سورجومات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57328
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-10-20

   
 دلوګر والي ارواښاد ارسلا جمال د لوی اختر په سهار قرباني شو او دڅښتن تعالی دسپين او سپېڅلی کور محراب او دېوالونه يې پر سرو وينو سره شول٠
 د شهيد ارسلا دشهادت او بېلتون نه وروسته دهغه صداقت ، کمالات او ژور فکر راڅرګند شو او ټول ورپسې لاسونه مروړي ان هغه ډله خلک چې ارسلا يې په ژوندونې دومره نه پېژنده اوس يې چې کارنامې لولي نو زړونه يې پسې خوږيږي .
تر ارسلا دمخه هم په ډېرو مظلومانو افغانانو لر او بر د خپلو او پرديو له خوا بريدونه شوي دي او شهيدان شوي دي خو پر ارسلا مرموز بريد افغانان ځکه وننګول او اندېښمن يې کړل چې دا بريد پر مقدساتو وشو ، ممبر شهيد شو ، منار شهيد شو او د خدای جل جلاله کور شهيد شو٠
 موږ د هر بې ګنا انسان اوپه ځانګړي توګه د هرافغان په مرګ او ژوبله دردېږو، ژړېږو او بلکې خوارېږو٠
 ددې هېواد هره مور زموږه مور ده که د مامور مور ده او که د جنګيالي مور ده دغم ټول پېټی يې زموږ د خلکو او د هېواد پر اوږو بار دی٠
 دې پېښې نه بايد دا زده کړو چې په موږ کې لا شکر ډېر دکار خلک شته که فکرونه سره يو کړو او يو او بل ته سره لاسونه ورکړو نو د ارسلا شهيد شهيد او پرهر پرهر وطن به ډېر ژر زرغون زرغون شي ٠