لېوان خو څو رنګه وي يا خړ وي او يا برګ او سپين دا لېوه هم له ذاته خړی و خو ډېرو خونونو او وينو تک سور اړولی و دسپينو سپينو برېتو ويښتان يې هم تک سره ځلېدل ٠
سورلېوه دخېټې او خوراک چندانې ډېر شوقي نه و خو هسې د پسونو ماتولوخوند ورکولو ، په رمه چې به سم شو يودم به يې دلسګونو پسونو وينې وبهولې او دومره به په وينو کې ولمبېد چې فقط د سترګو واړه واړه تور ګاټې به يې تور او نور به د لال په څېر پر وينو سور شو٠
د سورلېوه ناروا خلک ډېر تنګ کړل يوه ورځ يې په منډه کړ ، له هرې خوا پرې خلک راووتل لېوه منډه کړه او په ولاړو خلکو کې يې د يوه سپين کالي مشر په پښو کې سر کېښود ، دکلي سپينروبي د لېوه پر سر لاس کېښود او په خلکو يې غږ کړ : پام چې ګوزار ونه کړئ زه به دا سور لېوه تربيه او اهلي کړم نور به تاسې ته ضرر نه دررسوي ، خلکو غبرګه کړه ، دا ګوره نه اهلي کيږي ،ستا سپينې جامې به هم پليتې کړي ، خو زړه سواندي سپينروبي ويل داځل يې ماته پرېږدئ ، خلک ډېر ناهيلي شول خو سپين روبی مشر ډېر خوښ ښکارېده٠