کرزی صاحب يو ځل بيا اپلاتی وايي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57302
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2013-10-15

دایې دلوي اختر لمړۍ ورځ !

گرانو اوترهرڅه رانږدې هيوادوالو!
نه مې غوښتل پدې مبارکه اودخوښيو په ورځ دادغمونوداستان وليکم . سره له دي چې زه ددې مرحوم سره هيڅ ډول بلديت نلرم خو وجدان اجازه رانکړه اوکوروداني  هم داغوښتنه رانه وکړه چې ددې غمځپلی کورنۍ اوزوريدلی ملت سره دلوي اختر دخوښۍ په ورځ پدې غم کښي ځان شريک کړم .
اودادانسانيت ددښمنانو لخوادمرحوم ارسلا جمال  په ناځوان مردانه بڼه  په شهادت رسېدل ديوې  لنډي ليکنې په مټ وغندم .
يوتريخ واقعيت :داهم دکرزی دحاکميت برکت دئ ،چې ننه په بهرکي دلوي اخترپه ورځ ددې پر ځاي چې دخپلو هيوادوالوسره په مېلمستياوواو خوښيوکي برخه واخلو،دکمپيوټر مخته ناست اودخپل زورېدلی ملت دکرږو او جنازو داستان ليکو!!!
نن دلوي اختر ورځ  ددې پر ځاي چې په ټول هيوادکي زموږ مسلمان اومتدين ملت ددې مقدسو ورځوپه احترام دخوښيو اوخوشحاليو شېبې تيري کړي اوترهمدې ورځې وړاندي ورپېښ سوی غمونه هير کړي ،دادی يوځل بيا پدې مقدسه ورځ د خدای په کور کې د مسلمان د وینو بهیول ناروا عمل تر سره سو.
پدې دخوښيو اوخوشحاليومقدسه ورځ  مو خبر ترلاسه کړ چې  داسلام اوافغانانودتاريخی دښمنانو دگمارل سوو لخوا دلوگر والي  پداسي حال کي په بې رحمانه توگه په  شهادت ورسېد چي پدې مقدسه ورځ یې دلوگر مسلمانوخلکوته دمسجد له محراب نه دلوي اختر مباره کي ويل او خلک یې اسلامی اخوت اوسولي ته رابلل .
متاسفانه کرزی هم دخپلې ټولي دوه مخۍ سره  دلوگر دوالي ارسلا جمال په شهادت رسول داسلام اوافغان ددښمنانو کاروبولي،خوبل لورته همدغو له سياسي ،مذهبی اوپوځی واک نه په راتلونکو ټاکنوکي دخپلې خوښې دکانديدپه گټه استفاده کوي .
زماددې خبري روښانه بېلگه په همدې ورځ دلوي اختر ترلمانځه وروسته  دکرزی  لخوا دارگ له جومات نه په خپله تکراری اوستړې کېدونکې ويناکي، يوځل بيا همداد اسلام اوافغانانو دښمنان سولي ته رابولي!
زموږ نه ورکه ده ،چې ښاغلی کرزی ولي ديوه اسلامی او افغان دولت دښمنان ددوي سره سولي ته رابولي؟ که طالبان داسلام دښمنان بولي اودافغان ولس  دمخالفينوخطاب ورته کوي ؟ نوبياڅنگه کيږي چې دافغان ملت دارادې خلاف هغه چارواکی چې دا دولس کاله دملت نه بېگانه دی،دملت په استازيتوب بېله کوم دليل اوبرهان نه پر خپل سره دهمداي کرزی په وينا،هغوي اودهغوي دعقيدې اومذهب دښمنان ددوي سره خبروته راوبولي؟  ولي کرزی صاحب اونور دملت نه بيگانه چارواکي پردې غيرتی ملت دناپوه اوجاهل فکر کوي ؟ ولې پدې نه پوهيږې چې موږ ددوي  په ټولو  حرکتونو، لوبو،دسيسواونوکرصفته کارونو پوهيږو .موږ ددې بلنې داورېدونه ستړي سوی يو ؛ دا دولس کاله دا دروغجنه بلنه ورل کول کيږي اوترهري بلنې وروسته  همدا طالبان وايي موږ دده په بلنه ځکه  باو رلرو ،چې کرزی هره شېبه ځان اوخبري بدلوي .
کرزی صاحب ! خداي دي وکړی چې دحاکميت دوره دي په همدې څومياشتوکي ډير ژر پايته ورسېږي .
اوس مه چاته بلنه ورکوه اونه څوک ستابلنه منې .اودامنطقی هم ده چي ستاسو دحاکميت مخالفين نور نه بايد ستاسو بي ځايه بلنه ومنی .
پرېږده چې داملت ستاسو ددي رنگا،رنگ سياسي لوبو اونندارونه په امان کښي دخپلې راتلونکي په هکله فکر وکړي ،ترڅودادټاکنو دلوبډلې نه ديوه په هکله بېله  ستاسو لخوادمصنوعی نندارواوستونزوراپيداکولونه دخپل برخليک په هکله فکر وکړئ .پدې ورستيو اوکه تاسو رښتيا واياست دتلو په شپو او ورځوکي دا زورېدلی ملت پر ارامه پرېږدۍ.
ليکنه پدې دعا اولاسونولپه کولو رانغاړم چې لوې څښتن دي مرحوم ارسلا جمال ته دشهادت مرتبه ورپه برخه کړي .
موږ دمرحوم ارسلا جمال په  ناځوانمردان بڼه په شهادت  رسول  دافغان ولس دروزل سوواومسلکی پوهې دکاروان پر خلاف يوانسان دښمنه حرکت بولو.دته فردس جنت اوپاتي کسانوته جميل صبرغواړو .قالواناالله وانااليه راجعون