کرکټ هغه یواځینۍ لوبه ده چې په نړیوله سطحه یې د افغانستان نوم ځلانده او د لوبو په ډګر کې یې نړیوالو ته وروپیژانده. ددې کامیابۍ تر شا افغانی غرور، د افغانانو طبیعی وړتیا (God Giving Talent) او د تیرو دیرشو کلونو د ناخوالو څخه د خلاصون هوډ هغه لاملونه دي چې نن ورځ په نړیواله کچه د افغانستان نوم د کرکټ په ډګر کې په خورا درنښت سره یادیږي.
د افغانستان د کرکټ لوبډله وتوانیده چی په ډیره کمه موده کې د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) دریم درجه او بیا په ډیرې چټکتیا سره دوهم درجه غړیتوب د خه کارنامو له آمله تر لاسه کړي چې د نوموړي پرمختګ په نتیجه کی مونږ کولې شو چې نن ورڅ د کرکټ ملي لوبډله د نړیوالو دوهم درجه پیاوړي هیوادونو او حتا چې د ځینو اوله درجه غړیتوب لرونکو هیوادونو سره پرتله کړو.
د ویاړ او خوښۍ خبره ده چې د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۵ کال د پنځوس اوریزه نړیوال جام د غوراوي په پړاو کی په ۱۴ څوارلسو لوبو کې نهه لوبې په خپله ګټه یوه لوبه یی برابره او ۴ څلورو لوبو کې د ماتې سره مخ او پدې توګه یې وکړی شو چی د دوهم درجه غړیتوب لرونکو هیوادونو څخه د ایرلینډ تر څنګ خپل نوم د ۲۰۱۵ کال په پنځوس اوریزه نړیوال جام کی ولیکي.
د ۲۰۱۵ کال په پنځوس اوریزه نړیوال جام کې چې د اسټرلیا او نیوزلیند په هیوادونو کې په لاره اچول کیږی د افغانستان ملی لوبډله به د نوو شپږو لوبډلو سره چی عبارت دي له آسټرلیا، نیوزیلینډ، سریلنکا، انګلینډ، بنګله دیش او یو بل هیواد چې د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام د غوراوي د دوهم پړاو څخه وروسته به معلومیږي شپږ لوبې ولري. د افغانستان د کرکټ لوبډلې لپاره بهترینه موقع ده چې خپله وړتیا د کرکټ نړیوالې شورا او د کرکټ مینه والو ته وښایي. د کرکټ ملي لوبډله یواځې په یو پیاوړي مینجمنټ، پلان، یو لړ اقدامات او هغه یو شمېر ننګونې چې په مخ کې یی لري د برلاسي کیدو په صورت کې کولی شي چې خپله وړتیا د اسټرلیا او نیوزیلیند په پچونو چی په مقایسوي ډول د آسیایی هیوادونو د پچونو څخه تیز دی وښایی.
که څه هم په روانو حالاتو کې لیدل کیږي چې د افغانستان کرکټ بورډ په چارواکو کې تر یو څه حده هم غږي او ډیسپلین موجود دی خو بیا هم ډیر مسؤلیتونه په مخ کې لري چی باید پوره پوره تدابیر ورته ونیسي.
که وګورو نو هغه هیوادونوچی دکرکټ په میدان کې یی ډیر پرمختګونه کړي همیشه نویو لوبغاړو ته وخت او مواقع ورکړي چی ژوندۍ بیلګه یی د هندوستان او د اسټرلیا کرکټ لوبډلې دي. د هندوستان یو پیاوړی بیټسمین (توپ وهوونکی) وریندر سهواګ چی د خپل بیټنګ له کبله نړیوال شهرت لري نن په ملی لوبډله کې لدی آمله ځای نلري چی نوي لوبغاړي د هغه څخه مؤثر تمام شوي، همدارنګه ډیویډ وارنر د استرلیا لوبغاړی چې د کرکټ هر مینه وال یی د نوم سره اشنایی لري لدې آمله په لوبډله کې ځای نلری چی نوی لوبغاړی د هغه په پرتله ډیر پياوړي دي. د کرکټ بورډ چارواکي باید دی ټکي ته متوجې او نوو ځوانانو ته مواقع ورکړي.
په دوهم قدم کې په مقایسوی شکل د کرکټ لوبډلې بالینګ د بیټنګ په پرتله له دی آمله قوي دی چې موجوده کوچ کبیرخان یواځ د بالینګ په برخه کې مهارت او تجربه لري. د بیتنګ (توپ وهنې) په برخه کې د ملی لوبډلی توپ وهونکي د ځینی مشکلاتو سره مخامخ دي لکه د مثال په ډول لوبغاړي د شاټ پچ بالونو د لوبولو پوره مهارت نلری او نشي کولې چې په سمه توګه یی ولوبوي او همدا لامل وو چې په نړیوالو شلو اوریزو لوبو کې د جنوبی افریقا او هندوستان لوبډلو ځمونږ د ملي لوبډلې همدغه کمزوري په نظر کې نیولي وه او ډیری لوبغاړي یی په شاټ پچ بالونو وسوځول. نو ددې لپاره چې د بیټنګ (توپ وهنې) په برخه کې یو لړ مشکلات بالخصوص پورتنی مشکل ته د حل لاره پیدا شي بو با تجربه روزونکي ته ضرورت لرو چې نه یواځې پورتني مشکلات مو حل کړی بلکه د اسټرلیا او د نیوزیلینډ د پجونو د نوعیت سره اشنایی هم ولري.
د کرکټ بورډ چارواکي که څه هم د اسیایی هیوادونو سره اړیکې نیولي مګر څرنګه چې د نوموړو هیوادونو څخه کوم مثبت عکس العمل نښودل کیږي نو پکار ده چي د کرکټ بورډ چارواکي لاس تر زنې پاتي نشي او د نورو هیوادونو لکه نیوزیلینډ، زمبابوي، ویسټ انډیز او د ایرلینډ د کرکټ د مسؤلینو سره مسلسل په اړیکه کې اوسي تر څو د کرکټ ټیم لپاره د ډیرو لوبو زمینه برابره کړي. د لوبغاړو د فټنس په برخه کې وخت په وخت تمریناتو ته اړتیا ده، د یوې لوبډلې فیلډینګ هغه وخت پياوړی وي چې لوبغاړي یی د خه فټنس څخه برخمن وي. ددې لپاره چې نوي لوبغاړي را برسیره شي نو باید کورني کرکټ پیاوړي شي تر څو نوي استعدادونه د بیټنګ او بالینګ په برخه کې په ملي ټیم ته لاره پیدا اوخپله وړتیا وښایی.
هیله ده چې د کرکټ بورډ چارواکي پدې برخه کې ټول هغه اقدامات تر سره کړي چی ورته په مختلفو برخو کې اړتیا لیدل کیږی. د افغانستان د کرکټ لوبډلې د کامیابۍ په هیله.