کولو خبرې یې زده کړې وې، د ایران سیاسي صحنې  ته د دین تر نامه لاندې راغی، دا په لوېدیځ کې صیقل شوې مرۍ د اسلام دننه د اسلام د له منځه وړلو لپاره ډېره ګټوره وګڼل شوه او پریکړه وشوه تر څو په ایران کې د آخوندي نظام له لارې په اسلامي نړۍ کې  ریښتني اسلامي خوځښتونه کم زوري کړي.
له یوه لوري د نړیوالو رسنیو فضا دعربي نظامونو د اغفال لپاره د امریکا او ایران تر منځ غولونکو شعارونو ډکه کړې وه، او له بل لوري لوېدیځ د پردې تر شا ایران پر نوې اتمي وسله سمبال کړ، عربي هېوادونه یې په داسې ډول په غفلت کې وساتل چې هیڅکله یې  دا تصور نه کېده، چې ایران به د اتمي وسلې څیښتن شي، ځکه د ایران او امریکا تر منځ غولوونکو شعارونو په هیڅ ډول د دغې مخکښۍ اجازه نه ورکوله.
لېرې به نه ځو په دې اړه به د عراق پېښې و ارزو، سره لدې چې په عراق کې د هغه مهال واکمني د لوېدیځ لاس ناستې  او استبدادي و اکمني وه، لوېدیځ د نوموړي نظام د له منځه وړلو لپاره د ډیموکراسۍ نه پلي کېدل او د اتمي وسلې درلودل پلمه کړل، او د یوې اوږدې مودې لپاره یې په نړیولو مطبوعاتو کې د یاد ذهنیت لپاره تبلیغات وکړل او ګمارل شوي مطبوعات هم د دغه ذهنیت د خپراوی لپاره کارکاوه، لا تر اوسه دغه ذهنیت خپل دلایل او براهین نه وو موندلي، چې لوېدیځ د امریکا پرمشرۍ په عراق باندې نظامي یرغل پیل کړ، د داسې تورونو پر اساس یې د عراق نظام له منځه یوړ، چې په هيڅ ډول یې خپل ريښتنوالی ثابت نه کړ او تر ننه نړیولو د عراق د اتمي وسلو څیره و نه لېده او تر ننه یې د ډیموکراسۍ څرک و نه ليد، د عراق نظام له منځه ولاړ ټولې مؤسسې یې تاراج ، چور او غارت شوې، د عراق نظامي ځواک چې په سیمه کې تر ټولو پیاوړی ځواک ؤ له منځ ولاړ.
او سمدېلاسه د عراق په سياسي چاپیریال کې منظم مسلح شیعه ځواکونه را څرګند شول، او د عراق سیاسي زعامت یې په لاس کې واخیست، د یادونې وړ ده، چې ډېری د دغو سیاسی حرکتونو د ایران په حوزو کې روزل شوي وو، او د هغه ځایه د عراق سیمه ته راغلل، او د عراق سیاسي و اکمني یې په داسې حال کې په لاس کې واخیسته چې لوی "شیطان " د خپلو ټول ټانګونو او الوتکو او نظامي ځواکونو سره په عراق کې حضور لري!! .
که د امریکا او لوېدیځ دا کړنې په عراق کې په څه دلالت کوي، نو په دې دلالت کوي چې لوېدیځ غواړي د اسلامي نړۍ زعامت په اوږده مهال کې شیعګانو ته وسپاري. خو په عراق کې ګڼې ستونزې د دې لامل شوې، چې د لوېدیځ دا ګړندۍ پروسه په اسلامي نړۍ کې یوڅه سسته او کراره کړي، د ځینو خلیجي هېوادونو غبرګونونه که څه هم چې ځنډمن  او سپک وو د دې لامل شول چې نومړې پروسه ځنډمنه شي او په تلوار نه بلکې په کرار مخ ته ولاړه شي.
• عربی پسرلی، بدلونه او اوړونونه..  
په دې لړ کې د عربي پسرلي په نامه بهیر را څرګند شو، هغه بهیر، چې کېدای شي د بشري تاریخ لوری ته ریښتني بدلون ورکړي.
 له شکه وتلې خبره ده ،چې ملي پاڅونو تل خلکو ته د آزادۍ او خپلواکۍ دنوی سهار نسیم له ځانه سره راوړی . او همدا د خلکو پاڅون او وحدت دي چې په پای کې تاریخ لیکي،او ټولنه د ریښتنی بدلون په لور وړي، د استعمار، استکبار او استبداد له جبر څخه خلک ژغوري . خو ملي پاڅون هغه وخت ډیر مؤثر او اغیزمن وي، چې د هېواد په کچه سیاسي شعور هغه مرحلې ته رسیدلې وي، تر څو دا پاڅون ترې بې لارې نه شي، او د کوم هدف لپاره چې ګمارل شوی وي د هماغه هدف د تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړي .
کوم ملي پاڅونونه چې نن دنړۍ په هغوعربي هېوادونو کې  راڅرګند شوي ، چې د یوې اوږدې مودې څخه د استعمار تر جبر او ظلم لاندې وو ، که په څه دلالت کوي ، نو خامخا به په دې دلالت کوي، چې نور خلک د استعمار د ظلم او بربریت څخه په تنګ شوی دي، نور هغه نشي زغملي، د خپلو حاکمانو څخه زوریدلي دي ، نور غواړي چې دا داستعمار تالي څټي پر دوی حکومت ونه کړي  او په دې دلالت کوي چې د نن زمانې په ځوانان کې ژور بدلون را منځ ته شوی دی، د نن زمانې د ځوانانو سیاسي شعور د پرونۍ زمانې د ځوانانو د سیاسی شعور په څیر محدود پاتې  نه دی ، د نن زمانې مظلوم ملتونه د خپلو ځوانانو په رهبرۍ غواړي چې نور د استعمارتر جبرلاندې ژوند ونه کړي، نور د استعمار تالي څټي پر دوی حکومت ونه کړي ، نور د خپلې ارادې خاوندان وي ، سیاسی برخلیک ئې په خپل لاس کې وي ، نن د علم او تکنالوژۍ د ترقۍ او پرمختګ په پایله کې هر څوک کولای شي د لږ زیار په پایله کې له ډیر څه نه خبر شي .
داسې ښکاري چې په تیرو دریو لسیزو کې د ځوانانو سیاسي شعور په هغو هېوادونو کې چې د پیړیو راهیسې د استعمار تر بربریت او وحشت لاندې پاتې وو ، ډیره وده کړې ده ، اود استعمار سره د مبارزې هغه شونې لیارې ئې موندلې دي ،چې د دوی په هېوادونو کې په دیموکراتیکه توګه بدلون را منځ ته کړي ، داسې بدلون چې د استعمار تالي څټي نور پردوی د خپل  هوس پالني لپاره حکومت ونه کړي . که پرون استعمار او د استعمار پلویانو د اسلامی حرکتونو مبارزې ته د تروریزم رنګ ورکړی ؤ او نن یې هم ورکوي ، او هر راز استعمار ضد حرکت او پاڅون ئې د تروریزم او سختدریځۍ تر نامه لاندې ځاپه ، په اسلامي هېوادونو کې ئې د تروریزم د ځپلو په پیلمه خپل تالي څټي واک ته رسولي وو . خو نن د ظلم او بربریت په وړاندې هماغه کړنلاره استعمالیږي ( دځان سیزل ) چې له یوې اوږدې مودې څخه د اسلامي امت بې وسه خلک پکې ګیر شوی وو ، د استعمار وحشي ځواکونو په ګڼ شمیر اسلامي هېوادونو کې بې وسه خلک د خپلو پرمختللیو جنګې وسایلو په اور کې سیزل، د ژوند د هر رازآسنتیاوو څخه ئې محروم کړي وو.
آیا د استعمار غاصبینو ته دا کفایت نه کوي ، چې د دوی د ظلم او وحشت له لاسه خلک سرعام ځانونه سیزي ، د دوی د وحشت له لاسه د خپل ژوند څخه لاس په سر شوی دي ؟، دا کفایت نه کوي چې یو ځل خپل ګریوان ته سر ټیټ کړي ، او په خپلو جنیایتونو او جرایمو باندې اعتراف وکړي !، او اشغال شوی هېوادونه پریږدي، د خلکو له زورولو لاس واخلي !. خو چېرته استعمار اوچېرته  زړه سوی او ترحم!، خو دا جوته ده، چې د تاریخ په اوږدو کې استعمار داسې د انسانیت په جاده نه دی برابر شوی او نه به برابر شي 
که پرون استعمار د خپل وحشي هوس د پرځای کولو لپاره بې وسه او مظلوم ملتونه په اور کې سیزل ، خو نن خلک د دوی د ظلم د مخنوی لپاره ځانونو ته اور اچوي او په عام مظهر کې ځان سیزي ، د دغې نوې انقلابي تګلارې مهمه بڼه دا ده چې ټول ملت په ډیر جرات سره په دغه پاڅون کې برخه اخلي ، چې په تیرو وختونو کې دا راز چلند معمول نه ؤ، او دا هغه کار دی چې د استعمار حاکمان له وړاندې ورته تیاری نه لري ، او پرته لدې ئې مخنوی  هم نشي کولاي چې یا خپل سلوک اوکرادار بدل کړي، خپل هېواد او ملت ته ژمن شي، د خلکو خدمت ته په صادقانه ډول ور ودانګي، او یا حکومت پریږدي او د هېواد سیاسی برخلیک  ملت ته وسپاري . نن داسلامي نړۍ حالت تر هر بل وخت څخه  ډیر ناوړه او اندیښمن دی ، په اکثرو اسلامي هېوادونو کې مسلمانان ځورل کیږي ، ثروتونه ئې په غارت وړل کیږي ، حقوق ئې تر پښو لاندې کیږي  ، خپلې شتمنۍ د خپل ژوند د سوکالۍ او سعادت لپاره نه شي استعمالولی ، په خپلو هېوادونو کې د استبداد او زورواکۍ تر توره لاندې ژوند کوي ، دهر ډول پرمختک او تمدن څخه محروم دي ، د ډیموکراسۍ په نامه راغلي غارتګران پرې مسلط دی .
له بل لوری نن د اسلامي امت پر ضد استعمارګران تر بل هر وخت نه سره یو موټی دي،  په برلا  توګه ئې ثروتونه غارتوي، د فکري ، عقیدوي او فرهنګي وجود په ضد ئې مبارزه کوي، او که څوک جرات کوي چې د دوی په خلاف څه ووایی : نو ورباندې د تروریست، سختدریځه او ترهګر ټاپه وهي یا ئې وژني او یا ئې هغو تور زندانونو ته ننه باسي چې د تاریخ په اوږدو کې به د تل لپاره د  استعمار په ټنډه کې دتورو داغونو په څیر پاتې وي . خو ښایی دغه ملي پاڅونونه مظلومو ملتونو ته د استعمار له جبر او قید څخه د آزادۍ او خپلواکۍ پیغام راوړي . او استعمار د تل لپاره په اسلامي نړۍ کې نیست او نابود کړي
پدې شک نشته چې د اسلامي خلافت له ړنګیدو څخه را پدیخوا د اسلامي نظام د احیا لپاره کومه پروسه او کړنلاره چې د نړۍ پر مخ په مصر کې د اخوان المسلمین غورځنګ او په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند او په تونس کې د اسلامي نهضت غورځنګ په لاره اچولې وه او د خپلې سپیڅلې مبارزې لپاره یې چې کوم میکانیزم غوره کړی ؤ، د اسلامي خوځښتونو د مبارزې په بهیر کې ساری نه لري او په کومه کچه چې دا پروسه د انساني ژوندانه په  چارو کې د اسلام عملي اړخ شونی او پلی کوي او په کومه کچه چې نوموړې پروسه او کړنلاره اسلام ته د انسان په هر اړخیزو چارو کې که هغه سیاسي  چارې وي، که دیني که اقتصادي .. خپل ریښتني مقام ټاکي، په هغه کچه د دغې پروسې د شنډولو لپاره په مصر کې د لوېدیځ په لمسون دحسني مبارک د مستبد حکومت د پاتېشونو او په ترکیه کې د اتاترک د علماني حکومت د پاتېشونو او په تونس کې د زین العابدین بن علي د ضالم حکومت د پاتېشونو له لوری هڅې په لاره اچول شوې، تر څو د دغې پروسې خاوندان د هر راز بې بنیاده او بې اساسه تورون په اساس د واکمنۍ څخه ګوښه او د تیر په څیر یې د تورو زندانونو د میلو شاته ولېژي، د سختدریځۍ نه نیولی تر بنسټپالۍ پورې په راز راز تورن  د سیاسی فعالیت له ډګرڅخه ګوښه کړي .
او دا هغه څه دي چې په مصر کې يې نن موږ د عسکری انقلاب په څپو کې د لویديځ په مرسته وینو، یوازې د دې لپاره چې ریښتنی اسلامی حکومت د مسلمانانو سرلوړي غواړي، حقوق یې خوندي کوي، د کوم مهاله چې د مصر منتخب اسلامی حکومت د غزې د مسلمانانو مرستې ته ور ودانګل لويديخ او امریکا خپل سیاست د اسلامي حرکتونو پر خلاف بدل کړ و داسې انګیرل کیږي، چې په پای کې هغو د دین تر نامه لاندې استبدادي حکومتونو ته غاړه کیږدی، کوم چې د دوی مصلحتونه یې خوندي ساتل او خپل اولسونه یې محرومول.
• د مادی استعمار تر ملاتړ لاندې د استبداد بېرته راستنېدل..
داسې ښکاري، چې د عربي پسرلي د مخنیوی لپاره د لوېديخ اسستعماري ځواک پرته لدې چې د دین تر نامه لاندې د استبدادي حکومتونه ملاتړ وکړي، بله لاره نه لري، د لويديځ وروستني تصمیمونه او دریځونه په دې دلالت کوي، چې لوېديځ به په اسلامي نړۍ کې همدغو کرغیړنو استبدادي حکومتونو ته غاړه کیږدي، کوم چې د لوېدیځ ګټې خوندي ساتي او خپل ملتونه د واک او اقتدار د اوږدولو لپاره له هر څه محروموي.
په همدې موخه یې د ډیموکراسۍ د اصولو خلاف په مصر کې د منتخب حکومت پر ضد د عسکري کودتاه په غاصبانه او وحشیانه کړنو سترګې پټې کړې، د تیر په څیر یې د سوله ییزې اسلامي مبارزې لارویان د تور زندانونو میلو شاته واچول، منتخب جمهور رییس یې بې له کومه جرمه زنداني کړ، د نهضت مشرتابه یې زندانونو ته ننه ایستل، تر څو له دې لارې او د دې استبدادي کړنو له لارې د ملتونو اراده  ماته کړي.
داسې ښکاري چې په لنډه راتلونکې کې د استعمار انتخاب په اسلامي نړۍ کې په اوسني شرایطو کې د دین تر چتر لاندې استبدادي حکومتونه وي، داسې حکومتونه چې د دین په نامه مطرح او د استعمار مصلحتونه خوندي وساتي، تر څو ژوندي پاتې شي.
کېدای شي په اسلامي نړۍ کې نوي استبدادي حکومتونه را څرګند شي، تر څو د اسلامي نهضت دسوله ییزې مبارزې په لاره کې خنډ او د هغه ریښتني اسلام بدلون مخه ونیول شي، چې استعماري ځواک یې د ریښتنې اندیښنې سره مخ کړی دی.
 تاریخ دا ثابته کړې ده ، چې دلویدیځ استعمار د خپل سیاسي خوځښت په لړ کې پرته له خپلو مصلحتونو او ګټو بل څه ته اهمیت نه ورکوي، نو هر هغه اسلامی سیاسي ګوند او قوت چې غواړي د لویدیځ په مټ پرته له کومي  څرګندې اسلامی، سیاسي پروسې او اجنډا څخه واک ته د رسیدو کوښښ کوي، په پای کې به د خپل ملت له پریکړې او غبرګون سره مخ کېږي ، څرنګه چې نن د عربي نړۍ ګڼ شمیر هیوادونه د خپلو ملتونو د قهرجن غبرګون سره مخ دي او ریښتنی بری به په اسلامي نړۍ کې دهغو سیاسي خوځښتنو په برخه وي، چې په ریښتیا په خپله سیاسي پروسه کې د اسلام ارزښتونو ته متعهد پاتي شي، د احساساتو او عاطفې پر ځای د عقل او منطق پر بنسټ خپله مبارزه مخ  پر وړاندې یوسي او د هر راز توکمیز، ژبنیز  تعصب څخه ډډه وکړي.
Forqani_604@hotmail.com