۱۲۲- برخه مشاني( موشاني - موشیاني ) :
مشاني یا موشیاني په اصل کې دنیازیو پښتنو یوه څانګه ده چې په لودیو پښتنوورګډیږي او دپښتنو دمتوزیو پښتنو په ګروپ کې شامله قبیله ده. دمشانیو لوی نیکه موسی نومید چې نوموړی دخاکوزوی او دنیازي لمسی و(۱) . دتاریخ حیات افغاني دلیکنې پر بنسټ دموسی نوم په عامو خلکو کې دډیر استعمال او کارونې په وجه په مشاني، موشاني یا موشیاني سره مشهور شو(۲).
مشانی زیاتره دپاکستان دپنجاب ایا لت دمیانوالي د ډیسټریکټ(ولسوالۍ ) دعیسی خیلو په تحصیل کې میشته دي او دوی زیاتره په کمر مشاني کې اوسیږي چې دغه ځای دمشانیو قبیلې دلوی نیکه موسی خان دنامه له کبله په همدې نامه سره شهرت لري.دکمرمشاني ګردچاپیره کوچنی ښارګوټي راتاوشوي دي چې دغه ښارګوټي مکروال،سلطان خیل،ترک ، عیسی خیل ،ناصروالا ،چپري ،کوټ چنډنه ،بورزي سیدان والي، منډه خیل او کالا باغ دي .کمر مشاني دمنرالونو دسوداګرۍ له کبله هم مشهور ځای دی .همداراز مشاني په ،کمر مشاني پکه،خانباغ سراجیه ،کوټ چنډنه ،کونډیان، ماري ،میانوالی ښار، موچ،موسی خیل ،جنوبی مظفرپور، نایمال ،پایخیل ،پیپلان ،روکړي اوشادیه کې هم استوګنه لري(۳).
حیات افغانی لیکي : مشانی لومړی دسرهنګو دقوم سره چې دسند ددریاب په ختیزه برخه کې میشته شول لکه چې اوس هم دداود خیلو مشاڼیو ښاخ په داود خیل نومې ځای کې او دمونډي ښاخ په ټيتي کې چې په میانوالي کې موقعیت لري میشته دي.پاتې مشاني دسند دریاب لویدیزې برخې ته راغلل او هلته میشته شول(۴).
مشاني دمروتو او عیسی خیلو په دښمنیو کې دمروتو دقبیلې ملګري وواو اوس په دادی خیلو او شادی خیلو سره شهرت لري(۵) . په پخوانیو وختونوکې ددوی تر مینځ کورنۍ دښمنۍ ډیرې وې اوشادی خیل په یوه ګوندی او داودخیل په بله ګوندي کې وو.
تاریخ حیات افغاني لیکي: چې مشاني قبیلې خلک لویدیزته دخټکو تر غره پورې سیمو باندې ولکه لري. ددوی د هغه ځمکو نه پرته چې دسیند پر غاړه پرتې دي نورې ځمکې یې ښې نه دي .
دمشانیو دقبیلې ځینې ښاخونه په لاندې ډول دي :
داود خیل ، شادي خیل ، شهبازخیل ،تاني خیل ،بنګي خیل ، وټه خیل ، یاروخیل،الله خیل ،عمرخیل ،منداخیل،ننوزي،کمالزی،موسی خیل ،کاسی خیل ،لوحاڼ خیل ،شموخیل، موندیخیل، نهړخیل ،استان خیل،ماندرخیل،عالم شیر خیل ،بارکي خیل ،نواب خیل ،نصیر خیل ، سر مست خیل ،باني خیل ،غازي خیل ،سبحان خیل ،میري خیل ،نذري خیل ،محمو دخیل،ببو خیل ،ګلشي خیل ،احمد خیل،بارګل خیل،مهرګل خیل،یارګل خیل ،هاتي خیل، شمل خیل ، جهان خیل ،جنجو خیل ،جبو خیل ،عثماني خیل ،جلوخیل ،حنان خیل ،پهللوان خیل ،مرزاخیل،شریف خیل ،اسماعیل خیل ،زعفر خیل ،عبدلي خیل ، شاهو خیل ،علي خیل ،سلیمه خیل ، لعل بیګ خیل ،محمد خان خیل ،ګل بیګ خیل ،صدري خیل ،الله یارخیل،جعفر خیل ،بیخاني خیل ،ګل بیګ خیل ،رهنمای خیل او فتح خان خیل .
د مشانیودقبیلې ټول شمیر داویازره تنو په شاو خواکې اټکل شوی دی(۶).
-----------------------------------------------------------------------------------
۱- پښتنی قبیلې ، ۲۴۹ مخ ،دپیښور چاپ .
۲-حیات افغاني،۶۳۵ مخ ، دپیښور چاپ .
۳- ویکیپیډیا،.کمر مشاني،
http://en.wikipedia.org/wiki/Kamar_Mushani
۴- حیات افغاني ۶۳۵مخ.
۵-پښتانه دتاریخ په رڼا کې ،۱۳۵۵ مخ.
۶- حیات افغاني ، دمشاني دنسب ونه ( شجره ) ،۶۳۶ مخ