مه مونځ کړه مه اودس خدای به درکړی سپین دیوسه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57360
زبیر احمد
دخبریدو نیټه : 2013-10-22


   

 ز موږ دکلی ګل مینه اني د اوس خدای (ج) وبښي ، دا دخپل کتاب او روایت میرمن وه، آني په ځوانۍ ډیره پیوره وه او په غوا هم مشهوره شوی وه، د ښائیست برخه یی هم کمه نه وه په رڼا ورځ یی له سړی زړه ایسته ، د کور کلی ډیرو ورکیو ته یی تیی ورکړی وه، دا کار دشیدو ورکولو یی د اخرت توښه باله، د هری دینی چاری د ترسره کولو حواله به یی په خپلی مور ورکوله مور می دا...او هغه کول، د کور کلی ښځوته به یی له خپه فکره سپارښتنی کولی، بلا شی نذرونه او ټوټکی ددی او هغی بی بی په نوم په خپله او په نور ترسره کول .
د ښیراو او دعاؤ ځانګړی الفاظ یی درلودل لکه که له چا به خوا بدی شوه په نا هیلی کی به وئیل ایری دخاورو همسایه شوی باد ګډی وډی ووړی ، ځوان ته په ښیراو کی ، شوله د بډګال پښه شی او د باد په مخه شی ، زړو ته په تخته وشرمیږی، پل د ایرو کی معلوم مه شه ، شوله بی بوله شی او څه په تول پوری متلونه یی لکه بړولی خلک خبروی او ګوزمولی کلی ورانوی ، د لغړزنی له بی شرمی د خدای ساته او نور .
لوی ځوان (پیرانو پیر) یی په سرکی د هر کار دپاره د ځانګړو زیارتونو را ننګول ، د لوی ځوان پسی یی بلا ډیری کسي تړلی وی ، د لوی ځوان له میړنیتوب او رسیندګی یی سترګی نه پټولی ، د لوی ځوان اثر یی په خپلو کارو کی په هغه دغه نوم په ګوته کاو ه ، کله به چې د لوی ځوان په مرسته قانع نه وه نو په غوسه به یی ویل ، د پیربابا له ډاګ یی وله له تاتیریږی دیوانه بابا ته ځینه ، د کمیس او د ټکری په ریښکیو خو یی د زیارتونو لکړی ډکی کړی وی ، اجی ملنګیانو ته د قلنګ په ورکولو کی تر هرچا ړومبی وه ، د نظر ماتی او پیریانی اثر په له منځه وړلو کی د رنګ په رنګ خوردو او تبرک کڅوړو په درلودو سره د شور بازار له هر امبر سنګ نه میړنی وه . ښائیسته ډیر پیروان یی لرل ، چې د انۍ د فال او شګوم برخه ورته مذهبی رنګ درلود.
د وړکیتوب یاد می نه هیریږی ، د شبرات په شپه د پاتو په نوم ناوکۍ جوړیده ، شا او خوا به یی زړی ، ځوانی او نجونی ناستی وی او د سپنی سپوږمۍ رڼا ته به یی ښه ښائیسته بازار ګرم کړی وه ، د پاتو ناوکئ مخته به له اوبو نه په ډګ جام کی د بنډاریو بیلا بیلا نښی پرتی وی ، ناوکۍ به چې د چا نښه په پټ مخ له جامه راښکله ، نو د آنۍ په متلونو او بیتو به بدرګه کیده ، رښتیا آنۍ ته د رحمان بابا کلیات په یادو زده وه ، د هری نښی په او چتیدلو د آنۍ هر بیت او متل ځانګړی تعبیر درلود لکه په دی بیت سره ، مه مونځ کړه مه اودس خدای به درکړی سپین دیوس ، د یاد فال میرمن به پرته له مانځه او اودسه جنتی بلل کیده ، او که به له دی بیت سره بدرګه شوه ، زاړه زاړه ځواني زاړه ويښته دسپین ځواني د لاړه په تخته به دی بربنډ کړی کُل علم به په تا غونډ کړی، نودا به د آنۍ له لوری شوم فال بلل کیده .
د جهاد په لمړیو کی چې په ډاګ کی یی ببره توره کیږدۍ ولاړه وه ، مولانعیم ور پیښ شوی وه ، مولا وایی آنۍ راته کړه مولا ځویه ډیره بی شرمه زمانه شوه نن یی جلکیۍ واده کړی وی او سبا یی کوزه په سر اړولی وی ، دي وایی آنۍ راته کړه چې دولس سره خیلخانه می پیدا شوی خداکه می سر لوند کړی یی ، مولا وایی ما ورته ویل آنۍ لمونځ او اودس دی هم کاوه ، دی راته کړه دا څّه وایی ځویه څه کافره خو نه وم ، خداکه می یو لمونځ قضآ کړی وي.
نن که آنۍ نشته خو پیروان یی لکه د پاتو ناوکۍ په څیر په پټوسترګو د خلکو د تور او سپین ، جنتی او دوزخی پریکړی د آنۍ په متلو او بیتو سره کوی ، د انسان جوړښت د چنایی فابریکی تر تولید سپک بولی .
څه ښه وایی : له ډاره غږکولای نشم د سوال یاری ده او به ګډه وډه شینه