په ځنګل کې چې څه ځناور ول ټول په يوه خوله راټول شوي ول دقوي او کمزوري ، لوی او کوچني ، داړه ور او ښکره ور،تور او سپين او اصل او کم اصل توپير په کې بېخي نه تر سترګو کېده٠
لېوه پسته ته غاړې وتی و او هوسۍ پړانګ او زمرو سره د خوښۍ نڅاګانې کولې ٠
دخوښۍ دا مجلس دومره ګرم و چې ان د هوا مرغان هم په کې ول ،بازانو زرکو او سيسيو سره او کوترو د ټپسانو سره اتڼونه کول،مرغۍ او موږکان د مارانو سره په مستۍ اخته ول ، لړمان به له ډېره نازه د فيلانو پر شا سواره ګرځېدل ، خرو هم خرمستي کوله او کله کله به يې له ډېرې مينې د زمريانو پر ورمېږونو د مينې خولې ورخښې کړې ، عجبې شېبې وې دزمريو او پړانګانو خولې تکې سپينې وي د ښکار او وينو يوڅاڅکی هم پرې چېرې نه ښکارېده، د وږو تږو لېوانو سترګې داسې مړې شوې وې چې د پسونو سره يې له دښمنۍ پرته پاکه ساکه مينه کوله ، مضره ماران ښاماران او لړمان داسې عاجزه شوي ول چې دهيچا زړه ته نه پرېوتل چې دغه زهرجن ښاماران دې ګوندې نيله او يو څاڅکي هومره زهر هم ولري، نه لړم نېش پر سر راړولی و، نه غوايي خپل ښکرونه ښورول او نه ګيدړ داړې چينګولې ، بې ازاره توتکۍ او ماشي يو ځای الوتل را الوتل او خوشالي يې کوله، نه سپي د پيشو سره دښمني درلوده او نه پيشو د موږکانو سره٠
دامن او ډاډ فضا وه ، داعتماد او باور فضا وه ، د زړو او پخوانيو دښمنيو او بدبينيو ريښې بېخي ويستل شوې وې او ټول په دې سلا او يوه خوله ول چې زموږ د ټول يو مشترک او لوی دښمن انسان و او دی٠
داټول ژوي او ځناور په دې خوشاله ول چې ددوی ستر دښمن انسان اوس پخپلو کې سره يو او بل وژني ، اوس ددوی په ځای خپلې وينې څښکي د وچې او لمدې ژوي او ځناور دې ته ډېر خوشاله ول چې انسانان به ټول پخپله يو دبل سر وخوري او د ځمکې مخ به پخپله دوی ته پاتې شي، ټولو ځناورو په يوه غږ ويل په موږ کې تور،سپين او ډلې ټپلې نشته ، که موږ دوه پښې لرو که څلور ، که ښکر لرو او که زهر موږ ټول يوه طيفه او ذات يوو موږ د انسان غوندې خپلې وينې نورې نه تويوو په موږ خپل ژوند ګران دی ځکه يوبل سره مينه کوو موږ د خونخوار انسان نه عبرت واخيسته تر راتلونکې پېړۍ به د انسان ذات ختم او له امن ډکه بې انسانه نړۍ به موږ ته راپاتې وي ٠