لیکنه (یونلیک) لږ اوږد دی خو باور لرم که تر پایه یې ولولئ ډېر به مو خوښ شي یو څه ټوکې دي پکې ، یو څه حقیقت مو پکې رانعښتی دی او یو څه د خوند او عبادت خبرې هم پکې لوستلی شی، بیا هم زه کوښښ کوم چې لیکنه رانه لنډه ولیمکم.
هغه ورځ مې یاده ده چې په دوبۍ کې وم او زما یو ملګري راته زنګ وواهه چې ستا او ستاسو د فامیل د حج پچې ختلې دي او انشاءالله چې سږ کال به ټول یو ځای ځو، خدای شته چې ډیر خوشاله شوم خو دروغ نه شم ویلی هغه دونياوي کارونه چې راته پاتې ول هغو ته هم لږ خفه وم چې که خدای ج يې د حج له پیله وړاندې خلاص کړي، خو داچې ډیر بختور ځای ته راتلم همداسې وشول ټول هغه ضروري کارونه مې خلاص شول چې زه يې په زړه کې نیولی وم.
په لنډ ډول یې لیکم چې د روان کال د سیپټمبر په نولسمه نیټه راته زنګ راغی چې صبا د مازدیګرڅلور بجې مو جدې ته الوتنه ده او له هغه ځایه به لومړی مدینې منورې ته ځو، نو ځانونه مو تیار کړل او پر ټاکلي وخت مو د کابل عیدګاه ته ځانونه ورسول، له رسیدو سره سم یې واکسین کړو او د هغه ورسته یې وویل چې انتظار وکړئ، د ماښام له لمانځه ورسته یې وویل چې ستاسو الوتنه به د سهار پر پنځو بجو کیږي نو موږ هم چې یو ځل مو له کوره رخصت اخيستی وو بیرته لاړو او د سهار پر دوه بجو بېرته عیدګاه ته راغلو، ایله یې په شپږو بجو له عیدګاه څخه د کابل هوایې ډګر پر لور روان کړو او د کابل هوایې ډګر څخه مو په یوولسو بجو الوتنه وشوه اوله پوره څلور ساعته او دیرش دقیقې سفر ورسته د جدې په نړیوال هوایې ډګر کې مو یو ځل الوتکه پر ځمکه ولګېده او بیرته لږه پورته شوه خو بلاخره کوزه شوه، هلته یې هم له الوتکې تر کوزیدو ورسته ډېر ترخه واکسین خولې ته راواچول او لږ ساعت یې کېنولو او بیا یې د پاسپورټ ځایونو ته راوستو.دلته یوه جالبه واقعه وشوه، ترما مخکې یو کس چې مطلق کلیوال وو او په ټول عمر کې یې بهر سفر نه وو کړی د پاسپورټ له ټاپې ورسته پوليس له هر یوه عکس اخیسته، نو دغه کس چې بې له پښتو نور پر هیڅ یوه ژبه نه پوهیده پولیس ورته په اشاره کې خبرې کولې، پولیس ورته په لاس اشاره و کړه مطلب یې وو چې کمرې ته خپله څیره مخامخ کړي، نو دغه کس به هم ورته هماغه د پوليس په څېرلاس کوږ کړ، هغه به ورته ځان د شیشې له هغه خوا د کمرې لوري ته برابر کړ چې داسې ودریږه نو دغه بیچاره به هم دده لوري ته ځان هماغه دده په شان برابر کړ، چې پولیس او موږ یې ډېر وخندولو وروسته زه ورغلم او هغه کار وشو، کله چې بیرون راووتو نو د نورو ټولو مسلمانو هېوادونو د حاجیانو لپاره به بېل بیل تعمیر وو چې ډېر لوی دهلیز به يې درلود هلته به کېناستل چې ایرکنډیشنونه هم پکې لګیدلي وو خو موږ بیچارګان بیرون د یو چتر لاندې کېناستو او د بس انتظار مو تقریباً تر دوو ساعتونو وکړ چې بسونه راغلل، نو د مدینې منورې پر لور روان شوو، دلته په بس کې یو کس یوه بله جالبه خبره راته وکړه، ماته یې یو د لسو ریالو نوټ راوښودو چې دا څو دي نو ما ورته وویل چې دا خو لس ریاله دي، هغه سړی ډېر په بدو ردو لګیا شو چې ما د پینځو سوو ریالو نوټ یو د موبایل سیم کارت واله ته چې په لار کې ولاړ وو ورکړ چې سیم کارتونه یې خرڅول، ماترې یو سیم کارت واخيست نو بیرته یې چې باید څلور د سلو نوټونه راکړي وای څلور د لسو نوټونه یې راکړيدي، نو ډیره خندا یې راوسته او خفه هم شوم چې په دغه مقدسه خاوره کې هم غلاګانې کیږي او هغه هم چې سم د هوایې ډګر څخه راووځې نو د نورو ځایونو کې به څه حال وي؟ په هر صورت هغه سړی هم ډېر خفه شو، نو بیا به چې په لار کې د لمانځه دپاره او یا هم د ډوډۍ خوړلو لپاره ودریدو نو که دغه کس په څه اخیستې وو ماته به یې ټول نوټونه راښکاره کول چې بیا خو به یې نه وم غلط کړی؟ په هر صورت په بسونو کې ایرکنډیشن خراب وو او د څلور ساعته مزل پر ځای مو پوره اته نیم ساعته مزل وکړ چې مدینې منورې ته ورسیدو ځکه چې بسونه ډیر زاړه و او تر شپیتو تېز نه شول تلای، په داسې حال کې چې موږ تیره شپه هم په ویښه تېره کړې وه او دلته هم په څلورو بجو د سهار اذان کېده نو فیصله مو وکړه چې نه به ویده کیږو او د سهار لمانځه وروسته به ویده شو، ځکه چې موږ په مدینه کې اته ورځې درلودې او باید څلویښت لمانځونه مو د ملا سره پر خپل وخت ادا کړي وای، په هر صورت چې د لمانځه څخه راتلم نو پر لار زنګیدم او خپلې کوټې ته راورسېدم، ویده شوم او د ماسپیښین لمانځه لپاره بېرته مسجد نبوي ته لاړو په همدې ترتیب د څلویښتم لمونځ څلور ساعته ورسته مو مکې مکرمې ته سفر پیل کړ، په مدینه کې مو استوګنځی ډېر ښه اوهم په ښه موقعيت کې وو اوښه وخت هم تیر شو، قبله تین جومات ته لاړو، د احد غره ته لاړو، د بلال جومات مو ولید او همدا شان مو د حضرت محمد ص د روضې زیارت سره د نورو اصحابو وکړ او په ریاض الجنه کې مو څو وارې نفلونه وکړل، ریاض الجنه د حضرت محمد ص د کور او دده د روضې ترمنځ لاره ده چې محمد ص ویلي دي چې دغه د جنت ټوکړه ده که هر څوک دلته نفل وکړي او هغه یو چیرته قسم وخوري چې ما په جنت کې نفل کړی دی نو هغه قسم به یې پرځای وي.
د مکې مکرمې سفر مو پیل کړ، د بس له یو ساعت مزل ورسته یو جومات ته ورسیدو چې هلته باید احرام وتړل شي، اول چې څوک مکې مکرمې ته راځي باید عمره وکړي، احرامونه مو وتړل او په بس کې راته یو نیمه مولوي صاحب خبرې پیل کړې چې لومړی باید لبیک ووایئ ، د احرام په وخت کې به ځان نه ګروئ چې کوم ويښته مو ونه غورځي، چې د دخبرې په اوریدو سره خو پر ما خارښت هم ولګید، د بس سیټونه بيا دومره تنګ ول چې ګونډې مو د مخکې له یو او بل سره به عبس فضول خبرې نه کوئ او نو سیټ سره بلکل کلکې بندې وې او چې بس به بریک یا وخوځیدو نو نه پوهیږم چې څومره د ګونډو ویښتان به مو غورځیدلي وي، بسونه دومره زاړه وو چې د سهار د لسو بجو څخه راروان وو او د ماښام لمانځه ورسته مکې مکرمې ته راورسیدو، د رارسیدو سره مو ولیدل چې یوه کوټه د اوو یا اتو کسانو لپاره وه، ډېر زیات یې خفه کړم، داچې د خوست د حج اواوقافو ریس مې ملګری وو نو راته یې وویل چې ستا لپاره ځان ته یوازې کوټه لرم او ستا لپاره مې ساتلې ده نو ما فکر وکړ چې دا نور زما مور ، پلار، ورور او وریندار به څنګه کیږي؟ له ریس صاحب څخه مې مننه وکړه او ورته مې وویل چې زه یوازې ځان ته کوټه نه غواړم که ټولو ته یې ورکولی شئ نو سمه ده هغه راته وویل چې دا مې له وسه بهر ده نو بیا یې هم راته په شپږو کسانو یوه کوټه راکړه ، په کوټه کې مو سامان کیښودو ، عمرې ته لاړو ،عمره مو وکړه راغلو ویده شوو او سهار بیرته چې پاڅیدو نو ګورم چې په استوګنځي کې د ژوند کولو هیڅ اسانتیا نشته، ډیر خفه شوم (پدې اړه ما یوه ماته ګوډه لیکنه کړې چې زما د فیس بوک په وال باندې پراته ده سره د عکسونواو ثبوتونو) او بل چرته د بل ځای په شخصي لګښت د کوټې نېولو په لټه شوم، هغه وو چې پیدا مې کړې ، له هغه استوګنځي راغلو او په ښه سم استوګنځي کې مو د بیت الله شریفې تر څنګ واړول، ورځې او شپې تیریدې چې د عرفات ورځ رانږدې شوه، اعلان یې وکړ چې نن د شپې دولس بجې به مینې ته ځو، هغه وو چې د شپې په لسو بجو مو احرامونه وتړل او منتظر وو، د شپې دولس بجې د صبا دولس بجې شوې چې مینې ته روان شو هلته مو په یوه خیمه کې واړول چې ټوله به تقریبا سل متره مربع وي اویا کسان په کې میشت شوو او تر درې ورځو پاته شوو، سهار د عرفات په لور په میټرو کې روان شو، (میټرو د سعودي حکومت لخوا یو نوی کار وو چې ډیره اسانتیا یې د حاجیانو لپاره جوړه کړې وه) هلته مو هم د عرفات غونډۍ تر څنګ په خیمو کې واړول، تر غرمې مو خوبونه وکړل او د ماسپیښین ترلمانځه ورسته الله ج ته د دعا لپاره په ولاړه ودریدو ، یو افغاني ملا چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت لخوا به راغلی وو او که شحصي دوعاګانې راته پیل کړې په سرکې خو یې یو څو ښې دوعاګانې وکړې خو ورسته یې له خولې داسې ټکي راوتل: ( الله ج دې په افعانستان کې مجاهدين کامیاب کړي، الله ج دې مجاهیدینو ته نصرت ورکړي، الله ج دې د مجاهدینو بندیان (چې صرف پدې بندیان شوي دي چې د اسلام لپاره جنګیږي) له جېلونو خلاص کړي، الله ج دې دا کفار سره له ګوډاګیانو هلاک کړي ، الله ج دې په افغانستان کې شرعي نظام راولي، الله ج دې د هغه مجاهدینو شهادت قبول کړي چې په جهاد کې شهیدان شوي دي) دا هغه دوعاګانې وې چې یادول یې مهم ګڼم، له دوعاګانو ورسته ما ورته وویل چې یوه دوعا افغانستان ته وکړئ چې الله ج دې سوله او امن راولي نو هغه ملا راته وویل چې بس ده افغانستان ته خو تر اوسه لګیا وو، بس بیرته کیناستم،د لومړي ملا له دوعا ورسته یو بل ملا راپاڅیدو هغه نو بیا سم سیاسي سړی ورته ووایو که د افغانستان دولت مخالف په عرفات غونډی کې؟ په دې ډول تقریر پیل کړ، (په افغانستان کې تر شلو ډېر تلویزيونونه دي او د خلکو د خرابولو لپاره پکې د هندوستان او ترکیې فلمونه او سیریالونه چلوي او بیا په هغه بربنډو ښځو جال روالي او په کور کې درڅخه ماشومان ضرور پوښتنه کوي چې دغه جال ولې راولي نو ته به يې ورته تشریح کوې، او بله خبره دا چې د یو تلویزیون ریس راته وویل چې ماته یو کفري هیواد پنځه ملیونه ډالره راکول چې د تلویزیون په پرده صرف د ورځې لس یا زیات وارې دغه یو عکس نشر کړه چې خلک یې وګوري، مخکې وایې چې یو ملا چې زه یې پیژنم زموږ د نجونو د فټ بال لوبډله بنګلادیش ته تللې وه په لنډو لنډو نیکرونو کې یې لوبې کولې او دغه ملا له تلویزنون څخه په دوی (د نجونو د فټ بال پر ټیم) خبرې کولې او د تلویزیون په پرده د دغه بې حجابه نجونو د فوټ بال لوبه ښکاریدله)، په هر صورت په همدغه خبرو یې ټول تقریر راڅرخیدو، پدې وخت کې ورته یو ځوان پورته شو او ورته ویې ویل چې له دغه خبرو ښه ده چې موږ یوازې الله ج ته وژاړو او د زړه له کومې ورڅخه بښنه وغواړو او دوعاګانې وکړو، نو ملا ورته په ډیره ترخه لهجه وویل چې که په تاسو زما تقریر ښه نه لګي نو تاسو بل ځای ته لاړ شئ او ځان ته کینئ، هغه بېچاره ډیر خفه شو او بیرته پر خپل ځای کیناستو، پدې وخت کې یو بل غټ ملا راولاړ شو هغه خپل تقریر داسې پیل کړ:( زما نوم فلانی دی او زه د جلال اباد یم خو په پاکستان کې اوسیږم، له ما څخه خلقیانو د جهاد په وخت کې د لاسونو او پښو نوکان ايستلي دي، ډیرې قربانۍ مو ورکړې دي، بس ځان یې معرفي کړ او هغه کس ته یې چې ویلي و چې موږ به ځان ته یوازې دوعاګانې وکړو ښه ډیر بد رد وویل او بیرته کیناستو) ورسته بیا هغه ملا چې دوعاګانې یې کړې وې هم راپاڅیدو او هغه ځوان ته یې په قهرجنه لهجه وویل چې تا ډیر بد وکړل چې دا خبره دې وکړه، دغه خبرې تر دوه ساعتونو پورې روانې وې چې کله خبرې ختم شوې نو نوي فیصده خلکو یو او بل ته ګنګوسې شروع کړې چې دا څنګه دوعاګانې وې موږ پوه نه شو، په هر صورت هغه به نه لیکم چې خلکو څه ویل او څنګه غبرګون یې ښکاره کړ، ځکه چې یو هم داسې څوک نه وو چې سپینې خبرې یې په هماغه ځای کې کړې وای، ټولو له ځان او نورو ملګرو سره پس پسی کولو، زه هم نه غواړم نورې خبرې د ځینو دلایلو پر اساس دلته وکړم خو که ما د حج او اوقافو وزارت وغواړي نو ډیر څه به ورته ووایم.
هغه د حج لارښوونکي یا معلمین چې د افغانستان له ټولو ولایاتو څخه د خپلو حاجیانو لپاره راغلي وو یا خو مطلق ملایان نه وو او یا هم په کومه بله طریقه د ولایاتو د حج او اوقافو ریسانو راوستلي وو، ما چې څومره معلومات تر لاسه کړل تقریبا تر دوه سوه پنځوسو ډیر لارښوونکي سږ کال راغلي ول، زه د نورو حاجیانو له ګروپونو خبر نه لرم خو زموږ ګروپ ته چې کوم استادان یا لارښوونکي راکړل شوي ول په پنځو ورځو کې مو هم نه دي لیدلي، او د مراسمو پر وخت کې خو بیخي غیب و، نه پوهیږم چې دوی به د عرفات په کوم ځای کې خدای ته ژړل او ناست به وو؟ خو ټول کلیوال حاجیان (چې په هېڅ نه پوهېدل)يې پرې ایښي وو ، له عرفات نه د مزدلفې پر لور روان وو. دا هغه خبرې دي چې ما په خپله لیدلې او اوریدلې دي، که هر څوک په دې مقدس ځای کې یعنې په بیت الله شریفه کې دروغ ووایې نو تاسو پوهیږئ چې، څومره دلته د عبادت ثواب دی هغومره د دروغو ګناه هم ده، دروغجن د الله دښمن دی، نور به پوه شوي یاستئ، داسې ګنګوسې هم وې چې ځیني لارښوونکي په زور د ولایاتو څخه راغلي دي، یو ملګري مې راته ویل چې ځینې د طالبانو سره اړیکې لري که چیرې د حج او اوقافو ریس نه وای راوستي نو شاید مشکل ورته پیدا شوي وای.
په هر حال له عرفات څخه د ماښام لمانځه څخه مخکې یو معلم راغی او په لاسي لوډسپیکر کې یې وویل چې همدا اوس ټول پاڅی چې د مزدلفې پر لور روانیږو خو دا خبره واورئ چې هر څوک په مزدلفه کې په کوم ځای کې شپه کوي ازادي لري او زموږ معلمین ورسره نه شته ځکه چې په مزدلفه کې ځانګري ځایونه نه دي جوړ شوي، په هر صورت ټول پاڅیدو او د مزدلفې پر لور روان شوو، په مزدلفه کې مو د یو سړک پر غاړه پر پیاده رو شپه تېره کړه، یو څه چې هلته راسره وشول هغه د میږیانو یرغل وو چې پر ما یې د شپې په خوب کې کړی وو، په اصل کې ما په یوه کاغذي کاسه کې پلاو خوړلی وو او هغه کاسه مې ځان سره نیږدې ایښې وه، داچې لاسونه مې صرف په ټیشیو پیپر پاک کړي و نو هغه د پلاو خوند ورباندې پاته و، نو د شپې ورپسې دغه میږیان راغلي ول کله یې چې کاسه سپینه کړې وه نو بیا زما په احرام او لاسونو پسې راننوتي وو، خولې هم وم ، کله چې د سهار اذان سره راپاڅیدم چې ګورم تورله میږیانو ډک یم، دلته نو اوس په احرام کې باید چې یو شي ته هم ضرر ونه رسوې دغه د حج اصول دي، تر دې چې د ونې څخه به پاڼه هم نه پرې کوې، چې غوماشی یا مچ دې ډیرتنګ هم کړي نه به یې وژنې، میږي خو بیا هسې هم په اسلام کې ګناه ده چې ضرر ورته ورسوې، نو ښه د نر په شانې یې ځانونه په ما پورې سریښ کړي وو، ما هم د سوي لاس غوندې یو یو له ځانه غورځاوه چې خدای مه کړه اوس راڅخه مړه نه شي چې حج به مې خراب شي او یا به دم راباندې لازم شي، نو ډېر یې ستړی کړم خو ښه وه په یو باندې هم پوه نه شوم چې رانه مړ به وې خو په هر صورت له مزدلفې څخه مو کاڼې ټول کړل او یو بس والا چې جمارات نارې یې وهلې، په بس کې کېناستو او په شیطانانو پسې ورغلو، نو د حج اصولو له مخې باید لومړی ورځ هغه غټ شیطان پر اوو کاڼو وولې، هغه مې سم وویشت او د بیت الله شریفې پر لور د فرضي طواف او سعيې لپاره راروان شوو.
چې په بس کې کیناستو نو لاره بنده وه، نو ماهم خپل مبایل رواخيست چې یو څه ساعت تیر کړم، نو چې موبایل مې خلاص کړ چې د تاند پانه زما د انټرنیټ په لومړی مخ تیاره خلاصه وه، نو ما هم ریفریش کړه چې ګورم د اختر پر لومړۍ ورځ یو غټ غم پیښ شوی د مرحوم ارسلا جمال د شهادت خبر مې ولید، بس هغه نورې خبرې مې چې ما څنګه عکس العمل وښود او څومره خفه شوم او یا راڅخه ټوله ستړیا او بې خوبې هیره شوه ما په مخکینی لیکنه کې چې (ارسلا جمال نه مړ کیږي) لیکلي دي، چې په تاند، ټول افغان او بېنوا کې نشر شوې ده، په هرحال، مکې ته په رسیدو کې مو پوره دوه ساعته تیر شول، ځکه لاره بنده وه او بس مو په لارکې ولاړ وو، خیر چې ورسیدو هغه طواف او سعيې یا د صفا مروه تر مینخ مو منډې ووهلې او بیرته منې ته راروان شوو، خو یو پنځه کیلومېټره لرې د خپلې خیمې څخه راته بس واله وویل چې نور موږ ددې ځای څخه مخکې نه پریږدي او تاسو چې په دا تونل ورواوړئ هلته مو خیمې دي، هغه تونل نه وو چې ورواوښتو نو اوس به په دې لسهاوو زره خېمو کې څوک خپله خېمه پیدا کړي؟ ما هم کم کم ځان د لارې په لوحو او نقشو برابراوه، خو داسې خلک مې ولیدل چې ټوله شپه یې په ګرځیدو تېره کړې وه، د ماخوستن د نهه بجو څخه نیولې بیا د سهار په یوه نیمه بجه خپلې خیمې ته برابر شوو، زما سره ټول فامیل هم وو چې ډیر ستړي وو، چې خیمې ته ورسیدو نو چې څملاستم داسې نیم ساعت خوب به مې کړی وي چې ټیلیفون ته مې زنګ راغی اوس د شپې څه باندې دوه بجې دي ما ویل خیر وکړې چه پدې وخت څوک شو، چې ګورم زما والد صاحب بیرون تشناب ته تللی دی او د هغه ځایه چې بیرته راتلو نو چې باید د شمال په لور د تشنابونو څخه راشي سر يې ګرځیدلی وو د جنوب پر لور لاړ وو او ورک شوی وو، پلار ته مې په ټیلیفون کې وایم چې په کوم ځای کې یې هغه راته وایې چې فرض کړه زموږ خیمه شهرک طلایې (کرتاینو) دی زه د ارزان قیمت طرف ته لاړ شوی یم نو ما ورته وویل چې دومره پته درته لګي نو راشه کنه د شهرک طلایې طرف ته، هغه راته وویل چې سمه ده، نو داسې پنځه دقیقې ورسته یې زنګ وواهه چې زه خو اوس فرض که زموږ خیمه شهرک طلایې دی د شاه شهید طرف ته راغلم، پدې کې یو ساعت سره وګرځیدو خو پلار مې پیدا نه کړ، پلار ته مې وویل چې زه ځم زما مشر ورور راپاڅوم هغه پر عربي پوهیږي ته داسې وکړه چې دلته نیږدې د پولیسو پوستې ته ورشه زما ورور (لطیف الله) به ورسره په عربي خبرې وکړي او پیدا په دې کړي، هغه وو چې همداسې وشول یو شل دقیقې ورسته دواړه راغلل، شپه تیره شوه او سهار مو بیا درې واړه شیطانان وويشتل او بیرته راغلو، ورپسې ورځ مو هم همداسې وکړل درې واړه شیطانان مو وويشتل او راغلو مکې مکرمې ته، نو اوس دلته په مکه مکرمه کې د بیرته تګ په انتظار شپې او ورځې صبا کوو او پنځه واړه لمونځونه په بیت الله شریف کې په جمع سره کوو.
نن مې بیا د خدای بښلي ارسلا جمال د پاره عمره وکړه او ډیرې دوعاګانې مې ورته وکړې، خو یو شی چې په نن عمره کې مې ورته فکر شو، بیت الله شریفې ته ډیر نږدې راته د طواف موقع برابره شوه چې هیڅ یې ستړی نه کړم او همدا شان راته د بیت الله شریف په څنګ کې چې کومه برخه د بیت الله شریف ده هلته هم راته د نفل موقع برابره شوه او دوه رکعاته نفل مې هم په بیت الله شریفه کې د ننه وکړ، بیا مې صفا مروه کې منډې ووهلې او بیرته راغلم ویښتان مې کم کړل او غسل مې وکړ، اوس نو په کوټه کې او په حرم شریف کې شپې او ورځې دې ته تیروو چې کله به بیرته ځو، خو صبا نیت لرم چې یو څه سامان او تحفې د ملګرو لپاره واخلم او که څوک راته مبارکۍ ته راتلل چې رانه بې تحفې لاړ نه شي، بس دغه په لنډو کې زما ددې مقدس سفر یو څه معلومات، حقایق او کيسې وې چې درسره شریکې مې کړې، الله ج دې وکړي چې ستاسو خوښې شوې وي، بې خونده هم نه وي. او خدای د وکړي چې ستاسو وخت مې هم نه وي نیولی. مننه
ستاسو ورور مکه مکرمه-سعودي