د قرباني مشروعيت او فضيلت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57290
أبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2013-10-14

 

فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۹) :

مفتي  : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين ، أبوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته  .

 

مستفتي  :   سراج الدين کاکړ / ریاض  .

 

محترم استاد علامه ابوالفضل صاحب ته اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي د روغتيا او صحت په هيله ، قدرمنه که د قرباني د ثبوت او د هغې د ثواب په اړه خپلو مسلمانانو وروڼو ته څه وضاحت وکړۍ نو اجر به تر لاسه کړۍ  .

 

الجواب  :

 

اختري او قرباني ته د فقهي په اصطلاح کي «اضحيه» ويله کيږي ، اضحيه د هجرت په دوهم کال مشروع سوېده ، په همدغه کال د اخترو لمونځ اوزکات هم مشروع ګرځيدلئ  .  فقهآء رحمهم الله د اضحيې د ثبوت لپاره له قرآن څخه دغه مبارک آيت وړاندي کوي ، چي الله پاک فرمايي :

(فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (الکوثر ۲) .

ځينو مفسرينو ددې تفسير پدې ډول کړۍ چي له په دغه آيت کي له لمانځه څخه د اختر لمونځ او له نحر څخه قرباني کول مراد دي  .

او په احاديثو کي خو د قرباني د ثبوت لپاره ډير دلايل موجود دي ، لاندي ځيني نمونې درته ذکر کوم ، چي له هغو څخه د قرباني فضيلت او نه پر کولو يې وعيد او سزا هم څرګنديږي  :

 عَنْ أَنَسٍ قَالَ ضَحَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وَسَمَّى وَكَبَّرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا [رواه مسلم] .

يعني له حضرت أنس څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دوه سپين  رنګي پسونه چي ښکرونه يې درلودل پخپل لاس، پدا ډول ذبح کړل چي خپله مبارکه پښه يې د هغه د غاړي پر طرف کيښودله او بسم الله او الله اکبر يې ووايه  .  

 

عن أبي هريرة ،؛ أن رسول الله قال: «من كان له سعة، ولم يضح، فلا يقربَّن مصلاَّنا». [رواه ابن ماجة] .

يعني هغه څوک چي شتمن وي او قرباني ونکړي ، هغه دي خامخا ، ضرور زموږ عيدګاه ته نه حاضريږي    .

دارنګه روايت  دئ چي د قربانۍ په ورځو کي الله (جل جلاله) ته قرباني  تر هر نيک کار ډيره زياته خوښه او بهتره ده ، د قرباني د هر وريښته او وړۍ په بدل کي قرباني کونکي ته يوه نيکي ورکوله کيږي ، د قرباني د ويني څاڅکئ مخکي له دې چي مځکی ته رسيږي ، د الله په دربار کي قبوله ګرځي  . [ابن ماجه] .

 

والسلام و من الله التوفيق .