نړيوال جنايتکار!!! (International Criminal)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57330
پاچا : کليفورنيا امريکا
دخبریدو نیټه : 2013-10-20



۲۰ اکتوبر ۲۰۱۳


داد هغي ليکنې سر خط دی چی د امريکا برجسته ليکوال ښاغلی بروس ريچاردسن چی د افغانستان او په ځانګړی ډول د پښتون ولس خواخوږی دی په نهم د سپتمبر ۲۰۱۳ کال  ليکلی او د افغان لر او بر په سايټ کی په انګريزی ژبه خپور شويدی، ما د ښاغلی ريچارډسن دغه ليکنه په پښتو ژبه اړولی ده غواړم چی  تاسو ګرانو لوستونکو سره يی شريکه کړم.
"په خپل سر(لوی ځواک) چی د پلټنو، تعقيب او يا هم د تحريماتو د وضع کولو  څخه ځان مصؤن ګڼی. د نړيوالو جنايتونو د قضا د کميسون يو سخت او پيچلی قانون دی چی د (ګورډين ناټ)  نړيوال قضای قانون کی يی  ذکر شويدی سرغړونه ده. د يوی نړيوالی محکمی (ټرای بيونل)  تآسيس چی په جنګی جنايتونو، جګړيز تيری، بشری ضد  جرمونو،  ټولوژني او سولی پر ضد په جرمونو ککړ مرتکبين چی د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د منشور په اووم (۷)  ټوک کی په کلکه ورباندی ټينګار شوی او په تصويب رسيدلی دی بايد په پراخه پيمانه  اجرا او د څيړنی او تحقيق لاندی  ونيول شی. ددغه بی اندازه زياتو او بی شميرو بيلګو په موجوديت سره چی اوسنۍ روسيی  ( پخوانی  شوروی اتحاد ) او د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کی د جنګ  قوانين په ښکاره او څرګند ډول چی پورته ذکر شوي او  د (۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ او ۲۰۰۱کال څخه تر نن ورځی پوری) روان دي سرغړونه کړيده چی په دی باره کی پوښتنی کولو ته هيڅ اړتيا نه پيدا کيږی. 
په هر حال د امنيت شورا پنځه واړه دايمی غړي بايد د يوی جنايی محکمی د جوړولو لپاره خپلي رايي وکاروی او تر څو چی پوښتنه د افغانستان لپاره د عدالت په اړه راځی چی يو يی د هغوي څخه د امنيت په شورا کی د ويټو ځواک کارولی شی چی په دی صورت کی روسيه چی د( پخوانی شوروی اتحاد وارثه ده) او بل يو يی د امريکا متحده ايالات دي پخپله همدوي بايد دا مسئله د پلټني او ګرويزنی لاندی ونيسی. دا به کومه د حيرانتيا خبره نه وی ځکه چی دا پخپله همدغه هيوادونه وو چی د جنګ طرحه يی جوړه کړه، چی د هغی په ترڅ کی قومی (ايتنيکی) پاکسازی رامنځته  اود جنګی جنايتونو او د بشر پر ضد د جناياتو کميسون يی ديته  وهڅو چی د دوي ملګرې جګړه ايز ځواکونه ( دلته اشاره د شمالی ټلوالی ځواکونو ته ده. ژ) د جنګی جنايتونو د محکمی د جوړولو او د هر ډول قناعت بخښونکو خبرو اترو سره د مرستو او څيړنو (تفتيش)  دلارو چارو په مخ کی ډب او ورسره مقاطعه  وکړی.
۱

يوه خبره چی ډيره مهمه ده هغه داده چی د روسيي ولسی جرګی (دوما) په ۱۹۹۶کال کی يو فرمان صادر کړ چی صريحآ پکی ويل شوي وو: روسی عسکر به په هيڅ صورت او هيڅ شکل د هغه  نړيوالوجنګی جرمونو په بدل کی چی په افغانستان کی يی د جنګ په دوران کی ترسره کړيدي  مؤاخذه نشي. ښه په دی اړه همدومره بس ده چی وويل شی د زور په سياست کی هر څه روا دي چی له مخی يی هيڅ اخلاقی ميعارونه په نظر کی نه نيول کيږی. نو په دی اساس څنګه کيدی شی چی د جنګی جرمونو مرتکبين به ديته لاره هواره کړی چی خپل ځان پخپله محاکمه او د تعقيب لاندی ونيسی. خو روسيه د نړۍ د هغو لويو زبر ځواکونو له پاتی شونو څخه ده چی د نړيوالی قضايی محکمی لپاره به د جنګی جرمونو په اړه د تزوير او چلوټو نه ډک تير ايستونکي دليلونه د ځان د تبريه کولو لپاره وړاندی کړي. په دی اخرو وختونو کی د اوباما اداری د ملګرو ملتونو د جنګی جرمونو د محکمی د تآسيس کولو لپاره  د ويټو کارولو د زور نه ډک د تهديد خبرداری ورکړ، لکه څنګه چی روسيي هم دا کار کړی وو، دغه تصويبنامه يی قانونی او امضآ کړه چی له مخی به يی د جارج بش د اداری غړي د جنګی جرمونو د محکمی څخه چی د افغانستان او عراق په جګړو کی متهم بلل شويدي مصؤن او تبريه شي.
تر کومه ځايه چی د افغانستان په مسئلی پوری اړه لری نو دا خبره د  ځانګړی توجه وړ ده چی په حقيقت کی د جنګ مرتکبين (روسيه او د امريکا متحده ايالات د خلپو جنګی جرمونو څخه انکاري دي او يا هم کوشش کوی چی دا په يو عادی، بی معنی واقعاتو سره توجيه  او ځان ورڅخه تير کړي او يا دا وايي چه دا د هغو اشخاصوکار دی چی د روحی تکليفونو څخه رنځيږي (ددوي پوځيان. ژ)، يا د تيرو جنګونو څخه د کړيدلو له امله يی دا عمل ترسره کړيدي او يا هم د هغوي لپاره دا دليل وړاندی کوی چی ګويا د مقابل لوری (ترهګرو. ژ)   څخه د غير مؤجه تحريکاتو په مقابل کی منځنه راغلي دي. په دی صورت کی دا يو باالفعله  دوه مخی ده چی د يو طرفه يی په رسميت پيژنی او له بله طرفه همدغه متهمين پخپله د قانون ناقضين دي چی نړيوال قوانين د پښو لاندی کوي. دغسی رژيمونه هيڅکله خپلي غلطياني نه مني او په نتيجه کی د خپل پوځی، اقتصادی او نړيوال حيثيت په زور هڅه کوی چی د تل لپاره د ملی او يا نړيوالی محکمی د قضاوت او تعقيب څخه ځان ګوښه او هغه په خپله ګټه استعمال کړی. روانو تاريخی پيښو سره ددی لپاره چی په نړيوالو رسنيو کی د هغو منفی اړخ وړاندی کيږی  دا په ګوته کړيده چی په افغانستان، منځنی ختيځ، چيچينيا او د افريقا په نورو مختلفو ځايونو کی قتل عام او ټول وژنه روانه ده. وګورۍ: د (جنګ قوانين: ليکوالان: ښاغلی آدم روبرټس، ريچارډ ګويلف، دوهم چاپ) (جنګی جنايات، ۱۹۸۹، مخونه/ صفحي: ۳، ۹، ۱۰،۱۲،۱۵۳-۱۵۶، ۳۳۱،-۳۳۷، ۴۳۲، ۴۳۹، هغه وخت چی شورويانو افغانستان د ۱۹۷۸ او ۱۹۹۲ کلونو په منځ کی د خپل مستقيم کنټرول لاندی راوستی وو).

۲


 د عملياتو بڼه (هوائی بريدونه) داسی ښي چی (شورويانو) په منظم ډول پښتنی سيمي د سهيل – لويديځ څخه نيولی تر ختيځ پوری پخپل ټول ځواک سره په نخښه کولي چی د خلکو څخه يی خالی کړي، په نتيجه کی په سلهاو (بيګناه) خلک ووژل شول او په زرهاوو نوريی ديته مجبور کړل چی (کلی - کور) پريږدی او مهاجر شي. بايد وويل شی چی د افغانستان ټولی سيمي په يو او بل شکل  سره زيانمني شوي خو پښتون او غير پښتون ميشتو سيمو په څرګند ډول د يو بل څخه توپير درلود. ځينی غير پښتون ميشته سيمي ددی لپاره د خلکو څخه خالی کيدلی چی هلته (شورويان) خپلې نظامی اډې او د ميزايلونو ګودامونه جوړ کړي. علاوه پر دی د شورويانو مهم هدف او ستراتيژی دا وه چی پښتون ميشته سيمي د خلکو څخه خالی کړی او په افغانستان کی د قومونو انډول داسی برابراو لاره ديته هواره کړی چی دا ستراتيژيکه او مهمه سيمه د خپلو منځنې اسيا د جمهوريتونو سره وتړی اوپکی  مد غمه يی کړی.
ددی کار لپاره (شورويانو) د ډول ډول تاکتيکونو څخه په دی منظور کاراخسته چه پښتون ميشتي سيمي خالی او بی نفوسه کړی: " په بمونو يی کلي ورانول او هغه خلک چه ددی بمباريو له امله په تيښته کی وو د هليکوپترونو په وسيله يی بيرحمانه قتلول.  فصلونو او حاصلاتو ته به اور اچول کيده، د ميو او انګورو باغونه به د بيخه وهل کيده، د پسونو رمي به د منځه وړل کيدلي او همداراز به د اوبو او اوبخور سيستم په دی منظور له منځه وړل کيدل چی مهاجرين  خپلو مينو او کورونه ته بيرته راستانه نشي." د ښاغلی چارنی ليکنه  وګورۍ چی په ۱۹۹۴ کال کی يی ليکلی ده: شورويانو په دی خاطر د پښتون افسانوی قوم وحشيانه نسل کشۍ او ټول وژنی ته د يوی ځانګړی ستراتژۍ لاندی چی هغی ته يی د 'کاسکيډعملياتو'  نوم ورکړی وو ادامه ورکړه چی په دی کار سره يی غوښتل چی  پښتنی سيمي  په ډيره بيرحمانه توګه د خلکو څخه خالی کړی، ددی کار د ترسره کولو لپاره يی د تاجکانو او ازبکانو لږه کيو (اقليتونو) ملګرتيا او دلسوزی راجلب کړه چی په اخره کی يی د شمالی ټلوالی  نوم ورباندی کيښود اوپه نتيجه کی يی هغوي د خپل ځان ملګري کړل چی دا يو شبه مليشه ای ځواک ته ورته وه. په دی اړه د ښاغلی مائيکل بيری ليکنی ته وګورۍ چی د 'ملت وژنی' تر عنوان لاندی يی په ۱۹۸۴ کی ليکلی ده.
د احمد شاه مسعود په مشرۍ هغه وسله وال مليشه ای ځواک چی د شورويانو لخوا به ورسره مرستي کيدي په شمالی سيمو کی به يی د خلکو (پښتنو. ژ) مال او جائيداد په زور ورڅخه  اخسته او خلک به يی په مرګ تهديدول  چی خپلي سيمي خالی کړې. دا ښکاره خبره وه چی د شمالی سيمو لږه کيو (اقليتونو) رهبرۍ د ډير وخت راهيسی دا ارزو درلوده چی د افغانستان هغه لږه کي چی په شمالی سيمو کی د کوچنيو اقليتونو په څير د شوروی جمهوريتونو(پخوا. ژ) سره په پوله اوسيږی سره  متحد کړی يعنی "لوی تاجکستان" ور څخه جوړ کړی: په دی اړه  ښاغلی ايلی کراکوفسکی  په ۱۹۸۷ کال کی ليکلی: وګورۍ  (افغانستان اود شورويانو نړيوالی ګټي).

۳

ليکوال مائيک مارټين پخپل کتاب "د شورشيانو په مورچو کی" (۱۹۸۴)، مخ/پاڼه ۱۹۸ کی ليکی: د هغه (مسعود) هغه اور بند چی د روسانو سره يی په مؤقت ډول کړی وو تر اوسه پوری باطل شوی نه دی.  هغه به د جمعيت (اسلامی. ژ) جنګيالي د پنجشير څخه نورو سيمو ته د جنګ لپاره ليږل چی د حزب (اسلامی. ژ) کلي او سيمې ونيسي. روسانو به د هغه سره نظامی مرستي کولي ځکه چی حزب د روسانو اشتی نا پزير دشمن وو. همدا راز داسی نخښي نښاني موجودي وي چی شورويانو غوښتل  د افغانستان د شمالی سيمو واک د مسعود شمالی ټلوالی ته وسپاری. د برسيره شويو راپورونو له مخی روسانو به هغه "مسعود" ته ددی معاملی په بدل کی وسلي ورکولې. وګورۍ "مارټين ۲۲۹ مخ/پاڼه". تر هغه ځايه چه پښتون توکمو قومونو پوری اړه لری يواځينی قوم وو چی د نفوس ۳۱ سلنه يی د 'کاسکيډ' په جنګی عملياتوکی ووژل شول. په دی اړه وګورۍ د بروس ريچارډسن 'ددی ليکنی ليکوال'، افغانستان د شورويانود "مطلق العنايت تروريعنی دهشتګردۍ خاتمه"، ۱۹۹۶، ۱۹۹۸، ۲۰۰۴، ۵۱-۵۸ پاڼي.
 علاوه پردی هغه بيشماره سرغړوني چی د بشرد حقوقو په باره کی تر سره شويدې يوه يی د 'قومونو پاکسازۍ' ده چی د نړيوالی محکمی پلټونکو ته به يوه ورځ ددغه کار  پلټل ور تر غاړه وی او هغه قربانيان چی د ډيره وخته څخه د خپلو حقونو د بيرته لاسته راوړلو لپاره د يوی نړيوالی جنايی محکمی په انتظار دي چی د شورويانو د يرغل او اشغال په وخت کی د دوه ميلونو څخه زياتو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. که چيری ددی کار په تحقيق او پلټنه  کی کوم اقدام ونشی نو دا به په شلمه پيړۍ کی دبشر د حقوقو څخه د نړيوال قانون په سطحه  د سترګو پټولو يو ظالمانه عمل وی.
يوه زياته اندازه نړيوال حقوق پوهان دی نتيجی ته رسيدلی دي چی د امريکا متحده ايالات دا جګړيز تجاوز  په غلطو او ناسمو اطلاعاتو، تبليغاتو او د استخباراتو په کنايو او دروغجنو راپورونو د افغان ولس پر ضد د نړيوال جنايت تر عنوان لاندی پر مخ بيايی او په دی کار سره خپله ظاهری بڼه د خپل ځان څخه د دفاع په خاطر هره قانونی پريکړه نفی کوی. دلته نو اوس بيا هم مونږ د قضاوت لپاره په تالار( د ملګرو ملتونو د امنيت شورا.ژ) کی يو قوی هيواد يعنی امريکا لرو لکه د شوروی يرغلګرو په شان چی د ويټو د زور څخه کاراخلی. دوي د پښتنو د افسانوې مقاومت څخه په ويره کی دي، نو اوس بيا دوي غواړی چی په افغانستان کی  لږه کي (اقليتونه) يو ځل بيا  په نظامی لحاط مظبوط کړی څوک چی اوس هم د دوې د استخباراتی مليشی په شکل د معلوماتو په ورکولو ګمارل شوي دي.


۴


پروفيسر مارک هيروډ د نيو همشير پوهنتون (استاد) د لمړنيو معلوماتو له مخی چی د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د مياشتی راهيسی يی تر سره کړيدي د ملکی خلکو مرګ ژوبله چی د متحده ايالتونو د هوايی ځواکونو په لويو بريدونو کی له منځه تللی دي د ۱۰۰،۰۰۰ (يو لک) څخه زيات بيګناه خلک وژل شويدي. په دی حملو کی ممنوعه وسلي لکه سپين فاسفورس، خوششه ای بمونه، د ښکتنۍ کچې يورانيمی مهمات،  چاوديدونکی مواد، بی پيلوټه الوتکي وغيره استعمال شويدې چی د ډيرو بيګناه خلکو د مرګ سبب شويدې. برسيره پر دی چی جګړه تجاوز دی، د ممنوعه وسلو کارول هم د نړيوال قانون له مخی په ښکاره تيری ګڼل کيږی، بدون له شکه چی يوه ورځ به دا مؤضوع  په نړيواله جنايی محکمه کی، د متحده ايالاتو جنګ په افغانستان کی، راولاړيږی. په دی اړه وګورۍ لاسوندونه: (د جګړی قوانين، جنګی جنايات:  آدم رابرټ، ريچارډ ګويلف دويم چاپ،کال ۱۹۸۹ ، پاڼي/مخونه ۳، ۹، ۱۰-۱۲، ۱۵۳-۱۵۶، ۳۳۱-۳۳۷، ۴۳۲، ۴۳۹).
ملګری ملتونه سره ددی هم پخپل منشور کی چی په هغه کی په روښانه ډول د جګړی  د تعقيب پريکړي شويدي چی له مخی يی بايد د بشر اساسی حقوقو ته پاملرنه او د هغو څخه ساتنه وشی نه ده پرځای کړي، بلکه له دی امله يی هغه د پښو لاندی کړې چی ګويا روسيه او متحده ايالات به په دی اړه د ويټو د زور څخه کار واخلی، په دی عمل سره  غړي هيوادونه د نړيوال قانون څخه تيری کوی او هغوي ته په دی عمل سره مصؤنيت وربخښی. پداسی حال کی چی په دولتی کچه يی په ډير احتياط سره د شکايتونو او اعتراضونو داسی ډيپلو ماتيکي کليمي او عبارات جوړ او پيدا کړي چی د دغو کليمو په راوړلو او کارولو سره د غړو هيوادونو(ملګرو ملتونو.ژ)   په فکری او ذهنی لحاظ د هغوي ژوره  دلسوزی جلب کړی چی  اوسنی (جګړيز.ژ) حالت پخپل حال وساتی چی په راتلونکی وخت کی افغانستان ته د جنګ د تاوان يا غرامت ورکولو څخه چی  ورسره مخامخ نشی ځان وژغوری، دغه( جګړه مار .ژ) هيوادونه  په دی کار سره غواړی د پرمختلونکو هيوادونو طبيعی منابعو او نړيوال بازار ته لار پيدا او په استثماری ډول ور څخه ګټه  واخلی چی ددی عمل  په دوام سره به دغه هيوادونه  پخپلو سرحدونو هيڅ  واک ونلری او د هغو واک او اختيار به هم ددغو (جګړه مارو.ژ) غړو هيوادونو په لاس کی وي.
د قضايی اصولو په اساس د جنګ قربانيان او ژوندي پاتی خلک  دخپلو حقه حقوقو څخه بايد با خبره اوسی چی څنګه په قانونی ډول دوي خپل تاوانونه او غرامات بيرته لاسته راوړي شی چی دا کار به هم دوي پخپله په نړيواله جنايی محکمه کی اقامه کوی. ددی تاوانونو لاسته راوړل ددغه (جګريزو.ژ) هيوادونو په محکمو کی ناممکن دي ځکه چی واک او بيطرفی نلری. په نتيجه کی به مجرمين  و نشی کولی چی د ابد لپاره د (جنګی) تيريو څخه ځان مصؤن وساتی، په دی صورت کی به بالقوه مرتکبين د مجازاتو له ويری څخه لکه څنګه چی د ( روسيی په دوما 'سنا' او د متحده ايالتونو په کانګرس کی) د هغو خپلو ملی بنسټونو  په عدلی او قانونی  ډول(د خپل ځان په ګټه.ژ.)  جوړ کړيدي د يوی نړيوالی جنايی محکمی په وجود سره به چی په پراخه اندازه د بشرپر ضد په ټوله نړۍ کی يی تر سره کوی اجتناب وکړی. 

۵
هغه دوه  نړيوالی جنايی محکمي چی د( روانډا او بوزنيي) لپاره په مؤقت ډول جوړې شوي وي چی البته صلاحيتونه يی  محدود وو خو اوس د  ضرورتونو په اساس يوی نړيوالی دايمی جنايی محکمی ته اړتيا ده چی  د دغسی نظريی او کوششونو رامنځته کوونکي چی ډموکراتيکو او قضايی بيطرفه اصولو ته حتی که د دوي دغه هيلي تر يو ځايه پوری ټولي عملی هم نشی پراختيا ورکړی بيا به هم پوره د انعام او اکرام وړ وی. ددغسی نړيوالی جنايی محکمی منظوری د ۱۹۹۸ کال د جولای په مياشت کی د يوی اساسنامی په ډول طرحه شوی وه چی وياړنه يی بايد وشی او دا هم بايد وويل شی چی د ملګرو ملتونو د پريکړو او تآثير څخه تر اوسه ازاده  ده، داسی نخښي نښانې شته چه د (نړۍ.ژ) ډير هيوادونه او خلک په دی باوری شويدي چی نړيوال قضاوت  که چيری سياسی مصلحتونه ورباندی غلبه ونکړی تر يو حد پوری د اجرا وړ عمل کيدی شی چی په دی صورت کی به اقلآ د نړۍ د رهبرانو لپاره د يو حقوقی او اخلاقی وجدان په ډول يو قانونی مثال وګرځی.
سر له همدی نيټی څخه د روسيی په ګډون۱۱۹ هيوادونو دغه کنوانسيون لاسليک اوله   ۲۰۰۰ کال څخه راپديخو د اجرا وړ وګرځيد خو د امريکا د متحده ايالاتو نماينده بدون له توضيح  ورکولو څخه ددی محکمی پر ضد ممتنع رايه ورکړه او دوه ټکو ته يی ګوته و نيوله: د پلټنو په پيل کی داد څارنوال او محکمی صلاحيت او قدرت پوری  اړه لری چی د هغه هيوادونو  وګړي (اتباع) چی  جنايتونه يی کړي  وي او (کنوانسيون) يی نه وی لاسليک کړی د قاضی په خوښه پوری اړه لری. د رای ورکولو څخه وروسته امريکايی مامورينو په ډير جدت سره د دی قانون د تصويب په خلاف خپل فعاليت شروع او نور هيوادونه يی هم وهڅول چی د محکمی په خلاف لاس پوری کړی. د بشر پر ضد د امريکا دا بدګمانه پر شا تګ چی پخوا يی د نورمبرګ، ټوکيو، پخوانۍ يوګوسلاويا او روانډا کی د ټولوژنو او جنګی جنايتکارانوته د سزا لپاره ددغسی محمکی د جوړولو څخه په غوث ډول ملاتړ کاوه په دی مورد کی په مطلق ډول په تضاد کی واقع دی. اوس  ددی څخه  سړی داسی استدلال کولی شی چی د متحده ايالتونو دا نا متعارفه کړنلاره ددوې د حد څخه زيات تيري او تجاوزونه چی په افغانستان او عراق کی يی تر سره کړيدي په راتلونکی وخت کی د قانونی تعقيب څخه په ويره کی دي.
که چيری د امريکا متحده ايالات په دی کار مؤفق شی چې د نړيوالی جنايی محکمی د اجراآتو په تطبيق کی خنډونه راپيدا کړی نو په دی لحاظ بدون له شکه ويلی شو چی دا به د بشر پر ضد د بشرد غير انسانې او ناوړو اعمالو دوام وی. په څرګند ډول د مسؤلو لوبغاړو په حيث   دا کار بايد د ناکامۍ سره مخ نشی او بايد په افغانستان کی  ددغه عمل پر ضد اومخنيوی کی لازم  قدم پورته کړل شی. له دی امله چی په تاريخ  کی ثبت شوی يو خونړی باب وتړو نو يوی بيطرفی محکمی ته چی انسان پکی د جنګ په وخت کی د خپلو  انسانی حقوقو پيژنده وکړی شی سخته اړتيا ليدله کيږی چی ددی نړۍ د انسانی غړی په حيث دغه مفهوم پياوړی او پياده کړو چی په نړيواله جنايی محکمه کی د واک د صلاحيت حدود ولرو.


۶
 
د بروس ريچارډسن يادښتونه: ډارونکی احصائيه: د امريکا جګړی په افغانستان کی د ځان وژلو اندازه د هغه پوځيانو په منځ کی چی د جګړی څخه بيرته راستانه شويدي  په بی ساری اندازه لوړه شويده. د هغه احصائيی له مخی چی د امريکايی  طبی اداری لخوا راټوله شويده دا ځان  وژنه  د هغه پوځيانو په اندازه ډيره لوړه ده چی په جنګ کی وژل کيږی. دا يوه بله د غم نه ډکه احصائيۀ ده چی په ټول هيواد (آمريکا.ژ) کی په هرو څلورو پوځيانو کی يو يی ځان وژنه کوی. هغه کسان چی د امريکا په کانګرس (پارلمان) کی کار کوی او د جنګ جګړی په اړه هيڅ تجربه نلری او په دی لګيا دي چی پخپلو انتخاباتی حوزو کی نور هم د جنګ اور ته لمن وهی بايد دا اساسی ټکي چی د معنوی، اخلاقی، روانی او ټولنيزو نا څرګندو ارقامو په اساس ولاړ دي په ژور فکر سره وګوری. له دی سببه ددی خونړيو جنګونو، نظامی تيريو او د جنګ د دوام حالت به  په راتلونکی وخت کی  ډير بد عواقب ولری.
تازه معلومات:  د جنوری د مياشتی په اخر کی ملګرو ملتونو په افغانستان کی د بی پيلوټه الوتکو په استعمال باندی ځينی مقدماتی پلټني پيل کړې چی معلومه کړی په رښتيا هم ددي (بی پيلوټه الوتکو.ژ) استعمال د جنګی جنايتونو په ډله کی راتلای شی او که نه. د ملګرو ملتونو يو وياند وويل چی د اوباما اداری په دی باره کی څو ځلي ادبی غذر غوښتی او  رسني يی په دی ملامتي کړي چی ګنی په افغانستان کی  "جنګی خسارات" نه په تخنيکی، قانونی او نه هم په اخلاقی لحاظ د منلو وړ دي، دی واقعيتونو ته په پاملرنی سره او د توجه وړ تصوير اخستلو سيستم چی په بی پيلوټه الوتکو کی ځای په ځای شويدی په فنی او تخنيکی لحاظ  کنټرول کوونکی(اپريټر) ته په بصری (ليدنی) لحاظ  دا ا وړتيا ورکوی چی د جنګ له امله  هغه ‌بی شميره بی ځايه شويو خلکو ته جدی پاملرنه او ورڅخه اجتناب وکړی. د ټکنالوجۍ له مخی دا حملي په هيڅ شکل او صورت نه د قانون له مخی او نه هم له اخلاقی پلوه د منلو وړ کار  دی. د جنګ پلويانو ته به دا د ويډيو ګيم لوبي ښکاري خود هغه لمړنيو څيړنو او راپورونو له مخی چی د ملګرو ملتونو پلټونکو تر سره کړيدي داسی ښودل شوي چی دا تيري (تهاجومونه) په واقعيت کی غير انسانی او د تعصب په بنا ولاړ ناوړه عمل دی چی د اوباما د اداری لخوا د  بی پيلوټه الوتکو په وسيله تر سره کيږی او په نتيجه کی يی د افغانستان عام وګړي قربانی ورکوی."
درنو لوستونکو: ښاغلی بروس ريچارډسن يو امريکايی ليکوال دی چی د شورويانو د يرغل څخه تر اوسه پوری د افغانستان په باره کی سياسی واقيعتونه په نړيوالو رسنيو کی منعکس کوی. تر هغه ځايه چی ما د افغانستان په اړه د هغه ليکني لوستې دي ټولی په حقايقو ولاړې دې. دا بايد وويل شی چی په امريکا کی دده په شان حق ويونکی انسان به ډير کم پيدا شی. د لوی خدای څخه ورته د ډير عمر غوښتونکی يم.
ژ: ژباړن.
په ډير درنښت: