نخودک نخودک هوف

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57321
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2013-10-19


 
 


 شکر چې ټاکنو ته استعفاه وکړه څو زورواکو
 څه مده خلاص سو وطن دخاینو او تور واکو
 هله ژر ژر کا رکوئ وطنپرسو او خپل واکو
 لږ سوه هغه چې د نفاق سکاره کړې پف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
افغانستان به کله خلاص شي د جنګسالارو
 پوه به کله کښېني پر ځای د چورونګ سالارو
 دا پلان دی وطن جوړوي په وژ نګ سالارو
 دهغو ساړه بادونه دولس دلاسونو کوف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
ګوره دقومي جنګسالارو دا ښه دريځونه
 د هر ملي خاین تر شا دي پردي سفارتونه
 ځغلوی بهرته هر یود وطن شته او معادنونه
 ټوله په جیب ډکولو دي خورا ډیرمصروف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
چې نن دا تور کارغان په لوړو ښاخوګرځې
 اخیربه ښاخ مات سي ، هغوی به راپرځې
 تر کله به دهما خواد هغو پرسر ګرځې
 اخیر به یوڅوک د هغو په مخ کړي تف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
خره ته رایه ښه ده نه وچ سترګې انسان ته
 چې دشرم سترګې ولري ښه ده هغه حیوان ته
 نه دانسان په قالب کې ږیرور شیطان ته
 نور مه ختا وځه د شیطان په غلط دم وچوف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
راویښ شئ ولي دناز په خوب ویده یاست
 په رڼو سترګود سویی په خوب بیده یاست
 وطن یې چورکړ د مرګ په خوب پراته ياست
 په رایو نه ورکولو هغوی کړئ له یوه سره موقوف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
دیموکراسی نه ده قام پرستي ده وکړه باور
 د پردو حکومت چلیږي نه افغاني وکړه باور
 وطن یې خراب کړ په قصدي وکړه باور
 ګنا هکارو ځانونه خلاص کړه په غورو پف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
اوس لا وخت سته پښې ټنګي لګوئ
 دهغو غوړپلو چلو په دوولاسو خورئ
 هغو ته لکه تاسو ته چې وایي درواغ وایئ
 پام ولس ونه کړې په دوران د هغو نور اف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
کرزي دحنظل مړاو بوټو ته وړکړې اوبه
 په ټوله خزانه یې دغلو وده وه لویه سوبه
 ټوله غله یې د خوار ملت پر څټ کړه سپاره
 اوس هرقاتل غل ځان بولي د ملت فیلسوف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
په قانون کې یې د ریاست څوکۍ کړه د خرکار
 نه زده کړه ، نه سابقه، نه تجربه ده دچا په کار
 نه سن راغلی نه قد اونه بوټ لمبرد خودکار
 غلا روا ده چې ږیره لویه کړی څوک د تصوف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
شلو نفرو داټول ملت نیولی یرغمل
 دلته خوب د رهبری وینی هر غل
 په دې کام پرستي کې دی دهغوی چل
 له دې وضع څخه په کار دی وحف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
***
ددویم متفکر مرستیال سو اول لمبر قاتل
 داول نمبر خاین مرستیال سو اول لمبر باطل
 له دې بلا و څخه به یوه بلا سي پر موږ نازل
 بیا به پر وطن خپور سي د یو ټنبه باد او پف
 زړه به د خولې راوچوي نخودک نخودک هوف
***
دا ازمایلي څیرې یو نه دی د خدمت
 شیدې یې سره ایله کړي دپاره دغنمت
 د غله اوقاتل اوغاصب دی مشراکت
 د وطن خیر نسته په دی دوامداره خسوف
 دهغوچپه پاتا کوئ نخودک نخودک هوف
 وییونه اوکنایې: وحف ( ویره )، شیدی سره ایله کول (دیو بل سره دوستی کول )،خسوف (تندر)